
د برتانيا ملکې، اليزابت دويمې، افغان ولسمشر ته د يوه ليک په استولو د پخواني پاچا د مړينې په اړه خواشينې ښوولې او ويلي چې د ظاهر شاه د مړينې د خبر په اوريدو خواشينې سوې ده. د برتانيې ملکې ويلي: ''په ١٩٧١ ميلادی کال کې له برتانيا څخه د نوموړي د ليدنې ښې خاطرې را ياديږي. زه د افغانستان د خلکو له هغه احترام او مينې نه خبره يم چې ظاهر خان ته يې درلوده. د هغه وژل کيدل د افغانستان لپاره نه جبرانيدونکې ضايعه ده. زه به له تاسو نه ډير مننه وكړم که چيرې زما د خواخوږۍ پيغام د ظاهر شاه کورنۍ ته ورسوې.'' له دې وړاندې د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف او د دغه هيواد لومړي وزير شوکت عزيز هم په ورته پيغامونو کې افغان ولسمشر ته د خواخوږۍ پيغامونه استولي و.