مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتنې قبیلې وپیژنئ !- ۱۲۵برخه ( مقبل)

ډاکټر لطیف یاد

 

مقبل له آ ره کرلاڼي پښتانه دي چې دافغانستان دپکتیا ولایت د دنډ پټان په ولسوالۍ کې استوګنه لري .جنوب ته یې ځاځي میدان او سبري ،لویدیز ته یې دمنګلو قبیله ، شمال ته یې څمکني ، شمال ختیز ته یې ځاځي او ختیز ته دپښتونخوا دکورمې ایجنسۍ سره ګډه پوله لري چې دپولې نه پورې خوا هم په ستر غوزک ، میته ، سنګر او کمکي غوزک کې هم مقبل میشته دي او دافغانستان په دننه کې دمقبلو سره قبیلوي اړیکې او خپلوۍ لري.
لکه چې دمخه مو وویل چې مقبل دافغانستان په دننه کې دډنډ پټان په ولسوالۍ کې ژوندکوي چې هلته دوی په دووو درو کې چې دوچ زیګاړ او لوند زیګاړ په نامه سره یادیږي اوسیږي . دډنډ پتان په ولسوالۍ کې دمقبلو پښتنو نه پرته منګل او ځاځي هم استوګنه لري(۱) . دمقبلو ځینې خلک دخوست دلکڼ په سیمه کې هم میشته دي (۲).
مقبل زیاتره دکرنې ، مالدارۍ او سوداګرۍ له لارې خپله ګوزاره کوي . دغه خلک دلرګیو او چارتراشو دخرڅولو له لارې هم خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي .
مقبل په لاندنیو ښاخونو او څانګو ویشل شوي دي :
موسی خیل ، حسن خیل ، وړوکی ، احمدخیل ، توري خیل ، مري خیل ، سلتک او بوبکي .
موسی خیل ، مري خیل ، توري خیل او سلتک دلوند زیګاړ په دره کې استوګنه لري او حسن خیل او وړوکي دوچ زیګاړ ددرې په سکومان کڅ ، چینې کلي ، کوټ کلي ،سټو کلي ،نري کلي ، تیاره لګد او وچ لګد کې استوګنه لري .
-------------------------------------------
۱- معلومات مختصر درباره اقوام وقبایل ولایات سرحدي کشور، ۵۷ مخ .
۲- حیات افغاني ، ۳۲۶ مخ.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery