مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امریکاکې دافغانستان له سفارت څخه ناوړه ګټه اخیستنه

اداره

په امریکا کې یو شمیر افغان کډوال دغلته له افغان سفیر څخه شکایت کوی چې له حکومتي وسایلو سوې استفاده کوي او د افغانستان قوانینو ته درناوی لري.
رپوټونه له عیني شاهدانو په نکل وایې چې د روژمې مبارکې میاشتې په دوهمه شپه په واشنګتن دي سي کې د افغانستان دسفارت په دننه کې داسي میله تر سره شوي چې پکې نا روا اعمال هم تر سره شوي دي. او دشرابوڅښلو او ګډو ډانسونوپه څیر غیري اخلاقي او غیري اسلامي پېښي په څو ځله ترسره سوي دي .
ویل کیږی چې دغه غیر قانوني ټنک ټکور د سفیر سید طیب جواد له لوري په لاره اچول شوی وو.
سید طیب جواد تر اوسه په دې باب څه ندي ویلي.

افغان سفیر سید طیب جواد

 

دافغان ډیپلومات سید طیب جوادزوی د روژې په مبارکه میاشت کي دخپل پلار لخوا په جوړسوي محفل کي په خپلو عیاشیو کي ډوب دی

دمستۍ هغه شپه چي دروژې مبارکي میاشت دوهمه وه چي په همدې وخت په  افغانستان کي چي دروژې د دریمي دسهار سره سمون خوري د دولت مرستیال ولسمشر دخپلو لنډغروپه  لاس  دایراني بادارانو په لمسون  دبې وسو ، بې کسو او بې وسلې کوچیانو خیمې  په پلازمیني کي تر اور لاندي ونیولې .

موډله  نڅا ګره مژده اوافغان سفیر سید طیب جواد

دروژې په دوهمه د ولسمشر انځور او نڅاګره مژده په خپله مستي او بې هوښي  کي

په افغان سفارت کي داسلامي افغانستان سفیر خپل کلتور  داسي تمثلوي

افغان ډیپلومات سید طیب جواد دهغه میرمن او زوی په یومست ماښام کي تر مستۍ وروسته  خو دشرابو دبوتلونو مخته ولاړ دي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery