مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-10-05   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

كندهار: ۲۳ وسله وال وژل سوي او۱۳ نيول سوي دي

لودين

امنتي چارواكو په كندهار كې د ۲۳ وسله والو مخالفينو د وژلو او ۱۳ نورو د نيولو خبر وركړ .
چارواكو د چهارشنبې په ورځ تر غرمې وروسته اونيزي امنتي غونډې ته وويل چي په تېره اونۍ كي يي په ښار او ولسواليو كې بيلابېل عمليات كړي دي چي ددي سره تر څنګ يي وسلي او چاوديدونكي توكي هم تر لاسه كړي دي .
د کندهار د ملي امنيت رئيس ډګروال عيسى محمد وويل چي منسوبينو يې د تيري اوونۍ په اوږدو کي د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي د مطمئين په نامه د مخالفينو يو مشهور قومندان له خپلو لسو تنو سره يو ځاى وژلى دى .
نوموړي همداراز وويل چي د نورو عملياتو پرمهال ٢ تنه  نور وسلوال له ١٢ کړۍ ماينونو سره يو ځاى نيول سوي دي.
د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق  وويل چي د تيري اوونۍ په اوږدو کي يې د عملياتو پرمهال لس تنه مخالفين وژلي او نهه تنه نور يې له ٢٠ کړۍ ماينونو او پنځه موټر سايکلونو سره يو ځاى نيولي دي.
په کندهار کي د افغان ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالحميد وويل  چي  لواء ګانو يې د تيري اوونۍ په اوږدو کي په کندهار ښار او ولسواليو کي د چاڼيزو عملياتو پرمهال درې تنه وسلوال وژلي، ٢ يې ژوند نيولي او ٣٠ کړۍ ماينونه يې کشف او خنثى کړي دي.
د امنتي مجلس په غونډه كې امنتي چارواكو ته دنده وسپارل شوه چي د امنيت ښه كولو دپاره نور ګامونه هم اوچت كړى .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery