دخپریدو نیټه : 2007-12-13 مخپرونکئ : عُمر واحديار
د ارواښاد علامه حبيبي (رح) نوى اثر خپور سو
مطيع الله روهيال
کشف شاهنامۀ قبل از دورۀ مغل:
دا د ا
واښاد لوی استاد علامه حبيبي نوې څېړنه ده چي د شاهنامه پېژندني په باب ډېر نوي ټکي پکښې روښانه سوي دي، کتاب
ټول ۷۲ مخونه لري، علامه مرحوم نوموړی اثر د خپل ژوندانه په وروستيو مياشتو کي ليکلی، او د شاهنامه پېژندني
او لومړنيو خطي نسخو په باب يې په زړه پوري څېړنه کړې، نوموړی کتاب تر دې مهاله د هغه د کورنۍ د غړو سره خوندي و.
ياد سوی اثر په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني په زيار او د علامه حبيبي د څېړنو مرکز په مالي لګښت
د زرو ټوکو په تېراژ خپور سو.