مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ملا متعصم په ملاتړ!

محمد هلال سمسور



ښاغلي معتصم صاحب، په یاد ولرئ، چې تاسې له مسلمانانو سره سوله کوئ او ددوو مسلمانانو ترمنځ باید ژر تر ژره سوله وشي. مګر کله چې تاسې د سولې خبره را پورته کړه، د بېلابېلو کړیو له خوا ستاسې او ستاسې د هڅو په اړه نیوکې او مخالفتونه را پورته شول، لومړی هغه یې د طالبانو لخوا ؤ. مګر هغوی دا هېره کړې، چې هغوی یو څه موده مخکې د اوباما په فرمان له امریکا او یرغلګرو سره سوله کوله!  هغه وخت د سولې خبرې د امارت او تحریک د ارمانونو خلاف کار نه ؤ. مګر تاسې چې کله د خبري مشرتابه په لاس کې واخیست بس چیغې یې پیل کړې!!
تاریخ ښوولې... د افغانستان ۳۵ جګړې ثابته کړې... او هم زموږ بېوزله او غمځپلی ولس هره ورځ پنځه وخته له الله څخه همدغه سوال کوي، چې ((خدایه ته په دې وطن کې سوله راولې!!) دې ټولو ته په پام سره تاسې ډېر په زړه پورې اقدام وکړ او ټول ولس به دا دعا کوي، چې ستاسې د سولې هڅې بریالۍ شي. فی الحال ښايی تاسې له ډېرو پټو او ښکاره اندېښنو سره مخ وئ، چې داسې نه ستاسې دا هڅې ناوړه پایلې ونه لري. د قرآن کریم په دې وینا (وَالصُّلْحُ خَيْرٌ) پخه عقیده ولرئ چې د سولې کار د خیر کار دی. نو که چېرې تاسې په سوله کې د مظلومو افغانانو آهونو ته خلوص ولرئ هېڅکله به له ناکامۍ سره مخ نه شئ.
په افغانستان کې د سولې لپاره کار کول او افغانستان له دې اوږدې غمیزې او ناورین څخه را ایستل په خپله هغه حقه مبارزه ده چې ترسره کول یې د هر مخلص مسلمان فریضه ده. ۳۵ کاله کېږي، چې افغان ولس د خپلو مشرانو د کمزوریو او اشتباهاتو له کبله د سیمې او زبرځواکونو او استخباراتي کړیو د لوبو او منافسو ډګر ګرځېدلی. افغانان په یوه نامه او بل نامه یا په هېواد کې دننه یو له بل سره او یا هم د بهرنیانو سره په جګړه کې ښکېل دی. هره ډله ځان په حقه بولي حال دا چې دلته اصلي عامل بهرني استخبارات دي، نو اوس زموږ د هر با احساسه افغانانو مسؤولیت دی، چې افغان ولس په خپل منځ کې د جنګولو پر ځای دغه ولس یو موټی کړي او پر ځای یې د سیمې له استخباراتو سره هوښیارانه او مدبرانه مبارزه وکړي.
موږ افغانان باید په دې پوهه شو، چې په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیو استخباراتو جګړه ده، ګټه یې هغوی او تاوانونه یې افغان ولس او افغانستان ته رسېږي. په دې جګړو کې د ښکېلو افغانانو مثال کټ مټ هغو ته ورته دی، کله چرګان چې څوک په میدان کې په جګړه واچوي او خلک ترې را چاپېره وي او ننداره یې کوي او د هر چرګ خاوند بل ته وايی، چې زما چرګ ښه جنګېږي او یا ستا یې خونده نشته.
موږ په ټولو افغانانو او په تېره بیا ښکېلو ډلو غږ کوو، چې که جګړه نه دروئ دومره خو وکړئ، چې د جګړې د پردې تر شا چې څه تېرېږي په هغو ځان پوهه کړئ. د اصلي طراحانو کړۍ ته ور دننه شئ، چې هلته څه تېرېږي او هلته ځان یو طرف ثابت کړئ.
ستاسې دا هڅې ښايي په ډېر محدود شمېر طالبانو ناوړه اغېز وکړي مګر د سولې غږ د سولې غوښتونکو طالبانو شمېر زیاتوي. پاکستان او امریکا چې د سولې کلک مخالف دي، دېته وادار کوي چې خپلو پلانونو ته له سره کتنه وکړي. ښايی دېته مجبور شي، چې سولې ته غاړه کېږدي. دا یې زړه ته ورسېږي چې نوره د جګړې نسخه نه چلېږي. هیله ده چې په ځېرکئ سره پر مخ لاړ شئ ترڅو د افغانستان د دښمنانو پښې ولړزېږي. په افغانستان کې د ګټورې سولې په هیله!!  

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery