ايمل، دتلې پينځه لسمه:
دميدان وردګوولايت په مرکز(ميدان ښار)کې يوجامع جومات جوړشواودديني زده کړولپاره يودارلعلوم پرانيستل شو.
دجومات اومسجددپرانيستوپه مراسموکې دميدانوردګوولايت والي عبدالجبارنعيمي، د پوهنې وزارت مرستيال محمدصديق پتمن،دحج اواوقافووزارت مرستيال مراد،دشمشادټلوېزيون مؤسس حاجي فضل الکريم،دغزني اوميدان وردګو ولايتونودولسي جرګې غړيو،دميدان وردګونه ګڼوسپين ږيرواومخوروبرخه اخيستې وه.
دارلعلوم،الفتح نوميږي،دوه تدريسي خونې،دوه دخوب خونې،دوه خوړنځيونه، پخلنځی، کتابخانه اونوراړين ځايونه هم لري.
اوس مهال ددغه دارلعلوم دزدکونکيوشمېريوسل اوشلوتنوته رسيږي،چې لدې نه يې پينځه ويشت تنه په ليليه کې پاته کيږي. دې زده کوونکيوپخواله دې په بېلابېلومدرسوکې درس وايه.
دنوموړي دارلعلوم ودانۍ دميدان وردګودپوهنې رياست لخوا په کرايه نيول شوې،چې دمياشتې يې پينځه لس زره افغانۍ کرايه ورکول کيږي اواستادانوته يې هم دميدان وردګوولايت دپوهنې رياست لخوا معاشونه ورکول کيږي.
دوهمه پرانيسته ديوه جومات ده،چې په(١٥٠٠ متره مربع)ساحه کې جوړشوی اودترکيې ولايتي بيارغونې ډلې لخوادڅلورلکه امريکائي ډالروپه لګښت،دترکيې (سيپ ګروپ)ودانيزشرکت لخوا بيارغول شويدی.
دميدان وردګوولايت دمشرتابه مطبوعاتي دفترچارواکي وايي،چې په نوموړي مسجد کې يوه کتابخانه،دمړومينځلولپاره خونه،داوداسه ځايونه،حمامونه،تشنابونه اونور اړين ځايونه په پام کې نيول شويدي.همداراز وايي،چې دغه مسجددترکيې دعثمانيې امپراتورۍ په ډيزان جوړشويدی.
ددغودواړوځايونودپرانيستې په مراسموکې والي عبدالجبارنعيمي،وويل چې له ډېره مهاله يې په پام کې درلوده چې دعصري زده کړوترڅنګ به ديني زده کړوته هم پام ګرځوي.
هغه ديني عالمانوته ډاډ ورکړ،چې دمسجدونواومدرسوپه رامنځته کولوکې به نورې هڅې اوکوښښونه هم وکړي اومدرسې به په کمپيوټرانو هم سمبالې کړي. همداشان هغه وويل چې په ولايت کې يې دوه سوه اواووه شپېته ښوونځي اوکابواووه سوه مدرسې موجودې دي.
دپوهنې وزارت مرستيال يادونه وکړه،چې دپوهنې وزارت دديني مدرسولپاره پريوه متوازن ديني تعليمي نصاب باندې کارکړيدي.
هغه وويل،چې دوی به په هرولايت کې ديني مدرسې چې هراړخيزتعليمي نصاب به ولري رامنځته ته کوي،چې داکار يې له ميدان وردګوولايت نه ددغۀ ولايت دمشرتابه په مرسته پيل کړ.
هغه يادونه وکړه،چې بايدله مدرسونه داسې کسان فارغ شي،چې يواځې په مدرسوکې نه بلکې په نورواداروکې هم کاروکړای شي.
دحج اواوقافووزارت مرستيال مراد،وويل چې ديوې سوکالې اوارامي ټولنې لپاره ديني مدرسې ډېرې ضروري دي.هغه وويل،چې دديني اونوروزده کړولپاره بايد هغه لارې غوره کړای شي،چې ولس يې غواړي اوهرڅه بايد دولس له فکرسره سم وي.
دشمشادټلوېزيون مؤسس حاجي فضل الکريم يادونه وکړه،چې مدرسې کولای شي ځوانان ښې لارې ته تشويق کړي هغه وويل،چې له سائينسي زده کړوسره،سره دينې زده کړې ډېرې اړينې دي اوهرمسلمان چې هر مسلک لري بايدددين له اصولوڅخه خبر وي .
دغه دارلعلوم اوجومات په داسې حال کې جوړيږي،چې ډېرديني عالمان نيوکه کوي چې دولت عصري ښوونځيوته پام اړوي خوديني مدرسې اومسجدونه يې له ياده وېستلي دي.