مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-07-23   مخپرونکئ : عُمر واحديار

پخوانى پاچا محمدظاهرشاه له نـــړۍ وکوچېد

عمر واحديار

 

بي بي سي نيوز خبر ورکړ چي د افغانستان پخوانى پاچا محمدظاهرشاه نن سهار د زمري د مياشتي پر لومړۍ نېټه په کابل کي د ٩٣ کالو په عمر له نړۍ څخه وکوچېد.

محمدظاهر شاه چي له ډېره وخته يې د مرګ او ژوند خبره د خلګو پر خولو ګرځېده نن يې په رسمي ډول مطبوعاتو ته د مرګ خبر ورکړل سو.

اعليحضرت محمدظاهرشاه د اعليحضرت محمدنادرشاه زوى و چي په ١٩٣٣ کال د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته د افغانستان پاچاهۍ ته ورسېد او په ١٩٧٣ کال د يوې کودتا په واسطه  له واکه ليري کړل سو.

محمدداود خان چي د محمدظاهرشاه د اکا زوى هم کېــــدئ هغه وخت د شاهي نظام د ړنګېدو او جمهوري نظام د رامنځته کېدو اعلان وکړ چي پاچا اېټاليا ته په سفر تللـــئ و.

په افغانستان کي د جم هوري نظام له راتګ وروسته ظاهرشاه په روم کي پاته سو او درې لسيزي وروسته په ٢٠٠٢ کال کي افغانستان ته راستون سو.

د نوموړي د ٤٠ کلني واکمنۍ په وروستۍ لسيزه کي د لومړي ځل دپاره په افغانستان کي د پر ديموکراتيکو اصولو ولاړ نظام بنسټ کښېښودل سو او د اساسي قانون له مخي د مطبوعاتو او ګوندونو  آزادي خوندي سوه.

محمدظاهرشاه د افغانانانو په زړه کي خاص محبوبيت درلود چي له امله يې په ١٣٨٢ کال کي د اساسي قانون له مخي د ملت د بابا په لقب ووياړل سو.

د نوموړي په اړه ويل کېږي چي د خپلي واکمنۍ پر مهال يې افغان ولس يو موټى ساتلــــئ  و او د وينو له تويولو او وژنو څخه يې سخته کرکه درلوده.

د هغه د واکمنۍ پر مهال په افغانستان د تعليمي نظام پرمختګ يوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کېږي او ويل کېږي چي د ښځو د آزادۍ او د هغوى د تعليم دپاره يې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن سهار د نوموړي د مړيني په اړه په يوه خبره غونډه کي د وينا پر مهال وويل:

((د ملت بابا نور زموږ په منځ کي نسته خو د خپلو کارنامو له مخي به تل ژوندئ وي)).

ولسمشر کرزي همدا راز د نوموړي د مرګ په خاطر په ټول هيواد کي ٣ ورځنى ماتم اعلان کړ او ويې ويل چي له هيواده بهر به هم د افغانستان په ټولو سياسي نمايندګيو کي د افغانستان بيرغ د ماتم په خاطر نيم ځوړند وي.

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery