مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ډاکټر محمد داود اعظمي

benawa afghanistan
راحیله جواد

د داکټر داود اعظمي په ویاړ چي په سویس کې نړیوال اقتصادي فورم  ((World Economic Forum د ۲۰۱۱ کال د نړۍ په کچه د ځوانو نړيوالو مشرانو Young Global Leaders (YGL)  په ډله کې غوره کړ.
دغه جایزه هر کال د نړۍ په کچه تکړه ځوانو مشرانو ته ورکول کیږي چې سږکال د زرګونو کاندیدانو له ډلې د دغې جایزې د ګټونکو په ډله کې یو هم داود اعظمي و . ډاکټر اعظمي زموږ د نوي نسل فخر او د اولس د افکارو تصویروونکی ځوان دی .

ډاکټر محمد داود اعظمي یو د هغو وتلو او نامتو ژورنالیستانو څخه ځلانده څهره ده چي تقریبا هر افغان که ئې د څهرې سره اشنا نه وي نو دخواږه ږغ سره ئې خامخا اشنائې لري .دبېنوا پاڼي درنو لوستونکو نن درته دژورنالست (دټولني ترجمان ) په برخه کي دغه منلی ، پوه او د نړیوالو جایزو ګټونکی لیکوال او ژورنالیست  درپیژنو .

لنډکاري څرک :
ښاغلی ډاکټراعظمي ډیر ځوان خو  دلوړ استعداد لرونکې  شخصیت دی  چي د بي بي سي د نړیوالی شبکې سره ئې نږدې دولس کاله کار کړی دی. د تیر یو کال راهیسي نوموړی په افغانستان کي د د بي بي سي نړیوال سرویس د دفتر (بیرو) مشر دی چی  د اداري چارو سمبالووني ترڅنګ د ژورنالستانو او نورو حمایوي کارمندانو د یوې لوی ډلي د مشرتوب، هڅوني او سمبالښت چاري په غاړه لري.

له دې څخه وړاندی نوموړی په بوش هاوس لندن کی د بي بي سی په پښتو اوفارسي  څانګه کي لومړی د پروډيوسر او بيا د مشرپروډيوسر   (Senior Producer)په توگه کار کاوه. ده همدارنګه د  بي بي سي انګلیسي څانګي سره کار کړی او د بي بي سي نړیوال سرویس ( BBC World Service ) د مرکزي خبري خوني (نیوزرومNewsroom, ) سره ئې (د اکتوبر ۲۰۰۴ـ اکتوبر ۲۰۰۵ په دروان کي) د لیکني پر مرکزي او سیمیزو ميزونو کار کړی او کله ناکله یې د ختیځي او لوېدیځي اسیا سیمه ییز مېزونه او د نړیوالو تودو خبري پیښو د پروګرامونو جوړولو چاری هم پر غاړه درلودې.
ښاغلی اعظمي په ۲۰۰۷میلادي کال کي په لندن کي د بي بي سي نړیوال تلوېزون ته د کارکولو لاره وموندله.

په ۲۰۰۶او ۲۰۰۹میلادي کلونو کي ښاغلی  داود عظمي د امریکا دمتحده ایالاتود اوهایو په ایالتي پوهنتون کي د یو ميلمه ښوونکي  (   ( Visiting Scholar په حیٍث دمنځني ختیځ، ختیځي او منځنې اسیا د کلتور، سیاست او امنیت په اړه لکچرونه ورکړل.

ډاکټر اعظمي ددې تر مخه  چي د بي بي سي  سره یوځای سي په پاکستان کي د یوه ښوونیز او روزنيز مرکز مشر و چي زیاتره زدکونکي یي بي ځایه سوي افغانان ول .

ده همدارنګه په پاکستان او افغانستان کي په لسګونو ژورنالستان روزلي دي. په ۲۰۰۷ میلادي کال کي نوموړي په کابل کی دوه د کوڅې ماشومان (هلک او نجلۍ چي دواړه یې دیارلس کلن ول) د یوې اونۍ لپاره ورزول چي هغو وروسته د ولسمشر کرزي سره مرکه وکړه او په بي بي سي راډیو کي یې دوه نیم ساعته پروګرامونه وړاندي کړل.

کورنئ شالید:
ښاغلی محمد داود اعظمي  کابو ( ۳۵) کاله  ترمخه  دمحمدحیات الله خان په کور کي سترګي دنیا ته پرانستي دي او نیکه یې محمدیوسف خان نومیدی.
د ښاغلي اعظمي کورنۍ هم دده دځلانده شخصیت په څیر اوږد او ویاړلی تاریخ لري. دده نیکه ګان چي د خپل وخت لوی مشران ول، د افغانستان او سیمي په تاریخ کې مهم نقش لوبولي دی. دده نیکه ګان د نوي افغانستان د بنسټ ایویښودونکو پلرونو(founding fathers  ) په منځ کي ځای لري چي په ۱۷۴۷ کال کي یې د لویي جرګې چی په کندهار کي جوړه سوې وه غړیتوب درلودی چیري چي سترټولواک اعلی حضرت احمدشاه بابا د لوی افغانستان د باچا په صفت وټاکل سو.

دښاغلي داود اعظمي وروستی (کورنی نوم) د اعظم خان د نامه څخه اخیستل سوی دی چي دده شپږم نیکه دی. محمد اعظم خان اول د احمدشاه بابا او بیا د تیمورشاه سدوزي دواکمنۍ په جریان کی یو پېژندل سوی او د پام وړ شخص وو چي د ساتندویه (امنیتي) چارو (نساقچي باشي) مشر وو او د وزیر په صفت یې چوپړ کړی دی.
دروند استاد  ، لیکوال او څیړونکي  محمد معصوم هوتک په خپله یوه مقاله کي  چي په کندهار مجله کي خپره سوې ده لیکي چی  (( اعظم خان …. دخپل وخت د مشرانو څخه وو چي د کندهار ښارختیځ ته دکابل کندهارپرلویه لارد سړک شمالي خواته یوه زړه کلا ولاړه ده چي دد ه په نامه یادیږي او اعظم کلانومیږي .
اعظم خان وروسته له هغه چي پلازمېنه د کندهار څخه و کابل ته ولېږدول سوه د کابل په زاړه ښار کي میشت سو چي هغه سیمه هم اوس په  ګذر اعظم خان مسما ده ، دده دکورنی یو ښاخ او س هم هلته اباد دی .))
 اعظم خان  په غزني کي چي د ادب او سیاست یوه بله پلازمېنه ده د ستر روحاني مشر او صوفي علي لالا په هدیره کي خاورو ته سپارل سوی دی.

 لیکوال او څیړونکي  استادمحمدمعصوم هوتک  په خپله مقاله کي وړاندي لیکي:
 (( د اتلسمی پېړۍ په دوهمه نیمایي کي د اعظم خان ورور نایب ګل محمد خان یو بل د پام وړ او پېژندل سوی شخص وو. هغه په پېښور کي د افغان باچا تیمورشاه سدوزي  د واکمنۍ نایب وو. هغه هم په کندهار کي یوه کلاچه جوړه کړه چی هغه سیمه اوس هم د نایب کلاچې په نامه یادیږی. نایب کلاچه د مومندو رباط پر برابري د ترنک رود پرجنوبي غاړه واقع ده .  د نایب گل محمد خان کور د کندهارښارپه درییمه ناحیه کي په هغه کوڅه کي موقعیت درلود چی اوس قاضي غلام دهنه نومېږي اوپخوا خلکو نایب دهنه بلله .ددغي کوڅې نوم بیا د سردار کندل خان په وخت کي د قاضي غلام چي په نایب دهنه کي اوسیدی نامه ته واوښت او اوس په قاضي غلام دهنې مسما ده . ))  نوموړی (نایب ګل محمدخان) په پېښور کي وفات سو او هورې خاورو ته سپارل سوی دی.

لیکوال او څیړونکی استادمحمد معصوم هوتک د اعظم خان د پلار اسلام خان په اړه لیکي:
  (( اسلام خان د سترټولواک اعلحضرت احمدشاه ابدالي همعصره و او د اعليحضرت باباد واکمنۍ په اوږدو کی یی د نساقچیانو یا امنیتی قومندانانو مشرتوب کاوه. اسلام خان همدارنګه په هرات کی د پاچادزوی شهزاده تیمور د وکیل په صفت کار کاوه په داسی حال کی چی ځوان شهزاده تیمور دنوموړی ولایت والی و. اسلام خان په یو شمېر هغه سفرونو کی چی د نوی افغان واکمنۍ د پراختیا او ساتنی په موخه ترسره کېدل مهم رول لوبولی دی.))

اسلام خان په هرات کی د ستر صوفي خواجه عبدالله انصاری په هدیره کی خاورو ته وسپارل سو. اسلام خان درې ورونه درلودل (بوستان خان، ګادو خان او انکو خان) چی ټولو یی د افغان واکمنۍ په لومړنیو یا جوړېدونکو کلونو کی مهم رول لوبولی دی.
 بوستان خان د سترټولواک اعلحضرت احمدشاه ابدالي مستوفی الممالک وو چي د نن ورځی د مالي چارو د وزیر سره یو شان وو. بوستان خان او اسلام خان دواړه د لویي جرګې چي په ۱۷۴۷ کی په کندهار کی جوړه سوې وه غړي وه چیري چي احمد شا ابدالي د باچا په صفت ټاکل سوی و. ددوی پلار محراب خان وو، چي د خپل وخت یو مخور مشر او د سترټولواک اعلحضرت احمدشاه ابدالي د پلار محمد زمان خان سره یې په یوه وخت کي ژوند کاوه. د محراب خان پلار سهراب خان و چي په هرات کي د ابدالي واکمنۍ په دوران کی یو پېژندل سوی او د پام وړ سړی و او مهم نظامی او ولسي رول یې درلودی.


پوهنیز لیدلوری :
ددې ترڅنګ چی داود اعظمی ډاکټر دی درې علمي رتبې (ماسټر ډګري) لري چي په هغوی کې یوه یې د نړیوالو زد کړو او ډیپلوماسۍ ایم اې  ده چی د لندن پوهنتون د( اس. او. اې. اسSOAS ) څخه یې ترلاسه کړې ده.
دنوموړي علمي رتبې یا ماسټر ډګرۍ ( ایم اې نړیوالي زده کړي او ډیپلوماسۍ،  ایم اې نړیوالي اړیکي، او ایم  ایس سي ساينس زولوژي) دي
M.A International Studies and Diplomacy
M. A. International Relations
M.Sc. Science (Zoology, Parasitology)

ده همدارنګه درې بکلوریا  یا ليسانس (Bachelour ) رتبې –  لکهLL.B.    د قانون بکلوریا ( دحقوقو پوهنه),  B.A. ( سیاسي علوم, ټولنپوهنه او ادبیاتو کي( یې د هنر بکلوریا) ,او  B. Sc.(په جغرافیه، کیمیا او زولوژی ( ژوپوهنه) کي د ساینس بکلوریا) تر لاسه کړي دي.
LL.B. (Bachelor of Law)
B.Sc. (Bachelor of Science) in Geography, Chemistry and Zoology
B. A. (Bachelor of Arts) in Political Science, Sociology and Literature 

دی د یوشمېر تصدیقنامو چي د قانون، ټولنیزو زده کړو، کمپیوټر پوهني او ژبو په لنډ مهاله کورسونو کي یې ترلاسه کړي دي ترڅنګ یوه  ډی. جور (D.jour  ) یا ( په ژورنالزم کي ډیپلوم) هم لري. نوموړي د دينونو تقابلي مطالعه کړي او ديني زدکړي  يې هم کړي اوپه دې لړکي يې تفسير،احاديث، عقايد، او فقه يې لوستې ده.  
 
لیکنيز او څیړنيزیون  :
په دو زره نهم میلادي کال کي چي کله یې د امریکا په متحده ایالاتو کي ښوونه کول ،داود عظمي په انګلیسي ژبه د زده کوونکو او مسلکیانو لپاره د بنسټیزي او منځنۍ پښتو پر زدکړه یو کتاب ولیکئ چي نوموړی کتاب د اوهایو ایالتي پوهنتون (امریکا متحده ایاالات) لپاره د پښتو ښووني د درسي موا دو د یوې برخي په توگه لیکل سوی وو.

نوموړي په انګلیسي ژبه څو ناچاپه کتابونه لري چي په هغو کي یې یو (د تاوتریخوالي غوښتونکي او نه غوښتونکي افغانان) کتاب دی چي دی پکښي د خدايي خدمتګارانو د تحریک او الهامونو په اړه ږغیږي.
دی په  ټوله بي بي سي کي د هغو یوازنیو درو ژورنالستانو څخه وو چي په دوه زره دریم میلادي کال کې يې اوناسیس بورسري وګټله د کوم له مخي چي دی د څو میاشتو لپاره ترکیې ته ولاړی ترڅو یوه پلټنه وکړي. دده د پلټني موضوع (په ترکیه کي د تصوف پایښت وو) وه. نوموړی ددغي موضوع په اړه یوه د پلټني او څیړني رساله  خپره کړه او اوس پلان لری چي د همدغي موضوع په اړه یو کتاب ولیکي.
ده له وړاندي لا په ۱۹۹۳ کي په پښتو د عامه پوهاوي په اړه یو کتاب خپور کړی دی چي (د مالوماتو خزانه) نومیږي.

په دوه زره څلورم میلادي کال کي نوموړی په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کي  د رسنیود حالت  په اړه یوه څیړنیزراپور ولیکی چي د سیمیزو او نړیوالو خپرېدونکو رسنیو په اړه یې پکښي څېړنه کړې وه.
ښاغلي اعظمي همدارنګه په بېلابیلو ژبو د تاریخ، کلتور او ادبیاتو په اړه مقالې لیکلي دي .
دی په پښتو یو شمېر شعرونه لري چي په ځینو مجلو او ورځپاڼو کي خپاره سوي، تر څنګ یې لنډي کیسې هم لیکلي دي او اوس د یوه ناول په لیکلو بوخت دی چي موضوع یې د افغانستان او پاکستان په سیمو کی د پیښو په اړه ده.

همدارنګه داود اعظمي کله نا کله د بي بي سي په انګلیسي ویبپاڼه کي هم لیکل کوي  او د افغانستان او نړۍ د ټولنیزو، سیاسي او امنیتي موضوعاتو په اړه یې کوټلي او څیړنیزي  مقالې لیکلي دي.چي ځیني یې په لاندي ډول دي :
-په افغانستان کي تصوف او په سوله راوستو کي د صوفيانو رول( د بي بي سي مقاله -  ٢٣فبروري ۲۰١١
Sufism returns to Afghanistan after years of repression, BBC News Online, 23/02/2011

- په افغانستان کي تصوف او په سوله راوستو کي د صوفيانو رول القاعده د طالبانو له منځه د یوې بې پایه جګړې لپاره کسان استخداموي ( د بي بي سي مقاله، ۱۳ اوکټوبر ۲۰۱۰)
- افغان بېځایه سوي (کډوال) اوس هم تمه لري چي بیرته خپل کور ته ولاړ سي. (۲۷/۱۰/۲۰۱۰)د کور څخه ډیر ویرېدونکي (افغانان دهلمند تر برید وروسته اوس هم په کمپونو کي پاته دي)
- نیول او شړل: القاعده د طالبانو له منځه د یوې بې پایه جګړې لپاره کسان استخداموي ( د بي بي سي مقاله، ۱۳ اوکټوبر ۲۰۱۰)
-  طالبان د انټرنیټ ځواک په خپله گټه کاروي ( د بي بي سي مقاله، ۱۷ مارچ ۲۰۱۰)
- بي بي سي * د ایډیټور یا چلوونکي شاهدي پر کابل د طالبانو برید ( د بي بي سي مقاله، ۲۶ فبروري۲۰۱۰)
- پښتانه* د سولي پښتون پېغمبر نړیوال سو (د بي بي سي مقاله، ۱۶ اوکتوبر۲۰۰۹)
-طالبان د متحده ایالاتو په وړاندي د پروپاګند  جگړې ته زور ورکوي (د بي بي سي مقاله، ۰۳ اګسټ ۲۰۰۹)
-د پاکستاني طالبانو راډیویي اورپکي ( د بي بي سي مقاله ۲۲ جون ۲۰۰۹)
-ګونتانامو: سپینونکي ژوندلیک ښه بازار لرونکی کتاب سو ( دبي بي سي مقاله، ۲۳ فبروری۲۰۰۹)
-افغان شاعران د جګړې داغونه غندي ( د بي بي سي مقاله، ۲۵اپریل۲۰۰۹)
-په افغانستان کي د شنډ سوو یورانیمو جوړو وسلو کارېدنه او ناروغۍ (د بي بي سي مقاله، ۳۰اپریل۲۰۰۸)
-انګلیسي په افغانستان کي ځای نیسي ( د بي بي سي مقاله، ۱۲جنوري۲۰۰۹)
-د کندهار د معجزو هدیره ( د بي بي سي مقاله ۱۷جنوري۲۰۰۸)
-د توپیر په وړاندي د شبانې د هیلو کیسه 
 
 
کاري او ژورنالیستکي هڅي :
د سیمه ییزو او نړیوالو خبرونو او تودو پیښو د ورځني پوښښ ترڅنګ داود اعظمي د بي بي سي راډیو لپاره د یو شمېر پلټونکو او لومړنیو پروګرامونو لړۍ هم جوړي کړي دي چي موضوعګاني یې د سیاست، مذهب او بشري حقونو په اړه دي.
په دغو پروګرامونو کي :
» د ډیورنډ کرښه او د افغانستان-پاکستان اړیکي (۲۰۰۷)
» په بلوچستان کي کړکېچ او دهغه سترتیژیک اهمیت (۲۰۰۶)
» افغان جهاد او نړیواله اورپکي (۲۰۰۴)
»په ترکیه کي تصوف او ټولنه (۲۰۰۴)
» د اوبو پر سر جګړه (۲۰۰۳)
» د شخړو نړیوالتوب او قبایلي سیمي (۲۰۰۳)
» په افغانستان او پاکستان کي بشري حقوق (۲۰۰۲)
» په افغانستان او پیراخه سیمه کي بودایزم (۲۰۰۱)


مهم پېښیز ټکي:
داود اعظمي په ټولیزه توګه یو شمېر د جنګ سیمو لکه وزیریستان، باجوړ، توري بوري او هلمند ته سفرونه کړي او له هغو ځایونو څخه یې په بې ساري ډول راپورونه ورکړي دي. ده د یوشمېر لویو او تاریخي ارزښت لرونکو پیښو په اړه راپورونه ورکړي دي چي لاندي یې یو څو بیلګي دي:
 د افغانستان پارلماني ټاکني ۲۰۱۰
کابل کنفرانس، جولای۲۰۱۰
د افغانستان د سولي مشورتي جرګه، کابل (مې۲۰۱۰)
لندن کنفرانس ۲۰۰۹
د متحده ایالاتو ولسمشریزي ټاکني (نومبر ۲۰۰۸)
پاریس کنفرانس، پاریس (جون،۲۰۰۸)
بېړنۍ لویه جرګه، کابل(۲۰۰۲)


 
ویاړني او ستایني :
۲۰۱۱ : د ځوان نړيوال مشر جايزه
په ۲۰۱۱ کال کې په سویس کې نړیوال اقتصادي فورم  (World Economic Forum) دی د نړۍ په کچه د ځوانو نړيوالو مشرانو Young Global Leaders) (YGL,  په ډله کې جایزه ورکړه.
دغه جایزه هر کال د نړۍ په کچه تکړه ځوانو مشرانو ته ورکول کیږي او تراوسه په ټوله نړۍ کي هغو نژدې ۷۰۰ کسانو ته ورکړل سوې چي د پيښو د پوهاوي ترڅنګ يې مهمي لاسته راوړني درلودلي او د رهبرۍ یا لیډرشیپ په برخه کي یې له ځانه وړتیا ښوولې ده.
د نړيوال اقتصادي فورم له خوا د ځوان نړيوال مشر تر ټاکل کېدو وروسته د داود اعظمي غبرګون چې د نوموړې ادارې له خوا خپور شوی دی:

ژوند يوه هڅه ده او د يوه مثبت بدلون د رامنځته کېدو وړتيا درلودل په خپل ځای يو ګټور او اطمينان وربخښونکی فکر دی .
د ځوان نړيوالو مشرانو فورم يو تر ټولو غوره او اغېزمن پلېټ فارم يا ځای دی چې نظرونه په کې شريک کيږي ، مهارتونه او وړتياوو ته سمون او وده ورکول کيږي او د يوې ښې نړۍ د جوړولو لپاره يو کاري پلان جوړيږي.
زه ډير خوشحاله يم چې د يوه داسې فورم غړی يم چې د هغو ستونزو د سم هواري هڅه کوي چې نننۍ نړۍ ورسره مخامخ ده او همدا راز زيار باسي چې پر نړیوالو تګلارو او کړنلارو مثبت تاثير ولري.
زه پر يوه مثبت بدلون باور لرم او زما لپاره دا مهمه نه ده چې دغه بدلون څومره لوی دی.
دلته زما هغه وينا ياديږي چې که په يوه ونه کې يوه پاڼه هم خپل رنګ بدل کړي ، نو د دې مانا دا ده چې هغه ونه نوره هغسې نه ده .
زه باور لرم چې د ځوانانو نړيوالو مشرانو د ټولنې د صادقانه هڅو په نتيجه کې به د نړۍ حالت ښه شي.

Dawood Azami, Bureau Chief, BBC World Service, Kabul, a recently selected YGL reflects on his selection.
“Life is a struggle and to be able to bring a positive change is very rewarding and a fulfilling thought. The YGL Forum is one the best and effective platforms where ideas are shared, skills are refined and developed, and an action plan is made to bring change and make the world a better place. I am very glad to be part of such a forum which strives to find the right solutions to the problems faced by the world today and positively impact the global agenda. I believe in a positive change, doesn't matter how small that be. I am reminded of a saying that if one leaf changes its colour, it means the tree is not the same anymore. I am sure the state of the world will be improved as a result of the sincere efforts of the YGL forum.''
 


 ۲٠٠٩ : دبي بي سي د ټول ژوند دلاسته راوړنو ډالۍ
-داود اعظمي په دوه زره نهم میلادي کال کي په یو ډيره لویه ویاړنه (Llifetime Achievement Award) ونازول سو چي  په بي بي سي کي د بېساري همکارۍ او کارونو په خاطر ورکړل سوه. دا د بي بي سي د نړیوالي خبري څانګي تر ټولو ستره او د ټول ژوند د لاسته راوړنو ډالۍ ده چي د ټولو کارونو یا اجراتو په وړاندي ورکول کیږي.
 دی تر اوسه تر ټولو ځوان کس دی چي دغه ډالۍ یې  تر لاسه کړې. د هغو مراسمو په ترڅ کي چي د (۲۰۰۹مارچ ۱۲) جوړ سوي وه د بي بي سي د نړیوالي خبري څانګي مشر ریچارډ سمبروک (Richard Sambrook) ، په داسي حال کي چي دغه ډالۍ یې ورته وړاندي کول، نوموړي په لاندي ټکو ګډونوالو ته وروپېژانده:

’’د بې ساری ونډي او همکارۍ  د ایوارډ ګټونکی یوداسي ژورنالست دی چي په عمومي توگه د بي بي سي او په ځانگړې ډول د بي بي سي دنړیوالي خبري څانګي تر ټولو ښه ارزښتونه پکښي راغونډ سوي دي. ده د بي بي سي  دنړیوالي خبري څانګي (BBC Global News Division)   په ټولو برخو کي کار کړی دی چي په هغه کي د بي بي سي نړیوال خبري سرویس (BBC World Service ) ، نړیوال خبري تلویزیون (BBC World News Television )  اود بي بي سي مرستندویه خپرونوڅانګه هم راځي. ده همداراز د بي بي سي د ژورنالیزم په نورو برخو کي هم کار کړی دی.
 ده یو شمېر هغه مسولیتونه چي دده د ادارې تر سیمي بهر وه پر غاړه اخیستي او لانجمنو او بحثي موضوعاتوته د خبري پوښښ ورکولو پر مهال یې په مینه او خپل سوچه او مینه ناک انداز او لېوالتيا سره اوریدونکي او لیدونکي هڅولي او هغو ته یې الهام ور بخښلی دی او د راډیو، تلویزیون او انټرنیټ په گډون پر ټولو دریځونو يې په بریالیتوب سره خپل نوي او له ابتکاره ډک مطالب وړاندي کړي دي.
  او دده زړور تحقیقاتي (پلټونکي) ژورنالیزم په ټوله نړۍ کي زموږ پر اوریدونکو او لیدونکو یو ریښتونی اغیز ښندلی دی ، هیله ده زما په ملتیا د بې ساري ونډي د ریت د نړۍ والي جایزې (Global Reith Award for Outstanding Contribution) ډېر مستحق گټونکي--  داود اعظمي  --ته مبارکي ووایاست.؛؛)
       

Director of the BBC Global News Division, Richard Sambrook, presented the BBC‘s outstanding contribution award to Dawood Azami in March 2009. He introduced him in the following words.

"The winner of the Outstanding Contribution Award is a journalist who embodies all of the best values of the BBC and the Global News.

He has worked across the whole of the Division, including the World Service, World News Television, and the World Service Trust; as well as other areas of the BBC journalism.

He has taken on a number of responsibilities beyond his editorial remit and he has been an inspiration to audiences thorugh his original approach and enthusiasm when tackling controversial issues, successfully showcasing his cutting edge content across all platforms -- TV, Radio and Online. And his courageous investigative journalism has made a real impact on our audiences around the world.

Please follow me congratulating the very worthy winner of the Global Reith Award for Outstanding Contributuion -- Dawood Azami."

۲۰۱۰: علامه محمود طرزي ډالۍ
دی لومړنۍ دعلامه محمود طرزی(په افغانستان کي د ژورنالزم پلار) د ډالۍ ګټونکئ دی چي په کابل کي د افغان پارلمان په ودانۍ کي د افغان شورا او  انګلستان لخوا د جوړو سوو مراسمو په ترڅ کي ورکول سوه.

۱۹۹۹: دپوهنځۍ طلائي مډال
 د عوضي درملني پوهنځۍلخوا د طلایي مډال ترلاسه کول، چي د عوضي درملو د یوې تحصیلي څېړني پر سر ورکول سو.
۱۹۹۸: په زولوژي کي طلایي مډال
 په اېم اېس سي ساینس (زولوژي) کي د لومړنۍ درجې د ترلاسه کووني پر سر د طلایي مډال ترلاسه کول.

 
سیمینارونه/ کنفرانسونه:
داود اعظمي په منځني ختیځ، منځنۍ او لوېدیځه اسیا کي د سیاست، امنیت او کلتور په برخو کي د چارو کارپوه دی. ده د امریکا، اروپا او اسیا په بېلابیلو هیوادونو کي په ډیرو کنفرانسونو او بحثونو کي ګډون کړی دی او په لسګونو لکچرونه یې ورکړي دي.
لاندي موضوعات دده د خبرو/لکچرونو ځیني بیلګي دي:
 
-- عنعنوي (روایتي) سوله: د غفارخان (پاچاخان) د عدم تشدد د مفکورې پلوی. - د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا نړیوال سیمینار (۶-۷نومبر۲۰۱۰)
--سوله، شخړي او په افغانستان کي د شخړو حل: یوه تاریخي لرلیدنه، د متحده ایالاتو د سولي انسټیټوټ، کابل (۱۶ اوکتوبر۲۰۱۰)
-- نرم ځواک او د نرم ځواک اغېزمنتوب -د پارلمان ودانۍ، لندن ۳۰جون۲۰۱۰
--د ډیورنډ کرښي پر دواړو غاړو اورپکي: پېژندنه، موخي، ستراتیژۍ، تیکتیکونه او زور يې  - ختیځ او لوېدیځ انستیټوټ، ابودابی. ۱۹-۲۰جون ۲۰۱۰
--افغانستان: د لویي لوبي څخه تر لویي ګډوډۍ پوري. -ځانګړی لکچر) اس او ای اس (لندن) ۲۱جنوری۲۰۰۹
--په افغانستان کي دجګړې بل اړخ: د رسنیو پروپاګند او د زړونو او ذهنونو لپاره جګړه.- (د ملګروملتونو د بیا نویوالي ټولنه ، دملګروملتو کور، لندن) ۲۴ نومبر ۲۰۰۹
--د افغانستان راتلونکې او په هغه کي د نړیوالي ټولني رول. - د افغان مرستو دټولني پېنل بحث. اس او ای اس، لندن. ۰۷ اوکټوبر۲۰۰۹
--افغانستان: سیمیزحقیقتونه او بهرنۍ افسانې- د لي مونډ ډیپلوماټیک ملګری (کی ډیپلو) لندن ۲۸ سپټمبر۲۰۰۹
--افغانستان: بهرنۍ لاسوهني او کلتوري حساسیتونه -د اوهایو ایالت (د امریکا متحده ایالات) ۲۲اګسټ۲۰۰۹
د غټ جنجال وړې برخي: د افغان-پاکستان په سیمو کي اورپکي او د پر خلاف يې مبارزه. -واشنګټن، د امریکا متحده ایالات ۱۴اګسټ۲۰۰۹
--د سهیلي اسیاد مسلمانانو د عدم تشدد میراث: دنن ورځي لپاره درسونه –د امریکا د ویرژینيا د جورج میسن پوهنتون، د ټولنپوهني او انسان پېژندني څانګه. ۱۲ اګسټ۲۰۰۹
--افغانستان او درې لسیزه جګړه - د کلتوري حساسیتونو ورکشاپ، د اوهایو ایالتي پوهنتون د میډایسټ د مطالعاتو مرکز، ۲۱جولای۲۰۰۹
--کلتوري حساسیتونه او د پښتنو اصلي ارزښتونه.- د کلتوري حساسیتونو ورکشاپ، د میډایسټ د مطالعاتو مرکز، د اوهیو ایالتي پوهنتون. ۲۲جولای۲۰۰۹
--صوفیان او صوفیانه ژوند لار- د اوهایوایالتي پوهنتون، کولمبوس، اوهیو(دامریکا متحده ایالات)۱۷جولای۲۰۰۹،
--د بهرنۍ نړۍ انځورونه: د پښتو شاعري او په افغانستان او پاکستان کي د پښتنو پر ټولنیز او سیاسي ژوند د هغو اغېز.
سمر انسټیټیوټ، د اوهیو ایالتي پوهنتون، امریکا .۱۷ جولای ۲۰۰۹
--دوه کسه د امپرطورۍ په وړاندي: د برطانیوي مستعمرچیانو پر ضد پر بېلو ډگرونو مبارزه  (خان عبدلغفارخان اوایپي فقیر او د برطانوي امپراطورۍ پر وړاندي د هغوی درېدنه). د ستري لوبي جشن، ټریسیکل نندارځای، لندن. سه شنبه ۲۶می۲۰۰۹
--د خبرو جګړه: په افغانستان کي د پروپاګند جګړه.- افغان کلتوری ټولنه، هالنډ.۱۱ اپریل۲۰۰۹
--په سهیلي اسیا کي اسلام، سیاست او امنیت - د سهیلی اسیا د امنیت کنفرانس، مسقط، عمان. ۱۵-۱۷ډسمبر۲۰۰۸.
--د نشه یي موادو پیسې: په افغانستان کی تاریاک، جرمونه او اورپکي  - د مرشون  دنړیوال امنیت د مطالعاتو مرکز ، کولمبوس، اوهیو د امریکا متحده ایالات. ۱۴ اکټوبر ۲۰۰۸
--افغانستان او نوره نړۍ -شاهي جغرافیایې ټولنه، لندن ۲۲ نومبر۲۰۰۸
--تر طالبانو وروسته د افغانستان سره  د نړیوالي ټولني ژمنتیا -کینګ پوهنځۍ، لندن. ۲۶ مارچ۲۰۰۸.
--نړۍ دا وخت او کلتوري ډیالوګ (لیچ ې ، ایټالیا۲۰۰۷)
-- د نړیوالي لوبي څخه تر ترهگري ضد نړیوالي جګړې پوري: د افغانستان او پاکستان پر پوله د شخړو نړیوالتوب.
(د بي بي سي نړیوال خبري سرایس، بش هاوس، لندن.۳می۲۰۰۷)
--په پاکستان کي د ملت جوړېدني هڅي: یوځایوالی د پردیوالي پر وړاندي -(د ازادۍ څخه بهر: سهیلي اسیا ۱۹۴۷-۱۹۷۷) رویال هالووې کالج، لندن، ۱۱-۱۲ اپریل۲۰۰۷
--په افغانستان کي د نشه یي توکو پر ضد  جګړه او د اپیمو سیاست.( د منځني ختیځ د مطالعاتو مرکز، د اوهایو ایالتي پوهنتون، د امریکا متحده ایالات ۱۲جولای ۲۰۰۶)
-- نشنلیزم او د ژبي سوچه والی: د پښتو، فارسي او ترکي ژبو یوه پرتلیزه مطالعه (د ختیځو ژبو کنسورټیوم، د امریکا متحده ایالات اګسټ۲۰۰۶)
 --مذهب اود بیان ازادي -( ، ټالین،. اکټوبر۲۰۰۶)
 --په شلمه پېړۍ کي د پښتنو مشرانو د عدم تشدد مبارزه (د عدم تشدد د مبارزې لپاره نړیوال مرکز، فلیچر سمر انسټیټیوټ، ټوفټس پوهنتون، ماسشوسیټ، د امریکا متحده ایالات. جولای۲۰۰۶)


شخصیت او خصلت :
ښاغلي ډاکټر داود اعظمي په خپل ټولنیز ژوند کي یو ډير خوږ انسان دي دده ښه کردار ،ښه اخلاق  او خوږه رویه  د هر هغه انسان په زړه کي ځانګړی ځای جوړوي  چي دده سره په ژوند کي یو ځل لیده کاته وکړي .دې نه یوازي دا چي د یو خوږ ، فصح او مینه ناک اواز لرونکئ دي بلکې دی ډېر ښه انساني خواص هم لري چې د اوسنۍ نړۍ په ډېرو لږو انسانانو کې موندل کیږي - د یولوړ استعداد ، پوهي ، ولسپالني ، مبتکره مزاج ، ملي احساس او لوړ شخصيت خاوند دی . دده دغه سپیڅلي اخلاقي ښېګڼي دي چي نن ورځ ئې د افغان دواد اعظمي  څه  یوه نړیواله څېره جوړه کړې ده .
داود اعظمي په پښتو، فارسي/دري، اردو/هندي او انګلیسي رواني خبري کولای سي او دعربي او ترکي باندي کاري پوهه لري.

ځوان کول ته د داود اعظمي پیغام
دټولنې غړو په ځانګړي توګه ځوانانو ته په کار ده چې مثبت او تعمیري فکر خپل کړي او دټولنې دحالت په سمون کې خپل رول ولوبوي.  په دې لړ کي هر کس تر خپله وسه ګرم دی.
زما هڅه او کوښښ هم دادی چې دټولنې دوګړو تر منځ دوروګلوۍ او پخلا یني لپاره کار وکړم او دغه تمه له نورو کسانو هم لرم. زه به خپلو دغو هڅو ته دوام ورکړم او دسیمي او نړۍ څخه دناخوالو دورکولو لپاره به خپلو عملي او فکري کارونو ته ژمن پاتې شم .
زه پر يوه مثبت بدلون باور لرم او زما لپاره دا مهمه نه ده چې دغه بدلون لوی دی يا کوچنی. زه باور لرم چې د ځوانانو د صادقانه هڅو په نتيجه کې به د نړۍ حالت ښه شي.

--------------------------
په دې ژوند پاڼه کي :
راټولونه ، ترتیب ، ایډیټ او څیړنه  - خالد هادي حیدري 
د انګلیسي څخه د مطالبو ژباړه - د بېنوا همکاره پیغله ژمنه غاټول
هڅونه او انځورونه برابرول - دبېنوا همکاران هر یو  پیغله  لـ . غفوري  او هارون جان حکیمي
خپرونکې  -  دبېنوا د کابل څانګي مشره   راحیله جواد

پېڅکي او ماخذونه :
- داستاد محمد معصوم هوتک مقالې : کندهار مجله .
- دبي بي سي انګلیسي اوپښتو ویب پآڼي  
- دلر اوبر انټرنیټ پآڼه
- یوټوب  دویډیويي کلپونو نړیواله ټولنیزه پاڼه
-بېنوا پرلیکه پښتو نړۍ
-دڅیړونکي شخصي یاداښتونه
-بیلابلي نړیوالي ویب پاڼي  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery