مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-04-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې و پيژنئ ! ٠ ٤ مه برخه (جمريا ڼي)

دکتور لطيف ياد


په کا سيو پښتنو کې يوه پښه د جمر يا ڼي په نا مه يا ديږي چې په زياترو تا ريخي کتا بو نو کې د زمر ياڼي او ژمر ياڼي په بڼه هم راغلی دی٠ کا سي پښتا نه د سړ بن په ټو لنيزې ډلې کې راځي او د ښر خبون په ښا خ ور ګډ يږي٠ د حيات افغاني ليکوال ډپټي محمد حيات خان او د تواريخ خور شيد جهان مؤ لف شير محمد خان ګنډا پور  له نن نه ١٤٤ کلو نه د مخه په افغا نستان کې د جمر يا ڼيو شم ير تقر يبا يو زر کوره ښودلی او دا يې هم زيا ته کړې ده چې جمر يا ڼي د تو خو( تو خيو) ستا نه دي٠

ددغې قبيلې خلک د تو خو په سيمه کې ميشته دي،خو له کا بله تر کند هاره پورې په زيا تره کليو کې يو يا دوه کوره استو ګنه لري٠ ددوی ځيني خلک د کر نې په چا رو او ځينې يې هم په سو داګرۍ او نورو چارو بو خت دي٠ د تاريخ حيات افغا ني په قول دوی د سو داګرۍ په چارو کې پر مختګ کړی او د ښو شتو خا وندان دي٠

ار واښاد علا مه اکاد مسين عبد الشکور رشاد د افغان ياد د مقا لو د مجمو عې په  ١٥ مخ کې په خپلې هغه مقا له کې چې جمر يا ڼی افغان نو ميږي او د ارواښاد مولوي غلا م  محي الدين افغا ن په اړه يې چې د افغا نستان د لو مړ نيو مشرو طه غو ښتو نکو له ډلې و او دده د قبيلي  يعني جمر يا ڼيو په با ب داسي کښلي دي :

په جمر يا ڼيو کې حسين خيل ستا نه دي٠ په حسين خيلو جمر يا ڼيو کې په اوو مه هجري سدۍ کې د شعيب جمر يا ڼي زوی حسين لوی بزرګ او ستا نه تير شوی دی٠ دی په تو رانو غلجيو( هو تک، تو خي) کې ميشت و٠ د شيخ متي خليل رحمته الله عليه(٦٢٣-٦٨٨هجري قمري) د زوی يو سف ظا هر بين سره يې مکا بره پيښه شوې ده او للی تره کی دده له خليفه ګا نو نه و٠ للي زي تره کي د همد غه للي نيکه او لاده ګڼل کيږي٠

د حسين نيکه زيارت په کو ندر کې دی٠ کو ندر دوازې خوا په ختيز کې د وزيرو او مندو خيلو پښتنو تر مينځ پروت دی٠ کله چې د کند هار کو چيان ديره اسما عيل خان ته ځي له ګو متو چې بار شي په کو ندر کې اړوي او له کو ندره چې بار شي په چچندي کې اړوي٠ دغه کو چيان دده د اروا د خو ښۍ له پاره قر با ني کوي او خپل درانه وري( بارونه) هم په دغه زيارت کې پريږ دي٠ په زيارت کې دغه ما لو نو ته هيڅوک هم لاس نه شي ور وړای او د خپلو خا وندا نو تر راتګه پورې اما نت پر اته وي٠ داسي ويل کيږي چې دشيخ حسين نيکه له زيارت نه څوک لښته هم نه پري کوي٠

لکه چې دمخه هم وويل شول ددغه ح سين نيکه او لاده د حسين خيلو جمر يا ڼيو په نا مه شهرت لري٠ همداراز د لو ګر د مو سهي فيض محمد اخو نزاده(١ ١٩مړهجري قمري) هم حسين خيل جمر يا ڼی و او دده او لاده چې په هغه کلی کې او سي نو هغه کلی حسين خيل په نا مه سره يا ديږي٠
په حسين خيلو جمر يا ڼيو کې زموږ د هيواد يو ستر شخصيت ،اديب، عالم او د لو مړ ني مشرو طيت د غړو نه يو هم مولوي غلا م محي الدين افغان و چې دی هم حسين خيل جمر يا ڼی و٠

د علامه استاد رشاد په قول نو موړی په ١٢٧٩ هجري قمري کال د کند هار په احمد شا هي ښار کې وزيږيده٠ دی لا کو چنی و چې پلار يې وفات شو او دده رو زنه او پا لنه دده دتره له خوا کيده ٠ دده اکا ورو سته د د ميوند د نا متو اتل سردار محمد ايوب خان په در بار کې پيشخد مت و٠ وروسته چې غازي محمد ايو بخان مجبور شو چې ايران ته لاړشي نو مولوي محي الدين  افغان او تره يې هم ور س ه يو ځای ايران ته لاړل او پوره اووه کلو نه هلته پا تې شول٠ په پای کې د انګر يزانو د فشار په وجه هغوی له بغداد پر لارې هند وستان ته وليږل شول٠  افغان د هند و ستان په کا لجو نو کې خپلې زده کړې وکړې ٠د امير حبيب الله خان د واکمنۍ په وخت کې غلا م محي الدين تر٢٥ کلو نو تبعيد ورو سته بير ته خپل هيواد ته ستون شو٠ هيواد ته تر استنيدو وروسته په حبيبيه دارالعلوم کې دښونکي په تو ګه و ټاکل شو٠ دی په پښتو،فارسي، عربي، سانسکريت،اردو، هندي او ګور مکهي ژبو پو هيده٠ دده پښتو او فارسي مقالي په سرا ج الا فغان کې چا پيدلې٠

غلا م محي الدين افغان وروسته د کاکا سيد احمد خان لودي،مولوي محمد سرور خان واصف الکوزي،مير سيد قاسم خان لغماني،محمد ظفر خان مروت بنو څي،مولوي محمد حسين خان اورمړ جا لند هري، ډاکټر غني پنجا بي او دده دوه وروڼو نجفعلي او چراغع ي غو ندې خلکو سره چې د مشر وطيت د غو ر ځنګ د نا متو لار ښو دو نکو نه وټينګې اړيکي لرلې٠

غلا م محي الدين افغان د ١٣٣٩ هجري قمري کال د زمري د ميا شتې په ١٢ نيټه په کا بل کې وفات او په شهدای صا لحين کې خاوروته وسپارل و٠                              &nbs p;               
                                ;                               &n bsp;                  

پايليکونه :

١- پښتني قبي ي،دکتور لطيف ياد، دپيښور چاپ٠ ٩٧-٩٨ مخونه ٠
٢-حيات افغاني، پښتو ژباړه، د پيښور چاپ،٠ ٣٠ مخ
٣- جنبش مشرو طيت در افغا نستان، د علامه عبد الحی حبيبي اثر،٣٠،٣١،٣٢ او٣٣ مخونه٠
٤- تواريخ خو رشيد جهان، دشير محمد خان ګنډاپور تاليف، دلاهور چاپ،١٨٦٧ ع٠ ٢٢٢ مخ٠
٥- د افغان ياد، دمقالو مجمو عه ، دکا بل پو هنتون د ژبو او ادبياتو پو هنځی١٣٦١ کال، ١٥-٢٥ مخونه٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery