مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د رحمان بابا علمي، ادبي او فطري شخصيت ته لنډه كتنه

اُستاد فضل محمد پنهان

د رحمان بابا ذاتي شخصيت دوه اړخه لري چي يو يې افسانوي او بل يې تاريخي اړخ دى

اُستاد فضل محمد پنهان / كندهار

افسانوي يا كيسوي ( قيصوي ) اړخ يې داسې دى : چي رحمان بابا به د باړې پر غاړه د يوې وني لاندي ناست او د جذب په دنيا كي به يې رباب واهه او پر مځكه به يې ليكني كولې چي دغه زموږ لـه نېكه مرغه د هغه خور ( بي- بي ) پر كاغذ ليكلې چي نن پښتني جهان ته د يوه دېوان په شكل پاته دى چي په پښتني ادب او فرهنـګ كي ستر رول لري چي د عـلم او ادب مينان خپله ادبي او علمي تنده د بابا په بياض ماتوي نو كه چېري د باړې پر غاړه به نه و، نو رحمان بابا به د خداى په مينه غرق په غرو كي ګرځېدى او ځيني وخت به د هندوستان په هوارو ورشوګانو كي هم د الله په مينه مست و او بيا به اكوړې ته راغلى د توري او قلم د لوى فيلسوف، اديب او شاعر خوشحال بابا د ادب په دنيا كي شعرونه ويل. د كيسې لـه رويه د رحمان بابا پلار خوش اروا خان او مشر ورور يې عزيزخان نومېدى. پټي خزانې د رحمان بابا پلار عبدالستار ذكر كړى دى. كوم وخت چي د رحمان بابا پلار وفات سو نو دده مشر ورور عزيزخان د خپل پلار پر ځاى كښېنوست چي ملكي او خاني يې كوله او رحمان بابا د يوه دلاك هلك چي مجنون نومېده د هغه سره يې مينه پيدا سوه چي د كلي او وطن څخه را و ووت او د باړې پر غاړه يې كوډل و دروله چي رحمان بابا او مجنون دواړه په كوډله كي ژوند كاوه او د جهاني عالمه يې يوازيتوب او بېلوالى غوره و ګاڼه لكه چي يو شاعر ويلي دي :

هسي رنـګ د دې عالمه تنها خوښ يم
چي په شان لكه وحشي په صحرا خوښ يم

خو دلته هم رحمان بابا او مجنون خلكو پر كراره پرې نه ښوول، نو دواړو دا فـيصـله وكـړه چـي دواړه بـه هـنـدوســتـان تـه ځــي. اول
به مجنون او ورپسې به رحمان بابا. دا ځكه كه چيري دوى دواړه يو ځاى ولاړ شي نه دا چي د رحمان بابا مشر ورور عزيزخان خبر او د دوى ممـانعت وكړي. لومړى به مجنون ځي او هغه به په اټك كي ورته معطله كېږي، څو چي رحمان بابا اټك ته ورغلى دواړه به د هندوستان پر لوري حركت كوي. مجنون د هندوستان پر لور رهي او په اټك كي رحمان بابا ته معطله سو او د رحمان بابا د راتـګ په انتظار و.
كوم وخت چي خلـك او عزيزخان د رحمان بابا په تـګ خبر سوه نو يې رحمان بابا په يوه كوټه كي بندي كى څه وخت چي رحمان بابا پر ټاكل سوې نېټه اټك ته ونه رسېدى مجنون دا فكر وكى چي رحمان بابا به د هندوستان پر لوري تللى وي، سره غلط سوي به يو. مجنون مخ پر هندوستان رارهي سو كوم وخت چي هندوستان ته راغلى چي رحمان بابا پيدا كړي، هغه رحمان بابا پيدا نه كى او دى په دې هم نه و خبر چي عزيزخان هغه بندي كړى دى.
مجنون په هندوستان كي د يو اولياء الله (شاه شرف قلندري) تعلقي (مريد)سو او د خپل پير لـه بركته يې برخه يووړه يعني د ولايت د مرتبې خاوند سو او وروسته لـه دوولس كالو يې لـه خپل پير څخه ( شاه شرف قلندر) اجازه واخيستله او خپل وطن ته راغلى، عزيزخان هم په دې فكر كي سو چي د رحمان بابا د زړه څخه به د مجنون مينه وتلې وي نو يې لـه بنده آزاد كړ. مجنون هم په دې وخت كي خپل وطن ته راورسېدى او بيا دواړه حقيقي مينان او عاشقان غاړه په غاړه او د باړې غاړي هغه كوډله چي دوو عاشقانو جوړه كړې ولاړه او يو ځاى سوه.
مجنون په رباب ګوتي پوري كړې رحمان بابا بې هوښه او مجنون مړ سو كوم وخت چي رحمان بابا پر هوښ راغى ولايت يې نصيب سوى و دا د (شاه شرف قلندر) د بركته، رحمن بابا وايي:

چي يې لاس د عقل نه رسي اسمان ته
خو دا عشق دى چي پر عرش كرسي قدم ږدي
دا دنيا خداى ده دعشقه پيدا كړې
د همه ومخلو قاتو پلار دى دا

كه څه هم دا كيسه كوم تاريخي اساس نه لري او كه موږ د رحماٰن بابا دېوان په غور مطالعه كړو نو دا راته څرګنديږي چي د رحمٰن بابا د ځينو بيتو پر اساس دي دې كيسې په خلكو كي رواج پيدا كړى وي. مثلاً رحمان بابا وايي:

جدايي ده ډېره سخته
د ارواح او د قالب
چي مجنون پر ذكندن شو
زه يې پرېښودم نائب
چي روزي دي سه رحمانه

د پښتون خوا په هيڅ تاريخ لكه تاريخ مرصع كي ددې هيڅ ثبوت نه سته چي مجنون د رحمان بابا هم عصره او دده محبوب دي وي. شاعران كله كله دا عراق په سمندر كي غوټې وهي، كله ځان د مجنون او كله د فرهاد او كله بيا لكه منصور ځانونه د دار پر دربلۍ ځړوي.
چي د پښتو،فارسي، اردو او عربي شاعرۍ كي د مجنون، فرهاد او منصور د نومو څخه ډكي دي، لكه خوشحال خان وايي:


مجنون مړ نه دى ژوندى دى
چي لا ماغوندي خراب شته

د عزيز خان په هكله هم د خلكو مختلفي نظريې دي: چي رحمان بابا د پېښور د مومندو د قبيلې د غورياخيلو د څانګي څخه نه دى هغه د پېښور په هزارخانۍ كلي كي اوسېدى، هغه ډېر لوى عالـم او ملا و، د عالمانو څخه ګوښه په مذهبي تفكر كي ډوب او درويشانه ژوند به يې كاوه او د چشتيې طريقې پيرو و چي دا طريقه په مسلمانانو كي ډېره مقبوله او رواج ده كوم وخت چي رحمان بابا ته د شعر ا لهام و سو نو د خلكو او ټولني څخه ليري او ګوښه نشيني يې اختيار كړه او ملګرو او دوستانو به يې همېشه اوښكي تر سترګو جاري ليدلې. د هغه د جذب او استغراق په وجه به پر ده باندي ځينو ملايانو د كفر فتوا صادره كړه، دا ځكه چي دى د خپل خلوت څخه نه راوتى او لمونځ يې په جمعت نه كاوه، خو وروسته يو لړ پوه ملايان او عالمان ده ته ورغله او د هغو په مشوره د خلوت څخه راووتى او لمونځ به يې په مسجد كي په جمعت كاوه او په دې هكله يې دا شعر ويلى دى:
 

زه رحماٰن كناره خوښ وم لـه عالمه
باري ستا سترګو رسوا كړم په عالـم كي

ميجر راورټي چي د پښتو ژبي لوى محقق دى او په پښتو كي ډېركتابونه ليكلي دي داسي ليكي:
چي رحمان بابا به خپل كلام خپلو دوستانو ته د ترتيب كولو لپاره وركاوه چي د رحمان بابا تر مرګ وروسته دا كار وسو او دده تر مرګ پوري هيڅوك په دې خبر نه وه. كه څه هم د ميجر راورټي خبري د رحمان بابا ددې دېوان په هكله څه مرسته كوي خو دده ټوله خبري شفاهي دي او كوم تاريخي سند يې نه دى ښوولى او نه تر اوسه پوري موږ ته په لاس راغلى دى.
كه څه هم ميجر رارټي د پښتنو د تاريخ، د هغو د ژبي او ادب په هكله ډېري د قدر وړ څېړني كړي دي. اوس به راسو د رحمٰن بابا و نسب او زېږېدو ته:
لـه بده مرغه او د پښتنو د بد قسمتۍ په لحاظ د رحمان بابا تـاريخي
ژوند په ډېرو تاريكو كي پروت دى او د ژونـد حالـت يـې تـر اوسه پوري په څرګند ډول نه دى ښكاره، خو بيا هم ځينو پوهانو او عالمانو لكه ارواښاد حبيبي صاحب، كامل صاحب، رشاد صاحب او بېنوا صاحب.
نو موږ د ځينو معتظو اسنادو او دستاويزو په اساس ويلاى سو چي رحمان بابا په پښتنو كي سړبني په سړبنو كي غورياخېل او په غورياخېلو كي مومند دى چي هغه هم په خپل شعر كي ځان ته سړبني او مومند ويلي دي. د خوشحال خان زوى عبدالقادر خان خټك چي د پښتو ژبي لوى اديب او شاعر دى او د رحمٰن معاصر دى وايي:
 

زه خټك د يار په غم تازه تازه شم
غورياخېل رحمن كه شو ورځني ستړى

د ديرلسمي هجري پېړۍ يو مشهور شاعر عبدالعظيم راڼيزى چي 1253هـ كي ژوند كاوه د خداى بخښلي رحمٰن بابا په هكله
داسي وايي:

خدايه وبخښې مومند عبدالرحماٰن
پرې نازل كړې خپل رحمت لكه باران

پادري هيوز ليكي: چي رحمان بابا ابراهيم خېل مومند دى. د ميجر راورټي او پادري هيوز چي د واړه ستر مستشرقين او په پښتو ژبه او ادب كي يې د قدر وړ پلټني كړي دي، د دوى دغه اختلاف پوهان او محققين په اشتبا كي اچولي دي خو بيا هم د ځينو تحقيقاتو پر اساس داسي بريښي چي ميجر راورټي دي په خپلو تحقيقاتو كي سهوه كړې وي چي غوريا خېل د مومندو پښې يا څانګي نه دي، بلكي خليل او څمكني مومند دي او داوْد زي غورياخېل دي او مومند غورياخېل دي. خو هر غورياخېل مومند كېداى نه سي. لكه څرنګه چي پادري هيـوز ليـكي: رحمان بـابا
ابراهيم خېل مومند دى او په هغه كلي كي چي د رحمان بابا كورنۍ يا قوم اوسي هغه كلى د ابراهيم خېلو په نامه مشهوره دى.
ميجر راورټي د رحٰمن بابا د استوګني ځاى هزارخانۍ يادوي، مګر پادري هيوز بيا د رحمان د اوسېدو ځاى بهادر كلى يا ادوي. هغو پوهانو او عالمانو چي د رحمٰن بابا په هكله يې تحقيق او پلټني كړي دي هغه ټوله پر دې اتفاق نظر لري چي د رحمٰن بابا د اوسېدلو ځاى يا كلى د بهادر كلى دى چي تقريباً درې ميله د پېښور څخه ليري دى. د رحمٰن بابا ژوند د مغولي شاهانو لكه شاجهان، او رنګزېب او د هغه د زامنو لكه معظم شاه عالـم او اعظم شاه په وخت كي دى.
د پټي خزانې موْلف محمد هوتك د رحمان بابا د زېږېدو كال (1043هـ) ښوولى دى چي دا وخت د مغولي باچـا شاجهـان د پـاچهۍ اول وخت و او دده د پلار نوم عبدالستار و چي د ملا محمد يوسف يوسفزي څخه يې د فقي علم زده كړى او د علم د حاصلولو په وخت كي يې څه عمر په كوهاټ كي هم تېر كړى دى.
رحمٰن بابا په خپلو اشعارو كي د شاه جهان او د هغه د زامنو (د اراشكو او اورنګزېب) او د اورتګزېب نومونه هم ذكر كړي او دا په يقين سره ويلاى سو چي رحمٰن بابا د اورنګرېزب د وفات په وخت كي ژوندى و.
اشرف خان هجري چي د خوشحال خان زوى دى په يوه قصيده كي و غيب السان عبدالرحمٰن بابا ته د يو لوى او ستر شاعر خطاب كوي. كه چيري په كال 1092هـ كي موږ د رحـمٰن بابا عمر شل يا پنځوشت كاله
فرض كړو نو يې د پيدا كېدو نېټه د شاجهان د دورې د ختمېدو زمانې ته نژدې كيږي. نو په دې حساب به د رحمان بابا د زېږېدو نېټه 1067هـ وي او د شاه جهان د پاچهۍ د ختمېدو دوره 1068هـ ښوول سوې ده

اوس به د رحمٰن بابا يو څو بيته وګورو چي وايي:

لكه بار د وني پوخ سي ځيني رژي
زه هم هسي بار تړلى سربرا يم
اوس مي ځاى په دې جهان كي پاته نه سو
خو زېدلى تر چهل او تر پنجاه يم
توره ږيره مي سوه سپينه زه حيران يم
چي رحمٰن لا نه بالغ سوم نه عاقل

د پورته بيتو څخه داسي څرګنديږي چي دى دي ډېر سپين ږيرى وي او تر شپېتو كالو دي هم اوښتى وي. د رحمٰن بابا په دېوان كي ډېر ځايونه د شاجهان، اورنګزېب، د اراشكو او شاه عالـم ذكر سوى دى كه چيري موږ د شاه عالـم د اختيتـام زمـانـه 1134هـ و بولو او د هغه ژوند 65كاله و بولو، د رحمٰن بابا د زېږېدو وخت د شاه جهان د باچهۍ اخير ته رسيږي چي د پټي خزانې تاريخ سره سمون يا نژدې والى لري.
ميجر راورټي چي د پښتو ژبي يو لوى محقيق دى چي پښتو ژبي او پښتو ادب ته يې ډېر لوړ او د قدر وړ خدمتونه كړي دي په هغه رساله كي چي د حميد بابا په هكله ليكلې ده، ليكي: چي ما د حميد بابا د زېږېدني په باب صحيح معلومات او د سپين ږيرو د معلوماتو لـه مخي د حميد بابا د زېږېدو نېټه 17ع پېړۍ دوهمه نيمايزو د منځ ښودلې ده او رحمٰن بابا ته د حميد بابا يو څو شعرونه رسېدلي وه. رحمٰن بابا حميد بابا راوغوښتى او دُعا يې ورته وكړه. اوس كه موږ د حميد بابا د پيدايش كال 1650 يا 1700ع په منځ كي 1675 ع فرض كړو نو به په هجري حساب 1055هـ كيږي نو په دې حساب هم د رحمٰن بابا د زېږېدو نېټه د پټي خزانې و نېټې ته نژدېوالى پيدا كوي.
د رحمٰن بابا هغه شعرونه او نظمونه چي د اورنګزېب په هجوه كي او د ګل خان او جمال خان په واقعه كي ليكل سوي دي، دده د ژوند اخيرنى عمر ترسيموي. او خلك به ووايي چي ددې ادبي شاكار د خپل وخت او زمانې پر تاريخي، اجتماعي او سياسي واقعاتو موزون تنقيد كړى دى او د يوه اوتر او مجذوب دماغ څخه پيدا سوى دى، نو ځكه موږ د هغه په هكله ويلاى سو چي د رحمان بابا پر طبيعت جذب غالب او د هغه عاشقانه مزاج او صوفيانه تقاضا دا وه چي هغه تنهايي خوښه كړې او په دنيايي حالاتو او هنګامو كي يې دلچسپي نه ښووله.
د رحمٰن بابا په هكله چي كوم معلومات سته هغه بېخي پر نشت حساب ځكه چي د رحمٰن بابا د ادب تاريخي دوره او دغه اديب او صوفي شاعر د ژوند حالات تر اوسه پوري د زمانې په تيارو كي قط پر قط نغښتي او پېچلي دي چي تر اوسه پوري د رحمٰن بابا د زېږېدو په هكله موږ ته يواځي، د پټي خزانې د موْلف قول دى او پټه خزانې د ده د مړيني نېټه 1118هـ ليكلې ده.
ښاغلى دوست محمد خان(كامل) او ميجر راورټي ليكي: چي د رحمٰن بابا ژوند تر 1119هـ ق نېټې پوري يقيني بولي او وايي چي د جمال خان او ګل خان واقعه په 1113هـ كي چي ناصرخان د كابل صوبه دار و پېښه سوېده چي دغي واقعې رحمٰن بابا ډېر سخت متاثره كړى دى او مېجر راورټي ددې واقعې په هكله داسي ليكي :په كال 1122هـ 1712ع
كي چي ناصر خان د كابل د صوبه دارۍ په وخت كي د خپل يوه عزيز عيسٰى خان كور چور او غارت او ور ونړاوه چي په دې شپو او ورځو كي د جمال خان د زوى جلال خان واده هم كېدونكى و، چي د كابل صوبه دار ناصر خان دوه زره كالداري جمال خان ته د جلال خان د واده لپاره ورولېږلې، د واده په شپه عسٰى خان خپل قوم راټول كړ او د جمال خان پر كلي يې چپاو ور وړ، جمال خان د عيسٰى خان او دده ملګرو د جمال خان كورته اور ور واچاوه او د جمال خان ټوله كورنۍ ښځي او كوچنيان چي تقريبًا (80) نفره كېده په اور كي ژوندي وسوځول چي دې واقعې رحمان بابا ډېر سخت متاثره كړ. حميد بابا په خپل شعر كي ددغي واقعې پړه پر جمال خان ور اچوي او وايي:

پرې كوي د خپلو پښو لاندي ښاخونه
چي بدي د عزيزانو په زړه نهال كا
عاقبت هغه سر دار شي مردار پاته
چي يې نس و خپلو بدو ته لېوال كا
پردۍ برخي هيچا نه دي خپلي كړي
بلكي خپلي به پرې بايلي چي دا خيال كا
خو بد نام په دا جمال خداى خدريزى كړه
ګڼه هره چار په خلكو خپل اعمال كا

رحمٰن بابا په خپل شعر كي د جمال خان نوم نه دى ذكر كړى مګر دى د يوه صوفي په نظر هغې واقعې ته ګوري او وايي چي دا ټوله نفسي او دنيايي چاري دي چي انسانان دې كارتـه تشـويقوي او رحمٰن بابا په خپل شعر كي شاه عالم خان او اعظم خان چي دواړه د اورنګزېب زامن دي په خپلو كي د تاج او تخت پر سر باندي چي د (جاجو د ميدان) جنګ چي د دوو وروڼو په منځ كي پېښ سوى و په خپل شعر كي داسي اشاره كوي او وايي:

عالـم وايي چي قيامت به په جمعه وي
وليد ما په يكشنبه په دا دوران
هزار حيف دى چي دا هسي رنګه چاري
واقع كيږي د دنيا په سودو زيان
عزيزان يې سره ووژل پخپله

اورنګزېب په كال (1118هـ) كي په احمدنګر كي وفات سو او دده مشر زوى معظم شاه عالـم په پښتونخوا يعني پېښور كي و او دوهم زوى اعظم شاه يې په دكن كي و. يو ورور د پښتونخوا يعني پېښور څخه او بل د دكن څخه د هندستان د نيولو په عزم را روان سوه. د ربيع الاول په كـال
1119هجري كي د دوو وروڼو په منځ كي د (اګرې) او (د هولپور) په منځ د (جاجو) په ميدان كي جنګ پېښ سو چي دا جنګ د معظم شاه عالم په ګټه پاى ته ورسېدى او دى د هندوستان د حكومت او واك څښتن سو چي په پورته شعر كي رحمٰن بابا دې جنګ ته اشاره كړې ده يعني رحمٰن بابا لا تر دې وخته پوري ژوندى و، مير احمد شاه ضواني وايي:

بيا په دور د شاه عالـم په سړ بن كي
چي ښكاره شو په جهان عبدالرحمٰن
مو سيقار غوندې يې هسي نغمې وكړې
چي يې پوري كړلو اور په درست جهان

د پښتو ژبي اكثره پوهان، عالمان، اديبان شاعران او ليكوالان رحمٰن بابا ته د لوى صوفي، عابد، اديب او شاعر په سترګه ګوري، معزالله مومند وايي:

دتمامي پښتونخوا په شاعرانو
معزالله عبدالرحمٰن دي منتخب
پير محمد كاكړ د رحمٰن بابا په هكله وايي:
كه هر څو وايي نازك شاعران شعر
ولي دوى ګڼي معجز د رحمٰن شعر
سوزګداز د محبت يې مګرزيات و
چي سوزان بې هسي شان كړو بيان شعر
جوړ په شعر كي رحمٰن غيب السان دى
په دا څېر نشته هرګز د انسان شعر
شمس الدين كاكړ د رحمٰن بابا په هكله وايي:
وبه نه رسي په شعر لـه رحمانه
كه هر څو كوي هوس افغان د شعر

اشرف خان(هجري) د خوشحال خان زوى د خپل پلار، وروڼو لكه قادرخان، سكندرخان صدرخان "د"، "په"، "ر" او ورپسې رحمٰن بابا، قلندر، مرزا انصاري، واصل او ارزاني نومونه په يوه شعر كي داسي راوړي: د هجري دېوان صفحه (247)

=اولاً به د استاد (2)د حاله وايم
چي يې شعر جهان ګېره لكه لمر دى
اوس يې وايم حيقيت د شاګردانو
چي هر يو ددې هنره بهره ور دى
قادر خان كه بحر بولم دروغ نه دي
چي يې فكر د اصلي درومصدر دى
د سكندر شعر د څه سره مخي كړم
طبيعت يې ډېر تر درو منور دى
صدرخان عجب ګوهر سخن شناس دى
رحمٰن لا په دا هنر د تورو غر دى
شاعران د پښتنو ګويا څمره دي
د مرزا شعر شمله بلكي افسر دى
نن په دا دور كي شهـ شاعران غواړې
كه دوه درې تنه دِ ګريو قلندر دى
د رحمٰن پر ويل ځاى د لقب نسته
چي يې ما شعر منطور كړ معتبر دى
ارزاني دولت د خپل وخت بلبلان وه
نن يې ولي زمانې د شعر فر دى
د واصل د شعر څه وايم وچا ته
چي يې زما په مخ يې پوري د حال در دى

=د هجري په پورته شعر كي د رحمٰن نوم دوه ځلي ذكر سوى دى، لومړى د حمٰن د خوشحال بابا زوى او د اشرق خان هجري ورور دى دوهم رحمٰن ورحمان بابا ته اشاره ده.
خوشحال خان بابا هم په يوه قصيده كي د ځينو شاعرانو نومونه ذكر كړي دي، خو د رحمٰن بابا په هكله يې هيڅ نه دي ويلي

مطلع:
په پښتو ژبه چي ماعلم بلند كړ
د خبرو ملك مي فتحه په مند كړ
يو په حال او په ماضي كي هسي نه و
چي ښكاره يې د خبرو راته خوند كړ
د مرزا دېوان مي ومانډه په ګوډي
مسخره مي ارزاني خويشكي زمند كړ
كه دولت و كه واصل و كه دا نور
په خبرو مي د هر يوه رخشند كړ
لعل و درمي ورته وپېيل د نظم
چي موزون مي په تقطيع د بحر بند كړ
په تازه تازه مضمون د پښتو شعر
په معنا مي د شيراز او د خجند كړ
حقيقت مي د مجاز سره پيوند كړ
په فاړسي ژبه مي هم ژپه ګويا ده
په پښتو ژبه مي خلك بهره مند كړ
عشقه ته تر اورنګزېب د پاچا بهتر يې
چي خوشحال دي په عالـم كي سر بلند كړ

مير زا حنان باركزي د رحمٰن بابا په هكله ويلي دي: د ميرزا حنان دېوان (63) صفحه

شاعران د پښتنو دي ډېر تر سل
څو بې كړم درته معلوم زه په ويل
يو ميرزا مير خان دولت د علم كان و
د سلوك شعر يې كړى دى افصل
بل ا خوند مياداد د عشق په ميو مست و
ښه شېرين الفاظ ويلي دي واصل
بل رحمٰن سړ بني د پېښور دى
په پښتو يې غزل ښه دى يو تر بل
د خوشحال خټك ويل كل نصحت دي
په ظاهر يې مسخرې بولي بالكل
بل شاعر عبدالقادر د خوشحال زوى دى
ښه كتاب يې دى جوړ كړى لكه ګل
بل حميد مو شګاف د خيال په شعر
څه به وايم په تاْسف دريې پېيل
عليخان اخوند زاده هم ښه شاعر و
ښه ابدار در يې لـه شر به تويول
ملا حسن اخوند ښه پير په تلوكان كي
په ويلو كي د شعر ډېر اكمل
دا خوند پير محمد نظم ته كه ګوري
هر ګفتار يې دى په مثل د بلبل
اوس زموږ د زمانې ملا شمس الدين دى
په تكليف يې جوړول مدام غزل
د سكون مهر په خولـه كښېږده حنانه
څه غرض لرې د خلكو په ښوول

بېدل صاحب چي د پښتو ژبي يو تكړه شاعر دى او د تيمور شاه په زمانه كي د پېښور د هشنغر د التمانزو په كلي كي اوسېدى. ده په خپل يوه شعر كي د حميد بابا او عليخان ذكر كړى دى او رحمٰن بابا ته يې په خپل دېوان كي هيڅ اشاره نه ده كړې، لكه چي وايي:

هر چي دي زما د عصر هغه دا دي
چي هر يو پكښي خوش خويه سخندان دي
صاحبزاده، محمدي، عليخان ګوره
هم سعيد لـه ميا اكبر سره عيان دى
مقبول شوي په دا باب كي دي هر چا ته
چي هر يو په خپل قوت كي پهلوان دى
محمدي تر حميد زيات ونيم كم نه دى
هر چي زړونه پرې غوڅيږي عليخان دى
چي ممتاز نما د عصر دي هم دادي
نور بېشماره دي د واړو ښه بيان دى

اوس به نو را سو چي ستر پوهان، عالمان، اديبان او ليكوالان د رحمٰن بابا او دده د علمي ادبي او تصوفي شخصيت په هكله څه نظر لري. دلته په لنډ ډول اشاره ورته كوو.لوى محقيق، پوه عالـم، اديب، موْريخ او استاد پوهاند حبيبي د رحمٰن بابا په هكله خپل نظر داسي څرګندوي او ليكي: د رحمٰن بابا اشعار ډېر ساده، سليس او روان دى د اشعارو مضامين يې عموماً عشقي، اخلاقي، ديني، اجتماعي او د تصوف لويه برخه لري په پښتنو كي د رحمان بابا دېوان فوق العاده شهرت لري چي د بل پښتون شاعر دېوان داسي شهرت نه دى موندلى. د رحمٰن بابا دېوان ته د پښتنو په هره طبقه كي په درنه سترګه كتل كيږي او خلك ورته ډېره ښه عقيده لري او ټول پښتانه د رحمٰن بابا پر اشعار ومين دي.
ښاغلى عبدالروْف (بېنوا) د رحمان بابا په هكله خپل نظر داسي څرګندوي:
عرض دا دى چي رحمٰن بابا د اشعارو يو لو ميزت دا دى چي د هر چا د ذوق سره سم مطلب لري او د هر چا د تنهايي ملګرى دى. په پښتنو كي به داسي كوم كور وي چي د رحمٰن بابا دېوان دي هلته نه وي.
كامل صاحب چي په خوشحال پېژندنه او رحمٰن پېژندنه كي لوى محقيق او لوړ مقام لري. د ى د رحمٰن بابا په باب داسي ليكي: ( په فاړسي غزل كي چي يې خوږه ژبه ده هغه خواجه حافظ دى او په پښتو كي عبدالرحمٰن بابا دى. حافظ بابا او رحمٰن بابا دواړه عاشقان، صوفيان،
قلندران او دروېشان وه) كه څه هم دا موضوع ځان ته اوږد او مفصل بحث غواړي خو زه به په وروسته كي د شعر نمونې ګرانو لوستونكو ته د مثال په ډول راوړم.
حضرت مولانا عبدالمجيد"افغاني" د رحمٰن بابا د دېوان په مقدمه كي داسي ليكلي دي:
پښتون يو ژوندى او مست قوم دى. دده په خټه كي شاعري اخښلې ده، هر پښتون شاعر دى او هره پښتنه پېغله شاعره ده، مګر كوم مقبوليت چي رحمٰن بابا پيدا كړى دى ددې مثال نسته. د رحمٰن بابا شاعري د معمولي حيرانتيا، جذباتو اظهار نه دى او نه هسي د ځوانۍ د بهار ګلونه دي بلكي د رحمٰن بابا دېوان د خوږو زړونو ټوټې دي ا د خوني ځګر قطرې دي چي د بياض پر مخ يې ليكلي دي.
حمزه شنوارى صاحب د رحمٰن بابا په هكله داسي ليكلي دي:
رحمٰن بابا داسي نه چي پښتون قوم او ملت ته د هغه د مادي او معنوي ماحول د شاوخوا د حالاتو شعور وربخښي بلكي هغه دروحاني سعادت په شاوخوا كي هم ځلانده ښووني او حاكيمانه ارشادات كړي دي، د پښتونخوا لوى او كوچني نر او ښځي هغه پېژني او د احترام په سترګه ورته ګوري كوم وخت چي حاجي ميرويس خان پر ګرګين حمله كوي نو خپل د سوبي(فتح) فال د رحمٰن بابا پر دېوان ازمويي.
(مېجر راورټي) چي په پښتو ژبه او پښتو ادب كي يې زيات تحقيقات او څېړني كړي دي د رحمٰن بابا په هكله خپل نظر داسي څرګندوي:
كه څه هم خوشحال خان په پښتو شاعرانو كي لوړ مقام لري خو رحمٰن بابا و ټولو پښتنو ته ډېر زيات مقبول شاعر دى.
پادري هيوز دغه محقيق چي په پښتو كي يې ډېر تحقيقات او پلټني كړي دي د رحمٰن بابا په باب ليكي: په كوم ځاى كي چي پښتو ژبه ده هلته د رحمٰن بابا اشعار ويل كيږي.
اوس موږ د رحمٰن بابا، خوشحال خان، خواجه حافظ بابا، شيخ سعدي صاحب او ځينو نورو شاعرانو صوفيانه اشعار او ددې د عقيدو ورته والى سره پرتله كوو

رحمٰن بابا:
اور د خوږو زړونو چي د غره پر سر بليږي
شنې لوخړي خيژي لـه نشتره لـه چناره
خوشحال خان:
اور د خوږو زړونو چي د غره په ونو بل سو
شنې ډوډوزي خيژي لـه نشتره لـه چناره
رحمٰن بابا:
نور څه نه دي واړه دا نارې د بېلتانه دي
راشه كه يې اورې د رباب د هره تاره
خوشحال خان:
نوري نارې نشته خو نارې د بېلتانه دي
راشه كه يې اورې د رباب د هره تاره
رحمٰن بابا:
رنځ مي هسي سخت دى هر زمان پر ما زياتيږي
راشه اې طبيبه ګوندي مرم د خداى دپاره
خوشحال خان بابا:
رنځ مي نه كميږي په زمان زمان زياتيږي
ژر راځه طبيبه ګڼه مرم د خداى دپاره
رحمٰن بابا:
غرونه دي نړيږي چي په حال زما خبريږي
سيند د اوښكو درومي چي راغلى لـه كهساره
خوشحال بابا:
ژاړي غاړي غرونه په احوال د عاشقانو
سيل د واورونه دى چي رادرومي لـه كهستاره
رحمٰن بابا:
زه يو خوار وزار يمه رحمٰن په عاشقۍ كي
خپل دي كه پردي دي راته نه ګوري لـه عاره
خوشحال بابا:
هسي خوار و زار سوم زه خوشحال په عاشقۍ كي
خپل دي كه پر دي دي راته نه كوري لـه عاره
رحمن بابا:
كه په غره پر سمه ګرزم باك مي نشته
زمرى تل ګرزي په لوړه په ژوره
خوشحال بابا:
په څو غره په غره د باز غوندي پر واز كا
بيا به وايي د خوشحال خټك پر نشته
رحمن بابا:
چي په سپينو اننګو دي زلفي زانګي
ښاماران دي د چندڼو په ښاخونه
خوشحال بابا:
توري زلفي دي په سپينو ليچو ځانګي
ښاماران دي د چندڼو په ښاخونه
خواجه حافظ بابا:
جلوه كرد رخش ديد ملك عشق نداشت
عين اتش شد ازين غيرت وبرادم زد
رحمٰن بابا:
مرتبه چي ستا د عشق سي ور څرګنده
ملائك به واړه وايي چي بشر دى
حافظ بابا:
ز عشق نا تمام ما جمال يار مستغني است
باب ورڼ و خال وخط چه حاجت روى زيبارا
رحمٰن بابا:
مخ دي بې خطه بې خاله هسي زېب كا
چي يې هيڅ حاجت د خط و د خال نشته
حافظ بابا:
اگر دشنام فرمايي وگرنفرين دُعا گويم
لب لعل شكر خارا جواب تلخ مي زيبد
رحمٰن بابا:
هغه شونډي چي خوږي دي تر شكرو
لـه ښكنځلو يې عار نه كا عاشقان
خواجه حافظ بابا:
توخانقاه وخرابات درميانه مبين
خدا گواه كه هرجاكه اوست بااويم

رحمن بابا:
هر زيارت لره چي ځمه مراد مي ته يې
زه زائر د بتخانې د حرم نه يم
حافظ بابا:
گل دربرو ومى دركف و معشوق بكام است
سلطان جهانم بچنين روز غلام است
رحمٰن بابا:
چي د څنګه مي دلبر په لاس كي جام دى
نن اورنګ د زمانې زما غلام دى
حافظ بابا:
ازكيميايي مهري توزرگشت روئى مز
آرى ببين همت توخاك زر شود
رحمٰن بابا:
چي يې زر كړه ژيړ رخسار زما د خاورو
عاشقي نه وه په باب زما كېميا وه
حافظ بابا:
هر سر مو ئى مراباتو هزاران كا راست
ماكجائيم ونصيحت گر بى كار كجا است
رحمٰن بابا:
د يار غم به مي هغه سړى په شمار كړي
چي شمېرلي يې وېښته وي د خپل ځان
رحمٰن هسي وزګار چيري دى لـه عشقه
چي غوږ ونيسي ناصح غوندي وزګارته
حافظ بابا:
سحر كرشمه وصلش بخواب ميديدم
زهى مراتب خوابيكه به زبيدارى است
رحمٰن بابا:
اوس به زه د شب خېزۍ څه منت وكړم
چي څهره دي كړم په خوب كي را حضوره
حافظ بابا :
خلاص حافظ ازآن زلفى تابدار مباد
كه بسټان كمند تور سټارانند
رحمٰن بابا:
ازادي تر دا په هورته بله نشته
چي بندي د يار د زلفو په ځنځير يم
حافظ بابا:
فاش مېويم و ازگفتهْ خود دلشادم
بنده عشقم واز هر دوجهان آزادم
رحمٰن بابا:
بېله عشقه چي مي پړى شي د پزي
ګڼه نور لـه جملګي قيده ازاد يم

حافظ بابا:
مستي عشق نيست در سرى تو
روكه تو مست آب اڼوري
رحمٰن بابا:
د رحمٰن شراب د عشقه
نه لـه ګوړولـه عنبه
حافظ بابا:
مرا بكار جهان هركز التفات نبود
رخ تو در نظر من چنين خوشش آراست
رحمٰن بابا:
سالكان چي د جهان تماشه كاندي
لـه جهانه يې مطلب جهان ارادى
حافظ بابا:
اى خرم از فروغ زخت لا لـه زار عمر
باز آكه ريخت بى گل رويت بهار عمر
حافظ سخن بگوئى كه برصفحه جهان
اين نقش ماند از قلمت يا د گار عمر
رحمٰن بابا:
تل به نه وي شګفته ګلذار د عمر
نه به جوړ وي همېشه بازار د عمر
بيا يې وار په دا دنيا نشته رحمانه
په هر چا باندي چي تېر شي وار د عمر
حافظ بابا:
روضه خلد برين خلوت درويشانست
مايه محتشمى خدمت درويشانست
حافظ اينجا بادب باش كه سلطان و ملك
همه در بندگى حضرت درويشانست
رحمن بابا:
كه نظر كا څوك په كار د دروېشانو
خود به وويني وقار د دروېشانو
درست دېوان د رحمٰن جار تر دا غزل شه
چي بيان يې كړو كردار د دروېشانو
حافظ بابا:
خسروان فبلهْ جات جهانندولى
سببش بندگى حضرت درويشانست
گنج قارون كه فروميرو د ازقهر هنوز
خوانده باشى كه هم از غيرت درويشانست
رحمٰن بابا:
بادشاهان ددې جهان واړه پراته دي
لكه خاوري په دربار د دروېشانو
د قارون وحال ته ګوره حال يې څه شو
راشه مه كوه انكار د دروېشانو
حافظ بابا :
د توگدائى عشق راگنج بود درآستين
زود بسلطنت رسد هركه بود گدائى تو

رحمٰن بابا:
بادشاهي د ګدايانو په دُعا شي
زه رحمٰن ځكه بادشاه شوم چي ګدا شوم
سنايي صاحب:
روح باعقل و علم داند زيست
روح راپاړسي وتازي نيست
حافظ بابا :
يكى است تركى وتازى درين معامله حافظ
حديث عشق بياكن بدان زبان كه تودانى
سنايي صاحب:
سخن كن بهر حق گوئى چه عبرانى چه سريانى
مكان بهر حق جوئى چه جابلقا چه جابلسا

روغ باعقلاست و با علم است يار
روح را باتركى وتازى چه كار
شيخ سعدي صاحب:
سخنها دارم از دست تو دردل
و ليكن در حضور بى زبانم
گفته بودم چو بيائى غم دل باتو بگويم
چه بگويم كه غم ازدل برود چون تو بيا ئى
خوشحال بابا:
ما وې د زړه غم به در ته ووايم چي راشې
غم په څه وايم و تاته چي په راغله غم زدايې
شيخ سعدي:
ميروى وگريد مى آيد مرا
ساعتى بنشين كه باران بگذرد
رحمٰن بابا:
ته چي د ما درو مې دا د اوښكو باران ګوره
رخ و سفر هيڅ نه دى په د اګڼو شيبو كي
حافظ بابا:
چو باحبيب نشينى وباده پيمائى
به ياد آرحريفان باده پيما
خوشحال بابا:
په هغو دي ما سلام ما دي هم يا د كا
په ګلزار كښي چي نګار لري صهبا هم
حافظ بابا:
بباغ تازه كن آئين دين ذردشتى
كنون كه لاله برافروخت آتش نمرود
خوشحال بابا:
ته به وايې د نمرود د اور لمبې دي
سره لاله چي په چمن كي انتشار شي
حافظ بابا:
درين چمن گل بى خار كس پخيد آرى
چراغ معطفوى باشرار بولهبى است
اقبال:
ستيزه كار هاهى ازل سر تا امروز
چراغ مصطفوى سر شرار بو لهبى
خوشحال بابا:
د دروېش په زړه كښي درست كتاب مرقوم دى
كه په خولـه يې د عربو لغت نه زده
صايب صاحب:
چون سگ گزيدهْ كه نيارد در آب ديد
آئينه مى گزد من مردم گزيده را
عبدالعلي كاكړ:
لكه سپي خوړلي بد چي د اوبو وړي
زه انسان خوړلى بد د آئينې وړم
شيخ سعدي:
اى برتر ازخيال وقياس و گمان ووهم
وزهر چه ديده ايم و شنيد يم و خوانده ايم

دفتر تمام گشت وبپايان رسيد عمر
ماهمچنان در اول وصف تو مانده ايم
رحمٰن بابا:
نه يې مثل نه مثال نه يې مكان شته
دى بې مثله بې مثاله بې مكان دى
پاك يې وګڼه بېشكه بې ګمانه
لـه هغه چي د چا شك د چا ګمان دى
حافظ بابا:
زشعر حافظ شيراز مى رقصد ومېويند
سيه سيه چشمان كشميرى و تركان سمرقندى
رحمن بابا:
هم نغمې كاندي هم رقص كا هم خاندي
د رحمٰن په شعر تركي د باګرام
جامي صاحب:
بندهْ عشق شدى ترك نسب كن جامى
كه در اين را فلان ابن فلان چيزى نيست
رحمان بابا:
زه عاشق يم سروكار مي دى لـه عشقه
نه خليل نه داوْد زى يم نه مومند
حافظ بابا:
هر گز نمير د آنكه د لش زنده بعشق
ثبت است برجريدهْ عالـم دوام ما
رحماٰن بابا:
هغه نه مري چي يې زړه په عشق ژوندى شو
د دنيا په دفتر كښلى نوم زما
سعدي صاحب:
بنى آدم اعضائى يك دېراند
كه از آفرينش زيك جوهراند
چوعضوى بدرد آورد روزگار
دگر عضوها را نماند قرار
رحمن بابا:
ادم زاد په معنٰى واړه يو صورت دى
هر چه بل ازار وي هغه آزار شي
مولنيا رومي صاحب:
دل بدست آور كه حج اكبر است
از هزاران كعبه يك دل بهتر است
كعبه بنياد خليل ازر است
دل گذر گاه جليل اكبر است
رحماٰن بابا:
چي يي عرش او كرسي لاندي تر قدم دي
بالاتر دى هسي شان قدم د زړه
د خليل تر كعبې داكعبه ده لويه
كه آباد كاڅوك و ېران حرم د زړه
مولينا صاحب:
هر چه گويم عشق را شرح وبيان
چون بعشق آيم خجل باشم ازان

گر چه تفسير زبان روشڼر است
ليك عشق بى زبان روشن تر است
بوعلي قلندر:
عشق كوتا چشم دل بيناكند
عشق كوتاسينه پر سودا كند
عشق كوتا عقل را زائل كند
عشق كوتا عقل را كامل كند
حافظ بابا:
اى كه از دفتر عقل آيت عشق آموزى
تر سيم اين نكته بتحقيق نتانى دانست
مير زا انصاري:
عشق په عقل ښايسته دى
عقل بې عشقه نه وينه

معرفت ځيني پيدا شه
عشق د عقل مور وپلار دى

رحمن بابا:
ما د عشق په درس كښي نور څه لوستي نه دي
بېله زلفو بېله خطه بېله خال
په خپل عشق كښي كه څوك بد راباندي وايي
زه ګمان كړم چي همه زما ثنا كا

د پورته بياناتو او اظهاراتو څخه موږ ته دا څرګنده سوه چي رحمٰن بابا په لاهوتي دنيا كي غرق او د ناسوت څخه ليري او ګوښه دى او ناسوتي جهان نه خوښوي. رحماٰن بابا نه يواځي ستر عالـم او اديب دى بلكي لوى روحاني او تصوفي شاعر دى. كه چيري دده دېوان موږ مطالعه
كړو نو لـه ورايه به راته څرګنده سي چي رحمان بابا د يوه صوفي متفكر، عالـم اديب او شاعر په حيث د پښتو ادب په اسمان كي يو ځلانده ستورى دى چي دده اشعار د تصوف په جهان يعني وحدت الوجود او وحدالشهود كي ډېر ښه ښه شعرونه ويلي دي چي د هر صوفي او عابد او ذاهد د زړه تنده په ماتيږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery