For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
120کورنيو به د15 ورځو لپاره خواړه وېشل کيږي.
دخپریدو نیټه  2008-02-14  م  خپرندوی : میوندوال چا پي بڼه

 دغه مرستې،به دکابل ښاروالۍ په نوښت او دکسبګرو ټولنې لخوا، دکابل ښار دډوډۍ خرڅونکيو،غوښه پلورنکيو،هوټلونواو رسټورنټونو داتحادېيو په ګډو همکاريو وېشل کيږي، چې نن يې وېش پيل شو.
دوېش پرمهال دافغانستان دکسبګرو او دکابل ښار دکسبګرو دټولنې مشر ښاغلى حسن  سپاهي او نورو سوداګريزو ټولنو استازي هم موجود وو.
دکابل ښاروالۍ مرستيال الحاج غرزى خواخوږى وايي،چې د غه مرسته دهېواد،دولسمشر حامد کرزي د غوښتنې پراساس ترسره کيږي،چې له ولس  څخه يې غوښتي وو،چې ټول هېوادوال دې  د وروستيو پېښو زيانمنو سره مرسته وکړي.
دى وايي، چې په هرورځنۍ مرسته کې پخې وريژې، پوخ اينګولى، وچه ډوډۍ او تازه سابه  شامل دي.
دى زياتوي،چې په دغو کورنيو کې ١٠٠ کورنۍ دهلمند ولايت او يولس کور نۍ  په بغلان ولايت پورې اړه لري، چې  اوس  مهال په  (قمبرڅلور لارې) او ( پنځمه ناحيه)کې مېشت دي.

همدا شان نن دکابل ښار دسيند دپاکۍ په لړکې د ارتل پله خواشا سيمه هم پاکه کړاى شوه.

میوندوال   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com