دميدان وردګوولايت دچک اواونخي سړکونوکارونه عملاپيل شول.ددغوسړکونودکاردپيل کېدوپه مراسموکې دافغانستان ددولت وزير په پارلماني چارو کې ډاکتر فاروق وردگ،دټول گټو وزير سهراب علي سفري،د اطلاعاتواوفرهنگ وزيرعبدالکريم خرم،د ميدان وردگوولايت والی الحاج عبدالجبارنعيمی،دمحلی ارگانونو عمومي رئيس غلام جيلاني پوپل،په کابل کی د UNAMA مرستيال کرس الکساندر، د ملي اردود لوي درستيځ مرستــــــيال ډگر جنرال محمد اسحق نوري دميدان وردگو ولايت د ادارو رئيسانو د دې ولايت څخه د ملي شورااوولسي جرگې ځينو غړيواود سيد ابآد او چک دولسواليوگڼ شميرمشرانو، مخه ورواو اوسيدونکو گډون کړي وو.
1- د چک سړک: نوموړی سړک چې دکابل قندهاردلويې لارې نه دچک تر ولسوالۍ پورې 25 کيلومتره طول لري د 7 مترو په عرض په پاخه او اساسي ډول يانی قيريزی کيږی چه دسړک د قير ريزي چارې يې دافغان کورياديوه داخلي شرکت له خواد 4.7 ميليونه امريکائي ډالرو په لگښت په يوه کال کې تکميليږی.
2-د سيد آباد او اونخي تر منځ سړک: نوموړی سړک چه د ولسوالۍ دمرکزنه د اونخي درې تر اخېره پورې ټول 19 کېلو متره طول لري د2.5 ميليون امريکائي ډالرو په لگښت په پاخه او اساسي ډول يانی قير ريزی كيږي او ټاکل شوې ده چې په نه مياشتو کې به ګټې ته و سپارل شی.
د ميدان وردگو والي عبدالجبار نعيمي د خپلې ويناپه يوه برخه کې ددې سړکونود منظورولو څخه پخپله د جلالتماب ولس مشر نه مننه وکړه اوويې ويل چې داســــــړک د ولسمشر صاحب ځانگړې ډالۍ ده،د ميدان وردگودولايت اوسېدونکيوته همدارنگه والی صاحب دکابينې دهغوغړونه په قدردا نۍ سره يادونه وکړه چې ددې سړک د منظورولو لپاره منډې ترړې كړې لكه ،ډاکتر صاحب فاروق وردگ،ددفاع وزيرسترجنرال عبدالرحيم وردگ،دخرم صيب او دټولګټودوزارت وزير صيب نه .
د ميدان وردگو والي زياته كړه،چې نوموړې دوه پروژې به دميدان وردګوخلكوته دروزګاردپيداكولواواقتصاددښه كولولپاره يوه ښه مرجع وګرځي،والي وويل چې دميدان وردگوغيرتمندولس ددوه نيموکالورا هيسې دکوکنارو په نه کرلو ددې ولايت او خاصتاً زما شمله لوړه کړېده اودا نېک نوم يې دې ولايت ته گټلي دي.
وروسته دټول گټووزيرسهراب علي سفري دخپلې وينا په ترڅ کې زياته کړه: زه دلته دوه شيان دي چې ډېريې د خوشحالۍ وړ بولم يو داچې دپرمختياکارونوپرانسته کوم،بل داچې زه ددې ولايت اوسېدونکی يم، چې پخپل ولايت کې داسې پروژوپرانسته كووم.
ور پسی ددولت وزيرپه پـــــــــارلــماني چــاروكې ډاکـټرغلام فاروق وردگ د خپلې وينا په يوه برخه کې وويل:لکه څنگه چې تاريخ شاهد دی د وردگو قوم په دوران د تاريخ کې په ښه نامه شهرت لري د هر ځای نه د مسافرو کاروانونه چې به دې ولايت ته ورسېدل دامن احساس به يې کاوه مگر پدې وروستيو کې دوردگوپه ولايت کې د ځينو بد امنيواودغلا گانو راپورونه تر لاسه کيږي ده دوردگوپه ټول غيرتي ولس ږغ وکړچې ددې نه وروسته نورغلوته ځای ورنکړي اودسړک د ټولوکارکونکيو سره د زړه دتله همکارۍ وکړي اودسړک انجينران لکه خپل مېلمانه وگڼي اودهرسړي دنده ده،چې دسړک په سرته رسولوکښې داړوندوموسسوسره همكارۍوكړئ،ځکه چې دسړک جوړول صدقه جاريه ده. وروسته ټولوويناوالو لکه د اطلاعاتواوفرهنگ وزير عبدالکريم خرم،دNAMA مرستيال کرس الکساندر،دکورنيوچارو پخوانی وزير تاج محمد وردگ، سناتور سميع جان هم د سيمې په خلکو باندی ږغ وکړ چې د سړک دکارونودپرمخ بيولولپاره له هيڅ ډول همکارۍ نه ډډه ونکړی