مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

( ټولو ملتپالو افغانانو ته يو ډاډ)پوهندوى اسمعيل يون

پوهندوى محمد اسمعيل يون

((زړه مې نه خوځي له ځايه غر خو هسې وي که نه!))

په دې وروستيو څو ورځو کې ځينو ستمي او جمعيتي فاشيستانو او حلقو پر ځينو هغو افغانانو پسې ډېرې سپکې سپورې ليکلي او ليکي يې چې ددې نويو فاشيستانو پر توطيو او دسيسو ډېر خبر دي، اکتر فاروق وردګ، حنيف اتمر او ځينې نور د دوى د ليکنو محتوا جوړوي، هر څوک چې په افغانانو په تېره بيا په  پښتنو افغانانو کې د افغانستان د ملي ګټو لپاره ډېرې هلې ځلې او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې او پالنې لپاره ټينګه مبارزه کوي، هغوى نو ددې فاشيستانو د سترګو اغزي دي.


ستميان او د مذهب په جامه کې نوي فاشيستان په خپلو ليکنو کې ان تر دې حده وارخطا دي، ددې پرځاى چې د چا پر فکري ليد لوري نيوکه وکړي او خپل دلايل وړاندې کړي، د شخص شخصي حريم ته ورداخلېږي او شخص ته سپکې سپورې کوي، دا خبره ددې څرګندونه کوي چې په افغانستان کې تجزيه غوښتونکي، څومره د علم او منطق پر فقر اخته دي.


نويو فاشيستانو چې اکثره يې د ستم، جمعيت او پرچم له ډلو څخه جوړ دي، په دې وروستيو وختونو کې په ډله ييز ډول د خپل قلم تبرونه زما خواته هم را اړولي، دا لومړى ځل نه دى چې دوى دا کارونه کوي، هر کله چې ما په کوم اخبار، راډيو او ټلويزيون کې د ستميانو، جمعيتيانو او نورو تجزيه غوښتونکو غوڅ ځواب ورکړى، نو بيا پر دوى اور بل شوى او ورځ وروسته يې په خپلو اړوندو رسنيو کې ما پسې داسې ليکنې کړي چې له منطقه لرې دي. د دوى اکثرو ليکنو ته ما ځکه ځواب نه دى ورکړى چې ليکنې يې له متضادو خواو ډکې دي، د ليکنې په متن کې يې په نا شعوري ډول خپلې خبرې بېرته رد کړي دي، يوه جمله يې يوه مانا ورکوي او بله جمله يې بله مانا، بل مې په دې خاطر هم ځواب نه دى ورکړى چې زه نه غواړم د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې خپل ځان په داسې يو دريځ کې ووينم چې د هغو کمزوري منطق ته هم تم شم او ځان له کاره وباسم، افغانستان، اسلام، افغان ملت، زموږ ملي هويت او ملي ارزښتونه زما لپاره ستر ايډيالونه دي، پر دې سترو ارزښتونو د چا له خوا تعرض نه منلاى او نه زغملاى شم، نو په همدې خاطر زما غوڅ او سپين ځوابونه د هغوى د زياتې ځورېدنې او کړېدنې سبب شوي دي، دا چې په ما پسې د ستميانو او نويو فاشيستانو ليکنې د هغو د ډېرې وارخطايۍ څرګندونه کوي، دا خبره زما زړه او فکر ته لا ډېر قوت ورکوي چې زما فکر او ليکنو د نښې منځ ويشتى، ځکه چې اصلي هدف ته رسېدلى يم، خوند خو دا کوي چې زما د( يوې جملې) ان د (يوې کلمې) پر وړاندې دوى اوږدې اوږدې ليکنې کوي، خو بيا هم د هغې ځواب ځکه نه شي ويلاى چې که ويلاى يې شواى بلې ليکنې ته اړتيا نه وه.


 په دې وروستيو ورځو کې د اريانا ټلويزيون له لارې، (له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه) يو ګردى مېز جوړ وى و، چې په ژوندۍ بڼه خپرېده، زه (يون) او د اسلامي جمعيت يو اړوند شخص ښاغلى عتيق الله بريالى چې تر  جمهوري رياست اتنخاباتو دمخه د ملي دفاع وزارت مرستيال و، ددې مېز مېلمانه وو، زما او ښاغلي بريالي ترمنځ د خبرو ډېر اختلاف نه وو، يوازې يو ځاى کې ښاغلي بريالي طالبان يو قبيله يي او عقب ګرا خوځښت وباله چې د مذهب په جامه کې وړاندې شوى او  روان جنګ يې د قدرت جنګ وباله. البته تر دې دمخه په بېلابېلو خپرونو او مرکو کې جمعيتيانو او ستميانو، طالبان يوه قومي ډله بللې، ما د دوى د دغو تعبيرونو په ځواب کې وويل چې طالبان اساساً يوه مذهبي او  نظامي ډله ده، نه قومي ده نه سياسي، زما دلايل دا وو چې که چېرې دا سياسي ډله واى نو له دومره نظامي قوت سره به يې له پيله تراوسه ډېر سياسي امتيازات ترلاسه کړي واى او له دومره ستونزو سره به هم نه  مخامخېدل او که قومي ډله واى نو ولې د همغې سيمې او همغه قوم خلک تر ټولو زيات ځپي چې دوى ورته منسوب ګڼل کېږي، دا په داسې حال کې ده چې دوى تر ټولو زيات پښتانه وژلي، د لغمان د ځوانانو عامه وژنه يې هم وروستى مثال و، دا مې هم وويل چې په افغانسان کې اوسنۍ روانه جګړه د قدرت لپاره جګړه ده، ايران او پاکستان غواړي پر کابل د خپلې خوښې حکومت تعميل کړي، دا هېوادونه مخکې تر دې چې دلته پوځي جګړه پيل کړي، مجبور دي د جګړې لپاره يو ايډيالوژيک بېز جوړ کړي، افغانان د جګړې بشري او اصلي قربانيان دي، طالبان ددغې مذهبي ايډيالوژۍ يا عقيدې تر چتر لاندې جګړه کوي، له مذهب څخه د دوى خپل تعبير دى، دا چې دا تعبير سم دى که ناسم، ښه دى که خراب دا بېله مسئله ده، خو دوى د خپل فکر له مخې د ايډيالوژۍ پاره جګړه کوي، نو په دې خاطر طالبانو ته دا جګړه ايډيالوژيک ارزښت لري او که يې نه لرلاى يو څوک د قدرت په خاطر ځان وژنې ته په اسانۍ سره نه حاضرېږې، خو د ګاونډيو هېوادونو لپاره دا جګړه دقدرت جګړه ده. د ښاغلي عتيق ال ه بريالي د نظر وروستى نچوړ دا و چې دا جګړه د قدرت جګړه ده نه د ارزښتونو او زما وروستى نظر دا و چې دا جګړه د ګاونډيو هېوادونو لپاره دقدرت جګړه ده او د طالبانو لپاره د هغوى  له خپلو تعبيرونو سره سم د  ارزښتونو جګړه په دې ډول دا جګړه د قدرت جګړه ده او طالبانو ته دهغوى د خپلو انګېرنو سره سم د ارزښتونو جګړه. د خبرو ټول نچوړ او مانا دا وه. په اوسنۍ ليکنې کې کېدى شي د الفاظو څه بدلون راغلى  وي خو مانا يې ټوله همدا وه.


ک ه چې دا  مرکه نشر شوه، نو پر ستمي او جمعيتي کړيو يې يو اور بل کړ، ددوى هدف دا و چې تا ولې دا وويل چې طالبان ((قومي)) ډله نه ده او د ايډيالوژۍ لپاره جنګ کوي، د دوى په نظر زما دا خبره له (( کفر)) سره معادله خبره وه، نو ځکه خو يې په بېلابېلو سايټونو کې ((اسماعيل يون و ايډيالوژي طالبان))، (( يون و تقديس وحشت وترور )) او داسې نورې ليکنې وکړې او په خپلو اړوند چاپي رسنيو او سايټونو کې يې خپرې کړې. دوى د خپل منطق لپاره په خپلو ليکنو کې د طالبانو د وخت د هغوى د رهبرۍ شورا او واکمنو هغه ليست هم خپور کړ چې ددوى د خپل استدلال له مخې له څو نا پښتنو پرته نور اکثره غړي يې پښتان او اکثره د کندهار، هلمند او ارزګان وو. او بيا يې ليکلي وو چې ايا دا پښتانه نه دي؟ خو د خپ و ليکنو په وروستيو برخو کې بيا دې اعتراف ته هم اړ شوي چې دا که څه هم پښتانه وو خو د پښتنو نمايندګي نه شي کو اى، له کښتني اعتراف سره پورتنۍ ادعا خپله باطلېږي. نو ما ځکه ځواب هم ور نه کړ، د اريانا ټلويزيون په مرکه کې او تر هغه وروسته هم زما نظر همدا و چې طالبان يوه مذهبي او نظامي ډله ده، قومي افکار نه لري. که چېرې يې لرلاى نو په ډله ييز ډول يې دومره پښتانه نه وژل، نه يې د پښتني سيمو (٦٢٥) ښوونځي تړل او نه يې دا سيمه له تمدنه لرې پرېښودله. که چېرې طالبان د قوميت پر محور راڅرخېدلاى، نو بيا د حکومت او شمال ټلوالې دا ادعاوې بې بنسټه دي چې له دوى سره بهرني طالبان؛ پنجابيان، عربان، ايغور، ازبک او چيچنيايان اوږه پر اوږه جنګېږي؟ څه شى د دوى ترمنځ مشترکه وجه ده؟ قوميت دى او که د دوى له خپل تعبير سره سم دين او مذهب؟ او يا هم القاعده له طالبانو سره قومي ريښې لري که څنګه؟ د طالبانو اوسني جوړښت ته چې سړى ګوري پر طالبانو د قوميت تور پورې کول له منطقه لرې ښکاري، د طالبانو پخواني جوړښت کې چې د اسلامي جمعيت پر ضد يې جګړه کوله د بدخشان او تخار د ګڼو طالبانو حضور د هغوى د قوميت م فکوره په خپله ردوي، دا چې اسلامي جمعيت او وحدت ګوندونه او نورو هغه وخت د طالبانو پر ضد جګړه کوله او د دې ګوندونو زيات شمېر غړي تاجک او هزاره قومونو ته منسوب وو، دا ددې مانا نه ورکوي چې جمعيت مانا د ټولو تاجکانو ګوند، که چېرې هر ګوند موږ يو قوم ته منسوب کړو، نو دلته به اتومات د هر ګوند سياسي او بشري جنايتونه هم هغه وم ته منسوب شي. په داسې حال کې چې په وروستيو څو لسيزو کې د ګوندونو او قومونو ترمنځ ډېره زياته فاصله وه او لا ته . کوم ګوندونه چې له کومو سيمو راټوکېدلي د همغو سيمو خلک يې له لاسه ډېر کړېدلي دي. زما منطق دا دى چې د طا بانو جنايت او وحشت ښه او بد کارونه په طالبانو پورې منحصر دي دا په پښتون قوم او نور افغان ملت پورې هېڅ اړه نه لري او همدارنګه د اسلامي جميعت د افرادو جنايتونه، وحشت، ښه او بد کارونه په اسلامي جمعيت پورې اړه لري نه په تاجک قوم يا ټول افغان ملت پورې.


دا چې ځينې ستمي او فاشيستي ډلې او اشخاص طالبان د پښتون قوم مترادف ګڼي، ددې تر شا د هغوى اوږده فاشيستي ستراتيژي پرته ده، دوى غواړي دا قوم د طالب او القاعدې په نامه بدنام کړي او له نړۍ سره يې په ټکر کې وساتي، دا کار به ددې سبب شي چې پښتون قوم او په ټوله کې ټول ملتپال افغانان د دولتمندۍ ظرفيت له لاسه ورکړي، د بهرنيو ځواکونو د شتوالي په موده کې  به د ايران، روسيې او پاکستان په مرسته يو داسې قشر اوټوکېږي چې هغه به د افغانستان د ملي وحدت او ملي هويت مخالف وي. په دې حالت کې به افغانستان يا د ټوټه کېدو خواته ځي او که په کابل کې کوم سست حکومت حاکم وي هغه به هم ددې ډول متعصبينو په لاس کې وي. نو ځکه خو دوى د همېش پاره غواړي پر پښتون قوم د طالب او القاعده د نامه جال خور وي او د نورو نړيوالو په پوځي زور د طالب په جامه کې د هېواد اکثريت په اقليت بدل او له  سياسي صحنې څخه حذف کړي، ايران، پاکستان او د شمالټلوالې مهم غړي اوس د ګډو ګټو په همدې مثلث کې شامل ګڼل کېږي. که نه نو زما پر يوې خبرې چې ((طالبان قومي تحريک نه دى، بلکې نظامي او م هبي حرکت دى)) دومره شور جوړولو ته اړتيا نه شته.


دوى د طالبانو د ((قومي)) ښودلو لپاره د هغوى د نسلي انتساب لپاره د هغوى ليست خپور کړى دى، خو کاشکې چې د اسلامي جمعيت د مهمو غړو د نسلي انتساب لست يې هم ښودلى واى، که د جمعيت ليست ته مراجعه وکړو نو طالبان به مو له ياده ووځي. که څه هم عملاً په اسلامي جمعيت کې د نورو اکثرو ګوندونو په تناسب د قوميت عنصر قوي وو، خو موږ هېڅکله په کابل او نورو سيمو کې د اسلامي جمعيت د قوم ندانانو جنايتونه کوم قوم ته نه شو منسوبولاى. له پورتنيو توضيحاتو څخه مې هدف دا و چې ټول ملتپال افغانان دې خبر وي چې زما او زما په شان پر نورو افغانانو پسې ولې توندې او ترخې ليکنې کېږي، زه له خداى(ج) څخه مشکور يم چې زه يې يو (افغان) پيدا کړى يم، زما فرهنګي او رسنيزه مبارزه د هغه چا پر وړاندې ده چې هغه د دې خاورې شيره او پېروى خو ي خو ځان ته ((افغان)) نه وايي، دوى د (افغان) پر ځاى ځان ته ((افغانستاني)) وايي او ټول شعوري افغانان پر دې پوهېږي چې د دې دواړو کلمو ترمنځ د مانا څومره واټن  پروت دى. زه يو مستحکم مرکزي دولت غواړم چې د افغانستان پر ټولې خاورې بشپړ حاکميت ولري، خو دوى ناتمرکز، فدرالي او سيمه ييز حکومتونه غواړي چې د افغانستان وېش ته لاره اواره کړي، زه د ټولو افغانانو لپاره له نيمروزه نيولې تر بدخشانه سل په سلو کې د تساوي غوښتونکى يم او د هر ډول نا م عقولې فردي لوړتيا مخالف يم، خو دوى د افرادو د تساوي پر ځاى د ((قومونو))  او ((مليتونو)) د ((تساوي)) خبرې کوي او خبره په واقعيت کې د ناتساوي او نامعقوليت خواته بيايي، حقيقت دادى چې په يو هېواد کې د قانون پر وړاندې د قوم ونو د حقوقو او وجايبو خبره نه مطرح کېږي، اصلاً افراد خپل حقوق او د قانون پر وړاندې خپل وجايب او مسوليت لري. که چېرې په ډله ييز ډول د قومونو د حقوقو خبره مطرح شي، که قوم کې کوم څوک جرم وکړي ايا دا جرم به فردي وي که قوم ي؟ هغه فرد به نيول کېږي که ټول قوم؟   که د قومونو د ((تساوي)) اصطلاح قيد کړو، ايا په پارلمان کې به د تاجکانو او پښتنو او دې سره په ننګرهار کې د سکانو افغانانو څوکۍ سره برابرې وي؟ خو دلته معلومېږي چې د ((تساوي)) اصطلاح دلته هغه مانا نه ورکوي چې خپله د کلمې لغوي مانا ده. له اسلامي قوانينو نيولې بيا د نړۍ تر ټولو وضعي وانينو پورې  هيچېرته هم څوک د قوم خبرې نه مطرح کوي، کله چې په يوه ټولنه کې فردي تساوي رامنځته شوه، نو د ټول ملت د تساوي زمينه برابره شوه، نو په کور کې د کورګيو جوړولو ته څه اړتيا ده؟ عجيبه خبره خو داده چې څوک د قومي او قبيله يي نظرياتو مخالف وي او د ټول ملت په اړه فکر کوي، هغه ډېر پر قوميت تورنوي، زه يو واحد متحد افغان ملت غواړم، له نيمروزه تر بدخشانه او له نورستانه تر هراته هرڅوک چې د هرې سيمې وي، په هر مذهب چې وي، هغه افغان بو م او د ټولو د حقوقو د تساوي غوښتونکى يم خو دوى موږ پر قوميت تورنوي.


زه د ايران، پاکستان او نورو لرې پرتو هېوادونو د مداخلو مخالفت کوم خو دوى د هغوى په اصطلاحاتو شخوند وهي او بيا رسنيو کې دوى سپينې کوترې شي او موږ ګناه کار شو. موږ د ايران او پاکستان د کلتوري يرغل مخالفت کوو، خو دوى د ايران په لاس په جوړو شويو ت ويزيونونو او رسنيو کې معاشونه اخلي. موږ د ټولو افغانانو ترمنځ پر يوې ورځ خپل مذهبي اختر کوو خو دوى له ايران سره خپل اختر شريکوي، دا او دې ته ورته نورې خبرې دي چې د اختلافاتو اصلي ټکي جوړوي، نو ځکه خو د ايران په مرسته په چلېدونکو رسنيو کې نه يوازې په ما، بلکې نورو تکړه افغانانو پسې هم دا ډول ليکنې خپرېږي. ستمي کړيو نه يوازې د ايران په مرسته د افغانستان د ملي هويت او ارزښتونو د ختمولو اوکم ارزښته کولو لپاره پراخ کمپاين پيل کړى، ب کې يو شمېر نور ضعيف النفسه افغانان په تېره يو شمېر پښتانه افغانان يې هم د پيسو او رشوتونو په زور تطميع کړي دي. په جلال اباد کې د ايران د قونسلګرۍ تر فعالېدو وروسته هلته هم د ملي شخصيتونو او ملي افکارو د خاوندانو پر وړاندې يو ډول حرکتونه پيل شوي، په دې ترڅ کې يو دوه کم سواده حق الزحمه يي ژورناليستان هم د پيسو په زور تطميع شوي او هغوى ته دا دنده ورکړل شوې چې د پښتنو افغانانو د ملتپالو او شعوري فرهنګيانو پر ضد ليکنې وکړي او په افغاني په تېره بيا په پښتني ټولنه کې د هغوى اغېز کمزورى کړي، نو د ستميانو او نويو فاشيستانو په دې نوي راپيل کړي کمپاين کې تر ټولو دمخه زما نوم ورکړل شوى، نو له  دې حق الزحمه يي ژورناليستانو څخه يو يې د  (( يون وپېژنئ)) په نوم يوه داسې ليکنه کړې چې له پيله تر پايه يې ما، زما پلار، مېرمن او ټولې کورنۍ ته  په کې کنځلې کړي، که څه هم دا ليکنه يې  تراوسه نه ده خپره کړې ، خو په کوم چا يې چې کمپوز کړې او په مستعار نامه يې يو ايميل ادرس جوړ کړى او بيا يې له هغې لارې خپل ځان او يو بل کس ته ايميل کړې، دا ټوله سلسله ماته معلومه ده، دا ليکنه هم د ايران پلوه ډلو قوماندې ته منتظره ده چې کله به زما پر ضد په دې کمپاين کې راڅرګنده شي، زه اوس د ځينو نزاکتونو ه مخې د هغه شخص نوم نه اخلم خو هر کله يې چې دا ليکنه خپره کړه، بيا به يې ليکونکى در وپېژنم اوکه اړتيا پېښه وه  ځواب به يې هم ووايم. له دې ليکنې څخه زما هدف دا و چې يو خو ټولو ملتپالو افغانانو ته دا څرګنده کړم چې د هېواد پر غم غمجنو فرهنګي شخصيتونو پر ضد څومره لوى تبليغاتي کمپاين روان دى او دا کمپاين له کومې سرچينې ا هام اخلي ، زه په دې ډول خپلو ټولو ملتپالو هېوادوالو ته دا ډاډ ورکوم: (( پام چې وار مو خطا نه شي- ما منلې غرغرې دي.)) او بله دا چې د ستمي او نويو فاشيستانو دا ډول ليکنې پر ما تاثير نه کوي ځکه چې اوس ماته پته ولګېده چې زما او زما په شان د نورو هېواد مينو افغانانو کارو زيار هدف ته رسېدلى، نو ځکه يې افغان ضد ډلې ټپلې دومره چيغو او نارو سورو ته رسولي دي.


د دنـيا تـــورې لـښکـرې د عـالـــم ډېـرې خـــبرې
زړه مې نه خوځي له ځايه غر خو هسې وي که نه


                                                              &nb sp;                                               ((خوشال بابا))

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery