For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
د خواجه بهاالدين د پېښې موخه د پښتنو ازمويل دي .
دخپریدو نیټه  2008-09-10  م  خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه


په تخار كې يواځې خواجه بهاالدين ولسوالۍ نه ده چې وزبكو او نورو سيمه يزو زورورو په كې د پښتنو ځمكې او كورونه غصب كړي د درقد ، ينګي كلا ، دشت كلا، خواجه غار ، رستاق ، بنګي او د تخار په ټولو شپاړسو ولسواليو او مركز تالقانو كې د پښتنو په زرګونو زره جريبه ځمكه د سيمې زورورو غصب كړې دي .
د تخار ولايت يو لوړپوړى چارواكى چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي چې په دغه ولايت كې يواځې د پښتنو پنځه پنځوس زره جريبه ځمكه  پخوانيو او اوسنيو وسله والو كوماندانانو غصب كړې ده .
هغه وايي چې په دغه ولايت كې ټولې پښتون ضد ډلې د يو پلان له مخې د پښتنو د وركاوي په لارو چارو بوخت دي .
همدارنګه د خواجه بهاالدين د پښتنو د ستونزې د حل په خاطر چې كرزي كوم سيمې ته كوم پلاوى راليږلى و ددغه پلاوي يو تن غړى چې پېښه يې له نږدې څېړلې وايي چې داپه شمال كې د پښتنو د وركاوي لپاره  د هغه منظم پلان يوه برخه ده چې په وينا يې له امله يې په بادغيس ،فارياب . شبرغان او نورو شمالي ولايتونو كې  مخكې له مخكې په زرګونو پښتنې كورنۍ ويستلي دي .
هغه وايي چې د خواجه بهاالدين  له پېښې ددوى هدف د پښتنو ازمويل وو چې مالومه كړي چې پښتانه ددوى خلاف څه غبرګون  ښيي .
هغه دا هم وويل چې كه خداى مه كړه پښتانه په دغه ځاى كې ناكام شو نو لرې نه ده چې د تخار د ټولو ولسواليو به پښتانه وباسي .
نوموړي د افغانانو او په ځانګړي ډول په پښتنو غږ وكړ چې ددغه افغان دښمنه  وګړو د مخنيوي لپاره سره په ګډه هڅې پيل كړي .

پښتون تالقانى   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com