مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

احمد لودین

benawa afghanistan
خالدهادي حیدري

 

احمد لودین چي ۲۲ کاله وړاندي  د۱۹۸۷  ز کال کي د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د حاجي سید احمدخان  په کاله کي زېږیدلی دی خپلي لومړنۍ زده کړي ئې د کندهار د میرویس نیکه  او احمد شاه بابا په لیسو کي سرته رسولي او په ۱۳۸۷ کال کي د حاجي میرویس خان نیکه له عالي لیسې فارغه شوی دی  او اوس تازه د کندهار دښووني او روزي پوهنتون ته په بریالیو درجو کامیابه شوی چي روان کال به خپل لوړي زدکړو ته دوام ورکوي .

دنوموړي دخوښ مسلک ژورنالیزم دي او پدې برخه کي د څو کلونو راهسي په عملي دول کار کوي
چي دري کاله دكندهار ملي راډيو تلويزيون كي دوياند ، راپورتر او  د راډيو او تلويزيون  پروګرامونو چمتو كوونكي او وړاندي كوونكي په توګه کار کړی  .   او ددي ترڅنګ په كندهار كي د افغانستان دملي تلويزيون خبرېال هم و   ، په پوهني رياست كي  د رڼا مجلي موسس او دري كاله يي  دنوموړي مجلې دمسوول مدير په توګه کار کړی  .
اوس په سهيلي حوزه کي دشمشاد تلويزيون او بينوا ويب پاڼي خبريال دی د تيرو شپږو مساشتو راهيسي په دغو دواړو ادارو کي کار کوي .

ددې تر څنګ ئې په کندهار کي په بيلابيلو لنډمهالو ژورنالستي كورسونو كي هم ګډون کړی دی .  لودین  له ازادو شعرونو، لنډو كيسو او ښوونيزو كارونو سره ځانګړې مینه لري  . اوپه مشاعرو او فرهنګي غونډو کي ګډون کوي

ښاغلي لودین بېنوا پاڼي ته د خپل ژوند خوږې او ترخې خاطرې داسي بیانوي  :

ترخه خاطره : دخپلي دندي پر مهال دكندهار ولايت دباغ پل په سيمه كي په يوه ميله كي درنه چاودنه وسوه دا چي زه سيمي ته ډير نژدي وم او ژر ورسيدم په سلګونو كسان مړه وه او ډيرو يي دمرګ سلګۍ وهلي او دژوند اخري شيبي يي ور خو ما افسوس وكړي چي زه ددوي سره هيڅ مرسته نه سم كولاي نو دير خواشيني سوم .

دومه ترخه خاطره : دكندهار پر ولايتي شورا دوهم ځل بريد وسو چي زه هم هلته وم او خپله دبريد كونكو په لس مترۍ كي وم چي سطحي زخمي سوم خو دخداي په فضل زه او زما ملګري ژوندي پاتي سوو .

خوږه خاطره : دخپل واده لمړي ورځ چي شاوخوا يو کال  مخكي وه .  اوس يو زوي چي محمود جان نوميږي لرم .

ښاغلي لودین ژورنالیزم ته ژمن یو سپیځلي  او دډير نرم مزاج څښتن دي چي د خپلو ملګرو او د سیمي د فرهنګپالو په زړونو کي خاص ځای لري . اود سیمي دټولو ژورنالیستانو سره ځانګړې همکاري او لورینه لري .
دهغه لوي ارمان  دخپل هيواد بياجوړونه او د خپلو هيوادوالو ارام او سوله ايز ژوند دی .

دیادولو وړ ده چي ښاغلی لودین دبېنوا پاڼي سره دخبري برخي تر څنګ په بیلابیلو برخو کي دکار کولو ترڅنګ  په کندهار کي د همدې پاڼي استازیتوب هم کوي .

ahmad loadin

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery