مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-12-08   مخپرونکئ : ۱۲۰ بېنوا - کابل

زموږ سرټمبه ښاروال او دکندهاریانو عمده ستونزي (رپوړټ)

سلطانه عبدالرحیمزی

خدایه !  پر کندهار باران مه کوه ـ چي دلښتیو اوبه به مي کور راونړوي !

د کندهار تاریخي ښار  چي په تاریخ کي د اشرف البلادپه نوم شهرت لري او د سترو امپراطوریو پلازمېنه وه .په نړیواله کچه یوه پېژندل شوې سیمه  ده، دلته د ستر احمدخان او سترمیرویس خان دبرمه ډکي مقبرې ددې شاهدي ورکوي چي دا ښار د خپلو زمانو هر پړاو ته نه هیریدونکي کارنامې پرېښي دي . کندهاریان چي د افغانستان دهر پاڅون په جوړښت کي هر وخت کلیدي رول لري خوهمیشه  تر هر چا د هر حکومت لخوا په ډیره بېرحمي ځپل کیږي . داستقلال په جبهو کي کندهار لومړۍ جبهه وه چي خپل زرګونه بچیان ئې په همدې لاره کي ورکړه خو تر بري وروسته کندهار دچارواکو له پامه لویدلی ښار ؤؤ .
د وسانوپه ښکیلاک کي کندهاریانو چي څه کړي تر اوسه ئې په مسکوکي روسي  سرتیري خپلو بچانو ته د پند او عبرت په توګه بیانوي . خو دمجاهدینو تر بري وروسته کندهار ته هغه وحشي ځیناور  راولیږدول شوه چي نه ئې دهمدې خلکو پت ته کتل نه ئې ناموس ته . نه ددې خلکو مال خوندي او نه ئې اولاد .
دطالبانو په  پاڅون کي کندهاریانو هغه وخت خپل زور په زبات ورساوه چي په لومړي سر کي طالبان په ګرشک کي دسختي ماتي سره مخ شول خو دکندهار عام ولس چي د ټوپکیانو ځیناورو څخه تر پوزي راغلي وه دطالبانو شا ور وتړل  او په درې ساعته کې ئې په ډراميي تاکتیک تر هرات او اسلام قلعه ټولي سیمي طالبانو ته په لاس ورکړې خو دطالبانو لخوا په ټول افغانستان کي یوازي همدا کندهاریان تر هر بل چا ډیر ځیرول کیدل .  د افغانستان په نورو سیمو کي دامرباالمعروف او نهي عن المنکر پولیس به افغان طالبان وه خو په کندهار کي دپاکستان بلوڅان او یا تالي څټي پنجابیان دکندهاریانو ځپلو ته ټاکل شوي وه .
دام ریکايانو تر راتګ وروسته  ولسمشر کرزی د کندهار دکرز د سیمي یو کس دولسمشر په توګه وټاکل شو خو دخوارو کندهاریانو ګناه همدا شوه چي ولسمشر ئې دهمدې سیمي دی . په کندهار کي تر بل هر ځای داسي کسان په کار ګمارل وي  چي قصداا دهمدې ولس کړولو ته ئې لستوڼي  رابډوهلي دي .
دکندهار ولایت نن ورځ تر هر بل ولایت نا امنه ولایت بلل کیږي . دا هغه ولایت دي چي په ټوله افغانستان کي ئې امریکایان  دفولجا دښار په نامه یاد وي  . د ته  دخواجک بابا سیمه هغه  ځای دي چي عام خلک ئې په بغداد جاده  او امریکایان ئې په سوسایډ فوائنټ  بولي .  دلته دبیارغوني پروژې دونه سوستي  شوي دي چي  بیخي ئې څرک نه لګیږي . هرګوره چي  دکندهاریانو قسمت دتاریخ دهر پړاو په څیر نن ورځ بیا دهمدې خوار ولس  په ځپلو تمامیږي . له تیر یو کال راهسي کندهار ته یو داسي ښاروال راغلی چي  دخوارو او بې روزګارو کندهاریانو له خولې نیمه مړۍ هم اخلي .

 دا کس چي ۲۰ کاله په امریکا کي د یو هندو سره په دوکان کي کاریګر و نن ورځ خدای ورته ښآروالي ورکړې ده  . لکه چي دې خپله هم هر وخت دا اقرار کوي چي ماته مي هندو باس ویلي چي پر کندهاریانو به زړه نه سوځې . همداسي په بې رحمي د کندهاریانو په وړاندي  دریږي . د ښاوالي څخه ئې شخصي زندا ن جوړ کړ چي څوک ئې په طبعه سم نه وي کشوي ئې  نه  محکمې ته ضرورت پیدا کیږي او نه څ ارنوالۍ ته ، دونه احساس پکښي نشته چي اخیر دا بې وزله کندهاریان یوه ګوله مړۍ له کومه کړي . چي په ښار کي په سلو کي د کوم یوکس کاروبار سم وي په لوی لاس يې ور ورانوي ،  ښاروال چي په اساسي قانون کي ورته یوه ماده ورکړل وې چي دخلکو په خوښه به ټاکل کیږي خو دلته برعکس پر خلکو تپل شوی ښاروال هغه څه کوي چي ټول کندهاریان ئې نه غواړي . او دا هم دهغه سیاست یو جز دی چي کندهاریان په لوی لاس بایدوځپل شي  ترڅو درسخت فشارلاندي وساتل شي هسي نه چي دوئ داځواک پیدا نکړي  چي دیوبل انقلاب د اوښتون څپو ته تاؤ ور کړي .
دکندهار چارواکي هره ورځ په لنډکروزر موټرو کي تیریږي او دښار پرسړکونود انبارو ډیرانونه په خپلو سترګو ویني  . دښار ویالې خو الحمدا له په تیرو ۱۴ کالو کي پاکي شوي هم ندي   ،په نوره نړۍکي ښاروالۍ خپل اکثره کارونه دنیمي شپې  وروسته تر سره کوي خو دلته  مازیګر پر ۶ بجو چي عام ولس خپلو کورنو ته روان وي ښاروال صاحب ورته د دو عامو سړکونو جاروکول پیل کړي تر څو هغه یو څه روغ صحت ئې په ګردونو او دوړو نور هم زیانمن کړي . دلته دښاروالۍ وظیفه دښار پاکول نه بلکې دخلکو ډبول ټاکل شوي دي . په لاندي عکس کي ۱۰ متره د ښآروال ددفتر  نه لري کثافات  د ښاروا   دکار ښه ثبوت وړاندي  کوي . ایا هغه کس چي دخپل دفتر مخ نشي پاکولای هغه به ددې ښار نظافت او سمسوتیا ته څنګه پاملرنه وکړي ؟؟؟

دلته کندهاریان وچکالیو دونه ځپلي چي اوس له ډاره دخدایه دباران غوښتنه  نشي کولاې . ځکه که با ان وشي نو ویالې او سړکونه  خو دونه ډک دي چي دباران اوبه ئې دکورونو او کاربارونو پرلور تر هغې کچي ورم اتیږي چي دنړیدو له خطره سره ئې مخامخ  کوي .  خو کله کله خدای پاک د غوښتني پرته پر دې ښار توري اوبه واوروي او خوار کندهاریان ددې په ځای چي  خوشحاله شي  دلښتیانو او سړکونو په پاکولو بوخت وي او ښاروال ته سپکي سپوري وائې . نن په کندهار کي پس له ډیري مودې څه کم ۲۵ دقیقې باران وشو چي په ښار کي څه پیښ شوي بیانولو ته ئې ضرورت نه لیدل کیږي تاسي ټول ئې په لاندي انځورونو کښي لیدلای شي . لکه څرنګه چي نن کندهار والي نه درلود نو عامو کندهاریانو په داسي حال کي چي داخترله کبله ئې کاروبار زور اخیستې خو دباران اوبو ئې دوکانونه دلوشو او مرداریو ډک کړي وه  په یوه خوله دولسمشر کرزي څخه د ښا وال دبدلیدو غوښتنه کول .  دغه انځورونه دکندهار دټول ښار په بېلابیلو واټونو کي اخیستل شوي دي چي عیان ته دبیان ضرورت پیدانه شي .


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery