مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سوله د خلکو غوښتنه ده ،ضرور به سرمنزل ته رسېږي

حقیق
     
 دادی په افغانستان کې دسولې او خبرواترونوي بهیر یوځل بیا دخلکو زړونو کې هیلې ټوکولي او که خدای کول دغه بهیر به بریالی کېږی سره له دې چې په دې لار کې خنډونه لاهم شته او یو شمېر حلقې نه غواړي چې دافغانستان دخلکو دغه ارمان سرته ورسېږي.
دخنډونو په همدې بهیر کې چې دسولې دخبرو او مذاکراتو په وړاندې په دې وروستیو کې رامېنځته شوي یوهم دمتحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار کې د ملا آغاجان معتصم په مشري دطالبانو داسلامي تحریک دپلاوي دیوه غړي وژنه وه چې له بده مرغه په دې وروستیو کې دپېښور په ښار کې رامنېځته شوه.
افغان جمهور رییس هم په همدې اړه یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې په پېښور ښارکې د طالبانو د اسلامی تحریک د غړي مولوی عبدالرقیب تخاري وژنه یې غندلې او هغه یې د افغانستان د سولې په لاره کې قرباني بللې. مولوی عبدالرقیب تخاري پخوا د طالبانو په حکومت کې د مهاجرینو چارو وزیر ؤ چې په افغانستان کې د سولې او تفاهم پلوی او په دوبی ښارکې د ملاآغاجان معتصم په مشری دسولې په اړه په وروستیوپیل شویو خبرو کې یې هم ګډون درلود .
د هېواد جمهور رئيس دغه راز د ملا آغاجان معتصم په مشري د طالبانو د اسلامي تحریک له هغو هڅو څخه چې په دې وروستیو کې یې دسولې او تفاهم په لاره کې پیل کړي هرکلی کړی اودغه هڅې یې د افغانستان د خلکو لپاره چې له جګړو او ناخوالو ستومانه شوي او هیواد یې دنویو سیاسي پړاوونو د پیل په درشل کې دی یو ښه زیری بللی دی. جمهورییس هیله مند دی څرګنده کړې چې دسولې دغه هڅې په بشپړه توګه بریالی شي.
باید وویل شی چې دافغانستان داکثریت خلکو غوښتنې ته په پام سره چې هغوی هم ټول دخپل جمهور رییس له غږ سره ملتیا لري انشاالله دغه هڅې دهغو خنډو سره سره چې په دې لارکې موجودې بریالی به هم شي.
تېرو وختونو او دافغانستان پنځه دېرش کلن ناورین دا ثابته کړې چې له ټولو ستونزو نه دوتلو لار یواځې سوله او ورولی ده اوبس.
د دوبې خبرې چې ویل کېږی لا نور پړاوونه یې هم روان دي او دافغانستان دسولې دعالی شورا پلاوی هم هلته په دې وروستیو کې بیا سفرکړی په لومړي ځل داسې څرکونه څرګندوي چې دطالبانو اسلامي تحریک چې مخکې له دې له افغان دولت سره له مخامخ خبرو یې انکار کاوه اوس یې دا هوډ کړی او دې پرېکړې ته رسېدلي چې پرته له افغانانو نه دې هېواد ته بل څوک سوله نشی راوستلای ځکه دا افغانان دي چې دجګړو له لاسه زوریږي او(( ځمکه هغه ځای سوځي چې اور پرې بلېږي )) نو سوله هم همدوی ته کراري راوستلای شي او هغه چې نه دي زوریدلي دافغانانو له حاله خبر نه دي او دافغانانو په درد نه پوهېږي . ګرڅه یوشمېر رسنیو څرګنده کړې چې ددوبی شورا او دملاعمر اخند په مشری طالبان سره بیل دي او دغه رسنۍ وایې تراوسه طالبانو له افغان دولت سره دسولې دخبرو په اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی خو هغو نښو نښانو ته په کتوسره چې دطالبانو دتحرکاتو په اړه څرګندېږي داسې ښکاری چې طالبان اوس سولې ته لېواله دي او که بهرنی مداخلې نه وای نو له پخوانه به یې دسولې خبرې اترې پیل کړې وای. ددغو رسنیو نظر چې وایی ددوبی جریان دطالبانو له جریان نه بیل دی له دې کبله هم ناسم ښکاري، کله چې دطالبانو پخوانی چارواکی ملاعبدالرقیب تخاري په پېښور کې ووژل شو نو هم دآغا جان معتصم په مشری دطالبانو تحریک اوهم دطالبانو رسمي ویاند دواړو دغه وژنه وغندله او په دې اړه دواړو تقریبا یو ډول اعلامیې خپرې کړې چې رسنیو ته هم رسېدلي دي. چې له دې ښکاري چې په دوبی دسولې خبرو سره ډیری طالبان موافق دي او انشاالله دغه خبرې به ښې پایلې هم ولری . دغه راز امریکا یی واشنتګتنن پوست ورځپاڼې هم په دې وروستیو کې یو رپوټ خپور کړی چې په کې ویل شوي امریکا او طالبان به په خپلو مېنځو کې داسیرانو تبادله ترسره کړي چې دا پنځه کاله ناندرۍ پرې روانې وې چې دغه بدلون هم دافغانستان په روانو حالاتو او دطالبانو په دريځ کې له ورایه یو تحول څرګندوی . دامریکا ولسمشر ښاغلي اوباما خو لا له پخوا ویلي چې امریکاییان نور طالبان خپل دښمن نه بولي او ددوی جګړه یواځې له القاعدې سره ده.
دغه راز دحکمتیار په مشری حزب اسلامي هم په دې وروستیو کې داسې خوځښتونه پیل کړي چې ترې له ورایه د روغې جوړې اود افغانستان په روان سیاسی بهیر کې دګډون څرک راڅرګندېږي چې دغه دواړه بېلګې په افغانستان کې دبشپړې سولې دراتلو او دافغانستان دبشپړ ثبات او امنیت لپاره هیلې لا تانده کړي دي.
او که چېرې دافغانستان دسولې په اړه بدبینه نظرونه هرڅومره زیار وباسی چې په مېنځ کې خنډ شي او هم دسولې مخالفین ستونزې رامېنځته کړي سوله هغه په شانه تلونکی بهیر دی چې افغانانو خپل لاره ورته ټاکلی او نور ددې هیواد خلک نه غواړي چې تېرو ناخوالو ته کله هم بېرته ستانه شي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery