مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کبیر حقمل

benawa afghanistan
خالد هادي حیدري

 

 

ښاغلی مح مد کبير حقمل د پوليسود متقاعد ډګروال محمد امين زوی دی چي. د لوګر ولايت په مرکز د حصارک په کلي کې زيږيدلى او همالته لوى شوى دی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ئې د خپل کلي په منځني ښوونځي کې تر. لسم او يوولسم ټولګي پوري د کلنګار په عالي ليسه او دوولسم ټولګى ئې د لوګر په مرکزي(حضرت عمر فاروق عالي) ليسه کې لوستي دي او په کال 1380 کې له همدې ليسې نه په لومړۍ درجه فارغ شوى دی
دعصري علومو تر څنګ يې دیني زدکړي هم تر یوې اندازې کړي دي

په کال 1381 کي د کانکور له آزموينې وروسته د کابل پوهنتون په ټولنيزو علومو پوهنځي کې زده کړې پيل کړي او په 1384 کال کې د نوموړې پوهنځۍ له لرغونپوهنې او اتنوګرافي څانګې څخه فارغ شویدی.

له ډيره کوچنیوالي څخه د شعر سره م یني دې ته هڅولی چي اوس په روان شعر لیکلو کي برلاسی بریښي

ويناوالي ئې هم له کوچنيتوبه خوښه وه او په دې برخه کې د کورنۍ په تيره بيا د خپل ښاغلي پلار له لوري ډير هڅول شوی دی،ښاغلی حقمل به د ښوونځۍ او ياهم دې ته و� �ته غونډو او پرواګرامونو کې ډيروخت د وينا والوپه لیست کي هم راته، ډيروخت ئې د خپلې ليسې او کله کله ئې د لوګر د ټولو زده کوونکو په استازيتوب په سترو غونډو کې وينا کوله او خپلو ښوونکو به په دې برخه کې ډير هڅاوه.

 د پوهنځي په دوهم کال کې ئې له چاپي رسنيو سره اړيکې ونيولې او د لومړي ځل لپاره ئې په ثبات اونيزه کې مقالې او شعرونه چاپ شوه

د پوهنځي په دريم ټولګي کې په لومړي ځل په ملي اصلاح دوه اوونيزې(چې اوس اونيزه )ده  او بيا په چراغ ورځپاڼه کې په منظم ډول مطبوعاتي کار پيل کړ.

په چراغ او هندوکش خبري آژانس کې ئې دوه کاله د پښتو څانګې د مسئول، ليکوال او خبريال په توګه کار وکړ او د 1385 کال په دوهمه مياشت کې ئې په  ويسا ورځپاڼې کې کار پيل کړ. د ١٣٨٦ل کال تر سلواغې مياشتې ئې په ويسا ورځپاڼه کې کار وکړ. د ويسا ترڅنگ ئې نژدې د يوه کال لپاره د افغانستان او پاکستان د امن گډې جرگې د کميسيون د دارلانشا د رسنيو په دفتر کې کار وکړ او له هغې نه مخامخ بي بي سي ته ولاړی د ٢٠٠٧ کال له آگست نه ئې د بي بي سي په پښتو برخه کې کار پيل کړى دى. او تر اوسه هم هلته په کار بوخت دی .

ښاغلی حقمل چي تانده ځواني لري د لوړ استعداد او پوره زرکتیا څښتن دی دخپل ولس سره يې لیونۍ مینه يې � �ه ورایه په خبرو کښي څرګندیږي  او ددې تر څنګ  رښتني ژورنالیزم ته ډیر ژمن دی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery