مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اي ټي ایم ماشین څه ته وایي؟

انجنیر سید محمد (روحاني)

 

د افغان ملي بانک محترم هیئت عامل په پلان کې لري چې ډیر ژر به د اې –ټي – ایم ما شینونه په مرکز او ولایاتو کې د خپلو ګرانو مشتریانو د بانکې خدمتونو او اسانتیاو لپاره چمتو او وړاندې کړي تر څو هغوی وکولای شي خپلې اړتیاوې په اسانه ډول سره سرته وره سوي.
اي ټي ایم ماشین د بانکي حسابونو او معاملو د استعما لولو لپاره په خپل سر ویونکی ماشین دی چه د صراف په شان مګر په ګونګۍ ژبه دنده اجرا کوي چې اوس په ټوله نړۍ کې ترینه هره ورځ کار اخستل کیږي او تصویر یې په لاندې توګه دی:
د اي-ټي-ایم ماشین لاندې شکل لري:

د اې ټي ایم ماشین ډولونه:
په نړۍ کې رنګا رنګ د اې ټي ایم ماشینونه شتون لري چې یو څو یې په لاندې ډول دي:
۱ مرکزي اې ټي ایم ماشین: دغه ماشین د یوه بانک په مرکز کې ځای لري چه د بانک مشتریان، کارمندان یا عام خلک ورځنې هره ورځ کار اخلي.
۲ ساحوي اې ټي ایم ماشین: دغه ډول ماشین له بانک نه بهر په نورو مهمو دفترونو او تجارتي ساحوکې ایښودل شوي وي لکه تجارتي مغازې، هوايي میدا نونه، د تیلو پمپونه، او د ریل لارو هډو کې.
۳ د کار ځای اې ټي ايم ماشین: دغه شان ماشینونه په عام ډول په دولتي ارګانونو کي شتون لري او کارمندان او کارګران د اړونده ارګانونو ترینه کار اخلي.
۴ د نغدو پیسو ایستلو اې ټي ایم ماشین: د دغه ماشین پذریعه کولا ی شو مونږ نغدې پیسې تر لاسه کړو، خپل د پیسو بیلانس وګورو اوداسې نور کارونه ورباندې اجراء کړو.
۵ ګرځنده اې ټي ایم ماشین: بعضې شخصي بانکونه له دغه ډول ماشین څخه په بیلا بیلو ځایو کې د مشتریانو د اسانتیاو د پیدا کولو لپاره یا د دخدمتونو د چمتوکولو لپاره کار اخلي ترڅو خپل مشتریان زیات او ځان ته چذب کړي.
د اي ټي ایم ماشین ګټې:
۱ د بانک کارمندان، مشتریان، تجاران او نور خلک کولای شي له اي ټي ايم ماشین څخه ۲۴ ساعته ګټه پورته کړي.
۲ چټګ او اغیزناک خدمت وړاندې کوي.
۳ په خوندي او ځانګړي ځای کې یو کس کولای شی بانکي معامله وکړي.
۴ دغه ما شین د غلطي یا تیروتنې نه انسان ژغوري.
۵ د بانک مشتري کولای شي د بانک د هر اي ټي ايم ماشین څخه په هر وخت او په هر ځای کې پیسې ترلاسه کړي.
۶ د بانک مشتریانو ته د پیسو ایستلو امکانات په مختلفو ساحو کې چمتو کوي.
۷ مشتري کولای شي وروسته یا مخکي له رسمیاتو څخه پیسې تر لاسه کړي.
۸ د مشتری وخت او پیسې بچ کیږي.
۹ بانک د نورو اضافه څانګو د پرانستلو څخه ژغوري.
۱۰ بانک د اضافه کارۍ ورکولو نه ژغوري.
۱۱ د بانک د اپریشن مصارف کموي.
۱۲ د بانک د ټرانسپوړټ کموالی پیدا کوي: بانک د کارمندانو یا کارګرانو د انتقال نه ساتي.
۱۳ د اې ټي ایم ماشین په هر خوندي ځای کي ایښودل کیږي.
۱۴ د اي ټي ايم ماشین بازار موندنه غښتلې کوي.
۱۵ بانک د هره ورځ عادي مصارفو لکه قرطاسه، د اسنادو کاپي او نورو نه ساتي.
۱۶ بانک کولای شي د اې ټي ایم ماشین پذریعه سره کټ مټ یا ډول ډول توکي خرڅ یا وړاندې کړي.
د اې ټي ایم ماشین څنګه کارول کیږي؟
 کله چې تاسې و غواړئ د اې ټي ایم ما شین وکاروي یا ترینه پیسې لاس ته راوړئ، نو لازمه ده لاندې ګامونه په پام سره واخلی:
۱ بیدار اوسیږئ لمړی خپل چاپیریال په ښه ځیر سره وګورئ ترڅو ستاسو خوا ته کوم بل څوک غلی ولاړ نه وي چې ستاسو پاس ورډ ته لاس رسی پید نکړي.
۲ د اې ټي ایم کارډ د اي ټي ایم ماشین ته په ښه فکر او غور سره داخل کړئ.
۳ د خپل زړه د خوښې ژبه وټاکئ ترڅو ستاسو لپاره اسانتیا رامنځ ته شي.
۴ د خپل پین نمبر( ځانګړې د پیژندنې شمیره)ماشین ته په پام سره داخل کړئ ورپسې د اینټر بټن ته فشار ورکړئ.
۵ خپله معامله یا کړنه اختیار کړئ( د پیسو اضافه کول یا د پیسو ایستل له ماشین څخه) او هغه مقدرار پیسې ولیکئ کومې چا تا سو غواړئ په خپل حساب کې جمع کړی یا یې ترینه واخلی. که چیرته تاسونه پیسې ماشین نه اخستې یا ماشین تاسو ته پیسې نه درکولې، نو بیا تاسو کولای شئ د بانک داخل ته لاړشئ او د اړونده مامور ځنې مرسته تر لاسه کړئ تر څو ستا سو ستونزه حل شي.
۶ زیاتره ماشینونه ثابت یا ټاکل شویي ارقام لري او په همغه اندازه پیسې ترینه اخستل کیږي لکه ۱۰۰، ۲۰۰، ۳۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰ او داسې نور شول مګر یو کس کولای شي چه د خپلې خوښې رقم وټاکي او همغه رقم ماشین ته داخل کړی او خپلې پیسې ترلاسه کړي.
۷ باید وویل شي چې یو کس نشې کولای چې د خپلو پیسونه زیات رقم ولیکې او بیا همغه رقم د اي ټي ایم ماشین ته داخل کړي. که چیرته دغه شان عمل وکړای شي، نو ماشین نوموړي زیات یا غلط رقم نه منې او که چیرته په پرله پسې توګه دغه عمل تکرار شي، نو ماشین په خپله د اي ټي ايم کارټ ځان سره په داخل کې ساتي.نو کله چه دغه شان ستونزه رامنځ ته شي، باید د بانک مشتري داخل د بانک ته لاړشي ترڅو د بانک مامور دغه ستونزه په اصولي ډول حل کړي.
۸ کله چه ماشین تاسوته پیسې درکړي، نو سمدلاسه یې په خپل بکس، جیب یا بټوه کې کیږدئ ترڅو همغه خوندي وساتل شي او له امنیتي ستونزې نه بچ شی.
۹ بیا ښه فکر وکړئ چه کوم بل کار کول خو نه غواړئ(پیسې اخستل، بیلانس لیدل، پیسې کیښودل...) نو د بلې یا نخیر بټن ووهئ.
۱۰ که چیرته غواړئ رسید یا سند ترلاسه کړئ، نو د هو یا نه بټن ته زور ورکړئ. انتظار وکړئ ترڅو ماشین ستاسو معامله تر سره کړي.
۱۱ کله چې ماشین و بنګیږي یا زنګ ووهي، نو تاسو کولای شئ خپلې نغدې پیسې یا کارټ سره له سنده ترلاسه کړئ. کوښښ وکړئ همیشه خپلې پیسې، سند او کارټ په خپل وخت سره ترلاسه کړئ ترڅو ستاسو پیسې خوندي وساتل شي.
۱۲ کله چې پیسې مو ترلاسه کړې، نو باید له دغې ساحې نه په خوندي توګه ځان ګوښه کړئ ترڅو تاسو ته کومه امنیتي ستونزه پیدا نشي او ستاسو پیسې ورکې نشي.


د اې ټي ایم ماشین کوم ډول بانکي کارتونه کاروي؟
 ۱) کریډیټ کارت:


کریډیټ کارت ( د پور ورکولو کارت) د بانک او مشتري تر منځ د یو ثابت او د معین مقدار پیسو تړون لاسلیک کیږي هغه دا چې یو مشتري به له دغه کریډیت کارت څخه په توکو رانیولو سره کار اخلي او نوموړي کس ته به د پیسو میاشتنی بیل راځي او دغه بیل باید نوموړی مشتري په خپل وخت سره تادیه کړي. یا په بل عبارت سره دا هغه کارت دی چې یو کس سودا اخلي یا توکي خپل ځا نته په بازار یا مارکیټ کې رانیسي نو نغدې پیسې نه ورکوي بلکه دغه کارت ورته وکوي او په ده پسې به هره میاشت د پورونو بیل راځي او دبیل پیسې یې په خپل وخت سره د مشتري له خوا ورکول کیږي. البته دغه راز کارتونه په غربي نړۍ او پرمختللو هیوادو کې زیات مروج دي او هره ورځ په بیلا بیلو معاملو کې ترینه کار اخستل کیږي.

ډ یبټ کارت ( د قرضدارۍ کارت):

دا ډول کارت د یو بانک له خوا مشتري ته ورکول کیږي چې د نوموړي کارت پواسطه یو مشتري کولای شي خپلې نغدې پیسې چې په خپل بانکي حساب کي یې لري ترلاسه کړي یا د خپلو پیسو په اندازه خریداري وکړي او هر کله چې یو کس دغه کارت کاروي نو د هرې معاملې ځني وروسته د نوموړي له بانکي حساب نه پیسې په فوري ډول کمیږي. ترڅو وکولای شو دغه شان کارت ته د بل چا لاس رسی پیدا نشي، ډیبټ کارتونه ځانګړي د پیژندنې نمبر، د مشتري عکس او د سا تنې کوډ لري چې یو مشتري د خپلې بانکي معاملې په وخت کې ورځنې کار اخلي.
ماسټر کارت:

نړیوا له د کریډټ کارتونو ټولنه له مالي ارګانونو سره یوازې د کریډټ کارتونو په جوړښت او برابرولو کې مرسته کوي چې بیا نوموړی کارتونه د یو ما لي ارګان پواسطه د ځانګړې څارنې او کنټړول لاندې راځي او هر مالي ارګان چې دغه شان کارتونه خپلو کارمندانون یا مشتریانو ته توزیع کوي نو بشپړ مسؤ لیت پر خپله غاړه لري چه دغه ماسټر کارتونه څه ډول او په کومو شرطونو سره خپلو کارمندانو او مشتریانو ته توزیع کړي ترڅو ورڅخه سالمه او لازمه استفاده وشي.
ویزا کارت:

ویزاد مالي خدمتونو نړیواله ټولنه د مالي ارګانونو لپاره د ویزا محصولات جوړوي او برابروي لکه کریډټ کارتونه، ډیبټ کارتونه او پري پیډ کارتونه او داسي نور شول.د ویزا د مالي خدمتونو نړیواله ټولنه د آمریکا په کالیفورنیا کي مرکزي دفتر لري او له نوموړي مرکزي دفتر څخه ټولې نړۍ ته خپل خدمتونه او محصولات وړاندې کوي.
پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery