مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتودخوبونو نړۍ -ځوان لیکوال ایمل دراني ته ډالۍ

رحمت آریا


 http://pashtodreamland.wordpress.com/
د پښتو د خوبونو نړۍ د ځوان او هڅاند، په ژبه او ولس مین ځوان ایمل دراني هغه ویب پاڼه ده چې په دې ورستیو شپو ورځو کې ېې د نړیوالۍ ځالگۍ د بریښنايي کرښو په څپو کې خپلو نورو پښتنو وروڼو ، خویندو او نړیوالو ته ډالۍ کړې ده. ویب پاڼه په انگریزي ژبه پيل کیږي. پیلیزه څپرکی ېې د ښاغلي ایمل دراني د یوه لیکلي خیالي داستان پر شپول راڅرخي چې په هغه کې د خپل کړیدلي زړه بړاس د یوې ژوندۍ خو ترخې نښرغاندې په څیر راباسي. کیسه د لرغوني هرات له زانگو څخه راپیلږي، هغه هرات چې د تمدن او فرهنگ زانگو وه، هغه هرات چې د سېمې د تمدنونو د نښلونگ ټکی وو، هغه هرات چې د تورې او شرنگ زانگو او په خپلې سپیڅلې لمنې کې ېې برمیالي او توریالي پوهان ، شاعران، ورهڼگر، سیاستوال، لیکوالان، جنگیالي او تورزن روزلي دي، هغه هرات چې پښتنو د خپلو نورو وروڼو توکمونو ترڅنگ ددغې سیمې په ښیرازه لمن کې خپله ونډه لوبولې ده، هغه هرات چې یو وخت ېې نیمايي وگړي پښتانه ول. ځوان لیکوال ایمل دراني د همدغې رښتیا په لمن کې د بیدارۍ هغه جرس شرنگولې دی چې د ډیرو ورته پام نه دی، هسې خو دردونه خو د ټولو ډیر او ټپونه مو پریمانه دي خو نه پوهیږم چې ایمل دراني د کومې کړیکې له تل څخه هغه ژړا را ایستلې چې دې ېې په کړیدلو کرښو کې د خوب د یوې ښیرازې نړۍ په هیلې د زړه له تل څخه راباسي.

د ایمل دراني درد زموږ ټولو پښتنو هاغه گډ درد دی چې په گډه ددغې ناورین ځپلې فرهنگي یرغل د تبۍ په توښ نینې نېنې کیږو او د اور سکروټې ېې هرې خوا ته په هوا دي. ایمل درانی له هغه فرهنگي شډل نا ولسي یون څخه کړیږي چې د لرغوني هرات په لمن کې ېې دی په دغو کړیکو راوستلی دی. دده په سپیڅلې احساس کې هغه رښتیا پرته ده چې دډیرو کسانو پام ورته نه شته. په هرات کې دی یوازې په پښتو خپرېدونکې مجلې هریوا ته گوته نیسي او بس. نه پښتو شته او نه پښتنو ته د مینې یو کتنگ. ډیریو په خټه پښتنو هریوا والو یا پښتو هیره کړې او یا ورته لیواله نه دي. نه راډیو شته، نه رسنۍ او نه ښوونځي. آیا دا ددوی حق نه دی؟ ښايي ایمل دراني ددغې بې سارې مینې په څپو کې څو تنه ځوانان پر ځان راټول کړي وي چې د پښتو د ژبې د ودې لپاره ېې مټې را بډ وهلې وي، زه ددغو پښتنو ځوانانو په هوډ او هرې سپيڅلې سلگۍ کې هغه ځواک له ورایه وینم چې دغه یون به یوه ورځ د سمندري څپو په څیر په خوځښت راشي او په تشو لښتیو کې به بیا د مینې هغه رڼې اوبه راشي چې دی ېې په لټون کې دی او هغه ورکې مرغلرې به ومومي چې ده ورپسې ددغه سمندر تل ته ور دانگلي دي.
ښاغلی ایمل درانی! سپیڅلې هڅې دې لا بریالۍ او له ننگ او شرنگ ډکه پښتني شمله دې تل رپانده. راځـﺊ ددغې پښتني هڅو ملا نوره هم ټینگه وتړو او په ټول هیواد کې د ولسي یووالي او ورورۍ لپاره خپلې پیاوړې فرهنگې مټې په کار واچوو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery