مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په دې کاغذي اتلانو خو نصاب او تاریخ مه بدرنګوئ!!

ستوری – جمال

د معارف وزارت جانانه اقدام او څو وضاحتونه،

په رسنیو کې د معارف له نصاب څخه د ۴۰ کلن تاریخي څیرو په کارکرده ګیو په نصاب کې د نه تبصرې کولو د تبلیغاتو یوه څپه راپورته ده. لکه په دغو ۴ لسیزو کې د ۷ ګوندونو مختلفې پاچاهۍ چې وې، اوس پلوې رسنۍ هم غواړي یو ځل بیا ددې معصوم معارف ستنې چې په دې لسو کلونو کې راټینګې شوې او نوې د بیارغونې او ځان نیونې په لور ګام اخلي، را ونړوي او د جعلي او کاغذي اتل سازیو صحنه نړۍ ته په ننداره کیږدي، هغه څیرې چې په انسانیت کې يې د وحشت ریکارډ ټینګ کړ، په یاد مو دي چې د دوستم د وحشت او حیواني خواصو او کړنو له کبله ناهیدې ځان له څووم منزله را ورغورځاوه؟؟ په یاد مو دي چې په کابل کې اووه ملوک الطوایفي وې، نن چې د بهرنیانو له شتونه یو په بل خولې نه لګوي، له بهرنیانو مجبور یو نن مننه وکړو، د دوی د فزیکي شخړو مخه يې نیولې او کله کله یې احساسات دومره پرې فشار راوړي، نو په ملي منافعو ضربې یې د رسنیو په دریځونو کې ښکاري او د خپلو تږیو هوسونو لپاره ترې استفاده کوي.
راځم اصل موضوع ته، معارف وزارت یو نیک اقدام کړی چې د تیر ۴۰ کلن تاریخ په جنجالي څيرو یې په نصاب کې تبصره نه ده کړې او یوازې رویدادونه او پيښې یې راخستې دي، ځینې کور مغزه وایی چې معارف ۴۰ کلن تاریخ حذف کړی، او د راتلونکی نسل نه یې اطلاعات پټ کړي که ښه وو که بد، باید ویل شوي وای، خو دوستانو څو وضاحتونه درسره واخلی بیا انتقاد کوی، هغه وضاحتونه چې د معارف مسولین يې د خپل استدلال لپاره توجیه بولي. له وضاحتونو وروسته بیا قضاوت ستاسو، وضاحتونه لاندې لولو:
۱- افغانستان د نړیوالې ټولنې یو غړی او نړیوالو تعهداتو ته ژمن دی او د یونسکو سازمان د توصیو له مخې، یوه دوره هغه مهال د تاریخ برخه ګرځیدی شي، چې حداقل ۵۰کاله ورباندې تیر شي او وروسته بیا د تاریخ معنی خپلولی شي، نو تیر ۴۰ کاله د تاریخ برخه له مسلکي او بین المللي اړخه نه دي شوې هغه که ښه تاریخ تیر شوی که بد خو د معارف مسولیت نشته پکې او که دا کار معارف وزارت کړی وای، یو غیر مسلکي اقدام به وای چې ښايي هغه مهال یې د توجیه ځواب نه درلودی،
۲- فکر وکړی، چې که معارف دا غیرمسلکی کار وکړي او په دغه ۴۰ کلن تاریخ تبصرې هم په خپل نصاب کې ولیکي، نو ایا په شته حالاتو کې قضاوت به بیطرفه وشي، چې د هغه صحنو لوبغاړي اوس هم په صحنه کې فعال حضور لري،
۳-معارف وايي چې د رویدادونو په بڼه ټول تاریخ شته او هیڅوک یې د حذف جرات نه کوي، لکه: د ډاکټر نجیب حکومت په پلاني وخت سقوط وکړ، بیا مجاهدین په دغه تاریخ راغلل او طالبان په  دغه او د کرزي حکومت په دغه... نور دا چې له مسعوده اتل جوړ کړي او له ملاعمره تروریست داد معارف وظیفه نه ده. او اوسنی دریځ د معارف د ژوندي ساتلو او پرمخ بیولو لپاره تر ټولو موجه دلیل دی،
۴- بل دا ۳۰ کاله چې معارف سیاسي وو، نو ځکه د هرې ملوک الطوایفۍ د ترلاس لاندې سیمې لپاره بیل نصاب وو، سیاف به د وهابیانو غورې کولې، محقق خیلو به درسته ورځ ایت الله یانو ته بیرغونه رپول او فاني في الله به يې ترې جواړوه او هکذا دا نور،،،، نو نتیجه هغه وه چې ومولیده چې ټول د معارف شته او محصولات مو له لاسه ورکړل، که په نوي نصاب کې د جنایتکارو لوبغاړو په شتون کې قضاوت وشي، ایا معارف به مو سیاسي کړی نه وي، ایا هغه ډله به چې بد يې ویل شوي او جنایات یي افشا شوي، دا تاریخ به ومني؟؟؟ ایا نو معارف به بیا د خپلو سوله ییزو اهدافو لپاره کار کړی وي او که د یوې بلې کورنۍ جګړې اساس به یي ایښی وي؟؟؟ تاسو د یو افغان په صفت قضاوت وکړی؟؟
۵- دا لوبغاړي چې حضور ولري، نو تاریخ به کماحقه ولیکل شي؟ هیڅکله نه؟ ایا که ته ملاعمر ته تروریست ووایي؟ بیا د نر زوی یې چې په ۱۷ ولایتونو کې چې طالبان پرې حاکم دي، چې د معارف یا د مکتب دروازه پرانیزې؟؟ هغوی چې دلته په کابل کې خپل جعلي اتلان تراشي او په ملت يې تپي، د هغو جنوبي معصومو اطفالو د اساسي حقوقو کله غم ورسره دی چې له اساسي حق تعلیم څخه دا څو کاله محروم وي، خو خپل جعلي اتلان ورته ډیر مهم دي، ځکه چې کابل یې نن هم ددوی د وحشتونو بیه ورکوي. که د هغو معصومو انسانانو د حقوقو غم ورسره وی، نو دا ۵ کاله به یې غږ پورته کړی وای چې ولې لا هم ۹۰۰ ښوونځي په دغو ولایتونو کې تړلي وو او ولې يې خپله غمرازي ورسره نه شریکوله؟؟؟
۶- دا تصمیم هغه مهال نیول شوی چې کله اته کاله پخوا د معارف د نظام لپاره د نصاب نوی چوکاټ ایښودل کیده، هغه مهال جناب قانوني صیب د معارف وزیر و، یانې دا تصمیم د کومې رهبرۍ نه دی، بل دا د نصاب د محققینو عالمانه او د وطن په خیر تصمیم دی چې هغه مهال ښایي قانوني ډیر کوښښ کړی وي چې ځینې تپل شوي اتلان پکې ورځای کړي خو د نصاب وطنپالو محققینو یې مخه نیولې، چې نه معارف به له سیاسته لیرې ساتو او دا تبصرې د نن خبره نه ده دا قضاوت د راتلونکي نسل حق او مسوولیت او د تاریخ خبره ده او موږ نصاب لیکو نه تاریخ،
۷- د پوهنې وزارت له وظایفو او مسوولیتونو بې خبره منتقدین دې مهرباني وکړی یوه سوچه متفق علیه ددغه ۴۰ کلونو تاریخ دې معارف وزارت ته وښيي چې په دې تاریخ سره هغه د ملوک الطوایفي اتلان ټول یوه خوله دي نو معارف وزارت به دا غیرمسلکي اقدام وکړي( هغه ساعت هغه مصلحت)،زه مطمین یم چې دا اقدام هیڅوک نه شي کولی ځکه د تاریخ نویسۍ له اصولو سره په ټکر کې دی، هر بار چې تاریخ لیکل شوې، هغه دوره تیره شوې بیا وروسته تاریخ راوتلی دی لکه د کاتب هزاره تاریخ، دا تاریخ د ده په وخت کې نه چاپ شوی، ځکه مشکله ده،
۸-بل د یوه مخاطب په توګه که ته (لوستونکیه) ځان د معارف وزیر فرض کړې، ایا دا قضاوت او جرات نن کولی شې، چې د دشت لیلې د ۲۰ زره طالبانو قاتل کوم وحشي وو؟؟ ایا کابل چا وران کړ؟ هغوی د واقعیت په ځای نن په کاغذي ماڼیو کې په اتلولۍ تراشل کیږي؟؟ ایا د میخ وهنې تاریخ به څنګه لیکو؟؟
۹-ځینې په نامه کارپوهان د ځمکنیو واقعیتونو له درک پرته، بې خلطې فیرونه کوي، چې نه داسې باید نه وای شوي، او ناکاره نسخې وړاندې کوي، چې په عمل کې يې پلي کیدو ته ددوی هم ملا ماته ده. نو خلاصه: تاریخ نه دی حذف شوی، بلکه د رویدادونو په شکل ټول شته، او یوازې په شخصیتونو تبصره نه ده شوې چې ښه وو که بد، اتل وو که غل؟ قهرمان وو که خاین؟ او د نن شرایطو ته په کتو دا یو مسلکي کار معارف کړی ځکه چې نړیوال اصول دا وایي چې تاریخ باید په یوه دوره ۵۰ کاله تیر شوي وي وروسته بیا د تاریخ برخه ګرځي او قضاوت پرې کیږي، بل که دا قضاوت کیږي، ایا معارف به سیاسي شوی نه وي؟ او په نتیجه کې به دا شته لس کلنې لاسته راوړنې چې ۹ میلیونه شاګردان مکاتبو ته ځي، دا به له لاسه ورنه کړو او په لوی لاس به مو د یوې بلې جګړې خښته نه وي ایښې، یا که لیکل کیږي، ایا د بې طرفۍ تضمین یې شته؟؟ هیڅکله نشته. ایا ددغه ۴۰ کلنې دورې د بدبختیو پړه، ته په کوم طرف اچوې ایا هغه اماده دی چې ويې مني او ستونزې جوړې نه کړی؟؟؟ نو چې دا ټول منې چې امکان نه لري، بیا نو څه بلا وهلی یې چې ووایي چې د پوهنې وزارت دا اقدام تر ټولو ښه اقدام دی او د وطن او معارف په خیر دی او په پای کې ښه دی چې په دې شرمنده څیرو خو یې تبصره نه ده کړې او د معارف د کتابونو دا پاکې پاڼې يې نه دي پرې مردارې کړې؟ ځکه دوی دا وطن هم په وینو ولاړه او هر څه یې لاهو کړل نن غواړي معارف هم د خپلو شومو هوسونو د اشباع لپاره وخوري!! خو بیغمه اوسی معارف دومره بې سرپرسته نه دی. و ماعلینا الاالبلاغ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery