مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-11   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

((كبير مرزبان))، كه مخكښ قاچاقبر؟

بخدي- مزارشريف


 

اووه كاله مخكې ، چې لا نظار شورا په واك كې وه، قوماندان كبير مرزبان( د مشرانو جرګې اوسنى غړى، د عدالت شورا رييس او په تخار كې د پښتنو د ځمكو غاصب)، پيرم قل، بشير چاه ابي، امرلطيف(د پښتنو د ځمكو غاصب) او مطلب بېګ د نشه يي توكو د قاچاق او ځمكو د غصب د م افيا شريكان او ملګري وو. ددوى او ددوى  د مافيايي مشرانو ترمنځ توپير داو، چې مشرانو به يې نشه يي توكي په ا وتكه كې لېږدول، خو دوى په اس او موټرو كې. كبير مرزبان اوس هم په سيمه كې د ځواك او پخوانۍ مافيا څښتن دى.
 د هيرويينو په مافيا كې كبير مرزبان لومړۍ درجه، امرلطيف دوهمه درجه او بشير چاه ابي درېيمه درجه مقامونه لري. د كبير مرزبان د اعتماد وړ قوماندان د ينګي كلا د غونډ قوماندان ((كريم الله ))، عبدالرحيم سرحدي، پخوانى امنيه قوماندان، قوماندان جبار ((لاله ميدان))، د درقد ولسوال مولوي خان محمد، ارباب نظام درقدي او قوماندان باران دي. دغه كسان له جلال اباد او نورو سيمو نه تاجكستان ته هيرويين قاچاق كوي. د بشير چاه ابي كسان، چې د تاجكستان پر سرحد د نشه يي توكو قاچاق كوي، اسماعيل سفيد، قوماندان تېشه، قوماندان محمود، قوماندان عبدالاحد، قوم اندان صدرالدين او د وهم ولسوال ډاكتر جنيه دي. ويل كيږي ډېر ځله پخپله چاه ابى په دغو كارونو پسې تاجكستان ته ځي. كبير مرزبان او د هغه نورو مسلكي ملګرو په سيمه كې دوه نور تجارتونه هم پيل كړي، چې يو يې د كوكنارو په بدل كې د جريب پر سر ۳۰۰ ډالر اخستل دي، چې له دولت نه يې د كوكنارو د نه كر په نامه اخلي او خلكو ته يې بيا نه وركوي او بل د ځمكو غصبول دي، چې د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د اتيا پښتنو كورنيو د ځمكې اوسنى ناورين يې روښانه بېلګه ده.
 دوى په لاندې سيمو كې د انتخابي كسانو له خوا كوكنار كري:
د تالقانو په زاړه ښار كې د حاجي اغاګل په لا ښوونه د محمد داوود له خوا، د تالقان په خس كپه سيمه كې د نيك محمد له خوا، په قره پرچو كلي كې د قلم الدين له خوا، په مطلب بيګ او ورتبز سيمو كې د محمد صابر له خوا. دوى په كشم، كلفګان او دريم ولسواليو او د بدخشان په ا ګو سيمه او جرم، راغ، خاش او شغنان ولسواليو كې د هيرويين جوړونې فابريكې او لابراتوارونه لري، چې له تېرو پنځو كلونو راهيسې كار كوي او د دولت زور پرې نه رسيږي. دغه راز په اويزان، مستي خان، شينګراو، دشت چنار، اب اسيابا، ديوري، ايل كوشان او كزر سيمو كې د پيرم قل او د هغه د ملګرو په امر د كوكنارو كر او توليد ترسره كيږي. دوى دوه كاله مخكې كابل ته خپل هيرويين د سلطان محمد ولد حاجي داور او د ۵۵مې فرقې د موټرو له لارې د رستاق و سوالۍ د رييس اركان جنرال عبدالصمد له لارې قاچاق كول. اوس ښايي دغه كسان بدل شوي وي او يا ښايي پر خپله دنده پاتې وي. (۱)
د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ كې د ايسارو پښتنو په وينا، كبير مرزبان، امرلطيف او ددوى نور ملګري په سيمه كې د پښتنو استوګنه نه مني او وايي، پښتانه ناقلان(!) دي او بايد شمال پرېږدي. دولت او نړيوالې ټولنې د نشه يي توكو د قاچاقبرانو پر دغه ظلم سترګې پتې كړې او مظلوم پښتانه د داسې غوږونو او سترګو په تمه دي، چې ددوى فرياد واوري او بده وضع يې له نږدې وڅاري.
------
(۱)
د يوه عيني شاهد مالومات

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery