مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نوراجان بهير

benawa afghanistan
خالد هادي

 

نوراجان بهير د ۱۳۶۰ لمريز كال، په وروستيو ورځو كې، د خوست مركز، م تون سيمې، د مندوخېلو په كلي كې دې نړۍ ته سترګې پرانستې.
دوه كلن به لا نه ؤ، چې كورنۍ يې د وخت د شوروي يرغلګرو  له ناكړدو تنګه او له فرضي پولې (ډېورېنډ) ها خوا يې هجرت وكړ.
 په كورمه اېجنسۍ كې له لږ وخت تېرولو وروسته يې كو� �نۍ، پېښور ته كډه شوه. د پېښور او خيبر ترمنځ د (مچېنۍ) په نوم سيمه كې يې يونيم كال تېر كړ، خو بېرته هماغه شنې كورمې ته راكډه شول، كومه چې خوست ته نېږدې او د رنګ او هوا له پلوه هم، لكه د خوست سكنۍ خور داسې ده.
بهير خپلې لومړنۍ زده كړې، په همدې كورمه كې د كډوالو له پاره په جوړو ښوونځيو كې وكړې.
كله چې مجاهدين بريالي شول، نو خوست ته په راكډه كيدو يې بيا خپلو پاتې زده كړو ته دوام وركړ.
دى، چې د پلار مشر زوى ؤ، نو په تانده ځوانۍ غربت دې ته اړ كړ، چې د څه وخت له پاره ښوونځى پرېږدي او له هغه سره د كورنۍ نفقې پېټۍ په ګډه اوچت كړي.
ده يو ځل بيا ښوونځي ته � �ار ومونده او په ۱۳۸۲ لمريز كال، د خوست له لومړنۍ او مشهورې (غرغښت) ليسې څخه فارغ شو.
پر همدې كال يې، په خوست كې د (مزل) جريدې او سولې پيغام له راډيو سره د خبريال او پروګرام جوړوونكي په توګه كار كاوه.
له ليسې تر فا� �غيدو وروسته په كانكور ازموينه كې، د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالى شو، خو بيا يې هم د اقتصادي ستونزو له امله پوهنتون پرېښود.
خو د شخصي مطالعې ترڅنګ يې دځينو نړيوالو ادارو په وركشاپونو او كورسونو كې برخه واخېسته.
پر همدې وخت يې په خوست كې د افغان كلتوري او مطبوعاتي مركز (آيېنه) سره كار پيل كړ او دې كار يو كال دوام وكړ.
له دې وروسته يې په جنوب ختيځو ولايتونو (خوست، پكتيا، پكتيكا) كې، د كليد ګروپ (كليد راډيو او مجلې)  له پاره، د خبريال په توګه كار پيل كړ، چې اوس هم دوام لري.
نوراجان بهير يو كال، په خوست كې د ښځو لومړنۍ خپرونې (ځلا) مرستيال پاتې شوى.
او دا مهال، د (پيوستون كولتوري او خپرندويه ټولنې) له خوا د خپريدونكې مياشتنۍ مجلې (پيوستون) مرستيال چلوونكى دى.
دغه جريده، نه يوازې د سيمې، بلكې د هېواد په كچه ښه نوم لري.
بهير دا وخت د خوست دارلمعلمين د ادبياتو برخې، د دويم كال محصل دى.
نوراجان بهير له ژورنالېستيكو كارونو وړاندې، له ادبياتو سره مينه كوله، لس كاله وړاندې يې په شعر او لنډه كيسه ليكلو پيل كړى، چې ځينې بېلګې يې چاپ شوې هم دي.
تر اوسه يې كوم اثر نه دى چاپ كړى، خو نيت يې لري.

نوراجان بهير څو كاله وړاندې واده كړى او اوس د (الهام او عرفان) په نومونو دوه زامن لري.

norajan baheer

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery