مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-15   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشر کرزي ته دتخاردیوې بندي پښتنې خورفریاد(ږغ )

برهان الدین دربار

بېنوا : تخار

 دیوشتمي پېړۍ کربلا!
څوک به دتخار پښتنو ماشومانو ته ډوډۍ او اوبه ورسوي

په تخار کي د۷۰۰ پښتنو بندیانوسره دظلم او زورزیاتي  په وړاندي چي اکثره ئې ښځي او ماشومان دي تر اوسه دولت او پارلمان لا کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي . دغه بې وسه پښتانه  کډوال چي خپلو کورونو او مېنو ته څه باندي ۲۰ ورځي مخکي دپاکستان څخه راستانه شوي د تخار دوالي او سم یزو ازبک جنګي جنایتکارانو لخوا  په یوه زړه کلا کي بندیان کړل شوي او نه پریښودل کيږي چي تر څو دخپلو انوني ملکیتونو چي د څه باندي ۵۰ کالو قبالې په لاس کي لري پر سر  واړوي .

بېنوا انټرنیټ پاڼه ددغو ۷۰۰ پښتنو بندیانوله جملې  څخه د یوې پښتنې خور سره ږغیدلې او هغه خپل فریاد افغان ولسمشر حامد کرزي ته په لاندي ټکو په خپل ږغ کي رسول غواړي !!

ولسمشر کرزي ته دتخاردیوې بندي پښتنې خورفریاددلته واورئ

دروژې په مبارکه میاشت کي چي چیري دپالمان غړي  او ولسمشر پرخپلو سترخوانو دبېلابیلو خوراکونو او کبابونو څخه ستړي دي ددغه ۷۰۰ بې وسه بندي پښتنو دلوږو او تندو پوښتنه تر اوسه هیڅ چا ونکړه . دا په داسي حال کښي ده چي له دوئ څخه دسلګونوماشومانو ژوند دعدم تغذیې او پاکو اوبو دن توالي له کبله د سخت ګواښ سره مخامخ دی . خو دولت دیو غاصیب او جنګي جنایتکار قاضي کبیر غوندي زورواکانو سره دمصلحتونو په لومه کي بند دی او نشي کولای چي دخپل ولس د رواه غوښتونو او دهغوی دحقوقو څخه دفاع وکړي . لهذا د ټول ولس او په ځانګړي ډول دهغو ملي او شخصي رسنیو څخه چي دملي ارزښتونوڅخه ددفاع  دعوې کوي  غوښتنه کوو تر څو ددغو بې وسه پښتنو رواه غوښتونو ته په نړواله کچه انعکاس ورکړي .

دتخار دپښتنو لپاره ځانګړې شوې ویب پاڼه دلته وګورئ .

پښتانه تکی نیټ / PASHTANA.NET

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery