مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2014-02-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

لیکوال او باروت ناول

احمدجان نوزادي

 


 نهم څپرکی
 پیښور:
وحید او موریی د شپی نا وخته پیښورته ورسیدل، د وحید د ماما ادرس یی په کاغذ کی لیکیلی ؤ، د تورخم نه تیرشول، او داچی سر او وضع یی برابرنه وه، پولیسو هم ونه زورول، د پیښور په موټر کی کښیناستل او د شپی ۱۰ بجی د پيښور په ارباب روټ سیمه کی د موټر نه کوز شول، دوکانونه خلاص وه، کاغذ یی یوه دوکاندار ته ونیو او ویی ویل وروره غواړم دی ادرس ته لاړه شم.
دوکاندار هم افغان مهاجر وو، د کاغذ په لیدلو یی د وحید ماما وپیژاند، ویی ویل خوری په ما پسی راځه، دوکان یی خوشی کړ او پخپله د وحید دمور سره روان شو، د وحید دماما کور ډیر لیری نه وو بس یوه دوه دقیقی وروسته د وحید د ماما د کور مخ ته ودریدل، دوکاندار دروازه و ټکول او یوه شیبه وروسته د وحید ماما حمید دروازه خلاصه او سترګی یی په خور او خوریی ولګیدی، سخت خوښ شو، جانان دوکاندار یی دیاده ووت او خور او خوریی یی داخل ته وبلل، دوکاندار هم په حالت پوه شو او بیله دی چی څه ووایی بیرته ددوکان په لور روان شو.
حمید سمدلاسه یی د مامور فضلو تپوس وکړ، د حمید خور هم خپل د زړ تڼاکه وچول، سریی د وررو پر ګریوان پريښود او په ژړا ژړا کی یی وویل: وروره، دخور کور دی وران شو، حمید فکر وکړ، چی د سرای په اړه خبری کوی، خور یی ارامش ته راو بلل ویی ویل: خور خیر دی خدامو دی د سر د تاوان نه وساتی کورونه خو موږ جوړوو.
خور یی په ژړا ژړاکی وویل، وروره، کوربه څنګه موږ جوړ کړو زما خو وران کور ویجاړ شو، خاوند، لور او زوم می دری واړه په جګړه کی قربانی شول، تر خروارو خاورو لاندی شول، زه سرتوره او زوی می په دی ماشومتوب کی یتیم شو.
اوس حمید پوه شو، چی مامور فضلو شهید شویدی. خوریی ارامش ته راوبلل ویی ویل: خور صبر وکړه، خدای پاک د صابرانو ملګری دی، البته دخدای پاک رضا به داسی وه، خدای دی د زوی غم نه دروینی..........................
خوریی هم ورور آرامه شوه، ټول پر وحید او دهغه پر مور راټول شول، هریوه یی په نوبت خپل همدری ښکاره کول، او دمرستی وعدی یی ورکولی.
څو ورځي په میلمستیا تیری شوی، نورنو خور باید تصمیم نیولی وای ورور یی هم غریب ؤ او خپل شپه اوورځ یی د یوی کراچی سره تیرول، کله به یی تازه میوه او کله به یی ترکاری د ارباب روټ په کوڅو کی خرڅول او ځانته به یی مړۍ میندل.
څو ورځي وروسته خور دورور نه تپوس وکړ، داسی یی وویل:
وروره ستا یی کور ودان ته خو پوه یی چی پر موږ باندی څرنګه حالت تیرشوی دی، کاش موږ هم ستا سره یوځای دلته راغلی وای، خاوند به می نه مړ کیده، اوزه به نه سرتوره کیدلم. خو اوس چی خدای راوستی ده نوزه نه غواړم چی ستا د اوږو بارشم. پوهیږم ته هم اولاد داره یی، ټوله ورځ زحمت باسی او اولادو ته مړۍ پیدا کوی.
حمید: دخور خبره ونیول ویی ویل: خوره دا ته څه وایی، باڼو پرسترګو کله نه درنیږی.
خور: زه ډاډه یم او ځګه خو می تاته پناه راوړه. خو اوس شکور دی وحید هم نیمچه زلمی دی، نو ولی ورته یوه کراچی نه رانیسی ستا سره به یوځای کاروکړی، او ځانته به مړۍ پیداکړی، زما زوی سره ددی چی تنکی دی خو باید سر اوس نه د مسؤلیت احساس وکړی، مورته باید لاس ورکړی.
حمید: ولی هغه باید خپل ښوونځی ولولی؟
 خور: هو ته ښه خبره کوی، خو لومړی باید موږ ددی توان پیدا کړو چې د ژوند عادی بهیر ته راوګرځو بیابه دخیره سره خپل سبک هم ولولی.
حمید ډیر ټینګار وکړ خو خور یی د وررو خبره نه منل او نه یی غوښتل چې دورو د اوږو بارشی. ورور یی هم خبره ومنل، او سر دسبا یی وحید کارته اماده کړ.
وحید ځيرک هلک ؤ، ډیر ژریی د ژوند لاره پیداکړه، او ماما په څیر یی خپلی مورته ګټه کول. په لنډ وخت کی د ارباب روت ټولی کوڅی بلدی کړی، ښه مشتریان یی ومیندل، او هره ورځ د پوره ګټی سره کورته راستنیده، دماما سره یی د کور نیمه کرایه پریکوله او ژوند ښه مخته روان ؤ.
دا په ځای خبره وه چی وحید هره ورځ ښه پیسی ګټلی، خو داهم رښتیا وه چی وحید نور د مکتب د تګ نه محروم شوی و، په دی ډاډه و چی دا ګټه دده راتلونکی نشی جوړولای خو څه یی باید کړیوای.

شپږ میاشتی وروسته:
وحید د ارباب روډ په کوڅو کی خپله کراچی روانه کړی وه، ناری یی وهلی واخلی، تازه ترکاری، میوه، پیاز او پټاټی درواخلی. ناڅاپه د یوه کور ور پرانستل شو، او په وحید پسی یی شاته ږغ کړه. ترکاری والا؟
 وحید ودرید شاته یی و کتل، غږ یی و رته شناخته ؤ خو د غږ خاوند یی ځای ته نه شو راوستلای سوچ یی وکړ، داسړی می چیری لیدلی، ماته خو اشنا ښکاری، مګر لازم یی نه بلل چی پوښتنه وکړی. دغږخاوند نژدی راغی یودم پخپل ځای ودرید، وحید ته یی مخ واړاوه او داسی یی وویل: هلکه ته د مامور فضلو زوی وحید نه یی؟
• وحید په حیرانتیا سره وویل: هو یم خو ته؟
• زه دی و نه پیژاندم؟
• وحید: نه کاکا، ایا تاسی می چیری لیدلی یاست، غږ خودی ماته هم اشنا دی خو ځای ته می رانه وستی.
• پلار دی څنکه دی؟
• وحید: پلار می دی خدای و بخښی که هغه ژوندی وای نو ما به ترکاری نه خرڅول، دنور همزولو په څير به ښوونځۍ ته تلم، د پردیو په کوڅو کی به می څه کول.
• د غږ خاوند چې قوماندان باروت و، د وحید خبرویی زړه ټوټی ټوټی کړ، نور نو لازمه نه وه چی ځان پټ کړی، وحید ته ټیټ شو او په داسی حال کی چی اوښکو یی پر مخ لاری ایستلی ویی ویل: بچیه زه دی کاکا یم قوماندان باروت.
• وحید په حیرانتیا سره وویل: څه شی!!! قوماندان باروت!!!
• هو: وراره، زه قوماندان باروت وم خواوس نه قوماندان یم او نه هم باروت، یوازی بهلول یم، ایا قوماندان باروت دی په یاد دی او کنه؟
• وحید ښه ورته ځیر شو، باوریی نه راتی، فکر یی کاوه چی ټوکی ورسره کوی، د قوماندان باروت، څڼی، دهغه پکول، دستمال او بډ وهلی پایڅی، په خاص ډول دهغه د مرمیو پسول او ټوپک خو اوس د هغوی نه هیڅ یو هم نشته، ویی ویل: عجیبه ده، کاکا موږ په تاپسی په کابل کی ګرځيدو، ژوند هم عجیبه ټوکی کوی، ته او دلته، ټوپک دی څه شو، وسله وال دی کومه دی، څڼی او پکول دی څه کړل، موږ خو په باروتو کی کباب شو، خو قوماندان باروت بیا دلته چکر وهی!!!
قوماندان باروت د وحید په دی ټولو خبرو کی درد او غم لیده، د وحید الوتی بڼی د جګړی د غمیزی د داستان کیسه کول، ضرورت دیته نه و چې د وحید ژبه خبری وکړی، قوماندان باروت وحید په غیږ کی را ټینګ کړ، ویی ویل وراره، راځه کورته لاړ شو، دا خبری د لاری پرسر نه کیږی. د قوماندان باروت درد د وحید نه هم زیات و، خو وحید لا تراوسه ووړ و، او دهغه لپاره لا وخت و چی د باروت په دردونو پوه شی. خو قوماندان باروت باید هغه پوه کړی وای ځکه چې که اوس یی پوه نکړی نوبیابه ناو خته وی. قوماندان باروت وحید له لاس نه ونیو، ویی ویل: ځه چی ځو کورته.
وحید: تره، مننه باید سودا می و پلورم، د ماښام لپاره می باید آدي ته مړۍ برابره کړم، سوړ اسویلی یی وایست او غټی غټی اوښکی یی د مرغلرو په څير پر خیرن مخ را ورغړیدی او د وحید پر مخ یی لاره وایسته. قوماندان باروت و وحید ته ټیټ شو، اوښکی یی په پټو ورپاکی کړی، ویی ویل: وراره، راځه هرڅه به خدای جوړ کړی، اخر دا کاکا دی څه په درد خوری. دواړو د باروت د کورپه لور، روان شول. د باروت زړه پر وحید باندی نینی شوی ؤ، د وحید نازولتوب یی ورپه زړه شو، په زړه کی یی جګړی ته ډیر بد وویل، سوړ اسویلی یی وایست او بیا یی وویل: لویه خدایه ته زموږ بی وزلی ولس ته له دی غمیزی نجات ورکړی.
دواړه کورته ورسیدل، باروت میرمنی ته غږ کړل، میرمنی یی مخته راووتل سترګی یی پر یوه یتیم او بی وزلی ماشوم ولګیدی، فکر یی وکړ چی خاوند یی ترینه سودا اخیستی ده خو لا یی خوله په خبره نه وه پوری کړی، چی باروت وویل دا وحید دی.
میرمن: وحید! پوه نه شوم کوم وحید؟
 خاوند: د مامور فضل الله خان زوی وحید. وحید چی هر وخت به یی ما کیسی درته ویلی، یاد دی دی او کنه؟
 میرمنی یی منډه کړه او وحید یی داسی په غیږ کی را ټینګ کړ لکه مور چی خپل سکه ماشوم په غیږ کی رانیسی، ډیره مینه یی ورسره وکړه او بیا یی وویل: ترور دی پرکور شه ته او دلته دا کراچی څه کوی، پلار او موردی څنګه دی.
وحید: وحید په پټه خوله په اوښکو سر شو او په ژړا کی یی وویل: مور می دلته ده پلار می جګړی یووړ، هرڅه مو برباد شول. .........................................
د باروت میرمنی د وحید پرداستان ډیر وژړل، وحید یی کوټی ته بوت او هلته یی داسی اماده ګی ورته ونیول لکه کوم مهم سړی چی یی میلمه وی.
میرمن په اشپز خانه کی په اشپزی لګیاه وه او وحید او باروت وخت پیدا کړ ترڅو کیسی سره وکړی.
وحید خپل د پوښتنو ځواب نه ؤ میندلی مخ یی باروت ته واړاوه ویی ویل: ښه کاکا نو وایه چی څنګه دی ټوپک پریښود؟
 باروت یو سوړ اسویلی وایست وویل: وراره! اول خودا رانه وپوښته چی څنګه می ټوپک واخیست؟ وحید دوی سترګی د باروت وخولی ته نیولي، وی او غوښتل یی د باروت داستان له سره ترپایه پوری واوری.
باروت خپل داستان داسی راشروع کړ؟
 زما پلاردی خدای ج وبخښی، لیکوال و، د کابل په دارلامان کی مو ژوند کاوه، ښه خوشحاله ژوند مو لاره، د پلار مشر او نازولی زوی زه وم، هر ډول نازمی چلیده، تازه زلمی شوی وم، د ښوونځۍ په لسم ټولګی کی وم چی په افغانستان کی کمونست پلوه خلقیانو او پرپرچمیانو یوه نظامی کودتا وکړل. د خدای بخښلی شهید سردار محمد داود قانونی نظام یی ړنګ کړاو پر ځای یی ددوی په اصطلاح خلقی نظام رامنځته شو. خلقی نظام دداسی خلکو نه جوړ وو چی د حکومتداری کومه تیره تجریبه یی نه درلودل. تنکی ځوانان یی راټول کړی وه او دهغوی د احساساتو نه یی ناوړه ګټه پورته کوله، دا په نامه دموکراتیک نظام وو خو په حقیقت کی هغه نظام د موکراسی په مری کی خپه کوله، داسی څوک چی ددوی د مفکوری سره به مخالف او یا به داسی یو مسلمان چی پنځه وخته به جومات تی د شپی په تیاره کی به یی د کوره ایستل او ورکوله. خلک په تیښته کی وه، خو دا چی پلار ته می وطن ډیر ګران وو او هر کله به یی ماته ویل: وطن د مور حیثیت لری، لکه څرنګه چی موږ د مور په پیو رالوی شوی یو په همدی شان موږ د وطن په پاکو اوبو او هوا را لوی شوی یو دلته مو خاپوړی کړی دی، ددی غریب او بیچاره ولس په مالیاتو مو زده کړی کړي دی، موږ ته اوس دا په کار ده چی دده په وړاندی خپله ملی او میهنی دنده اجرا کړو.
باروت یو سوړ اسویلی وایست، اوښکی یی د سترګو راو رغړیدی او ورو یی په ږیری کی ورننوتی او ورکی شوی. باروت داسی دوام ورکړ: همدی وطن پرستی زما د پلار سروخوړ. سره ددی چی هغه ترډیره بریده د حوصلی نه کار اخیسته، خو حوصله هله تمامه شوه چی کله د روسانو سری لښکری پر افغانستان راو ختی. هرڅه یی پخپلو منګلو کی انحصارکړل. دوی د افغانانو د سرښندنی او وطن پالنی نه اګاهی نه درلودل.
د روسانو د راتګ سره نور نو دهر با درکه افغان دنده وه ترڅو د پردی یرغل په وړاندی خپله انسانی او میهنی دنده اجراکړی.
زما پلار هم نور خپل قلم نه شو حصارولای او د اثارت ژوند یی نه شو منلای. یوه ورځ ناوخته کورته راستون شو، سمدلاسه خپلی کوټی ته ننوت، کاغذونه یی د بکس نه راوایستل او په ډیر ژور ډول یی څه لیکل. په هغه شپه مو ډوډۍ ناوخته وخوړل. ما می د پلار نه تپوس وکړ.
نن ډیر مصروف یی، زه درسره مرسته کولای شم.
پلارمی ژور وژر راوکتل، لاس یی زما پر اوږه پریښود، د ځان پلو یی راکش کړم. پر مخ یی ښکل کړم. بیا مسکی شو، او داسی ځواب یی راکړ.
نه ځوانه! تراوسه لا ستا د پاره وختی دی. ډیر څه دی چی ته یی باید وکړی.
بیا یی له لاس نه ونیولم، د ځان سره یی خپل کوټی ته بوتلم. کاغذونه یی زما مخ ته پريښودل. مایی عنوان داسی ولوست:
دوستی افغان شوروی خلل نا پذیر است.
د عنوان نه لاندی لاړم داسی می ولوستل: په هر دیوال، هر پاڼه دا شعار ترسترګو کیږی، دوستی افغان شوروی خلل ناپذیر است.
یوه څه نورهم وړاندی لاړم، مضمون ډیر جالب او په زړه پوری ؤ، زه هم د ځوانی احساساتو واخستم. غوښتل می همدا شیبه تروطن جارشم. سر صدقه کړم، تاریخ رنګین کړم او ځان د افغان اتلانو د تاریخ سره یوځای کړم. خو زما د پلار په خبره تراوسه لازما د پاره وختی و.
پلارته می وویل: غواړی په دی څه وکړی، پلارمی ځواب راکړ: وخت یی دی چی باید ولس راوهڅوم ترڅو د سرو یرغلګرو په وړاندی راپاڅي او د افغان د توری ځلایو ځل بیا ونړی ته وریاده کړی. پلار می لا نورهم احساساتی کړم. خوزه په دی نه پوهیدم چی دازما د پلار د پاره لوی خطر پیدا کوی.
زه نه پوهیږم چی هغه مضمون به نشر شوی وی او کنه خوسبا شپه د شپی ۱۲ بجی وی موږ ټول په خواږه خوب ویده وو، چی د کور دروازه د یوی لغتی سره د چهارچوب نه و ختل او پر موږ را ولویدل. ددی سره سم یوه ډله وسله وال چی زیاد تره یی تنکی زلمیان وه په کور راننوتل. وسلو ته یی مرمی ورتیری کړی، د وسلو خوله یی زموږ په لور ونیولی او ویی ویل ښور مه خوری.
موږ ټوله د ډاره لړزیدلو. پلار می ورته وویل خبره څه ده او تاسو څوک یاست. یوه دهغوی د جملی نه یوڅه په سن پوخ و، زما پلارته یی وویل، لیکوال ته یی؟
 زما پلار ځواب ورکړ، هو! زه یم وایه ته څوک یی؟
 مقابل لوری ورته وویل: ښه زما سره راځه زه به درته ووایم چی څوک یم.
پلار می وویل: سمه ده ځه چی ځو خو وسلی مو لیری کړی او ماشومان مه نا ارامه کوی.
مقابل لوری می پلاری ته کنداق کش کړ او یو تینګ قنداق یی په دی اوږ و کی وواهه ویل چپ شه د ریګن زویه خبری مه کوه.
پلار می په ځمکه ولوید خو بیرته ژر د ځایه را ولاړ شو. وسلوالو یی لاسونه وتړی. یوه توره خلطه یی په سر ورواغوستل، او د کوره یی وایست.
زه می سبا د مورسره ماموریت په ماموریت وګرځیدم خو ځمکه سوری شوه او پلار می په ننوت، ماښام جومات کی ملا راته وویل چی په صدارت کی یی پوښتنه وکړه، دا کار می هم وکړ، خو چا راته معلومات رانکړل. باروت یو سوړ اسویلی وایست زیاته یی کړه. هغه شپه زموږ د بدبختی شپه وه، دپلارسره می هغه وروستی لیدنه وه، ځمکه سوری شوه او پلارمی پی ننوت.
په میاشتو میاشتو به د پلار د جامو سره د صدارت په دروازه کی ناست وم، د استخباراتو مامورینو به د هغو بندیانو چی ژوندی وه نومونه واخستل، خو زما په څير ډیر نور خلګ وه چی په میاشتو میاشتو به د صدارت مخ ته انتظار ایسته خو تر پایه په دی نه بریالی کیدل چی خپل ورک شوی پیدا کړی. پسله ډیری مودی په دی پوه شوم چی زما انتظار بی ګټی دی سره ددی چی اوس می هم سترګی پلار لټوی، خو پلار می د وطن نه قربان شو، د وطن دښمنانو هغه زموږ څخه واخیست.
دی کار زما په زړه کی د انتقام اوربل کړ، ته اوس په دی پوهیدلای شی چی د پلار جدایی څومره سخته ده. نورنو زه نه خو بهلول جان وم نه خو بهلول بلکه غوښتل می انتقام واخلم. د هغه نظام هر مامور ما د ځان د ښمن او دپلار قاتل باله، کډه می بارکړه، مور، وروڼه او خویندی می د کابله په ډیر مشکل وایستی او پیښور ته راغلم.
دلته می خپلی اړیکی ټینګی کړی، ټوپک می واخیست او جهاد می شروع کړ. لږ موده نه وه تیره شوی چی د قوماندانی پوړی ورسیدم، او داچی په سینه کی می د انتقام د اورلمبی بلی وی، له سره تیروم، غوښتل می د پلار انتقام واخلم،.......... د باروت په ږیره کی بیا یوڅو غټی غټی اوښکی را کښته شوی، سوړ اسویلی یی وا یست او داسی یی دوام ورکړ. بلی د پلار انتقام خومی یو په سل واخیست، ډیر روسان او دهغوی مزدوران می دوزخ ته ولیږل، خو دی کار زه د بهلول نه باروت کړم.
د ځوانی په جوش کی غرق وم، نه پوهیدم، چی چیر روان یم او ددی په ځای چی د یوه لیکوال د زوی نه لیکوا جوړ شی داهیله نیمګړی پاته شوه او زمانی د بهلول نه باروت جوړ کړ. د جهاد په ټول ژوند کی د الله په نامه قسم یادوم، تراوسه می یوبی ګناه نه دی زورولی، دچا د جیب نه می پیسی نه دی ایستلی، ښوونځۍ می نه دی سوځولی، او تلاښ می کړی ترڅو ددی کارو مخه ونیسم.
نورنو دباروت اوښکی په ورور ورو د ږیری په لور رابهیدلی اودهغه په ګڼه ږیره کی ورکیدلی. وحید لکه بت مخامخ و باروت ته ناست ؤ دستمال یی په لاس کی ؤ او خپلی اوښکی یی ورباندی وچولی، دځمکی غږ وتی خو د وحید غږ نه واته، د باروت د ژوند داستان خورا دردونکی ؤ.
باروت داسی دوام ورکاوه، وراره، دی ته خوښ وم چی یوه ورځ به د کمونستانو نظام نسکور شی، او په وطن کی به یو اسلامی نظام داسی یونظام چی افغانان د وروڼو په څیر یو دبله سره ژوند وکړی، جوړ شی. پردی مزدوران به له وطن وتښتی او افغانستان به بیا د افغانانو کورشی.
هو: رورسی پلوه نظام خو مو ړنګ کړ، ولی بدبختانه د کوم هدف لپار چی موږ شپه او ورځ خپل په سر لوبی کولی ترلاسه مو نه کړ.
مجاهدین په دی ونه توانیدل، چی په خپلو کی سره جوړ شی، د قدرت اور یی دوباره زموږ په سوځلی کلی کی بل کړ، وچ او لانده یی وسول، په لومړی ورځ د تنظیمو ترمنځ د قدرت پر سرباندی جګړه شروع شوه، لا اوس هم روانه ده او موږ نه پوهیږو چې ترڅو به دوام ومومي.
ما نه غوښتل چی د افغانانو په وژنه کی خپل لاسونه په وینو رنګ کړم او خپل دنیا او اخرت ته پخپلو لاسو اور واچوم. پریکړه می وکړه چی نورنو د ټوپک سره خدای په امانی وکړم، ملکی ژوند ته راو ګرځم. او خپل راتلونکی ژوند د خپلو بچیانو سره او ددوی په روزنه کی تیرکړم. له مانه خو هرڅه تیر دی ولی غواړم بچی می تعلیم وکړی او د پلار هیله می ددوی په وجود کی و لټوم.
باروت بیا یو سوړ اسویلی وایست یوه ترخه مسکا یی وکړه مخ یی وحید ته واړاوه وویی ویل: داو هغه داستان چی د بهلول نه یی باروت جوړکړ. بیا یی ټنډه ترشه شوه زیاته یی کړه خو زه نور د باروت دنامه نه نفرت لرم او غواړم بیرته بهلول شم.
بهلول مخ وحید ته واړاوه، وحید یی د ځان په لور راکش کړ، د هغه اوښکی یی وچی کړی او ویی ویل: مه ژاړه وراره دا یوازی زه او ته نه یو بلکه زما او ستا په څير ډیر ددی جګړو قربانی شویدی او نه پوهیږم چی څومره نوربه ددی جګړی قربانی شی.

وحید حک حیران پاته ؤ، دا یوازی دی نه ؤ چی د جګړی د لاسه د پردو په کلو سرو، بلکه د باروت داستان خو له ده هم دردونکی و، یو سوړاسویلی یی وایست مخ یی باروت ته واړاوه، ویی ویل: تره زه ستا لپاره ډیر متاثر یم، که کیدای شی نو ما وبخښه، ستا په اړه می اشتباه کړی وه.
پسله دی نه د باروت په ځای د بهلول نوم په کارو وړل کیږی.
بهلول او وحید یو ساعت کیسی کړی وی، چای یی د یاده وتی او سوړ شوی وو، بهلول میرمنی ته غږ کړه څو ددوی چای تازه کړی.
میرمنی یی چای تازه کړ، باروت مخ وحید ته واړاوه، ویی ویل: ښه وراره، زه نه غواړم دا واورم چی خدای بخښلی پلار دی څرنګه شهید شو، ځکه زه پوهیږم او دا هرڅه درک کولای شم خو غواړم دومره ووایم چی مامور صاحب ډیر نیک سړی و، ماته می د پلار په څیر ګران و، هغه غریب هم د خلقیانو او پرچمیانو په وړاندی ډیر مقاومت او مبارزه کړی ده، د مجاهدینو سره یی ډیری مرستی کړیدی، زما سره یی سخته مینه لرل، زه یی ډیر ځله پر دسترخوان ناست یم، او ډیر زیات دهغه دسترخوان تر احسان لاندی یم. اوس راته ووایه چی زه څرنګه دا هرڅه ادا کولی شم.
وحید: تره کوردی ودان، ماته هم له تره نه کم نه یی خوزه په دی باوریم چی ته هم له موږ نه په ښه موقعیت کی نه یی.
باروت بیا لاس د تنکی وحید پر مخ را کش کړ، ویی ویل: وراره، ستا د پلار نیکی د مننی په ویلو نشم اداکولی، ما پریکړه کړیده چی باید ستا لاس ونیسم او ته هم باید نور څه کی ونه وایی. بهلول وویل: زه په قصه خوانیو کی د کتاب خرڅولو یو کوچنی هټی لرم، هم مطالعه کوم او هم پیسی ګټم. راځه ستا د پاره یو بل کاروکړم، زیاته یی کړه، تاته به ورځپاڼی درکوم. سبایی ښوونځی ته ځه او پسله وخته بیا ورځپاڼی خرڅي کړه، دومره پیسی چی اوس یی ګټی هلته یی هم ګټلای شی. سره ددی چی هرکار خپلی ستونزی لری، خو زه فکرکوم چی ته ددی کار د عهدي وتلی شی.
سره ددی چی وحید ډیر دیر ځله مننه وویل او غوښتل یی چی ځان د بهلول تر احسان لاندی رانه ولی او خپل د هغی ډوډۍ ثواب چی د وحید پلار د خدای د رضا په لارکی مجاهدینو ته ورکول، خراب نکړی. خو بهلول هغه تینګ رانیولی و، پریکړه یی کړي وه ترڅو د وحید سره مرسته وکړی او دهغه په وړاندي خپل افغانی دنده ترسره کړی.
وحید و منل خو ویی ویل تره، پریږده چی لومړی می د مورسره مشوره وکړم، بیا به د خیره سره و ګورو.
وحید ټوله ورځ د بهلول سره په کیسو تیره کړه، بهلول لاس په جیب کی کړ، د پنځه سوه کالداریو نوټ یی را وایست، په زوره یی د وحید په جیب کی ورننویست او ویی ویل، وراراه راځه چی تا تر کاله پوری ورسوم، په دی بهانه به ستاسو کور هم وګورم.
وحید ډیر اسرار وکړ. چی د بهلول پیسی وانخلی، خو بهلول هغه مجبوره کړ.
دواړه رار وان شول، د وحید ریړی هم بهلول کشوله او وحید یی په خواکی روان وو. داسی معلومیدل، چی نورنو د وحید قسمت تغیر کړی وی، بنده پخپل عقل عاجزدی، دواړه د وحید دوی کورته ورسیدل،
• وحید وویل: کاکا نن خومی سودا هم خرڅه نه کړل؟
• بهلول: خیر دی نن دی سودا کورته یوسه. اخر تاسی خو به هم یوه ورځ سودا رانیسی کنه؟
• وحید: مسکی شو ویی ویل: کاکا، راځه زما سره میلمه شه،
• بهلول: کاکا دی جارشی، ما ستاسو ډوډۍ ډیره خوړلی ده، بس دادی کورمی ولید، سبا دی ولیدلو او بیولو ته راځم، هیله ده چی زما خور به هم زما وړاندیز ومنی. بهلول ټیټ شو، لاسونه یی د وحید په اوږو پریښودل، ویی ویل: وراره زه پوهیږم چی ته هم د پلار په څير د لوړ همت خاوند یی او نه غواړی چی زما تراحسان لاندی راشی، او زه هم نه غواړم چی پرتاسو باندی احسان وکړم. ما دځان وبوله او د پردی ګمان راته مه کوه.
• وحید ته نور د ویلو لپاره څه نه وو پاتی، د بهلول لاسونه یی ښکل کړل، او دخدای په امانی په ویلو سره په سرای ننوت.
• بهلول هم بیرته د کورپه لور، روان شو.


وحید د سودا ډکه کراچی په سرای دننه کړه، مور یی مخ ته راغله ویی ویل: موردی بلا واخلی داسی ښکاری چی نن دی سودا نه وی کړی؟
 وحید لاس په جیب کړ، او هغه پیسی چی بهلول ورکړی وی، د جیب نه راوایستی لاس یی مورته ونیو او ویی ویل: دومره سودا می وکړه، نور ناوخته شو او ما هم سودا کورته راوړه.
مورد زوی د لاسه پیسی واخیستی او حیرانه پاته شوه، فکر یی وکړ، چی زوی یی پیسی د کوم چا نه پټی کړی دی ټنډه یی ترشه شوه، ویی ویل: داڅه دی، دادومره پیسی دی د کومه کړی؟
• وحید: موری کار می وکړ.
• مور: رښتیا راته ووایه دا دی د چانه پټی کړیدی؟
• وحید پوهیده چی موربه یی همدا ګومان وکړی. مسکی شو ویی ویل: ایا ستا زوی غلا کولای شی. دا پیسی کاکاباروت راکړی.
• مور: څه!! کاکاباروت!!
• دلته بیا باروت د کومه شو؟
• وحید: هو موری، د باروت کاکا کور همدلته زموږ په ګاونډ کی دی. هغه اوس ټوپک پری ایښی دی او زموږ په څير ملکی ژوند لری. هغه غریب هم د جګړی نه را تښتیدلی دی، میرمن او بچی یی دلته ژوند کوی.
بیا وحید ټوله کیسه مورته وویل: د باروت وړاندیز یی پری اضافه کړ او نور د مور و فیصلی ته غوږشو.
مور یی عقل د لاسه ورکړی و، حکه حیرانه وه نه پوهیده چی زوی یی د کوم باروت په هکله فکر کوی، زړه کی یی ویل، ورک دی باروت شی، دی باروتو تردی ځایه راورسولو، نور لاڅومره باروت.
چی په دی وخت کی وحید غږ پری وکړ، موری چیری لاړی، موریی ناڅاپه تکان وخوړ او ویی ویل: زویه، دا کاکا باروت بیا څوک دی، پلاردی د قوماندان باروت نه خلاصی نه لاره خو زوی یی بیا د کاکا باروت په اړه فکرکوی، زیاته یی کړه، ایا زموږ په قسمت کی بیله باروت نه بل څه نشته. داسی ښکاریده چی د وحید مور د هغه کیسی ته ښه غوږ نه ؤ نیولی.
• زوی نه پوهیده چی موریی څه وایی، د مورخبره یی ونیول، ویی موری، دا کاکا باروت هم هغه قوماندان باروت دی. ژریی زیاته کړه، نورنو هغه باروت نه دی، پخپله هم دباروتو نه بیزاره دی، نوم یی بهلول دی، او زه یو ساعت کیږی چی د هغه کیسه درته کوم، خوزه نه پوهیږم چی ستا حواس چیری وو.
• موریی ناڅاپی باروت ورپه زړه شو، لاس یی پر ټنډه وواهه ویی ویل: زویه خاوری دی ددی بد مرغی جګړی په سر شی، زما هوش او حواس یی ټول را خراب کړیدی، د قوماندان باروت په هکله می هيڅ فکر نه کاوه. ایا ته هغه باروت ښیی چی زموږ کورته راتی او ستا د پلار اشنای و.
• وحید: هو موری.
• مور: هغه او دلته! هغه باید اوس په کابل کی یو غټ قوماندان وای.
• وحید: موری، دی خبرو پسی مه ګرځه هغه له موږه ډیر دردیدلی دی. زیاته یی کړه نن می د هغه وداستان ته خورا ډیر وژړل.
• مور: نو داسی ښکاری چی نن دی ډیر وخت له هغه سره تیر کړی وی.
• وحید: هو موری، دا په ځای ده او دا پیسی هم هغه راکړی. وحید زیاته کړه، نورنو هغه باروت نه دی بلکه غواړی بهلول شی، او که څوک ورته دباروت خطاب وکړی، نو هغه سخت رنځ وړی.
• مور: ښه نو ایا همدغه بهلول غواړی ته د هغه سره کاروکړی؟
• وحید: هو موری.
• مور: زویه، زه خو په ډیر څه نه پوهیږم، خو ما باروت ته خورا ډیره ډوډۍ پخ کړیده، شپی می ورته نیمی کړیدی، او ستا د پلار د سرلوړی په خاطر می د باروت او دهغه د میلمینو خدمت کړیدی. نو که دی اوس غواړی ستا لاس ونیسی، نوزه فکر کوم چی همدا یی وخت دی.
• زوی او مور دواړه پردی سلا شول، خو انتظار یی وایست ترڅو د شپی په دی اړوند د وحید دماما حمید سره هم مشوره او بیا پریکړه وکړی.
ماښام د ډوډۍ خوړلو وروسته مور اوزوی دواړه د حمید دوی کوټی ته ورغلل، د چای په وخت یی د بهلول (باروت) خبره راو واخیتسل او دورځی تیره شوی پیښه یی حمید ته بیان کړه، د وحید مور وویل: وروره بهلول اوس غواړی ترڅو د وحید سره مرسته وکړی، ترڅو هغه ددی فرصت پیداکړی چی خپل لوست ته دوام ورکړی.
د وحید ماما لا پخوا د وحید ولوست ته نګران و، اوس چی یی فرصت مناسب ولید، خوشحاله شواو خپل مشوره یی دارنګه بیان کړه.
حمید: خوری، زما خو له پخوانه همدا نګرانی وه، وخت په منډه منډه درومی او که چیری وحید نور هم د ښوونځۍ نه لیری پاته شی زه ډاډه یم چی تیر څه به یی دیاده ووزی او نوربه ورته ستونزمنه وی چی بیا هرڅه د سره شروع کړی. زیاته یی کړه، زما خوښه خوداسی ده چی وحید دی د بهلول وړاندیز ومنی، لومړی داچی بهلول ماته نیک سړی ښکاری او وحید به یی ترنظر لاندی وی، دوهم داچی سراو کاریی د کتاب سره دی او چیری چی کتاب وی نو هلته خامخا نیک خلک ورځي، ددی ټولونه ښه خبره خو داده چی وحید به خپل زده کړوته وخت پیداکړی.
سبا لا لمرنه وو راختلی چی دروازه و ټکیدل، وحید دروازه خلاصه کړه، او سترګی یی پر بهلول ولګیدی، سلام او ستړی مه سی یی وکړل، وحید بهلول و چای ته را وباله، سره ددی چی نه یی غوښتل چی ددی یتیم ماشوم چای وخوری، خو غوښتل یی ترڅو دهغه مور اوماما نګرانی لیری کړی، ځکه یی د وحید بلنه ومنل، حویلی ته دننه شو، د وحید مور پوزه په تورټکری کی تاو کړی وه، د کوټی نه بیرون ته را ووتل او د بهلول سره یی سلام او ستړی مه شی وکړل، بهلول ځمکی ته کتل او ویی ویل: خوری، زه تا له خپله سکنی خورنه کمه نه ګڼم، ستاسو لپاره ډیر غمګین یم او ستاسو په درد کی ځان شریک بولم، خدای دی مامور صاحب و بخښی زما سره یی ډیر څه کړی دی، ما ډیر کله ستا د لاس ډوډۍ خوړلی ده، اوس د یوه افغان او مسلمان په توګه ستاسو بد حالت نه شم لیدلای نو که تاسو ماته ددی فرصت راکړی، ترڅو خپله دنده ترسره کړم خوشحاله به می کړی.
د وحید مور: وروره کوردی ودان، زه هم تاته د خپل ورور په سترګه ګورم، زمان او جګړی زموږ هرڅه واخستل، بدبخته یی کړو اوس خو زما یوازینی هیله زما یوه دانه زوی دی، زیاته یی کړه، زه خو نن د هرچا لاس نیسم او داچی تا خپل ورور ګڼم نو ستالاس خو خامخا نیسم، خدای دی ستا پر ځوانی برکت پریږدی.
بیا دری واړه کوټی ته ننوتل، چای یی راوړ، حمید هم ورسره یوځای شو، او دچای وروسته دواړه بهلول او وحید د کتاب پلورونځی په نیت د کوره ووتل.

دوام لری

ipower spozmai radio aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery