For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
اروپايي ټولني د ملت د بابا پر مړينه خواشيني وښوده
دخپریدو نیټه  2007-07-24  م  خپرندوی : عُمر واحديار چا پي بڼه

 

افغانستان ته د ارپايي ټولنې خاص استازي فرانسس وينډرل د ملت د بابامحمد ظاهر شاه په مړينه خواشيني وښوده او زياته يې کړه چې نوموړي ټول عمر د خپل هېواد په خدمت کې تېرکړ .
وينډرل ، چې پرون ما ښام يې يوې خبري غونډې ته وينا کوله، وويل چې د ملت بابا يې له پخوا څخه پېژانده او هغه به تل د افغانستان د سوکالۍ په اړه فکر کاوه .
وينډرل، ډاډ ورکړ چې د ملت د بابا مړينه به د افغانستان او اروپايي ټولنې په اړيکو هيڅ  منفي اغېز ونه لري .
هغه زياته کړه چې د ملت بابا لويه هيله داوه ، چې په افغانستان کې يو ځل بيا لويه جرګه راوبلل شي او دغه هيله  يې څلور کاله مخکې پوره کړه .
وينډرل وويل : (( زه د اروپايي ټولنې په استازيتوب، د افغانستان دولت او خلکو ته د ملت د بابا په مړينه تسليت وايم.))

محمدابراهيم سپېڅلى   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com