مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دپښتو ژبي په اړه موږ دچا دروازه وروټکوو؟

زرغونه فریال

کابل - افغانستان :
که دزلمو نه پوره نشوه ، افغانستانه جنکۍ به دي ګټینه دعادت سره سم مي په خپل دفتر کې کمپیوټر راخلاص کړو او په افغانستان او نړۍ باندي دځان دخبرولو لپاره مي دپښتو سایټونو په کتلو پیل وکړو . خبریال ویب پاڼه مي راخلاصه کړه او پر یوه سرلیک مي ستر ګي ولګېدې چې ډېر زړه راښکونکی وو. لیکل شوي وو چې (دتوکیو له نړۍ وال کانفرانس نه هم پښتو ژبه وایستل شوه )‌ رښتیا هم بده راباندي ولګېده او خفه شوم .

خبر مي وکوت څه په دا ډول لیکل شوی وو:
 «یوڅل بیا د افغانستان په تړاو جوړې شوې یوې نړېوالې غونډې کې د دغه هیوادیوه رسمي ‌ژبه پښتو له پامه غورڅول شوې وه د توکیو د کنفرانس  رسمي ژبې انګریزي، جاپاني او دري وې. د کنفرانس بهیر  همدې دريو ژبو ژباړل کیده.  کې د پښتو رسنیو  هغه خبریالان چې د کنفرانس له څایه یي رپوټونه ورکول وايي په کنفرانس کې د پښتو ژبې نه شتون د دوی پر کار  او د کار پر کيفیت خورا بد اغیز وشیندهّ.
د افغان حکومت یوهّ جګپوړي چارواکې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي خبریال ویبپاڼې ته وویل دلته یو لړ حساسیتونه دي چې موږ یې پارول نه غواړو خو نوموړي په څر‍ګنده ونه ویل چې دغه حساسیتونه څه دي.پښتو دافغانستان په اساسي قانون کې دد غه هیواد یوه رسمي او  د دغه هیواد د اکثریت ژبه ده.»

اوس دا پښتو ژبه که څه هم په یوه کانفرانس کې سمبولیک حیثیت لري ،خو په ټوله کې دا سمبولیک حیثیت یوه ژبه له وژلو څخه ساتي . تر دې وړاندي هم داسي ډېری کانفرانسونه شوي دي چې پښتو په شعوري ډول ورڅخه ایستل کېږي . دلته په افغانستان کې دا فکر داسي‌ دی چې که څوک دا خبره وکړي چې پښتو ولي له یوه کانفرانس نه ایستل کېږي نو پر هغه باندي دتوندلاري ټاپه وهله کېږي .او پر ما غوندي‌ پښتنه خو به هیڅ کله ونه بخښي او دبې حیا يي تور به راپوري شي . البته نن مي دا خبرغیرت دومره راوپاراوه چې خپل عکس او خپل ټول ادرسونه مي دویبپاڼو چلوونکو ته لېږل . ما به کله کله لیکنې کولې او دنارینه په نوم به مي لیکل کول ،خو نن دې ته مجبوره شوم چې په خپل نوم لیک وکړم او دهیڅ یوه داسي پښتانه نوم ځانته ورنکړم چې دپښتو دساتلو لپاره غیرت نشي‌کولای .

 زه نه کومه توندلارې یم او نه هم دخپلې نوکري‌ دساتلو لپاره پر خپله پښتو باندي پښې اېښودلای شم . نن دخپل پښتني احساس په خاطر ښکاره خبره کوم خدای دي دا زما نوکري له پښتو قربان کړي . البته ښه پوهېږم چې ددې لیکنې له خپراوي وروسته به مي کورنۍ غصه شي او شاید له کاره مي بنده کړي خو دا به هله ښه شي چې زما لاس به دپښتو لیکنو ته ورخوشی شي .  کیدای شي دا قرباني ته نه وای تیاره شوې خو دومره مجبوره شوم چې دپښتو دژوندي ساتلو لپاره موږ چاته ولاړ شو ؟

افغان حکومت ته ولاړ شو چې دخپلو څوکیو دساتلو لپاره یې ډېری چارواکي تر هرڅه تېرېږي اوپښتو خو هسي ددوی لپاره هیڅ ارزښت او معنا نه لري .

لیکوالو ته لاړشو چې په خپل مینځ کې دلیوانو په څېر یو او بل سره داړي ؟
ژورنالیسټانو ته لاړشو چې یو پر بل باندي داستخباراتي ادارو سره دکار کولو تورونه لګوي ؟
پښتنو نیشنلیسټو ګوندونو (پښتونخواملي عوامي ګوند) او عوامي نېشنل ګوند ته لاړ شو چې مشران یې هم پښتو ژبه نشي لیکلای ؟
کرزي صیب ته ورشو چې هر پښتانه ته دتوندلاري په سترګه ګوري او دپښتو تر ویلو بله هره ژبه خوند ورکوي ؟
داطلاعاتو او کلتور وزارت ته لاړ شوچې په هره معنا هڅه کوي چې دپښتو نوم او بنیاد ورک کړي ؟
یونیسکو ته لاړ شو چې وايي‌په راتلونکو سلو کلونو کې به پښتو له منځه لاړه شي ؟

اخیر موږ ته څه کول په کار دي ؟

 فکر کوم موږ هغو پښتنو ته اوس نور دناستي وخت نه دی راپاتې چې په رښتیا یې په پښتو ژبه باندي خوا بدېږي او سودا ګري نه ورباندي کوي .

تاسو درانه لوستونکي خبر یاست چې په افغاني او ځینو نړۍ والو ادارو کې داسي ډېر بېغیرته پښتانه شته چې دموقع پر وخت پښتانه شي او چې کله یې کار ووتو.

بیا بېر ته پښتو پرېږدي یعني پر پښتو ژبه باندي سودا ګري کوي .
ما ددغې لیکنې تر لیکلو وړاندي‌ له یوې پښتنې سره خبري وکړې چې دجاپان کانفرانس ته دروهي صیب له لوري لېږل شوې وه ،هغې راته وویل چې بس «په خوله کې مې لومه ده او هیڅ نشم ویلای ». زه وپوهېدم چې خبره پښتنو خرابه کړې ده ، ما هغې ته وویل چې زه لیک شروع کوم هغې ډېر ټینګار راباندي وکړو چې دا کار ونه کړم ،خو بیا هم ما دا کار وکړو او انشا الله تر هغه وخته به یې روان سام چې تر څو ژوندۍ یم .

 دخدای په خاطر راتلونکې مو ډېره توره او له ناورین نه ډکه برېښي ، ورک به شو او چې ژبه یې رانه واخیسته بیا هیڅ هم نه شو کولای ،زما همکاران خبر دي چې څوڅو واره له دفترونو شړل شوې یم ،او بل هیڅ علت نه لري‌له دې نه پرته چې پښتنه یم او په پښتو ژبه خپه کېږم .

دقلم خاوندانو دخدای په خاطر دا دګیدړ بچیو پسي قلمونه را اوچت کړئ او نور نو له خپلي ژبي دفاع وکړئ . پښتو دافغانستان داکثریت ژبه ده او پر دا خبره باندي هیڅوک سترګي نه شي پټولای .
دویده پښتنو درا ویښېدو په هیله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery