مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

رحمت الله افغان

benawa afghanistan
هادي

 


رحمت الله افغان په کال ١٣٥٧دلوګرمرکز پل علم ښاراړوند دبهاري په کلي کې زېږېدى ،په قوم احمدزي ،سلطان خېل ،افغان په  وړکوالي کې له خپلې کورنۍ سره يوځاى دسرولښکرو ديرغل په دوران پاکستان ته کډوال شو .
دکډوالۍ په سختو شپواوورځوکې يې خپلې  زده کړې پيل کړې ،  تردريم ټولګي پورې يې زده کړې دپاکستان صوبه سرحد ايالات، کوهاټ ضلعې پاړه چنار، کرم ايجنسي اړوندد خړډنډ د غلام صديق شهيد په لمړني ښوونځي کې زده کړې وکړې ، له څلورم څخه يې  ترشپږم ټولګي پورې ،د حضرت بلال لمبردوه په منځني  ښوونځي کې زده کړې  سرته رسولې ، اوله اووم ټولګي څخه ترنهم ټولګي پورې يې زده کړې دمولاي حبيب الرحمن په ليسه کې ترسره کړې دي ،کله چې هېواد کې کمونستي نظام ړنګ شو، له کډوالۍ څخه تر راستنېدو وروسته يې دلوګردمرکزاړونددکلنګار د جهادي ليسې په  لسم ټولګي کې شامل اوپه کال ١٣٨٠ کې له ١٢ ټولګي څخه  په عالى درجه فارغ شو.

دکانکورله ازموينې څخه وروسته دکابل پوهنتون دژورناليزم په پوهنځى کې شامل اوپه کال ١٣٨٥ ددې پوهنځي دمطبوعاتو له څانګې څخه فارغ شو .
له فارغت څخه يوه ورځ وروسته په کابل کې دراه فردا په راډيوټلويژون کې دخبريال اووياند په صفت دندې ترسره کړي  دي.
 په ١٣٨٧ کال کې د لوګرداطلاعاتواوفرهنګ  په رياست کې دباختر اژانس عمومي  مدير اوورسره په خوا کې د ميدان وردګو ،غزني اولوګرپه ولايتونو کې ديونيم کال لپاره دروزخبري اژانس خبريال په توګه د ندې  ترسره کړېدې  دي.
له يوکال وروسته يې په لوګرکې د پژواک خبري اژانس سميزخبريال په توګه کارکړى دى .په ١٣٨٨ کال دتلې په  مياشت کې  ديوې نيمې مياشتې لپاره داروپا دچک هېواد   دازادې اروپا دازادۍ په راډيو کې دژورناليزم  نړيوال کورس لوستي اوهمدارنګه ديوې مياشتې لپاره د دازادۍ په راډيو کې د خبريال د نده ترسره کړي ده .
اوس مهال رحمت الله افغان د پژواک خبري اژانس په مرکزي د فترکې د خبريال په توګه
دنده ترسره کوي  .
رحمت الله افغان په پښتو،دري روانې خبري کوي اوپه انګريزي هم پوهيږي  ، واده يې کړي يوزوى اودوه لورنې لري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery