مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-13   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دملا لي ناره او د انګريزو ځغاستي

پښتون بهرامزی

دميوندغزاپه ١٨٨٠ کي د کندهار دميوندپه ولسوالي کي پېښه سوه٠ انګريز پوځ دنومبر پر ٢١ دډونالډ سټوراټ په مشري پښين ته داخل سول او په ١٨٨٠ کال د اپريل په لوم ړي نېټه يې اعلان وکړ چي کندهارله افغانستان څخه جلا سواوشيرعلي د مهردل خان زوی يې خپل ګوډاګی والي وټاکی٠ په١٨٨٠ کال د جون په مياشت کي علماوو غازي ايوب خان په خپله ګډه فتواسره خپل امير وټاکی او دده په نامه سکه ووهل سوه اوخطبه ولوستل سوه٠ دميوندجګړه د همدې کال دجولای پر ٢٧ نېټه باندي ونښتل، په دې جګړه کي ١٣٠٠٠ انګ يزي پوځيان مړه او يو جګړن د مک لاين په نامه باندي ژوندی ونيول سو٠ په ميوند کي دانګريزانو د ٦٦ نمبر کنډک څه د پاسه ټول سرتيري مړه او يو تن يې په تيښته بريالی سواو په دې جګړه کي دافغان شهيدانو شمېر څه دپاسه ٧٠٠ تنه وو٠ او بيا هم په ١٨٨٠ کي انګريزانو پر غازي ايوب خان باندي بريد وکړ چي له مقاومت سره سره ايوب خان شاتګ ته اړ سواو داميرعبدالرحمن خان په خيانت ايوب خان کندهار او هرات دلاسه ورکړل او ايران ته ولاړی٠ په ١٨٨٧ کي ايرانيانوايوب خان د انګريزو کونسل ته وسپاري چي بيا د تل د پاره په راولپنډی کي پاته سو،اونوموړی غازي په ١٩١٤ کي وفات اودده دوصيت سره سم په پيښور کي خاورو ته وسپارل سو٠ په دوهمه جګړه کي ١٤٠ زرو انګريزي پوځيانو برخه درلودل چي بيا يې هم ٣٠٠ پوځيان مړه   ا و څه دپاسه ٤٠ ميلونه پونډه مالي زېان ورورسيدی چي په دې ډول د ميوند غيرتي جګړې ګران افغانستان له تجزيې څخه وژغوری او د ستر کندهار د ٨٨٨ ورځو بېلتون يې ختم کړی٠ ملالۍ پیغ ه دميوند دجګړي ريښتنې اتله ده چي په خپلو دې خوږو او احساستي ټپيو يې دميوند جګړه  بری ته ورسول٠

که په ميوند کي شهيد نه سوې       خدايږو لاليه بي ننګي ته دي  ساتينه  
خال به ديارله وينو کښېږدم            چي شينکي باغ٠کي ګل ګلاب و رموينه
 

غازي ايوب خان،جنرال تاج محمد،ملا يحي اخندزاده ترين،مير بچه خان او ستره ملالي دميوندجګړې له مشهوروسرتيرو او ملي اتلانو څخه دي٠  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery