مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-14   مخپرونکئ : خنجر اسعدابادي

د وزير محمد ګل خان مومند يادغونډه جوړه شوه

دافغان ادبي ټو نې لخوا دسترپښتون وزيرمحمدګل خان مومند يادغونډه دپيښورپه يو سيمه ايزپوهنتون پي سي ايس الفاروق كالج كې په ځانګړو پرتمينو مراسمو په ترڅ كې ولمانځل شوه، غونډه دقراّن عظيم الشان دڅومباركو ايتونو په تلاوت پيل شوه اودنامتوخبريال مجيب الرحمن انګار دميرمنې په مړينه ژوره خواشينى وښودل شوه اودټولنې مشر نظيرالحق قريشى پ انستې وينا وكړه او ويې وئيل چې افغان ادبى ټولنه دخپلو وياړونو په ترڅ كې دوزيرمحمدګل خان مومند ياد لمانځي نوموړي دساپي دپښتو څيړنو او پراختيا مركز ،دخبرونه دورځپاڼې او په جرمنى كې دسائنسپوهانو دټولنې او نورو ګڼو ټولنوڅخه مننه وكړه چې په څه ناڅه توګه ئې دټولنې سره دوزيرمحمدګل خان مومند ياد غونډې په لمانځنه كښې مرسته كړې ورپسې علامه عبدالستار محمدى،فضل قادرانډيوال ،تحسين الله تحسين ، اسلام ګل شيرزاد،محمدعارف همدرد ، مفتون غرق پرق ، فضل مولا توركى او نجيب الله اكرامي خبرې وكړې او دلكي مروت څخه احمد جان احمد او له ناروى څخه اجمل اټك يوسفزي  او له يونان څخه جلال امرخيل دټليفون له لارې خپل پيغامونه واورول او دافغان ادبي ټولنې لخوا دوزيرمحمدګل خان ياد غونډه لمانځل يې نيك ګام وباله غونډې ته په جرمني كې دسائنسپوهانودټولنې دمشرتابه پوهنوال ډاكټرنظرمحمدسلطانزي ځدران او دساپى دپښتو دڅيړنو اوپراختيا دمشرامام الدين ساپى ځانګړى پيغامونه هم چې دغونډې په اړه يې راليږلي و ولوستل  شول په پاې كې اّزاده مشاعره وشوه دغونډې په برخه والو دساپى دمركز يوشمير مجلې او كتابونه هم وويشل شول چې مينه والو په مينه ترلاسه كړل افغان ادبى ټولنه دخپل جوړښت څخه راو وسته دالومړى ځل دى چې دوزيرمحمدګل مومند په څير ديونامتو پښتون ياد لمانځي

 

د افغان ادبي ټولنې مشر نظيرالحق ق يشي غونډې ته د پرانستې وينا کوي .

د افغان ادبي ټولنې مرستيال تحسين الله تحسين خپله ليکنه اوروي

د افغان ادبي ټولنې مطبوعاتي مسئول فضل قادر ان يوال غونډې ته وينا کوي

د پښتونخوا د مجلې خبريال محمدعارف همدرد غونډې ته د وينا پرمهال

تاند شاعر نجيب الله اک امي غونډې ته شعر اوروي

افغان ليکوال احمدشاه پوپلزى ، شاعر فضل مولا تورکى او نور دغونډې په يوه څنډه کې ناست دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery