مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2012-08-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لیلی د ښته- په سیمه کې بې ساری جنګی جنایت !

دوکتور عثمان تره کی

یادونه : دغه لیکنه وتلي حقوق پوه  دوکتور عثمان روستار ترکي په ۲۰۰۲ کال کي کړې وه دا چي لیکنه له حقوقي اړخه  ډیره درنه او په زړه پوري ده او هم دبېنوا د یوپوښتني له لاري دښاغلي ترکي دجواب سره مخامخ تړاو لري نو  مو وپتیله چي یوځل ئې بیا خپر ه  کړو

 

د جنگی  اسیرانو  حقونه :
  په لیلی دښته کی د جنایت د ستروالی د پوهاوی په مقصد  ،  دلته  لازمه  ګڼو  چی د سریزی په توګه دجنگی  اسیرانو  د حقوقو  په اړه  دنړیوال  قوانینو  په رڼا  كی څو  یادونی وكړو.
  د ژنیو دڅلورو کانوانسیونونو ( ۱۹۲۵ ،۱۹۲۹،۱۹۴۹،۱۹۹۳  م کال )  ددویم پروتوكول له مخی باید  له اسیرانو سره "انسانی"  چلند  وشی .  دانسانی  چلند  مانا دا ده چی  :
- داسیرانو  بشپړ لیست    نړیوال  سره صلیب  ته وړاندی شی.
- نړیوال سور صلیب وكړای شی چی  كله ناكله  له اسیرانو سره لیدنه  كتنه  وكړی  او احوال  یی  كورنیو ته ورسوی . 
- داسیرانو فزیكی  روغتیا او كرامت   ته درناوی  وشی  .
- له اسیرانو نه غچ   وانه خیستل  شی.
- اسیرانو  شكنجه  او اعدام  نه شی .
- داسیرانو  پربدن  باندی  رنځوونكی  بیولوژیكی  آزموینی  ونه شی.
- اسیران  دجبهی  په لومړنیو  لیكو كی  بیگار ته ونه ګومارل شی.
- دوی  ته د دفاع  او محاكمی  حق وركړل شی.
- اسیران  دجګړی  له ساحی  څخه  په یوه لری  سیمه  كی استوګنه وكړی.
- پراسیرانو  باندی  ډله  ییزه  سزأ  تطبیق  نه  شی.
- ټپی  او رنځور  اسیران  باید د روغتیا پالنی  څخه ګټه ترلاسه كړی .
-  ترشخړو وروسته ،  باید اسیران  په بشپړ مصئونیت  خپلو  سیمو  یا هیوادونو   ته ولیږل  شی.
  جنگی اسیران  دانسانی  چلند  نه بی برخی  كول  جنگی  جنایت  او د اشد  مجازات  وړ ګڼل  كیږی.
م ، م   امنیت پر عدالت باندی مقدم وګنل :
د ډله  ييزو قبرونو شتوالي چي په كي جنګي  اسيران ښخ شوي دي د بشر دحقوقو له عمومي اصولو څخه د سر غړوني بيلګي  ګڼلي شو .
 په ۱۹۹۹ م كال  كي  د  م .م  عمومي منشي  اعلام  وكړ چي د افغانستان  په دريو لويو ښارونو  كي ۱۲ څارونكي ځاي  پر ځاي  كوي . د بشر له حقوقو د کمسیون څخه «  د اروپايي اتحاديي  دكيڼ اړخ رئيس « سر فرانسيس ورتز » د جون په میاشت  كي دخپلي اتحاديی  په استازيتوب دليلي دښتي  د وروستي  پيښي د پلټني  په اړه  نړيوال سره صليب او  م.م  ته غوښتنه ليكونه استولي وو . د جولاي پر ۸ مه « گوردان بت»  د نړيوال سره صليب وياند ځواب  وركړ چي : موږ په هيچ يوه پلټنه كي برخه نه شو اخيستي . زموږ لومړني  دنده د جګړي  قربانيانو ، ژوندي و ګړو  او په جګړو كي د ورك  شويو كسانو پاتي  كورنيو  ته مرستي رسول دي. دا ويره ښته چي په يوه پلټنه  كي د نړيوال سره صليب ګډون د هغه  پر فعاليتونو باندي چي  له خلكو سره په آزاده  توګه  د تماس پر بنسټ يي جوړوي  منفي اغيزه واچوي .
  په هر حال  !  م . م  به د ناپيليتوب او محرميت  له اصولو سره سم نړيوال سره صليب ته اجازه ور نه كړ چه د پيښي  په اړه  د يوي محكمي  په  وړاندي  شهادت ادا كړي . ميرمن « ماري روبنس » د   م . م   دبشري  حقوقو  د عالي كمشنري  ويانده     ( فرانسيس ورتز)  ته وويل : د بشريت ضد جنايت  پر وړاندي  بايد هيڅ  ډول  زغم موجود نه وي . د قضيي  د پاره اصلي مسئوولين په پيښه  كي اخته دولتونه  دي . موږ په دي ډاډه  يو چي  د افغانستان دولت  د تيرو جناياتو د پلټني  په هكله صادق دي . د امريكا  دولت به ورته دريځ ولري .
 د « ماري روبنس » خبره د انتقالی حکومت په اړوند له واقعيتونو سره سم نه وو . د انتقالي حكومت  له خوا د پيښي د پلټني  په اړه هيڅ يو اغيزناك ګام  پورته نشو . او تر  هغه وخته پوري چي په جنګي  جناياتو تورن ټوپكيان او جنګسالاران په حكومت كي واكمن وي د كابل حكومت له خوا د پيښي  د پلټني  په اړه  هيله  مندي غير واقعبينانه ښكاري .                             
    م ، م  د افغانستان   د قضیی   په اړه  تر زیاتی   اندازی   پوری   د امریکا  د سیاست  تر   اغیز  لاندی  وو او دی . م ، م  لكه  امریكا  غوندی د مختلفو  متخاصمو  افغانی ډلو   ترمنځ   بیطرفانه   سیاست  نه درلود .  م ، م   اړیکی   له هغو   كسانو  سره چه  په جنګی  جنایاتو تورن  وو او په    انتقالی  حكومت   کی  واك  درلود  دوستانه   او دمتقابل   باور  پربنسټ  ولاړ  وو .
  په کابل کی د  م ، م  پخوانی استازی ، لخدر ابراهیمی   ویلی وو :  « د افغانستان شرایط  دا ایجابوی  چی باید  دژوندیو  خلكو  پرابلمونه پر مړو  باندی  او امنیت   پر عدالت  باندی  مقدم  وګڼل  شی » .
   دغه   خبره   په څرګنده توګه  جنگی   جنایتكارا نو ته مصئونیت  ورپه برخه کړ .
  لخدر ابراهیمی دغه واقعیت د پامه غورځولی وو چه اصلاً امنیت  او عدالت  یو له  بل سره   نه  بیلیدونكی منطقی  اړیكی  لری . موږ امنیت  له عدالت  پرته  او عدالت  له امنیت پرته  نه شو  تأمینولی  : 
  په افغانستان  كی د جنایت د پیښی نه وروسته تر اوسه پوری سوله  او امنیت  د هغو   جنگی   جنایتكارانو  له خوا   تر ګواښ  لاندی   دی   چی دعدالت   څخه  تښتیدلی دی.  په دی  اړه  لاندی   مثال  ته پاملرنه  وكړی :
په همدغی لیلی  دښته  کی د  وروستی  فاجعی ( ۲۰۰۱م )  نه مخكی په ۱۹۹۷  م كال   د دسمبر  په ۳۰  له ۲۰۰۰ انسانانو څخه  زیات قتل عام  شول . نړیوال  ټولنه  او ( م ، م )  په دغه  برخه كی  نه یوازی  بی تفاوته  پاتی شول ،  بلكی  د تورنو كسانو څخه لږ تر لږه  یو تن  یی ( خلیلی )  د راتلونکی   حكومتونو د غړیتوب په ورکولو کی مکافات  هم ورپه  برخه كړل .   كه په همدغه  وخت كی  دغه ستر  جنایت  تر قضایی تعقیب لاندی  نیول  شوی وای ،  د لیلی دښتی  ناورین  به تكرار  شوی نه  وای.
  له پورتنی مثال څخه  څرګندیږی  چی سوله او  امنیت  باید له عدالت  سره په موازی  توګه پرمخ  لاړ  شی .  دغه پروسه  په روندا او كوسوو كی سرته  رسول شوی ده . هیڅ  دلیل  وجود نه لری  چی  افغانستان  ورڅخه  بی برخی پاتی شی .
  د یادونی وړ بولو  چه د ۲۰۰۱ م کال ناورین د رامنځته کیدونه لس ورځی وروسته د امنیت شورآ ۱۳۸۶ نمبر پریکړه صادر شو . د نوموړی  پریکړی په بنست نړیوال نظامی ائتلاف په افغانستان باندی یرغل وکړ . بنآ  م ، م  د نړیوال ائتلاف په څنګ کی د جنګی جنایت په اړوند مسئولیت لری .  
د دله ییزو قبرونو ساتنه :
  هغه  ډله  ييزو قبرونو چي د افغانانو د مقاومت  په وخت كي د جګړی ه ترڅ کی رامنځ  شوي دي ، یا په کی جنګي  اسيران ښخ  شوي دي ، د جنګي  جنايت كارانو  د جرم  يوه مهمه بيلګه ګڼل كيږي . دله ییزو قبرونو د ملي ، اسلامی مقاومت  او د هيواد  د اصلي بچيانو د اتل والي  يوه لويه نمونه ده . دغو هديرو په مذهبي  لحاظ  د زيارت  ځاي او په سياسي  لحاظ  د راتلونكي  نسلونو  لپاره د ملي نواميسو  د ساتني  په خاطر د امتثال يو مرجع به وي  چه باید تر خاورو لاندی لادرکی نشی .                                    
  په هيواد  كي د شوروي تر يرغل وروسته جنګی دلو تپلو په کرات او مرات په ډله ييزي وژني  لاس پوري  كړي  دي . د كمونيسانو په دوره كي ، د مجاهدينو په وخت  كي ، د طالبانو په واكمني  كي او د طالبانو  تر سقوط  و روسته  د جنګی جنایت بیلګی موجودی دی .
الف : شوروي دولت سره له دي  چي د نړيوالو قوانينو لاسليك كوونكي  وو ، د افغاني جنګي اسيرانو په بي  رحمانه  وژلو تورن دي . په دغه  مرحله كي د ډله  ييزو قبرونو نښي  نښاني د شوروي  د نظامي  واحدونو د نظامي هډي په شاوخواكي يا د زندانونو په نژدي  سيموكي  موجودي وي . بهتره  به دا وي چي په يوه مناسب وخت كي د ډله  ييزو قبرونو نقشي له روسانو څخه  ترلاسه شي .
   د  ۱۹۹۶   م كال  د مارچ  ۱۸  نيټه  يوه ډله ييزه  هديره چي په كي ۸۰۰ مړي  ښخ  كړل  شوي وو د كمونيستي  نظام  د جنايت  د سند په توګه   په ننګرهار  ولايت كي د ۸۱ غونډ په نږديوالي  كي كشف شوه .
 ب: د مجاهدينو د حكومت په وخت  كي چي  افغانستان په كورني جګړه  اخته شو په زرګونو  انسانان ووژل  شول ، په  دغه وخت كي جنګي  اسيرانو د وژلو  احتمال د نورو سيمو په پرتله د كابل په جګړو ( افشار، دشت  برچي ) كي زيات ليدل كيږي .
   په ۱۹۹۵  م كال كي د  م.م   د عمومي  اسامبلي  د ۲۰۷ مي ګڼي پريكړه  ليك له مخي د   م.م  يو ځانګړي  كميسيون  بايد  په افغانستان  كي د بشر د حقوقو څخه  سرغړونيو و څيړي او په دي  باب دي  مستند راپورونه برابر  او د  م.م  د عمومي منشي له لاري  دي د امنيت  شورا ته وړاندي كړي . خو قضيي عملي  بڼه غوره نه كړه .               
  ج: د طالبانو په واكمني  په ۱۹۹۷  م كال كي  د دسمبر پر ۳۰ مه نيټه اټكل ۳۰۰۰ اسير طالبان د سيالو  ډلو له  خوأ  ووژل شول او په ليلي  دښته  كي په يوه  ډله  ييز قبر كي خاوروته وسپارل شول . د دغه  بي ساري جنايت تورونه پر پهلوان ملك او خليلي ( دواړه دشمال  دائتلاف غړي) لګول  كيږي .  م . م  دقضیي  د پلټني په مقصد  يو كميسيون  و ټاكه چي  مشري يي د « شونګ  يونګ » پر غاړه وه . تر ۱۴ ورځو وروسته  چي پلټني دوام و مومند دوسيه د نامعلومو  دلايلو له كبله  تر نن پوري معلق  پاتي شوه  . د طالبانو  تر سقوط وروسته بيا  اټكل ۳۵۰۰  نفره اسير طالبان د شمال او نړیوال  ائتلاف د ځواكونو له  خوا ووژل  شول ، چي په همدغي ليلي دښټه  كي په ډله  ييزو  قبرونو كي ښخ  شول .
  په افغانستان  كي د جنګي  جنايتكارانو  راتلونكي  محاكمه موږ دي ته اړ كوي چي د ډله  ييزو قبرونو  په اړه  لومړي په ټول ملي قلمرو كي  پلټني تر سره كړو او وروسته  د هغوي دساتني  لپاره ترتيبات ونيسو . زما په اند دغه  كار بايد د يوي ځانګړي  اداري په واسطه  چي د حكومت په تشكيلاتو كي ځاي  پر ځاي  كيږي تر سره شي .  د ډله  ييزو  قبرونو په اړه  پلټني  چي په واقعيت  كي د جنګي  جنايت كارانو په  اړه  د اسناد او مداركو  د راټولولو مانالري ،  دا ايجابوي چي حكومت بايد ملي بڼه  ولري او د ټوپك  تر واکمنی لاندي نه وي.                                                                                                                په هر  حال !  دغه اداره چي د يوي نظامنامي پر بنسټ د نړيوال سره صليب  په همكاري  په فعاليت  پيل كوي بايد د كار يوه اجنډا ولري چي لاند يني  بنسټيز مطالب په كي شامليږي :            
۱-  په ټول  افغانستان  كي د ډله  ييزو قبرونو د جغرافيايي موقعيت د ژونديو او عيني  شاهدانو په مرسته چي هرو مرو تر اوسه پوري شته دي راجستر كول .
۲- د هري هديري لپاره يوه ځانګړي  دوسيه  جوړول . په دغي دوسیي كي د امكاناتو  په حدودو كي بايد د پيښي  نيټه،  د مړيو شمير ، د شهيدانو هويت او د هغو د سياسي  علايقو څرنګوالي  څرګنده  شي .
۳- د ټولو ډله  ييزو قبرونو فلمونو  او ويدويوي كاسټونه اخيستل ، تر څوچي  كه تورن كسان قبرونه تاواني كوي او يايي له منځه وړي  ، اسناد يي موجود  وي .
۴-  د بين المللي  سره صليب  په مرسته  د ډله  ييزو  قبرونو د ساتني په اړه امنيتي  جدي ترتيبات نيول .
 وروسته له دي چي د "ايساف"  او ناتو ځواكونه په افغانستان  كي ځاي  پر ځاي  شول ، افغانستان  پيښي ته د نړيوالو سياسي  معيارونو له زوايي څخه  كتل كيږي . د همدغه  بهير له مخي په هيواد كي جنګي  جناياتو ته ځانګړي  پاملرنه  اړول  شوي ده . د اروپايي اتحاديي كيڼ  اړخی  چي د افغانستان په اړه  په دغه برخه كي مخكښ ښكاري او مشر يي « فرانسيس ورتز» وو  ، د ۲۰۰۲  م كال د جون ۱۲  د اروپايي پارلمان  په استازيتوب  له نړيوال سره صليب او    م ، م  څخه  غوښتنه  وكړه چي دليلي  دښټي  ډله  ييزو  قبرونو په اړه پلټني  پيل او د هغوي د ساتني كلك تدابير ونيسي . د ۲۰۰۲ م کال  په مي مياشت  كي د بشر د حقوقو يوه امريكايي  او ، ان ، جي ( پي ، ايچ ، ار) د مزار شريف د ډله  ييزو  قبرونو په اړه  يو مقدماتي  راپور  خپور  او په هغه  كي يي له نړيوالي ټولني او له افغاني مقاماتو   څخه  د هغو  سيمو د ساتني غوښټنه  وكړه چي ډيره  جنايتونه په كي واقع شوي دي . "جان افمان "  چي نوموړي  راپور يي برابر كړي  دي وايي :  موږ  كرزي  او « دونالد  رمز  فيلډ » ( د امريكا د فاع وزير) ته  ليكونه استولي وو چي په كي د ډله  ييزو قبرونو دساتني غوښتنه  شوي وه . تر اوسه هيچ يوه پايله تر لاسه نه شوه .  انګريزي و اكمنانو هم زمونږ غوښتني ته ځواب  را نكړ . یوازی م ، م  موږ ته داد ورکړ  چي  ذيعلاقه  سيمي په منظمه توګه  تر هغه وخته پوري تر نظارت  لاندي نيول شوي دي چي دعدالت لومړني  پروسه ( جنايي تحقيق د حقيقيت پيدا كوونكي  كميسيون يا د نوموړيو  دواړو  پروسيجرونو مخلوط )  رامنځ ته شي .
  دغي پروسي په ۲۰۰۲ کال  داكتوبر پر ۹ مه نيټه تر یوی اندازی پوری  عملي  بنه  غوره كړه : م ، م   تصميم ونيو چي په هيواد كي د ډ له  ييزو  قبرونو  د شتوالي د پلټني  په مقصد يو پلاوي  د ميرمن « اسما جهانگير» په مشري افغانستان ته واستوي .
 په ۲۰۰۷ م کال کی په ليلي دښته  كي د ډله  ييزو قبرونو د قصدي تاواني كيدو خبره راپورته شوه . د ( پي ، ايچ ،آر )  يوه پلاوي په بيړه  سيمي ته لاړ  او تر تحقيق وروسته يي اعلام  وكړ  چي پيښه  د طبيعي عواملو ( باد ، باران ...)  له كبله رامځ ته شوي ده ؟ ؟ ؟ .
په لیلی دښته کی !
  د امریکا مشهوری مجلی " نیوزویک "  د ثقه  راپور له مخی د۲۰۰۱  م کال د نومبر له ۲۹  نه د دسمبر تر لومړی  پوری اټكل ۳۵۰۰  نفره اسیر  شوی  طالبان  د دوستم  دقواوو په واسطه ووژل شول  او په لیلی دښته  کی  په ډله  ایزه  توګه  تر خاورو لاندی كړی  شول  . 
  پیښه په مرکزی آسیا  کی د تورکانو په واسطه د  ۱,2 ملیون  ارمنیانو د عام وږنی نه  ( اپریل ۱۹۱۵ م ) وروسته بیساری ګنل کیږی .  
   دغه ستر جنګی  جنایت ددی لپاره د افغانستان د ننه او د باندی د پاملرنی  وړ  وګرځید چه  د افغانیت ، اسلامیت ، بشریت  او د نړیوالو  حقوقو پر خلاف ،  اسیر شوی   طالبانو وروسته  له دی چه د یو تړون   له مخی سیالو  ځواكونو  ته ځانونه  تسلیم كړل  ووژل شول .
  اما د پیښی په وړاندی د بهرنیانو پاملرنه  بل لامل لری :  په ليلي دښته  كي د ډله ييزو قبرونو كشف په بي ساري توګه د  بشر د حقونو د نړيوالو  سازمانونو  پاملرنه ځان  ته د دي  په خاطر راواړوله  چي په پيښه  كي د يوه بهرني  هيواد   مسئوليت  مطرح  وو : د امریكایی  ځواكونو چال چلند د نړیوالی بشری ټولنی  له خوآ ، د نړیوال قوانینو د سرغړونی په اړوند تشویش رامنځته کړی وو  . كه نه په افغانستان كي  په تيرو شلو كالو كي د هغه  په شان په زرګونو  جنايات شوي دي ، چي  جنايتكاران  نه يوازي  دا چي مجازات شوي  نه دي بلكي مكافات هم ور په برخه شوي دي.
 په لیلی دښته کی د نیوزویک  په قول   د غالب او مغلوب د تړون  دانعقاد په وخت  د امریکایی ځواكونو (Specials Forces )  ۱۲  نفرو حضور دلود.
د " لوماند دیپلوماتیک " نشریی  په قول  چه په فرانسوی ژبه  خپریږی  ( د ۲۰۰۲  م كال دسپتمبر  په ګڼه ) یو قوماندان     ( په مضمون کی د قوماندان او نورو شاهدانو نومونه  د امنیتی  دلایلو  له كبله  محفوظ  پاته کیږی )  چه دطالبانو  او ملیشی  ترمنځ  یی منځګړیتوب  كاوه  وایی : د طالبانو  استازی  ملافضل او ملا نوری  شمال  اتحاد  ته وړاندیز  وكړ چه طالبان  حاضر دی خپلی وسلی  ملګرو ملتونو یا  نړیوالو ځواكونو ته  تسلیم   كړی ،  په دی شرط  چه دوی  ته مناسب  مصئونیتی  تضمینات  برابر  شی .  دوستم ، عطا محمد ، محقق ، امریکایان  او انگریزان  هلته  حاضر وو .  بالاخره  تصمیم  ونیول  شو چه  دكندوز  د مقاومت اسیران  وروسته  له دی چه بی وسلی   کیږی ، خپلو  سیمو ته واستول شی .  دالقاعدی  غړی  او نور بهرنیان  دی ملګرو  ملتونو ته وسپارل  شی .  طالبانو دهمدغه  موافقی  له مخی   ځانونه   تسلیم  كړل.
یو بل شاهد څرګندوی  : « ما په « قلعه  زینی » کی  اسیر  شوی طالبان  یو یو  شمیرل  . دوی ۸۰۰۰ نفروو .  په هغوی  کی ګڼ  شمیر د كندوز  پښتانه  هم شامل  وو چه له جګړی  سره یی  هیڅ  تړاو نه درلود. په  دغه  ترڅ  کی ځینی   اسیران  وتښتیدل ،  ځینی  د پیسو  په بدل  کی آزاد  شول او یو  شمیر بهرنیان خپلو  هیوادونو امنیتی  مقاماتو ته وسپارل  شول .  په مجموع کی ۵۰۰۰  نفر غایب  وو .  یوازی  ۳۰۱۵  نفره  پاتی  شول چه د ۲۷  كانتینرو  په واسطه  شبرغان محبس ته واستول شول .  په لاره  کی په كانتینرونو باندی  دمحافظینو  له خوا د ډزو له كبله  اټكل  ټول  اسیران  ووژل شول چه بیایی  جسدونه په لیلی  دښته  کی په ډله  ایزو  قبرونو ښخ كړل شول » .
  د وخت د انتقالی  حكومت  رئیس په تشریفاتی  توګه  د فاجعی  په اوریدو  سره خپله  خواښینی  ښكاره او ژمنه  یی وكړه  چه د پیښی  دتحقیق  لپاره   به یو پلاوی وتاکی . اما دقضیی د پلتنی  په اړه  هیڅ  اغیزناک  ګام پورته نشو  . ددغه  منفی  دریځ  دلیل  دا وو  چه  په  انتقالی  حكومت  کی ټوپكسالاران او بهرنی ملاتړ کونکی اصلی واكمنان وو . د دوی  قدرت  دلویی  جرګی  له لاری  مشروعیت  موندلی  وو . دواړه  په جنګی  جنایاتو  او د هغی   له جملی  نه د لیلی  دښتی  په ډله ا یزی  وږنی  تورن  وو . دوی وتوانید  چه  د ډله ایزو قبرونو  په اړه  دهر ډول تحقیقق  مخه ونیسی .  د  همدغه  منطق  له مخی  دنظار  شورأ  د دفاع  وزیر  مارشال ( ! ) فهیم  له ژورنالیستانو سره د یوی   مرکی  په ترڅ  کی اصلأ په لیلی  دښته کی د ډله یزو  قبرونو له ښته والی څخه  منكر شو . ( لوماند د اگست ۲۲، ۲۰۰۲ م کال) . بناً په هغه وخت کی موضوع معلق پاتی شو .
د امریكا  د حكومت مسئولیت :
  د امریکا  ددفاع وزیر"دونالد رمز فیلد"  د طالبانو او ازبك  ملیشو  دهغه  خبرواترو د بهیر په اړه  چه له مخه یی طالبانو  ځانونه  تسلیم كړل  ویلی  وو :" دتأسف  ځای  به وی  چه په افغانستان  کی دالقاعدی  غړی، چچنیان او  نور له  خبرو اترو  څخه  په ګټی  اخیستنی سره آزاد  شی او په  نتیجه کی په نورو  هیوادونو کی دترورستی اعمالو  مرتكب  وګرځی » .
   دغه  نامسئولانه خبره په هغو  شرایطو  کی وشوه چه د شمال ائتلاف جنګیالی مخکی  دغچ  اخیستنی  لپاره  ذهنی  چمتوالی  درلودل .
كله چه  په کانتینرو کی  د مړیو كاروان  دشبرغان  محبس  ته ورسید  په هر  کانتینر کی  د ۱۵۰  نه تر ۱۶۰  پوری  جسدونه  بار وو.   په دی وخت کی امریکائیان د سیمی  خلكوته  وویل چه  مخکی  له دی نه  چه مصنوعی سپوږمی  دمړیو عكسونه واخلی  باید    له دغه ځای   نه لری شی ( لوماند دیپلوماتیک ، سپتمبر، ۲۰۰۲ ) .
  دیوه   کانتینر   د دریور  په شهادت  په لیلی  دښته  کی  اټكل  له ۳۰   څخه  تر ۴۰  پوری   امریکایی  پوځیان  له افغانانو  سره یو ځای  وو.
كه امریکایان عملاً   د اسیرانو په وژلو کی   ګډون  ولری  ( لكه چه شاهدان وایی )  یا د وژنی   لامل  ګرځیدلی  یا كه  هغوی  د صحنی  په حضور  سره دنورو د وژنكو اعمالو  مخنیوی  ندی  كړی ،  په دغه  دری  واړو  حالاتو کی د جنګی  جنایاتو  تورن  ګڼل  کیږی .
  په هر حال  !  امریکائی  مقامات   په دغه  پیښه  کی له یوی خوأ   د جګړی  دیو اړخ  په توګه  اوله بلی  خوآ د طالبانو  د تسلیمیدو  دتړون  دشاهد او ضامن په حیث  مسئولیت  په غاړه  لری .
   كه وژنه  د ازبك  ملیشو له  خوا شوی   وی ( څنګه چه سلګونو شاهدان وایی ) ،  د دغه  واقعیت  په نظر کی نیولو سره  چه نوموړی  ملیشی د پیښی  په وخت کی  د امریکا  نظامی   متحد  ګڼل کیده ، باید د نوموړی جنایت د یو اړخ په توګه د پلتنی په برخه کی مرسته وکړی ،    سوالونو ته ځواب ووایی او د ترسره شوی جنایت عواقب ومنی .

نتیجه:
  د امريكا پخوانی حکومت  د پيښي  دتحقيق  په اړه  جدي نه  وو :  په ۲۰۰۲ کال د جون د ۳۰  نه  دجولاي  تر لومړني نیتی پوری د امریکایی  قواوو له خوآ د ارزګان  پر يوه  كلي د واده پر يوي غونډي  باندي بمباردمان  وشو ، چي ۴۸ وژني  او ۱۱۸  ټپيان يي درلود . امريكا نه يوازي دا چي د پيښي  د پلټني  په اړه  يي جدي ګام  پورته نه كړ ، بلكه  د لوماند مياشتني  خپروني  په قول  ( د اګست پر ۲۲،  ۲۰۰۲  م كال ) پر  م . م  باندي فشار واچول چي خپل تحقيقي راپور چي په كي د امريكايي مقاماتو  مسئووليت  په ګوته  شوي و ، مديا ته ونه سپاري .
  په ۲۰۰۸  او ۲۰۰۹ کلو کی په عزیز آباد او بالابلوک کی د امریکا د بمباریو له کبله په سلګونو بیګناه وګړی په شهادت ورسید . قضیه مسکوت پاتی شو .
د قراینو نه څرګندیږی چه کله چه د امریکا اوسنی حکومت په افغانستان کی د جنګی جنایت کارانو د محاکمی نه خبری کوی زیاتره پاملرنه افغانی لوری ته اړوی نه امریکایی مسئولینو ته . کوم چه موضوع په افغانستان کی  د انتخاباتی کامپاین په بهیر کی مطرح کیږی موخه یی پرسیالو دلو باندی سیاسی فشار اچول ګنلی شو .
  خو سره له دی ، افغانان هیله لری چه د افغانی او بهرنی جنګی جنایت کارانو د محاکمی داعیه دسیاسی افزار په بنه پاتی نشی :
 د امریکا نوی حکومت چه د اصولیت په لور د حرکت دعوآ کوی د  م ، م  په مرسته د افغانستان د جنګی جنایت کارانو د محاکمی د پاره دری الترنتیفونه  مخی ته لری :
    ــ  د افغانستان  د ننه زمینه برابرول  چه امکان یی په لند مهال کی نه لیدل کیږی .
    ــ  د تورنو کسانو دوسیی نړیوال سزآ دیوان ته وړاندی کول ( دیوان په هغه قضایاوو باندی پریکړه صادرولی شی  چه د جولای د ۲۰۰۲ کال نه مخکی  رامنځته شوی وو ) .
    ــ   د  یو « اد هوک » محکمه جوړول  . 
 څلور كال تير شو  تر څو چي  م ، م    په دي بريالي شو  چي د بوسني د ۱۹۹۵  كال د جولاي د ډله  ييزو  وژنو په باب يو رسمي « راپور » وړاندي كړي .
  خو افغانان څه گنا ّ لری چه  د  دریو لسیزو په تیریدو سره  م ، م  د جنګی جنایت کارانو په اړه د  یوه ځانګړی راپور د تنظیم نه دده کوی . محاکمه  خو د تخیل په آسمان کی چکر وهی  . . . 
  په هر حال ! د امریکا د حکومت اوسنی دریز ته هرکلی وایو او د عملی اقداماتو  هیله لرو.  په تینګه غوښتنه کوو  چه د لیلی دښتی پیښه  د افغانستان د تولوجنګی جنایت کارانو د راتلونکی محاکمی په یوه بین المللی محور بدل شی  .
دوکتور عثمان تره کی
فرانسه.  ۲۲ جولای  ۲۰۰۹

یادونه :
  د مضمون عمومی چوکات په  لیلی دښته کی د پیښی نه لږ وخت  وروسته  (  سپتامبر ۲۰۰۲) تنظیم شوی وو . دنوی حالاتو په نظر کی نیولو سره ورباندی له سره کتنه وشو .
 


د ډله ييزو قبرونو ساتنه - د پلټنې پروسه

په تیر بحث کی د جنګی اسیرانو د حقوقو په اړه  د نړيوالو قوانينو په ړنا كي خبري  و شو . په  دي ټكي  باندي ټينګار و شو چي جنګي اسيران له خپلو حقوقو څخه بي  برخي  كول او په ځانګړي  توګه  يي وژل، جنګي  جنايت او د اشد مجازات  وړ ګڼل كيږي . د ۲۰۰۱ م كال د نوامبر ۲۹ مه نيټه  په ليلي دښته  كي د ډله ييزو قبرونو كشف په بي ساري توګه د  بشر د حقوقو د نړيوالو  سازمانونو  پاملرنه ځان  ته د دي  په خاطر راواړوله  چي په پيښه  كي د يوه بهرني  هيواد   مسئوليت  مطرح  دي. كه نه په افغانستان كي  په تيروشلو كالو كي د هغه  په شان په زرګونو  جنايات شوي دي ، چي  جنايتكاران  نه يوازي  دا چي مجازات شوي  نه دي بلكي مكافات هم ور په برخه شوي دي. م . م  سږكال تصميم ونيوه چي د پيښي د پلټني  په مقصد يو پلاوي افغانستان ته واستوي . دغه كار دا واقعيت په ګوته كوي . چي  نړيوالي  ټولني  دغه ټكي  ته پام اړولي چي په  افغانستان كي د جنګي  جنايت  كارانو حضور د مدني ټولني د جوړيدو  د پروسي  په وړاندي يو لوي خنډ دي . موږ په اوسني  بحث كي د ډله  ييزو قبرونو د ساتني او په دي هكله د پلټني  په اړه  غږيږو .
لومړى: د ډله ييزو قبرونوساتنه :
د جګړي  په شرايطو  كي د ډله  ييزو قبرونو  شتوالي  د جنګي جنايت د ارتكاب يوه مهمه بيلګه  ګڼل  كيږي . په هيواد  كي د شوروي تر يرغل وروسته جنګي  اسيرانو په ډله ييزي وژني  لاس پوري  كړي  دي. د كمونيتسانو په دوره كي ، د مجاهدينو په وخت  كي ، د طالبانو په واكمني  كي او د طالبانو  تر سقوط  و روسته  د جنگی جنایت بیلګی موجودی دی .
الف : شوروي دولت سره له دي  چي د نړيوالو قوانينو لاسليك كوونكي و، د افغاني جنګي اسيرانو په بي  رحمانه  وژلو تورن دي . په دغه  مرحله كي د ډله  ييزو قبرونو نښي  نښاني د شوروي  د نظامي  واحدونو د نظامي هډي په شاوخواكي يا د زندانونو په نږدي  سيموكي  موجودي وي . بهتره  به دا وي چي په يوه مناسب وخت كي د ډله  ييزو قبرونو نقشي له روسانو څخه  تر لاسه شي .
د ۱۹۹۶ م كال  د مارچ  ۱۸  نيټه  يوه ډله ييزه  هديره چي په كي ۸۰۰ مړي  ښخ  كړل  شوي وو د كمونيستي  نظام  د جنايت  د سند په توګه   په ننګرهار  ولايت كي د ۸۱ غونډ په نژديوالي  كي كشف شوه . هغه  ډله  ييزو قبرونو چي د كمونيستي نظام د  واكمني  په وخت كي رامنځ  شوي دي ، سره له  دي چي په کی جنګي  اسيران ښخ  شوي دي او سره له دي چي د جنګي  جنايت كارانو  د جرم  يوه مهمه بيلګه ګڼل كيږي ،  د ملي مقاومت  او د هيواد  د اصلي بچيانو د اتل والي  يوه لويه نمونه ده . دغو هديرو په مذهبي  لحاظ  د زيارت  ځاي او په سياسي  لحاظ  د راتلونكي  نسلونو  لپاره د ملي نواميسو  د ساتني  په خاطر د امتثال يوه مرجع به وي .                               
ب : مجاهدينو د حكومت په وخت  كي چي  افغانستان په كورني جګړه  اخته شو په زرګونو  انسانان ووژل  شول . په  دغه وخت كي د جنګي  اسيرانو د وژلو  احتمال  د نورو سيمو په پرتله د كابل په جګړو ( افشار،دشت  برچي ) كي زيات ليدل كيږي . په ۱۹۹۵م كال كي د م.م  د عمومي  اسامبلي  د ۲۰۷ مي ګڼي پريكړه  ليك له مخي د م.م  يو ځانګړي  كميسيون  بايد  په افغانستان  كي د بشر د حقوقو څخه  سرغړونيو وڅيړي او په دي  باب دي  مستند راپورونه برابر  او د م.م د عمومي منشي له لاري  دي د امنيت  شوراته وړاندي كړي . خو قضيي عملي  بڼه غوره نه كړه .
ج : د طالبانو په واكمني  كي په ۱۹۹۷  م كال كي  د دسمبر په ۳۰ مه نيټه اټكل ۳۰۰۰ اسير طالبان د سيالو  ډلو له  خوأ  ووژل شول او په ليلي  دښته  كي په يوه  ډله  ييز قبر كي خاوروته وسپارل شول.  ددغه  بي ساري جنايت تورونه پر پهلوان ملك او خليلي ( دواړه دشمال  دائتلاف غړي) لګول  كيږي .  م . م  دقضیي  د پلټني په مقصد  يو كميسيون وټاكه چي  مشري يي د « شونګ  يونګ » پر غاړه وه . تر ۱۴ ورځو وروسته  چي پلټني دوام و مومند دوسيه د نامعلومو  دلايلو له كبله  تر نن پوري معلق  پاتي شوه  . د طالبانو  تر سقوط وروسته بيا  اټكل ۳۵۰۰  نفره اسير طالبان د شمال  ائتلاف د ځواكونو له  خوا ووژل  شول ، چي په همدغي ليلي دښټه  كي په ډله  ييزو  قبرونو كي ښخ  شول . دغي پيښي  په اړه  د « ګوربت »  په تيره ګڼه كي رڼا  اچول شوي ده .   په افغانستان  كي د جنګي  جنايتكارانو  راتلونكي  محاكمه موږ دي ته اړ كوي چي د ډله  ييزو قبرونو  په اړه  لومړي په ټول ملي قلمرو كي  پلټني تر سره كړو او وروسته  د هغوي دساتني  لپاره ترتيبات ونيسو . زما په اند دغه  كار بايد د يوي ځانګړي  اداري په واسطه  چي د حكومت په تشكيلاتو كي ځاي  پر ځاي  كيږي تر سره شي. موږ كولاي شو چي دغه  دنده د شهداء او معلولينو اوسني وزارت ته وسپارو .
د ډله  ييزو  قبرونو په اړه  پلټني  چي په واقعيت  كي د جنګي  جنايت كارانو په  اړه  د اسناد او مداركو  د راټولولو مانالري ،  دا ايجابوي چي حكومت بايد ملي بڼه  ولري او د ټوپك  تر حاكميت لاندي نه وي.  په هر  حال !  دغه اداره چي د يوي نظامنامي پر بنسټ د نړيوال سره صليب  په همكاري  په فعاليت  پيل كوي بايد د كار يوه اجنډا ولري چي لاند يني  بنسټيز مطالب په كي شامليږي : 
0- په ټول  افغانستان  كي د ډله  ييزو قبرونو د جغرافيايي موقعيت د ژونديو او عيني  شاهدانو په مرسته چي هرو مرو تر اوسه پوري شته دي راجستر كول .
0- د هري هديري لپاره يوه ځانګړي  دوسيه  جوړول . په دغي دوسیي كي د امكاناتو  په حدودو كي بايد د پيښي  نيټه ،  د مړيو شمير ، د شهيدانو هويت او د هغو د سياسي  علايقو څرنګوالي  څرګنده  شي .
0- د ټولو ډله  ييزو قبرونو فلمونو  او ويدويوي كاسټونه اخيستل ، تر څوچي  كه تورن كسان قبرونه تاواني كوي او يايي له منځه وړي  ، اسناد يي موجود  وي .
0- د بين المللي  سره صليب  په مرسته  د ډله  ييزو  قبرونو د ساتني په اړه امنيتي  جدي ترتيبات نيول . له قراينو څخه  داسي څرګنديږي  چي وروسته له دي چي د "ايساف" ځواكونه په افغانستان  كي ځاي  پر ځاي  شول ، د افغانستان  پيښي د نړيوالو سياسي  معيارونوله زاويي څخه  كتل كيږي . د همدغه  بهير له مخي په هيواد كي جنګي  جناياتو ته ځانګړي  پاملرنه  اړول  شوي ده . د اروپايي اتحاديي كيڼ  اړخی  چي د افغانستان په اړه  په دغه برخه كي مخكښ ښكاري او مشر يي « فرانسيس ورتز» نوميږي  ؛ د ۲۰۰۲  م كال د جون ۱۲ د اروپايي پارلمان  په استازيتوب  له نړيوال سره صليب او م.م  څخه  غوښتنه  وكړه چي دليلي  دښټي  ډله  ييزو  قبرونو په اړه پلټني  پيل او د هغوي د ساتني كلك تدابير ونيسي . سږكال  په مي مياشت  كي د بشر د حقوقو يوه امريكايي « او ، اين ، جي » (پي ، ايچ ، ار) د مزار شريف د ډله  ييزو  قبرونو په اړه  يو مقدماتي  راپور  خپور  او په هغه  كي يي له نړيوالي ټولني او له افغاني مقاماتو   څخه  د هغو  سيمو د ساتني غوښټنه  وكړه چي ډيره  جنايتونه په كي واقع شوي دي ."جان افمان "  چه نوموړي  راپور يي برابر كړي  دي وايي چه موږ  كرزي  او « دونالد  رمز  فيلډ » ( د امريكا د د فاع وزير) ته  ليكونه استولي وو چي په كي د ډله  ييزو قبرونو دساتني غوښتنه  شوي وه . تر اوسه هيچ يوه پايله تر لاسه نه شوه . همدغو  امريكائي او انګريزي و اكمنانو زمونږ غوښتني ته ځواب  را نكړ او یوازی م ، م موږ ته داد ورکړ  چي  ذيعلاقه  سيمي په منظمه  توګه  تر هغه وخته پوري تر نظارت  لاندي نيول شوي دي چي دعدالت لومړني  پروسه ( جنايي تحقيق د حقيقيت پيدا كوونكي  كميسيون يا د نوموړيو  دواړو  پروسيجرونو مخلوط )  رامنځ ته شي .
دغي پروسي سږكال  داكتوبر پر ۹ مه نيټه  عملي  بنه  غوره كړه . م ، م  تصميم ونيو چي په هيواد كي د ډ له  ييزو  قبرونو  د شتوالي د پلټني  په مقصد يو پلاوي د ميرمن « اسما جهانگير» په مشري افغانستان ته واستوي . په جولاي كي په ليلي دښته  كي د ډله  ييزو قبرونو د قصدي تاواني كيدو خبره راپورته شوه . د پي ، ايچ ،آر  يوه پلاوي په بيړه  سيمي ته لاړ  او تر تحقيق وروسته يي اعلام  وكړ  چي پيښه  د طبيعي عواملو ( باد ، باران ...)  له كبله رامځ ته شوي ده .
دويم: د ډله ييزو قبرونو په اړه پلټنې :
د ډله  ييزو قبرونو شتوالي چي په كي جنګي  اسيران ښخ شوي دي د بشر دحقوقو له عمومي اصولو څخه د سر غړوني بيلګي  ګڼلي شو . په ۱۹۹۹ م كال  كي د م .م  عمومي منشي  اعلام  وكړ چي افغانستان  په دريو لويو ښارونو  كي ۱۲ څارونكي ځاي  پر ځاي  كوي . دبشر له حقوقو څخه  سر فرانسيس ورتز د اروپايي اتحاديي  دكيڼ اړخ رئيس سږ كال د جون په میاشت كي دخپلي اتحاديی  په استازيتوب دليلي دښتي  د وروستي  پيښي د پلټني  په اړه  نړيوال سره صليب او م.م ته غوښتليكونه استولي وو . د جولاي پر ۸ مه « گوردان بت»  د نړيوال سره صليب وياند ځواب  وركړ چي : موږ په هيچ يوه پلټنه كي برخه نه شو اخيستي . زموږ لومړني  دنده د جګړي  قربانيانو ، ژوندي و ګړو  او په جګړو كي د ورك  شويو كسانو پاتي  كورنيو  ته مرستي رسول دي.
دا ويره شته چي په يوه پلټنه  كي د نړيوال سره صليب ګډون د هغه  پر فعاليتونو باندي چي  له خلكو سره په آزاده  توګه  د تماس پر بنسټ يي جوړوي  منفي اغيزه واچوي .  په هر حال  !  م.م  به د ناپيليتوب او محرميت  له اصولو سره سم نړيوال سره صليب ته اجازه ور نه كړي چه د پيښي  په اړه  د يوي محكمي  په  وړاندي  شهادت ادا كړي . ميرمن    « ماري روبنس » د م.م دبشري  حقوقو  د عالي كمشنري  ويانده په  ژنو كي فرانسيس ورتز ته وويل : « د بشريت ضد جنايت  پر وړاندي  بايد هيڅ  ډول  زغم موجود نه وي . د قضيي  لپار اصلي مسوولين په پيښه  كي اخته دولتونه  دي . موږ په دي ډاډه  يو چي  دافغانستان دولت  د تيرو جناياتو د پلټني په هكله صادق دي . د امريكا  دولت به ورته دريځ ولري» .
د ماري روبنس خبره له واقعيتونو سره سمون نه خوري. تر اوسه  پوري د انتقالي حكومت  له خوا د پيښي د پلټني  په اړه هيڅ يو اغيزناك ګام  نه دي پورته شوي . او تر  هغه وخته پوري چي په جنګي  جناياتو تورن ټوپكيان او جنګسالاران په حكومت كي واكمن وي (بيړني لويي جرګي  د هغوي قدرت ته مشروعيت  ور په برخه  كړي دي ) د كابل حكومت له خوا د پيښي  د پلټني  په اړه  هيله  مندي غير واقعبينانه ښكاري .                                                                                              
تجربو  ښودلي  چي د امريكا دولت هم  د پيښي  دتحقيق  په اړه  جدي نه  ښكاري. سږ كال د جون د ۳۰ می  دجولاي  تر لومړني نیتی پوری د امریکایی  قواوو له خوا د ارزګان  پر يوه  كلي د واده پر يوي غونډي  باندي بمباردمان  وشو چي ۴۸ وژني  او ۱۱۸  ټپيان يي درلود . امريكانه يوازي دا چي د پيښي  د پلټني  په اړه  يي جدي ګام  پورته نه كړ ، بلكه  د « لوماند » مياشتني  خپروني  په قول  ( د اګست پر ۲۲،  ۲۰۰۲  م كال ) پر م .م باندي فشار واچول  شو چي خپل تحقيقي راپور چي په كي د امريكايي مقاماتو  مسئوليت  په ګوته  شوي و ، مديا ته ونه سپاري. څلور كاله تير شول  تر څو چي م ، م  په دي بريالي شول چي د بوسني ۱۹۹۵  كال د جولاي د ډله  ييزو  وژنو په باب يو رسمي راپور وړاندي كړي . زما په اند په افغانستان كي ځيني  كورني او بهرني دلايل  شته چي نړيواله  ټولنه دي ته هڅوي چي د افغاني جنګي ډلي  د جناياتو د پلټني په اړه له چټكي كار واخلي .                           
فرانسه . سپتامبر ۲۰۰۲

ipower aicts mainport
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery