مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ايران په زاريو باندې افغانان نه را ايله کوی

داکتر کاکاجان سهار

د افغانانو د خدای مل شی چه نن د شرق نه نيولې تر غربه پورې ټوله دنيا د افغانانو په وينوتويولو مزې او چړچې کوي ، که په پاکستان کې پاکستانی حرفوی مجرمين هر جرم وکړی ، په ټس کې يې افغانان د مچ زندان ته اچول کيږي . که په روسيه کې روسي حرفوی مجرمين کوم جرم وکړی نو روسان د روسي زندانونو زیر خانې له افغان بيچاره ګانو څخه ډکې کړی، که په هند کې هندي حرفوی مجرمین کوم جرم وکړی نو افغانان يې دزندانونو ميلمانه شی. که په ايران کې ايراني حرفوي جنايتکاران کوم جرم وکړی نو هم په ځای يې ددارونو رسی د افغانانو غاړو ته لويږي . دا ټول ولې ؟؟
ايا په دغه ټولو هیوادونو کې ددوی خپل خلک هيڅ جنايت کاران ندي که څنګه ؟؟
ددې پوښتنو ځواب دادی :
زموږ د ګاونډيو هيوادونو ايران او پاکستان په پرتله حتا په موجوده شرايطو او دربدریو کې بیا هم د جنایتونو اندازه په عادی افغانی ټولنه کې بيخي کمه ده. افغانان د ايران آو پاکستانيانو د زکات په پرتله هم جنايتکاران نه دي
حتا زموږ د ټولنې موجوده جنايتونه هم زموږ افغانانوپه پاکستان کې له پاکستاني جنايتکارانو او په ایرانيان کې له ايراني جنايتکارانو څخه زده کړيدی معنا داچه دا جرمونه زموږ د خلکو کسب نه دی . دا د ايران او پاکستان دټولنوله جنایتکارو څخه زموږ ځوانانو ته ور رسیدلی دی. ځکه ددغه هيوادونو په ټولنو کې روځني جنايتونه عام دی ، مګر نن دوی ملايکې شول او زموږ محدودو شمير بيچاره افغانان چه د يوې ګولې ډوډی د پيدا کولو لپاره ددوی هيوادونو ته ورغليدي ددوی په سترګو کې اغزی دی او په مختلفو بهانو يې ددار کړويو ته رسول غواړي
زموږ لويه بدبختي داده چه په موجوده وختونو کې افغانان زموږد بې کفايته او پست هميته واکمنو له کبله هغه پسته ګوله شويده چه په تيرولو سره يې د هيچا ستونی نه خوږيږي . هيڅوک نشته چه ددغه بدبختانو څخه پوښتنه وکړي اويا ددوی څخه انتقام واخلي د بيلګې په توګه :
روسانو په ميليونوبیګناه افغانان مړه کړل چا ور څخه پوښتنه وکړه چه ولې ؟؟
همدا علت دی چه نن امريکايانو هم مټې رابډوهلې ترڅو دوی هم زموږ په وينو تويولو ښه زړونه يخ کړي. او که يې زموږ خاوره ترګونډو لاندې کړلای شوی، خو ګټه يې ده او که ماته يې وخوړه نو چندان تاوان هم نه ور رسيږي . ځکه دوی پوّیږی چه ددوی تر ماتې وروسته څوک هم نشته چه بيا د خوارواو مظلومو افغانانو د وينو پوښتنه له دوی څخه وکړي.
که نه نو څنګه امکان لري چه ګناه دبن لادين کړې وی او د لادين په پور کې ددې پرځای چه د عربو غوږونه کش کړی د افغانانوسرونه ور پرې کوي ځکه دوی پوهيږي چه موږ د مرګ لپاره ښه او اسانه هدف یا تارګټ يو . دوی وليدل چه موږ له روسانو څخه د وينو بدل وانشو اخيستلای نو له دوی څخه به يې څه واخلو ؟؟
زموږ ګاونډيانو ايران او پاکستان چه له وختونو راپدې خوا يې د افغانانو سره د سر سترګه خوړلې ده. هروخت په ښکاره او په پټه باندې د افغانانو په ځورولو ، بې عيزته کولو، وژلو او نوروو باندې خپله دښمنی او نفرت ښکاره کوي . دوی ځانونه اسلامي هيوادونه هم بولي . تاسو وګوری دا اوس چه په ايران کې کوم ناورين رامنځته شويدی ، چه په زرګونو افغانان يې د دار حلقې ته درولي دی ، ددې علت دادی چه ايران اوس تربل هروخت پدې متيقن دی چه افغانان د خپلوو وينو د انتقام جوګه نه دی . هغه پوّهیږي چه دا فغانانو موجوده واکمني یعنې د پست همته کرزي اداره چه پخپلو غلاګانو مشغوله ده له دوی څخه د خپلو اتباعو د وينو او مال پوښتنه نشی کولای . نو ځکه دوی داښه فرصت بولي چه له افغانانو څخه د شاه اشرف او احمدشاه انتقام نن واخلي
د کرزی د فاسدې ادارې او د ايران د بې رحمه ترینې ادارې ترمنځ ځنې تفاهومونه په ښکاره ډول موجود دی هغه دادي.‎ :
۱ – د کرزي په انتخاباتي کمپاين کې احمدي نژاد د کرزی څخه حمايت وکړ ، او ترټولو لومړی هيواد وو چه کرزي ته يې دده دبرياليتوب مبارکي وويله . داځکه هغه پوّهيږي چه د افغانستان د بدبخته کولو لپاره تر کرزی بل ذليل او پست هيمته شخص بل نشی پيدا کولای.
۲- کله چه امريکا کرزی ته دده د ورور د وژل کيدو په هکله سور څراغ ورکړ، نو کرزی ډير ژر د ايران د احمدي نژاد سره غاړی غړۍ شو چه په هغه وخت کې هم په ايران کې د افغانانو موجوده ځورونه او تباهي روانه وه خو کرزي يوازې پدې اکتفا وکړه چه د خپل خاين ورور دريځ امريکا ته پياوړی ښکاره کړي حتا د ايران دغه خونکار مشر ته يې پدې هکله هيڅ کومه يادونه هم ونکړله.
۳- تاسو د کرزي په خاينه او وطنفروشه اداره کې د افغانانو بله بدمرغی وګوری هغه دا چه د افغانستان د ولسي جرګې مشر ملي خايين قانوني بيا هم په ډیره سپين سترګی سره د ټولې شوروا په وړاندې دافغانانو په هکله د ايران دا زياتی نه يوازې داچه ونه غندلو بلکه تاييديې هم کړ. او ده وويل چه دا افغانان ټول جنايت کاران دی . حال داچه چا ( دقانوني په ګډون) ددغه بيچاره افغانانو د جنايت د ثبوت محاکمه وليدله . هيچا هم نه . نو زموږ غير قانوني صاحب ولې زموږ خوار افغان وروڼه جنايتکاران بولي؟؟
ددې ستونزې د حل لاره :
پدې بايد موږ ټول افغانان باور ولرو چه ايران په زاريو زموږ افغانان د دار له کړيو څخه نه را ايله کوي . نو بايد څه وکړو؟؟
يوازې يوه د حل لاره شته اوبس
هغه دا چه ايرانيانو ته زاری مه کوی په دوی داسې فشار واچوی لکه دوی چه په تاسو باندې اچولی دی . که زموږ دخپلو لسو جنازوپه بدل کې ددوی پنځه جنازې دوی ته ورتسليم کړو نو زه باور لرم چه بيا ايراني واکمن دا جنايت نه کوي .
ددې کار لپاره زه لاندې چارې پشنهادوم:
۱ – د افغانستان فاسده اداره بايد ددغه افغانانو د ځورولو او وژلو په بدل کې سمدلاسه څوايرانی اتباع په حق او ناحق سره په کابل ، هرات او مزاراو د هيواد په نورو سيموکې ونيسي او هغوی هم د مخدره موادو په جرم او غلاګانو باندې تورن کړي ، ډير ژر ورته د څارنوالانو له خوا په اعدام باندې دمحکومولو دوسيې ترتيب او د رسنيو د لارې اعلان کړی . باور لرم چه د ايران خونکاره او له وحشته ډکه اداره به سمدستی د خپلو اتباعو د محاکمې يا خوشی کولو غوښتنه وکړي او ايران به ډيره ژر خبرو اترو ته غاړه کيږدی.
۲- که د افغانستان ولسي خلک د هيواد په ګوټ ګوټ کې له هراته رانيولې بيا ترمزاره، ننګرهار او پکتيا پورې په ډله ايز ډول په افغانستان کې د اوسيدونکو ايرانيانوپه نيولو وهلو ، ټکولو ، چورولو، او وژلو باندې لاس پورې کړي نو پدې صورت کې به د ايران خونکار واکمن پدې پوه شي چه د افغانانو نفرت ددوی په وړاندې د انتقام په بڼه دی نو ډير ژر به ددغه مظلومو افغانانو خوشي کولو ته غاړه کيږدي.
۳- د افغانستان ددولت دنده ده چه د پردې تر شا په کابل کې د ايران له سفارت څخه رانيولې بيا په هرات کې د ايران تر قونسلګری او نورو رسمی ادارو په وړاندې قهرجنو مظاهرو او لاريونونوته سازمان ورکړی ترڅو په افغانستان کې ټول اوسيدونکې ايراني اتباع د خپل ژوند او سر د خطر احساس وکړی .
په ياد ولری چه که ايرانيان زموږ په هيواد کې غوړ پيچلي ګرزی ،خپلې مزې او چړچې کوی او قانونی صاحب ددوی مدافع وی کرزی بې ننګه او پس هميته وی، او ملت بې تفاوته وي زه باور لرم چه بله ورځ به ددري زرو افغانانو په تابوتونو هم ځانونه خلاص نشی کړلای.
وسلام
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery