مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نه هېرېدونكې او تل پاتې څېره

افسر سمون


را به شي سپرلي ډېر خو بې تا چې وي پرې څه وكړم
وبه ويـــــنم ښـــــكلي بې وفا چې وي پرې څه وكــــــړم
خانــدي كه دنــــيا راتـه لـه هرې خــوا چــې تــه نــه يــې
دا نړۍ بې ســــــتا ټوله زما چې شــــــــي پرې څه وكړم

د خيال څپې ۱۰۱ مخ

افسر سمون
يو كال مخكې يانې د ۲۰۰۴ زېږديز كال د جولاى په نهه ويشتمه كله چې سهار د كور څخه د كار، سيواستوپل هوټل ( په مسكو كې د افغانانو سوداګريز مركز ) په لور تلم، په لار كې مې ملګري ، پښتون او محب وليدل، د موټر ښيښه يې ښكته كړه حېرانوونكي يې وپوښتل هوټل ته ځې؟ ما ويل هو، په همدې كې اشاره شنه شوه او سره لاړو د يو بل نه وړاندې روسته شو، حېران غوندې شوم چې ولې يې داسې پوښتنه وكړه معلومداره خبره وه چې هوټل ته ځم. هوټل ته راورسېدم، كله چې سهار د پنځم پوړ شپاړسمې خپلې كوټې ( دفتر، دكان ) ته ځم نو يو دوه كوټې ( دكانه ) د مخه زما د بل دوست حيات الله كوټه ده، سلام ته ورګرځم او بيا خپله كوټه چې د مسكو په وخت په لسو بجو كار پېلېږي خلاصوم، معمول سره سم حيات الله سره مې روغبړ كاوو چې په دې كې يې راته وويل: خبر يې؟ ما وېل د څه نه ، ژړغونى شو او وېل يې خالد مړ شو. هك پك شوم نه منونكې وه، زما ذهن ونه منله، موږ دلته درې څلور خالده لرو خو زموږ نږدې او د ناستې ولاړې دوه خالده وو چې موږ په خپلو منځو كې ورته غټ يا بارګامى خالد او بل ته مو وركوټې خالد وئيل. زما باور نه راته، لكه څنګه چې دلته مسكو كې اوس بدماشان او يا د دې ځاى په اصطلاح كل سري وهل ټكول او ان مرګ كوي نو زما په وړوكي خالد شك شو ځكه چې دى په داسې ځاى كې اوسېږي چې كل سري او كوڅه ډبي ډېر دي. دا هر څه مې ذهن كې په هماغه شېبه وګرځېدل، زمكه مې له پښو وتښتېده، زړه مې ورېږدېد، زر مې وپوښته، كوم يو؟ كله؟ وئيل يې: خالد بارګامى، بېګاه شپه يې موټر ټكر شوى، نور پوه نه شوم، خپلې كوټې په لور راغلم ګورم چې معمول خلاف كوټه زما تره ډاكټر صاحب شېر حسن خلاصه كړې او ماما مې قومندان صاحب ګل محمد هم حاضر دى. رنګونه يې الوتي او داسې حېران دي لكه يو څه چې يې د لاسه داسې تللي وي چې راګرځېدل يې ناممكنه وي خو دريغه چې همداسې وه، دوى او يو څو تنه نور بېګاه د پېښې ځاى ته ورسېدلي وو او هر څه يې د نږدې ليدلي وو، ليدلي يې وو چې يو ژوند پناه شوى، شور او مستي غلې شوې، يو احساس له دركه وتى، يوه ځواني له منځه تللې، نور نو ماته دا هر څه اورېدل، ليدل او كول داسې وو لكه خوب چې وينم، په خپلو غوږونو او سترګو مې باور نه راته، د سيواستوپل هوټل نن له وير او غمه ډك وو، هر يو افغان به چې د هوټل ساحې ته راننوت پوهېده به چې كوم لوى او زړه بوږنوونكى غم پېښ شوى او چې خبر به شو نو غم به دى هم ځان سره راونغښت، اوس مسكو ټول غم ؤ، درد ؤ، چا نه منل چې يوه ځواني، يوه هستي، يوه ښكلا، يو استعداد، يو هوډ،مينه، محبت دې نېست شي، هغه څوك دې نه وي چې په ليدو يې د هر چا په زړه كې ځاى پېدا كېږي، د استاد سيدالرحمن وګړپال صيب په خبره چې په همدغو ورځو كې د افغان تلوېزيون چې د هوټل نه د افغانانو د پاره هوټل كې خپرېږي او د ارواښاد د ژوند او شخصيت په هكله څو تنو ننګيار صيب، داكټر شېرحسن حسن، فاروق فردا، محمد طاهر كاڼي، سيدالرحمن وګړپال او دوه درې تنو نورو چې نومونه يې اوس زما د ذهن نه وتي، خبرې كولې نو كله چې د خبرو وار وګړپال صيب ته ورغى پداسې حال كې چې له غم او درده يې په سختۍ خبرې كولې د خبرو په ترڅ كې وويل : (( كه زه ووايم چې خالد بارګامى غل ؤ تاسو به يې راسره ونه منئ خو هغه همداسې وو،هغه غل وو او د زړونو غل وو، له ما نه يې په كمه موده كې زړه غلا كړې، هغه د زړونو غل وو ، ... هو... هغه د زړونو پادشاه وو ، هغه په زړونو پادشاهي كوله )) په رښتيا هم داسې څوك به نه وي چې يو ځل يې خالد بارګامي سره ليدلى وي او بيا دې يې په زړه كې ځاى نه وي نيولى، پدې چې خالد بارګامى د يو خاص برخورد او اخلاص خاوند وو د مشر سره مشراو د كشر سره كشر وو په همدې يې د هر چا په زړه كې ځاى نيولى وو او پرې پادشاهي يې كوله، د خالد بارګامي دوستي او ملګرتوب بې الايشه او بې مقصده ملګرتوب ؤ، ملګرتوب كې يې صميميت او رښتينولي وه، سره د دې چې دلته د ټولو افغانانو كسب سوداګري ده او ټول سوداګر مادياتو ته اهميت وركوي خو دى مادياتو ته هېڅ اهميت قايل نه وو، مناسباتو كې يې چل او دوكه نه وه زده، پاك او صاف زړه يې له مينې او محبته ډك وو، بغض او كينې ته يې ځاى نه وركوو، هماغسې يې كول لكه څنګه چې به يې وئيل:

كه مې ژوند او محبت په پرتله كړم
ژوند نه تېر يم محبت ته خوشالېږم
   د خيال څپې ۲۸ مخ

د مسافرۍ او بې وطنۍ په سختو او ترخو شپو ورځو كې د وطن مينه يې د زړه نه يوه شېبه هم نده ويستې او په غميزې يې بې شانه زورېده او كړېده، د وطن ابادي او ملي يووالى يې يوازنى ارمان وو، لكه چې وايي:

زما هيله ابادي د ګران وطن وه
وطنوالو چې ترسره مې ارمان ګړئ
خپل وطن راباندې ګران دى ټول جهان كې
ځم ننګرهار ته بيا كنړ ته مې روان كړئ
د خيال څپې ۱۹ مخ

د ده په فعالو هڅو په مسكو كې د افغان ځوانانو ادبي ټولنه جوړه او مسؤليت يې پر غاړه واخيست، د ده په هڅو د تل افغان وېب پاڼه پر ليكه شوه، په همدې شان يې خپل وخت او ژوند پښتو ادب او كلتور ته و كړې وو، په پښتو يې فكر كوو، پښتو يې وئيله او په پښتو يې عمل كوو يو ځاى كې وايي:

پښتون سره چې مل نه وي پښتو پښتون احساس
كه زه اوسم كه بل څوك سر يې دى د غوڅېدو
د خيال څپې ۶۴ مخ

يو كار ته به يې چې اراده وكړه ځنډ يې په كې نه كوو، خپل نفس باندې لاس برى وو، د دې ناوړې پېښې نه يو مياشت مخكې، دى به خپل د كار په ځاى كې دوه درې اونۍنه وو كله به مو چې د ده د ورور عبادالرحمن ( سېنباد) څخه د ده پوښتنه وكړه ، كله به يې وئيل چې قندهار كې دى، چا ته به يې وئيل بل ښار ته تللى او چاته به يې بل او بل څه، موږ پوهېدو چې دا دروغ دي خو په دې نه پوهېدو چې چېرته دې، دې خپله هم نه تلفون كوو او نه كوم بل ځواب، زما زړه خو ورته ښه ډك شوى وو، او ځان سره مې ويل كه دا راپيدا شو نو ښه به يې رټم او جنګ به ورسره كوم، يوه ورځ زه په خپلې كوټې (دكان) كې وم چې راننوت، له عادت سره سم، خوله يې له خندا ډكه وه، نوې درېشي چې په ځان يې ښه جوړه وه او ښه خوند يې ورسره كوو په تن وه، د روغبړ نه روسته ويل ښه نو څه نوې خبرې دي، پداسې حال كې چې زه ده ته ځير وم او ځان مې پوښتنو او زړه تشونې ته راجوړاوه ده ماته وكتل، د ستركو په مخامخ كېدو سره، دى په هرڅه پوه شو، زما څېرې او سترګو كې يې هرڅه ولوستل ، كړس، كړس په خندا شو ويل (( خداى دې غرق نه كه ، پرېږده دا خبرې دا دى روغ او جوړ يم ستا په مخ كې،... راځه چې دې هفتې كې مشاعره جوړه كړو...)) د خپل غيبېدو يې ونغوښتل چې ووايې او ما هم چې د ده په ليدو او مشغولتيا مې زړه آرام شوى ؤ هرڅه مې هېر شو . خو وروسته خبر شوم چې دې په دغه موده كې ناروغ وو، بستر شوى ؤ او پدې دليل يې څوك نه خبرول چې دوستان او ملګري يې د ده د ناروغۍ په خبر خپه كيږي او په عذابېږي ولې خپه او په عذاب شي او دښمنان مې خوشالېږي نو ولې په داسې خبر خوشال شي،

بې خندا مې په بل كار وس نه برېږي
په ژړا به مې خوشاله شي اغيار
د خيال څپې ۹۹ مخ

مشاعره مو په ځنګل كې جوړه كړه، ګڼ شمېر شاعران او ځوانان دې مېلې او مشاعرې ته راغلي وو، وروستنۍ مېله او روستنۍ مشاعره، په څو مشاعرو كې ما دى ليدلى وو چې يا يې يوازې يو څو شعره په يوه پاڼه دوو كې ځان سره راوړل او يا يې له ځانه ( ياده ) وئيل خو دې مشاعرې كې داسې نه وو، دې مشاعرې كې يې يو پنډ ورقې او كتابچه له ځانه سره را اخيستې وه، سره له دې چې ده به نزدې هر نوى شعر ماته اورو، په دې مشاعره كې يې دومره شعرونه ووئيل چې ما ترې مخكې نه وو اورېدلي او قابو يو تن وروسته به يې په خپل اوچت او رسا غږ شعر وايه او خپل زړه او ياغي روح يې اراماوه ، همدغه وه زموږ د ځوانانو ميله او مشاعره، چې تر ننه بيا چا نه د مېلې غږ وكړ او نه د مشاعرې .
ارواښاد خالد بارګامى د ۱۳۵۴ ل ل كال د غوايي د مياشتې په څلورويشتمه نېټه، د كونړ ولايت د سركاڼو ولسوالۍ د پشد كلي په بارګام كې زېږېدلى، د خپلې تاندې ځوانۍ، د نهه ويشتو كلو په عمر د ۱۳۸۳ ل ل كال د زمري د مياشتې په اومې نېټې چې د ۲۰۰۴ ز كال د جولاى د ۲۸ مې نېټې سره برابره ده د چهار شنبې ماښام مهال مسكو كې د يوې ناوړې ترافيكي پېښې په ترڅ كې له دې فاني نړۍ څخه د ابد لپاره سترګې پټې او ابدي نړۍ كې يې خالدي او جاويدي ژوند پيل كړ.

انا لله و انا اليه راجعون

د ارواښاد خالد بارګامي جنازه وروسته د جنازې اووروستنۍ خداى پامانۍ د مراسمو نه چې ټولو افغانانو پكې برخه اخيستې وه د مسكو د اترادنايا جامع جومات څخه اوچته او وطن ته د لْېږلو لپاره په درنو مراسمو شېرمېتوا دوا هوايي ډګر او بيا كابل ته ولېږدول شوه، د ده د وينا سره سم چې ويلي يې وو:

خپل وطن راباندې ګران دى ټول جهان كې
ځم ننګرهار ته بيا كنړ ته مې روان كړۍ

د كابل څخه ننګرهار او بيا ننګرهار څخه د كونړ په لور روان شو، كونړ كې د يو عالم نيمګړو ارمانونو او هيلو سره د پشد كلي په خپله پلرنۍ هديره كې خاورو ته وسپارل شو.
د ارواښاد خالد بارګامي څخه په دې لنډ او كړاوونو څخه ډك ژوند نه يوه د شعرونو ټولګه ( د خيال څپې ) چې چاپ شوى هم ده يو ناول او يوه د لنډو كيسو ټولګه ( ناچاب ) راپاتې دي .

د بې مينې دنياګۍ نه لاس په سر يم
زړه مې نن د ډېره غمه په سلګو دى
يابه دا دنيا كړم خپله يا به ځان ورته پردى كړم
ما نن مرګ ته ځان نيولى دغه ژوند د پرېښودو دى
د خيال څپې ۳۸ مخ

*****

زه نړۍ لټوم چې پاتې په وفا وي
نه چې مينه يې په رنګ د دې دنيا وي

د خيال څپې ۸۸ مخ

***

ديدن ته بې قراره يم اشنا كله راځې
ما ټول عمر ژړلي دي خندا كله راځې
د خيال څپې ۵۲ مخ

***

الوځي سپرغۍ تورې ايرې شي زر
ژوند داسې تېرېږي چې كيسى شي زر
د خيال څپې ۱۰۰ مخ

د ارواښاد خالد بارګامي روح دې ښا د او ياد به يې تل زموږ په سينو كې پاتې وي !

په درنښت
مسكو _ روسيه
27-07-2005

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery