مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

واحد فقري ( هاري )

benawa afghanistan
خالدهادي
واحد فقيري چي په افغاني مطبوعاتو او ويب ساېټونو کي د "هاري" تر قلمي نوم لاندي وخت نا وخت لیکني کوي.

واحد فقيري چي په افغاني مطبوعاتو او ويب ساېټونو کي د  "هاري"  تر قلمي نوم  لاندي وخت نا وخت لیکني کوي. په کال ١٣٤٠ کي  د کندهار  د احمد شاهي ښار د يحيى خان په کوڅې کي ږېږدلى دی.  لمړى صنف ئي د سمنگان ولايت د دره  صوف په ولسوالۍکي د يوه نري او کوچيني سيند په غاړه ، د  غټو  او هيبتناکه  ونو تر څنگ ،  په يو ډول خوشحال، تک سپين، او  مرموز  ډار کي پيل کى.  دولسم صنف ئي د کندهار د  احمد شاه بابا  په ليسې کي ( ١٩٨٠م ) د افغانستان د دولت او جامعې  د کاملي بربادۍ په لمړيو کلونو کي  ختم کى.  سمدستي، د افغانستان غمجنو او اوږدو  سياسي څپو او حوادثو، د خپل وخت او زمان د نورو ښاري ځوانانو په شان، پاکستان او ايران ته مهاجر کړ، او په ټکنده ځوانۍ کي ئي د سپېره  مهاجرت، نامعلوم برخليک، جلا وطنۍ،  او يوازيتوب اوږدې، ترخې، او ډارونکي شپې او ورځي  تېري کړې.  د کال ١٩٨١م د جولاى په مياشت کي، غربي المان ته مهاجر سو.  هلته تر څه کم دوه کاله وروسته د ١٩٨٣ د فبروري په مياشت کي متحده ايالاتو ته راغلی، او له هغه وخت راهيسي د واشنگټن  ميټروپاليټن په ساحې کي  د ورجنيا په ايالت کي د خپلي مېرمني او دوو لوڼو _سپېدې او هاجرې_ سره اوسېږي.

په امريکا کي، وروسته له څو کالو  ژوند، کار،  او خواريو څخه ، په کال ١٩٩٠ کي  د نووا په نامه د شمالي ورجنيا په يوه کالج کي داخل سو.  په ١٩٩٥  کي، د جورج مېسن په پوهنتون کي  د حکومت او بين المللي روابطو  په ارتباط په درس بوخت سو.   له همدې پوهنتون څخه ئي په ١٩٩٧ کي په دواړو څانگو کي دپلوم تر لاسه کى.  د کال ٢٠٠٠ په اخر کي،د واشنگټن  د امريکن پوهنتون  څخه  ئي د  بين المللي مطالعاتو په رشته کي  ماسټري تر لاسه کړه. 

د پښتو ژبي د تدريس او انلاين تعليمي نصاب د درسونو  د جوړولو او انکشاف تر څنگ ئي قريب پنځه کاله د امريکا ږغ راډيو او اشنا ټيلويزيون سره  د ٢٠٠٧  کال د فبروري تر مياشتي پوري کار وکى.  همدا اوس، د يوې شخصي کمپنۍ سره د  پښتو او دري ژبو د  انلاين تعليمي نصاب د جوړولو  په ساحه کي کار کوي.  دغه راز، په همدې برخه کي، د مريلنډ پوهنتون سره  د څلورو کالو راپدې خوا په کار لگيا  دی. 

ښاغلی فقري " په  رڼا باندي مين دی، خوتېارو نه ویریږی."  په خټه او شکل ښاري دی، خو په غرونو او بيدياوو کي ځان خوشحاله او ارامه احساسوي.  په روح او فکر ازاد او څه راډيکال دی، خو په سياسي او اقتصادي مسايلو کي  اعتدال او سالم پراگماتيزم غوره کوونکی دی.  په ژوند او فکر کي سرټمبه گي او افراطيت زيانمن بولي.  مذهبي افراطيت تر ټولو خطرناکه گڼي.   بدلون او تطابق ته عقيده لري.  اصول مني، انعطاف مني، روغه جوړه مني، خو د اصولو ماتول نه مني.  له  بني ادمانو او ټولو مخلوقاتو سره ښه کول يو عالي انساني هدف گڼي. د ازادو  سياسي بحثونو او گردابونو لېوال دی، خو د انسان فکري محدوديت هم مني.  پوخ  عقل او سپينه  هوښياري ستايې. روښان او ټينگ دليل  غواړي.  مگر احساس، زړه، عواطف او تر ټولو مهمه مينه هم مني.  په ژوند او کايناتو کي د يو عالي هدف او مقصد لېدل، د بني ادم د پاېښټ او ارام لپاره ضروري گڼي.  په ذهن او ژوند کي تلاښ او خوځښت ښه بولي.  د انسان لپاره ښادي او خوشحالي ضروري گڼي، خو په عين زمان کي د تکليف او غم نه هېرول هوښياري بولي.  ژوند او زوږ ته خوشبين يي.  په ښې راتلونکي  ايمان لري، خو په لاره کي د ناخوالو او خنډونو سره مبارزه کول حتمي گڼي د ژوندانه له ستونزو سره بې امانه مبارزه  او استقامت ستايي.  له مشکلاتو سره ډغري وهل لمانځي.  پورته او کښته مني.  څه وهل او لږ او ډېر رټېدل هم گالي.  څه شاتگ مني. او څه سترواخفا هم مني، خو تسليم او ماته نه مني. ډار او تېښته غاندي. خو مېړه  او مېړانه ستايي.  د هسک ستورو ته کتل ښه بولي، خو پر مځکي باندي په احتياط گامونه اېښودل هم ضروري گڼي.  شخصي او فردي ابتکار ته اهميت ورکوي، خو ډله ايزه  هملاسي او همږغي د هر ډول ستونزو د اوارولو يوازنۍ مطمينه کلي بولي.  د سياسي مفکورو د تبادلې او رشد لپاره د يوې باسوادي او ازادي مدني ټولني درلودل ضروري گڼي.  د عايداتو او مصرف انډول ساتل مهم بولي.  خو اسراف بد گڼي.  د سبا غم کول، سپما، او د راتلونکي نسل لپاره   اوسنى جهان څه بهتره پرېښودل  يو سپېڅلى هدف او ارمان بولي.  پخپل عصر او زمان کي د ځينو مهمو سياسي او اجتماعي ستونزو په ارتباط دريځ نيول مثبت او ضروري بولي.  حرکت، زږو، او پرمختگ ژوند بولي، خو سکوت، تېاره او خپگان مرگ گڼي.   لټون ښه او گټور بولي. زغم او استقامت ستايي. خو ټپ درېدل،له سپېره  هل نه  ډارېدل، او په ناحقه  ترهېدل ماته او ذلت گڼي.  کاينات، زمان، او حتى کږدۍ روانه بولي. بدلون تل او دايمي گڼي.  فعاليت او ژوند لازم بولي. کار او زحمت د انساني کرامت او حرمت د ساتلو لپاره گټور گڼي. خوځښت، زوږ او حرکت ژوند بولي. خو د غرونو، بيدياوو، او د طبعيت چوپتيا او سکوت د بني ادم د روحي  سلامتۍ  لپاره ضروري گڼي.  په سياست کي، سيکولر او غير مذهبي حکومت ښه بولي.   خو سياست پرته له اخلاقي او  عقيدتي اډانو څخه خطرناکه او بې ثباته گڼي.  ازادي او ديموکراسي غوره سياسي سيسټم گڼي  استبداد او ډار د سياسي رشد او انساني کرامت لپاره زيانمن بولي. د دومداره سياسي ثبات او پرمختگ لپاره ديموکراسي، ازادي، پلوراليزم، او ازاد اقتصاد او مارکيټ موثر او بهتره گڼي.  د سولي د راوستلو لپاره  د قانون حاکميت، عدالت، مشروعيت ، او ديموکراسي مهم شرايط بولي.  کرکه، جنگ، او خپگان  غاندي.  پاکه مينه او عشق ستايي.  پوهه او حق غواړي. نور او حکمت ستايي.   او بالاخره  رڼا غوره گڼي، خو له تېارو نه نه ډارېږي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery