مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-10-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د يرغلګرو پوځو او مزدورو زورواکو سيستماتيکي ځوروَني

محمد هارون خپل


دوهمه برخه
د يوناما په رپوټ کي څه راغلي دي؟
د امريکايي يرغل تر کرغېړن سېوري لاندي په افغانستان کي د کرزي په مشرۍ د شمالي اتحاد په جنايتکاره او بې رحمه واکمنۍ کي د سيستماتيکي ځوروَني رپوټونه، څه نوې او اريانوونکې خبره نه ده . د ملګرو ملتو سازمان، چي د نړۍ تر يو قطبي کېدو را په ايسته يې، په بين المللي مسألو کي داستعمارګرو دولتو د چپاړسي حيثيت پيدا کړئ دئ، له همغه پيل څخه دا شکنجې او تعذيبونه په سترګو ليده؛ خو د بادارانو د نه رسوا کولو او خښمولو په مقصد يې هيڅکله سر نه خلاصوه . د مظلومو او کړېدلو افغانانو د ځوروَني مسأله اوس دونه پراخه او عامه سوې ده، چي دا دئ د ملګرو ملتو بې واکه او تش په نامه سازمان هم بالاخره مجبور سو، چي د افغانستان په امنيتي او استخباراتي ادارو کي د چارواکو پر سيستماتيکو ځورونو او تعذیبو رسماً اعتراف وکړي  .  د ليکني په دې برخه کي د يوناما په رپوټ کي د وړاندي سوو حقايقو په اړه څو لنډي خبري کوو.

دا رپوټ په حقيقت کي د درې سوه ونه اويا ( ۳۷۹) ګډوډ يا ناڅاپه غوره سوو بنديانو د هغو مرکو پر بنسټ جوړ سوئ دئ، چي د ۲۰۱۰ع کال د اکتوبر او ۲۰۱۱ع کال د اګست د مياشتي تر منځ  سوي دي . په دې څلور اويا مخيز رپوټ کي د پينځلسو( ۱۵) بنديانو د ځوروَني کيسې راغلي دي .

په رپوټ کي ويل سوي دي، چي د هغو کسانو له نيمايي سره وحشيانه او ساديستي چلند سوئ دئ،چي د افغانستان د استخباراتي ادارې ( ملي امنيت) يې پوښتني او ګروېږني کړي دي؛ او د هغو کسانو له دريمي برخي سره کټ مټ همدا چلند سوئ، چي د « ملي پوليسو » له خوا نيول سوې وه .

حقيقت دا دئ، چي ځوروَنه او تعذيب تر  هغو ادارو دباندي هم پراخ او ژور استعمال لري، چي دوی يې د « ملي امنيت » او « ملي پوليسو» په نامه ياديي؛ خو په واقعيت کي د وحشت، چور وچپاو، انسان تښتونو، قانون نقضونو او ستمي غچ اخيستونو مرکزونه دي . بې ځايه نه ده، چي په دې اړه د تاند ويبپاڼي د خبر له مخي په « اولسي جرګه » کي د کندهار د خلګو د يوه استازي،  عبدالرحيم ايوبي، وروستی بیان تر نظر تېر کو.

تاند ويبپاڼه ليکي : « په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي، چې د بنديانو د شکجنې په تړاو يې د ملګرو ملتونو پر خپاره شوي راپور خبرې کولې، نن چهارشنبې وويل چې په کندهار کې په سلګونو خلک چې د بنديانو په توګه بېول شوي، ورک دي او هېڅوک يې پر برخليک نه پوهېږي . ده وويل چې د کندهار په مرکزي او نورو زندانونو کې بنديان سخت شکنجه کېږي او ډېر بد چلند ورسره کېږي .
 
عبدالرحيم ايوبي له شمشاد ټلويزيون سره په خبرو کې وويل چې له يوې مياشتې راهيسې يې هڅه کړې چې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق پيدا کړي چې پر دې مسئله ورسره خبرې وکړي، خو د هغه په پيدا کولو نه دى بريالى شوى . ده وويل چې د دفاع وزير پيدا کول ورته اسانه، خو د کندهار د اوسني امنيه قوماندان پيدا کول ورته سخت شوي دي .
 
ايوبي وويل چې په کندهار کې بنديان شخصاً د امنيه قوماندان، دغه راز د قومونو او قبايلو چارو د اوسني وزير اسد الله خالد له لوري چې په را وروسته کې د کندهار د نظامي شورا د مشر په توګه ټاکل شوى، شکنجه کېږي . پر ښاغلي خالد مخکې هم تورونه پورې وو چې شخصاً بنديان شکنجه کوي او ان چې خوله پرې لګوي .
 
ايوبي وويل چې د بنديانو د کورنۍ غړي ده ته ورځي چې د خپلو بنديانو د برخليک په باب معلومات غواړي، خو ايوبي وايي چې تر اوسه نه دى توانېدلي د خپلو ورکو دوستانو په باب معلومات ترلاسه کړي . ايوبي زياته کړه چې په کندهار کې سرحدي لېوا ګڼې بنديخانې لري چې شپږمياشتې بنديان په کې ورک وي او دا بنديخانې يې د اصولو او قوانينو خلاف کار وباله . » البته، د کرزي په فاسده او مزدوره اداره کي اسد الله خالد يوازنی وزير نه دئ، چي زموږ د ربړېدلو عزيزانو او وطندارانو په ځورولو کي مستقيم لاس لري .  د دې تپل سوي او کرکجني ادارې په امنيتي، استخباراتي او دفاعي څانګو کي داسي کسان د ګوتو په شمېر دي، چي د مظلومو افغانانو رټلو، سپکاوي او بې حرمتۍ ته د جرم په سترګه وګوري .
 
د یوناما په رپوټ کي يادونه سوې ده : په ځينو حالاتو کي د يوناما مرکه کوونکو داسي ټپونه، نخښي او لکې ( داغونه ) يا د داسي ټپو د علاج دپاره  بنداژونه ، دارو درمل او د توقيف سووکسانو له خوا د ځوروَني په ګوته سوي وسايل لکه ربړي پايپونه وليده، چي د ځوروني او ناوړه چلند استازيتوب يې کاوه؛ امــا د « ملي امنيت » له لارښوونو سره سم، ويوناما ته اجازه نه وه ورکړل سوې، چي له نيــــول سوو کسانو سره د مرکــــو پر مهـــــال لــه p. vi.   کمرې، کمره لرونکو موبايل فونو، ويډيو يا نورو ثبتوونکو وسيلو څخه کار واخلي .  
رپوټ دغه راز په ډاګه کيي، چي يوناما له اووه دېرشو (۳۷) داسي کسانو سره هم مــــــرکې وکړې، چي د نيولو
p. vii.   پر مهال یې عمر تر اتلسو کالو لږ ؤ .
رپوټ د ۲۰۰۱ع کال په اپرېل کي د کندهار د « ملي امنيت » او پوليسو په حبس کي د شکنجې او تعذيب له امله يوه مړينه هم ثبت کړې ده .  دوهم مخ

د رپوټ په يوه بله برخه کي د « ملي امنيت » د هغو ادارو نومونه اخيستل سوي دي، چي مأمورين يې د مالوماتو يا اقراراخيستلو  په مقصد په سيستماتيکه توګه له ځورونو يا تعذيبو څخه کار اخلي . په دې ډله کي د هرات، کندهار، خوست، لغمان او د « ملي امنيت » د تروريزم ضد ۱۲۴ رياست، چي پخوا نيوي ( ۹۰) رياست بلل کېدئ، شامل دي . يوناما د کاپيسا او تخار ولايتو د ملي امنيت په ادارو کي هم د ځورونو د باوري مدارکو او شواهدو خبري کړي دي . دريم مخ .

په رپوټ کي د بيان سوو روايتو له مخي په دغو ځوروَنو يا شکنجو کي ډېر وخت د ځنځير يا نورو وسايلو په مرسته له دېوال، چت، فلزي ميلو يا نورو نصب سوو شيانو څخه ځړول ؛ په ربړي پايپو، برقي کېبلو، سيمو يا لښتو د پښو پر تلو وهل، برقي جټکې، د تناسلې آلې پېچل اومروړل، د اجباري درېدلو په ګډون و بېلابېلو دردناکو حالتو ته مجبورول، د پښو د ګوتو د نوکانو ايستل، د جنسي تېري ګواښ او داسي نور شامل وه .

ملګري ملتونه يادونه کيي، چي استناد سوي عملونه ګرده د ځوروني له بين المللي تعريف سره بشپړ سمون لري . د نيول سووکسانو له ډلي څخه درې سوه څلېرويشت ( ۳۲۴) پوښتل سوي کسان له طالبانو يا نورو ياغي ډلو سره د شکمنو اړېکو له کبله نیول سوي وه . او نه اتيا(۸۹) نور يې د امريکا يا نورو ايتلافي ځواکو له خوا د « ملي امنيت » وادارې يا پوليسو ته ورسپارل سوي وه . په دوه ویشتو( ۲۲) قضيو کي نيول سوي کسان هغه مهال ځوروَل سوي دي، چي د افغاني چارواکو په واک کي وه . رپوټ زياتيي، چي د ځوروَني پر خلاف د ملګرو ملتو د سازمان کنوانسيون په هغو حالاتوکي د نورو دولتو چارواکو ته د توقيف سوو کسانو د ورسپارلو مخنيوی کيي، چي د باوري او معقولو دلايلو له مخي يې په سپارنه کي د ځوروَني خطر و ويني۱۴.

سره له دې ټولو ترخو او خواشينونکو حقايقو، ملګري ملتونه  بيا هم په خپل رپوټ کي د امريکا متحده ايالاتو او د افغانستان په اشغال کي نور برخه والو هيوادو ته په دغه راز جرمو کي د لاس لرلوګوته نه نيسي؛ او حتا په مهارت سره کوښښ کيي، چي دکرزي مزدوري ادارې ته هم  د چا خبره « برأت » ورکي .

که څه هم رپوټ په ډاګه ښيي، چی شکنجې او ځوروَني د هيواد له څلوردېرشو( ۳۴) ولايتو څخه د څلېرويشتو ( ۲۴) ولايتو په اووه څلوېښتو ( ۴۷) توقيفخانو او محبسو کي سوي دي؛ مګر بيا هم يوناما په بې شرمۍ سره ګِلماله وهي، چي ګوندي« ځوروَني د مؤسسو يا حکومت سياست » نه دئ؛ او ان په خپلو پلټنو کې ( کي يې) د کرزي د خپلسره او فاسد رژيم د مرستي او همکارۍ ستاينه  هم کړې ده .  سره له دې هم د ملګرو ملتو دا يو اړخيزي څرګندوني هغه روښانه حقيقت نسي بدلولای، چي د افغانانو ځوروَني او کړاونه په واقعيت کي د امريکا او نورو ايتلافي قوتو له تېري او اشغال سره نېغ په نېغ اړېکی لري . تر لمر روښانه ده، چي امريکايي يرغل او د جنايتکارو مزدورو ډلو ټپلو بې پوښتني واکمني په افغانستان کي د بې ګونا خلګو د ځورونو او تعذيبو اساسي او مهم دليل ګڼل کيږي .

په رپوټ کي بيان سوي ځوروني او تعذيبونه په زياترو حالاتو کي جنګي جرمونه، د بشريت ضد جرمونه او د هغو کوښښو يوه برخه ده،چي د يرغلګرو پوځيانو او مزدور حکومت د امنيتي او استخباراتي ادارو له خوا د بهرني اشغال او کورنييو بې عدالتييو په وړاندي د اولسي مقاومت د وژني يا کمزوري کولو په مقصد کیږي .

افغانان ټول پوهېږي، چي امريکايي يرغلګرو د خپل ناروا او ظالمانه يرغل له همغه پيل څخه په افغانستان کي د اوسنيیو سيستماتيکو تعذيبو او شکنجو تاداو کښېښاوه. په کندوز کي د طالبانو د تسليم سوو جنګيالو بې رحمانه وژنه او ځوروَنه هيڅکله د تاريخ له حافظې نه هېريږي . له امريکايي يرغل سره په افغانستان کي د تعذيب او شکنجې بازار دونه ګرم سو، چي د کندهار او بګرام پر شرمېدلو او بدنامو محبسوسربېره، په کابل کي د سي . آی . اې او نورو ايجنټانود شخصي زندانو خبرو هم ټول هيواد پر سر واخيستئ . امريکايي استادانو په خپلو وحشيانه کړنوسره د شمالي اتحاد بې رحمو جلادانو او قاتلانو ته د ځوروَنو او تعذيبو رسمي جواز ورکړ. د هيواد استخباراتي او امنيتي ادارې له کلو کلو راهيسي د داسي جنايتکارو، بې رحمو او خاينو عناصرو په لاس کي دي، چي د ټولو خپلواکو او سرلوړو افغانانو، په تېره بيا غښتلو او نه تسليمېدونکو پښتنو ځوروَنه او شکنجه يې خپل رسمي سياست ګرځولئ دئ . د ډيورنډ دا خوا او آ خوا له تېرو لسو کالو راهيسي له القاعدې، طالبانو او نورو وسله والو جنګيالو سره د ملګرتوب يا مرستي په تور د بې ګونا پښتنو ناروا ځوروَل او ازارول، هغه انساني ضد سیاست دئ، چي يرغلګر پوځونه، برلاسي غوښتونکي پاکستاني پوځيان، پراختيا غوښتونکي ايراني اخوندان، پخوانی شمالي اتحاد او نوري پښتون دوښمني ډلي ټپلي ګرده په يوه ليکه او يوه مورچل کي دريي . دې ټولو جنايتکارو هيوادو او ډلو ټپلو د خپلواکۍ بخښوونکو او سرلوړو پښتنو په ځپلو، کړولو او بې پته کولو کي له هيڅ راز کوښښو څخه ډډه نه ده کړې؛ او تر څو وس لري، په دې ظالمانه او خاينانه هلوځلو کي به، پر هيڅ شي صرفه ونکړي .

شک نسته، چي دپخوانييو روس پلوه رژيمو په امنيتي او استخباراتي ادارو کي هم پراخي ځوروَني کېدې؛ جهادي تنظيمونه، طالبان او نور وسله وال مخالفين هم هيڅ يو په دې برخه کي ښه ريکارډ نه لري؛ خونن ګورو، چي د « بشردوستۍ »، « اولسواکۍ »، « قانونيت » او « عدالت » درواغجنو مدعيانو او د دوی مزدورو جنايتکارو ډلو ټپلو په دې  تورو او شرمونکو انساني ضد عملو کي له ټولو ميدان ګټلئ دئ؟!

د ملګرو ملتو رپوټ دغه راز په روښانه ټکو يادونه کيي، چي تعذيبونه له شکمنو ياغيانو څخه د اعتراف او مالومات اخيستلو په عامه او مروجه بڼه ورکول سوي دي . د کندهار د« ملي امنيت » د رياست په توقيفخانه کي يوه نيول سوي شخص وويل، چي چارواکو په مقعدکي د مرچک لړلي لښتي د منډلو ګواښ ورته کړئ ؤ . د رپوټ له مخي تر ټولو بې رحمه او وحشي توقيفخانه په کابل کي د « ملي امنيت » د ادارې هغه ودانۍ وه، چي د نيوي۱۵ ( ۹۰) رياست په نامه مشهور دئ . يوه نيول سوي کس د دې رياست په اړه و ويل :  « هر څونه چي ما له طالبانو سره د تړاو لرلو په اړه له اعتراف کولو ډډه کوله، د نيوي رياست چارواکو هم په هغه اندازه خپله ځوروَنه او شکنجه سختوله؛ کالي يې را څخه وايسته؛ يوه کارکوونکي مې تناسلي آله په لاس کي ونيوله؛ او تر هغه وخته يې په داسي زور تاو را تاو کړه، چي له درد او عذابه يې بې سده سوم . کله چي پر سد راغلم سمدلاسه مي اقرار وکړ؛ او هغه څه مي وويل، چي دوی يې غوښتنه کوله؛ ځکه نور مي دا سخت درد او عذاب نسوای زغملای . يو بل نيول سوي کس د يوناما و مرکه کوونکو ته څرګنده کړه : « کله چې نيوي رياست ته بوتلم، نه پوهېدم، چي چيري يې بېولئ یم . . .  دوې ورځي وروسته د کوټې د ملګري له بيانه پوه سوم، چي په نيوي رياست کي يم . په نيوي رياست کي دونه وهل، ټکول  دي، چي خلګ يې دوږخ/ دوزخ بولي . »

لکه څنګه چي ګورو تر ټولو ناوړه او زړه لړزونکي ځوروني د هيواد په پلازمينه کي، چي د کرزي د رژيم او امريکايي اشغال د قوماندې مرکز دئ، پېښي سوي دي . له دې امله په رپوټ کي دا کوښښونه او هڅي هيڅ ځای نه نيسي، چي د کرزي د مزدور رژيم چارواکي او د هغوامريکايي باداران له بيان سوي جرمو څخه ليري او بې مسووليته و ښيي .

لکه څنګه چي د نړۍ د سوسياليستي ويبپاڼي ليکوال، باري ګرې او د انټي وار ډاټ کام ليکوال،  جان ګلسټر، د ملګرو ملتو د رپوټ په اړه په خپلو تبصرو کي کاږي، د کرزي حکومت، امريکا او ناټو د ملګرو ملتو د سازمان په همکارۍ هلي ځلي وکړې، چي د ملګرو ملتو د رپوټ تر خپرېدو مخکي د رسېدلي زيان مخه و نيسي ۱۶. تر هغه وروسته چي د روان کال په سيپټمبر کي د رپوټ يوه مسوده ورکړل سوه، په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان، جنرال جان ر. آلن و هغو شپاړسو توقيف ځايو او محبسو ته د ياغيانو لېږدول وځنډول، چي د منظمو او همېشنيو ځورونو په ورکولو مشهور دي۱۷ .

نيويارک ټايمز ورځپاڼي، چي تل يې د امريکايي يرغل په  ستاينه او ملاتړ کي خپروني کړي دي، هم د اکتوبر د مياشتي د لسمي نېټي په ګڼه کي په افغانستان کي د توقيف سوو کسانو د سيستماتيکي ځوروني په باب اوږده مقاله خپره کړې ده . د دې ورځپاڼي خبريالي، اليسه جانسن روبين، د امريکايي قومندان، جنرال آلن، په باره کي يادونه کړې ده، چي ده په افغان توقيف ځايو او محبسو کي د ملګرو ملتو تر رپوټ وروسته د توقيف ځايو او بنديخانو د پلټني په مقصد يو پلان جوړ کړئ دئ، چي د استنطاق د عصري لارو چارو په برخه کي ښوونه او روزنه ورکيي؛ او د افغان حکومت پر لارو چارو او تعاملاتو هم څارنه کيي . د امريکايي سفارت مأمورينو هم په دې اړه وويل : « دا سفارت اوس د افغاني توقيفخانو او زندانو دپاره د اوږد مهاله څارني د يوې کړنلاري په طرحه کولو بوخت دئ . د ناټو کارکوونکو په يوه وينا کي څرګنده کړه، چي دوی له ملګرو ملتو او افغان حکومت سره په ګډه کار کيي، چي د « توقيفولو عمليات ښه کړي » او د ناوړو عملو د مخنيوي په مقصد پر لارو چارو غوَر وکي ۱۸. »


د نړۍ د سوسياليستي ويبپاڼي د ليکوال، باري ګرې، په وينا د نيويارک ټايمز د مقالې ليکواله د هغه ظلمو او ځوروَنو يادونه نه کيي، چي پر افغان اولس تېري سوي دي، بلکي يوازي دې خبري ته اندېښمنه ده، چي د ملګرو ملتو خپور سوئ رپوټ به په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د کمښت پلانونه پېچلي کړي .
نيويارک ټايمز يادونه کيي، چي کېدای سي د ملګرو ملتو خپور سوئ رپوټ  له افغان پوليسو او استخباراتي ادارو سره د امريکا مرستو ته زيان ورسيي . د دې خبري ضمني مانا دا ده، چي یوناما بايد د بل هر وخت په څېر په افغان توقيفخانو او محبسو کي د خپلسرو چارواکو پر سيستماتيکو ځوروَنو او تعذيبو سترګي پټي کړي وای . د نيويارک ټايمز خبرياله  په ټګۍ او ريا سره هغه امريکايي قانون ته ګوته نيسي، چي له مخي يې د بهرنيیو چارو او دفاع وزارتونه اجازه نه لري، د يوه هيواد هغه امنيتي ځواک ته مالي مرسته يا پوځي روزنه ورکي، چي په فعاليتو کې د بشري حقوقو د نقضولو په اړه باوري شواهد او مدارک په لاس کي يي . په داسي حال کي، چي اليسه روبين په دې ښه پوهېږي، چي سي . آی . اې او پينټاګان د خپلو استعماري هدفو د تحقق په لار کي نه يوازي د امريکايي قوانينو، بلکي نړۍ والو موازينو او معيارو هم هيڅ پروا نه لري .
د نړۍ د سوسياليستي ويبپاڼي ليکوال، باري ګرې،  د ملګرو ملتو د رپوټ په وړاندي  د امريکا د حکومت او نيويارک ټايمز د در يځ په اړه په خپله تبصره کي زياتيي : « د امريکا حکومت او نيويارک ټايمز ورځپاڼه داسي سوچ کيي، چي د امريکا او نړۍ خلګو ګردو په ډله ييزه توګه حافظه له لاسه ورکړې يي؛ او د امريکا د هغو ځورونو په اړه هيڅ مالومات نه لري، چي د عراق په ابوغريب، د کيوبا په ګوانتنامو، د افغانستان په بګرام او داسي نور ځايو کې خلګو ته ورکړي دي . په حقيقت کي د ځوروني هغه تخنيکونه او لاري چاري چي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو په رپوټ کي راغلي دي، ټولي دامريکا د متحدو ايالاتو له خوا عملي سوي دي؛ او تر دې وروسته به هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کي په کار واچول سي . »
باري ګرې وروسته کاږي : « نيويارک ټايمز ورځپاڼي د اکتوبر د لسمي نېټې د دوشنبې په مقاله کي په بګرام کي د خپل هغه افشأ کوونکي رپوټ په باب محتطاطانه او بدبينانه سکوت کړئ دئ، چي د ۲۰۰۵ع کال په مي کي هغه مهال خپور سو،چي ورځپاڼي د بګرام په هوايي اډه کي د امريکايي پوځيانو له خوا د ۲۰۰۲ع کال د دوو بې وسلې ملکي افغانانو د وژني په باره کي د امريکا د متحدو ايالاتو د اوردو دوه زره مخيز رپوټ تر لاسه  کړ . هغه وخت د نيويارک ټايمز ورځپاڼي له دې رپوټ سره يو ځای په خپله خپره سوې سر مقاله کي داسي وليکل : د بګرام په اړه د نيويارک ټايمز له خوا تر لاسه سوي تحقيقاتي دوسيې روښانه کړه، چي له بنديانو سره ناوړه چال چلند عادي او ورځنۍ بڼه لرله : د کوټو په چتو پوري تړل، له خوبه بې برخي کول،  په لغتو او سوکانو وهل، جنسي سپکاوی او د ساتونکو سپو د داړلو ګواښ ټول کټ مټ هغه څه دي، چي  وروسته په عراق کي تکرار سوه .»
د ليکني په پای کي درنو لوستونکو ته د بولګې او مثال په بڼه په افغانستان، عراق او ګوانتنامو کي د نړۍ د « متمدنو»، « بشردوستو» او « ډيموکراټو» امريکايي پوځيانو د وحشيانه ځوروَنو اوتعذيبو په اړه د اينټرنيت څو لینکونه وړاندي کوو، چي حقيقتونه د سر په سترګو وګوري؛ او په خپله قضاوت وکي : _http://www.youtube.com/watch?v=KtMZ_ua9hZk&feature=results_main&playnext=1&list=PL11E26DA649D761C3
_http://www.youtube.com/watch?v=-ux1c-GTzyw&feature=related
_http://www.youtube.com/watch?v=lEMr-Kfpr3A&feature=related
_http://www.youtube.com/watch?v=-DJbyhGuMsc&feature=related
_http://www.youtube.com/watch?v=GXVJ_4SUzwI&http://www.youtube.com/watch?v=_r-wPVwho-k&feature=fvsrfeature=related
_http://en.wikipedia.org/wiki/Bagram_torture_and_prisoner_abuse
-http://www.wsws.org/articles/2009/dec2009/afgh-d01.shtml

 


لمنليکونه
1 United Nations, “The Universal Declaration of Human Rights”, adopted on 10 December, 1948: _http://www.un.org/en/documents/udhr/

2 International Committee for Red Cross, “The Geneva Conventions of 1949 and their Additional Protocols “: -http://www.icrc.org/eng/war-and-law/treaties-customary-law/geneva-conventions/index.jsp
3 Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights: International Covenant on Civil and Political Rights, adopted on 16 December 1966, effective from 23 March 1976:
-http://www2.ohchr.org/english/law/ccpr.htm

4 Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights: “The United Nations Convention against Torture and Other Cruel, Inhuman or Degrading Treatment or Punishment”, signed on 10 December 1984, effective from 26 June 1987:
-http://en.wikipedia.org/wiki/United_Nations_Convention_Against_Torture

۵ (قانون اساسی افغانستان ، ۱۳۸۲) .

6 Systemic or systematic.                     7 Water boarding.                          8 Water cure.
9 Abacination.            10 Glasgow Smile.        11 Hamstringing.               12 Kneecapping.

 ۱۳ تاند، « ايوبي : د کندهار امنيه قوماندان او اسدالله خالد بنديان شکنجه کوي » ، چهارشنبه، د اکتوبر -http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=29431   ١٢مه، ۲۰۱۱ع کال :
14 United Nations Assistance Mission in Afghanistan, UN Office of the High Commissioner for Human Rights, “Treatment of Conflict-Related Detainees in Afghan Custody”, October 2011, Kabul, Afghanistan:
-http://unama.unmissions.org/Portals/UNAMA/Documents/October10_%202011_UNAMA_Detention_Full-Report_ENG.pdf
۱۵ د ګرامر له اړخه خو د نيوي يا نوي پر ځای، چي اصلي ( کارډينل) عدد دئ، د نيويم یا نويم ټکی، چي ترتيبي ( اورډينل) عدد دئ، ډېر سم برېښي؛ خوپه انګرېزي متن کي په اصلي ياکارډينل بڼه راغلئ دئ؛ ځکه مي په همدې شکل ترجمه کړ . د انګلستان د کورنييو او باندنييو استخباراتو ادارې ( ايم  آی ۵  او ايم  آی ۶ ) هم کټ مټ همداسي نومونه لري . که سړئ ښه ځير سي د استخباراتي ادارو او سازمانونه نومونه د ګرامري قواعد تابع دي؛ او نې په عملو او فعاليتو کي انساني او حقوقي معيارو ته چندان پام کيږي .

 16 Barry Grey, “UN report documents systematic torture of Afghan detainees”, 12 October 2011, World Socialist Web Site: -http://www.wsws.org/articles/2011/oct2011/afgh-o12.shtml
17 John Glaser, “Torture is Systemic in Afghan Prisons, UN Report Finds:
No prosecutions for torturers have yet been initiated and the likelihood that US officials will be held accountable is remote”, October 10, 2011: antiwar.com/2011/10/10/torture-is-systemic-in-afghan-prisons-un-report-finds/

18 Alissa J. Rubin, “U.N. Finds ‘Systematic’ Torture in Afghanistan” October 10, 2011, The New York Times: -http://www.nytimes.com/2011/10/11/world/asia/un-report-finds-routine-abuse-of-afghan

پای


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery