مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-23   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ایټالیا : جنرال حميد گل د طالبانو شرطونه بربنډ کړل

سرچينه: د ايټاليا مطبوعات

د خپريدو نیټه: د اکتوبر 20مه

د پاکستان  د استخباراتو آی ایس آی پخواني مشر  متقاعد ډگرجنرال حمید گل د سولی د خبرو د پیل کېدلو دپاره د طالبانو شرایط پېشنهاد کړي دي او واېې  چې هغوي  به  هغه وخت د سولی له خب و سره موافقه وکړی چی دوي د یوه سیاسی قدرت په حيث وپېژندل سي، د افغانستان څخه د بین المللی قواو د وتلو دپاله نېټه وټاکله سي او د طالبانو ټول بندیان آزاد  شي.   جنرال حمید گل وویل هغه په دې عقیده دی چی د طالبانو سره مشر ملامحمد عمر سره د سولی خبری  دي پر مخ ولاړي سي.متقاعد جنرال حمید گل د  ایټالیې یوې ورځپاڼی او د لوېدیځو هیوادونو د خبری موسسو یوې وړې ډلي ته په وینا کی وویل پاکستان هم باید په دغه  راز  خبرو کی برخه ولري.  حمید گل وویل زه طالبان پیژنم، ما د هغاوی سره د ډېره وخته همکاري کړې ده او زه ویلای سم چی هغوی به د افغانستان د جم هور ریس حامد کرزي سره هیڅ وخت خبری ونه کړي . ځکه چی دوی هغه د خارجیانو گوډاگی بولي. حمید گل وویل په متحده ایالاتو کی  د جمهوری ریاست انتخابات اوس حاضر د طالبانو سره د سولی د هر راز خبرو د پیل کېدلو په مخ کی یو له څو خنډونو څخه دی.  
حمید گل وویل پخواني جمهور ریس مشرف  د ټروریزم په مقابل کی له متحده ایالاتو سره د لاس په یو کولو سره داسی غلطی وکړه چی د بخښلو نه ده.  حمید گل وویل داسی ښکاري چی د جمهوری ریاست دپاره دواړه کاندیدان، بارک اوباما او جان مکېن غواړی چی په افغانستان کی هغه پالیسی تعقیب کړي چی دا اوه کاله روانه ده او زه فکر کوم چی د دې پالیسی دوام به په افغانستان کی د یوې فاجعې لامل  شي . حمید گل وویل په پاکستان کی ټروریسټی فعالیتونه پراخېږی، ډېر ژور اقتصادی بحران پکښی روان دی او امریکا سره مخالفت  ورځ په ورځ زور اخلي او هیواد د سقوط له خطر سره مخامخ دی.ده وویل  دغی وضع د ترهگرۍ سره د جگړې بریالیتوب او د پاکستان د اټومی وسلو مصونیت ه خطر سره مخامخ کړی دی. دا وضع دونه خطرناکه ده چی ښایی په پاکستان کی داخلی جنگ پیل سي او یا د اېران په ډول اسلامی انقلاب پیل سي. حمید گل وویل پخواني جمهور ریس مشرف  دترهگرۍ  په مقابل کې له متحده ایالاتو سره د لاس په یو کولو سره داسی غلطی وکړه چی د بخښلو نه ده. خو د آصف علی زرداري پر پالیسیو باندی هم انتقاد وکړ او وې ویل چی هغه یو ملکی د یکتاتور دی  او د پرویز مشرف پالیسیو ته یې دوام ورکړی دی. ده وویل دا ضروری ده چی په هیواد کی پارلمان ته داسی واک ورکړه سي لکه په یوه ډیموکراټیک سسټم کی چی ورکول کېږی. حمید گل د پاکستان په صؤبه سرحد کی د طالبانو د عملیاتو په باب وویل سړی په دقیق ډول دا نه سی ویلای چی  د افغانستان سره په سرحدی سیمه کی به څ ونه طالبان فعالیت کوی خو کېدلای سی چی شمېر یې له پنځه لسو څخه تر شلو زرو پوری ورسېږی. حمید گل خبرداری ورکړ چی هر څونه چی امریکا د سرحد څخه دې خواته خپلی حملو ته زور ورکوی په هغه اندازه به خلک د طالبانو ملاتړ زیاتوی. په شمالی او جنوبی وزیریستان کی ډېر زیات کلیوال د طالبانو طرفداری کوي او په دې عقیده دي چی پر دوي  باندي د طالبانو سره  همکاري کول واجب دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery