مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پنجاب بریدونه او بلخوا د نظارشورا ګواښونه

سرلوڅ مرادزی

د پېښو په روستیو پراختیاوو کې دوه لوري تر هغو نورو ، په ښکاره اوڅرګنده تر سترګو کیږي . له بېرون څخه د هیواد په وړاندې د پنجاب اوایران په بریدونو او لاسوهنو کې زیاتوالی او په کور دننه د مرکزي واکمنۍ په وړاندې د نظارشورا او د هغو د پلویانو ګواښونه او سبوتاژ !
 افغانستان د یوه تاریخي هیواد او د افغانانو ملي واکمني د یوې سترې لاسته راوړنې او هویت پتوګه ، نه د پنجاب او ایران پشان د سراښو ګاونډیانو او نه په داخل کې د سیکټاریستي او تنګنظرو کړیو په مزاج برابره ده .
 له توکیو کنفرانس روسته چې نړیوالو افغانستان سره د بیا رغونې په موخه، ۱۶ میلیارده ډالرو ژمنه وکړه، یوخوا د افغانستان په وړاندې د پنجاب او ایران سراښتوب راوپارید او بلخوا د ولسمشر کرزي په مشرۍ افغان دولت نړیوالو او افغانانو ته ددې پيسو د لګولو په اړه د روڼتیا او په دولت کې اداري فساد سره د اغیزمنې مبارزې، د قانون د واک او ښه حکومتولۍ په باره کې وعدو، په کور دننه مخالفین او منافقین، وقهرول !
 تازه پېښې ښۍ ، هرڅونه چې د ډیورند تپلې کرښې په لویدیزه غاړه د کونړ ، نورستان ، ننګرهار او لويي پکتیا په استقامت د پنجاب وسلوال بریدونه او په هیواد کې د اخوندي ایران استخباراتي هڅې زیاتیږي، هومره په یوه وخت او موازي توګه د مرکزي واک په وړاندې د نظارشورا ، جمعیت او نورو ملي تنګنظرو ننګونې، ګواښونه او سبوتاژ نوي ابعاد نیسي.
 د کونړ ولایت د دانګام ، نړۍ ، سرکاڼو او شیګل پر ولسوالیو او نورو سیمو د پنجاب پرله پسې بریدونه چې غواړي دا سیمه تر کونړ سیند پورې په ټول استقامت له وګړو خالي او د طالبانو په نوم خپله ملیشه په کې ځای پر ځای کړی، اوس له څلورو میاشتو راهیسې د کونړیانو په ورځنې ژوند بدل شوي. له کونړولایت سربېره اوس پنجاب په نورستان کې هم د ای ایس ای څانګې فعالې کړي او له دې لارې غواړي د نورستان ولایت د اوسیدونکو په ځپلو او شړلو دا سیمه، له افغان مرکزي واک څخه بېله کړي . د پارون يوه قومي مشر څارنوال عبداللطيف ، پژواک اژانس ته ويلي « د استخباراتي ادارې د پخواني مشر متقاعد جنرال حميدګل ترلاس لاندې د کرنېل( ډګروال) يوسف او مېجر( جګړن) عامر په نومونو دوه پاکستاني پوځي منصب داران د برګمټال او کامدېش له لارو پاکستاني طالبانو ته وسله، مهمات او لوژستيکي مرستې را لېږدوي.»
 بلخوا ایران هم د رپوټونو له مخې په زاهدان کې طالبانو ته دفتر پرانیستی دی .« زاهدان له بلوچستان سره پر پوله پروت دى، چې د ملاعمر په مشرۍ د طالبانو د كوټې شورا په كې فعاله ده. ايران دا دفتر د كوټې شورا ته پرانستى چې له زاهدن څخه په كوټه كې چې واټن يې كم دى ، تماس ولرلی شي. خدمتګار بریښناپاڼه »
 همداراز د يوشمير رسنيو د راپورونو له مخې په کابل کې د ايران سفارت په تازه ورځو کې يو شمير افغان خبريالان، روژه ماتي او ميلمستيا ته بللي وو. ددې میلمستیا موخه دا وه چې ایران په افغانستان کې د ايران او افغانستان د خبريالانو گډه ټولنه جوړه کړي ، ترڅو له دې لارې په اسانۍ سره د افغانستان رسنۍ د خپلو افغان ضد تبلیغانو تر اغیز لاندې وساتي. خو له نیکمرغه د ایران دا هڅه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال غلام نبي فراهي په ځیرکۍ تر خاورو لاندې شوه.
 داچې له یوولس کاله خوب او خپل منځو کې له شخړو او سرماتولو روسته، ولسې جرګې د افغان پاکې خاورې پر حریم د پنجاب د وسلوال تیري په وړاندې غبرګون وښود او دوه تنه لټ او بېکاره وزیران يی په دې تړاو له دندو ګوښه کړل ، د نظارشورا او جمعیت د خواشینۍ او قهر لامل ګرځي.
 د رزاق ماموند په وینا « د مارشال فهیم د نږدي یارانو، یوې باورې سرچینې د خبر اوڅېړنې مرکز ته وویل : مارشال فهیم د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو څخه د واک د بېرته اخیستلو د خبر له رسمي اعلان روسته، په څرګنده ټکو کې حکومت او ولسمشر کرزي ته ګواښونه وکړل. سرچینه زیاتوي : په شنبې شپه د مارشال فهیم کورکې د جنرال بسم الله محمدي ، یونس قانوني او د دوی د یو شمېر نورو پلویانو غونډه وشوه. غونډه کې مارشال فهیم په څرګنده وايي : د کورنیو چارو وزیر لیري کول او له واکه غورځول، یوه جوړه شوې چلوټه او د رایه ورکوونکو په شمېرنه کې هم غلطي شوېده.
 قانوني وویل : د ولسې جرګې له تالاره د خبریالانو ایستل، په یوه پلان سره وشول چې موخه يي په رایه شمېرنه کې ټګې وه .
 مارشال فهیم په ښکاره ګواښونه وکړل، که وغواړي له سهاره تر غرمې پورې حکومت ، دولت او کابلښار په بله چپه کولای شي. فهیم زیاته کړه چې هیڅوک د هغه له غوښتنې او هغه سره له سلا پرته، د کورنیو چارو وزیر نه شي لیری کولای، ژباړه »
 څو ورځې مخکې د بدخشان د اشکاشم د ولسوال ډګروال نذیر په اړه هم چې نوم يي د قاچاقبرانو په لیست کې د ملي امنیت په غونډه کې تر بحث لاندې و او ډاکټر سپنتا غوښتنه کړې وه چې دغه سړي باید ونیول شي ځکه د ولسمشر فرمان نوی صادر شوی او قانون باید پر ټولو یو شان پلی شي، فهیم په قهر او غضب سره په ځواب کې ویلي وو « ډګروال نذير را پدر کسی ګرفته نميتانه!!! »
 خو همدې مارشال فهیم څه مهال وړاندې د هیوادپالنې لاپې وهلې وې او ویلي وو، د هیواد د یوه مارشال پتوګه نه غواړی د هیواد ملي ګټو په وړاندې ودریږي او مارشالي چې لوړه رتبه ده ، ده لپاره بس ده . خو په عمل کې د خپل یو یار، د کورنیو چارو د پخواني وزیر د بدلون پر سر غواړي ټول هیواد لتاړ کړي !
 د نظارشورا نورغړي او پلویان، هم له مارشال فهیم څخه ټيټ نه غږیږي. د یو لیکوال په وړاندې چې د نظارشورا د سرخیلانو په اړه يي د پاکستان د لومړي وزیر راجا پرویز اشرف پر لمسونکې کتنه او اسلام اباد ته د ډبل عبدالله پر ناندریزه بلنه نیوکه کړې وه ، په کابل پریس کې د پرویز بهمن په نوم یو تنګنظری داسې وايي « بناء برای هرغیر اوغانی که میخواهد درآیندهء افغانستان بقدرت برسد باید درمورد مناطق جنوب افغانستان با پاکستان تجدید نظر نماید. تجدید نظر به این معنی که در إزای دادن تضمین های امنیتی بین المللی ازجانب پاکستان ادارهء کابل باید ولایات هم مرز با پاکستان را به پاکستان واگذار نموده ویک قرار داد جدید مرزی میان افغانستان وپاکستان به امضا برسد
 پدرم روضهء رضوان به دوگندم بفروخت
ناخلف باشم اگر من به جوی نفروشم »
خو بهمن او د هغه د نظارشورا نورو لنډه غرو هیره کړې چې نه د چا پلار په دوه غنمو افغانستان خرڅولای شي او نه يي زوی په اوربشو افغان خاوره چا ته بخښلای شې !
 البته کولای شۍ په دوه غنمو او یا معادل اوربشو ځانونه په پنجاب او یا ایران خرڅ کړي ، خو افغانستان د خرڅولو او ورانولو نه دي !
 د ولسمشر د اوومتیا او نیمګړتیاوو يي په څنګ کې، د نورو جهادي ــ مافیايی کړیو او د هغوی په سرکې د نظارشورا او جمعیت برخه درنه او ګنا يي ستره ده . همدغه جهادي، سیکټاریستي او مافیايی کړۍ دي چې له کرزي تاوراتاو دي، د هغه لاس او پښې يي تړلی او د هغو په ټولو ناکامیو او بدنامیو کې لویه ونډه د همدوی پر غاړه ده .
 اوس له پخوا څخه زیات د مرکزي دولت د پیاوړتیا د مخنیوي لپاره کورني او بهرنۍ پټې او ښکاره بلاګانې یو بل ته نږدې کیږي.
 د ۲۰۱۲ کال د اګست ۹ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery