مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ملیار نغمي مخکتنه وسوه

  د اتریش د ویانا په په ښار کې د ښاغلي حفیظ ملیار دې دوهمې شعري ټولګې (ملیار نغنې ) دچاپ اونشر په ویاړ دادبي ناستې راپور
 نن د یکشنبې ورځ د مارچ نهمه دویانا په ښار کې د هیواد دیوتعداد فرهنګیانو ادیبانو اوشاعرانو لخوا یوه درنه ادبي غونډه چې د ماسپښین په دوو بجو پیل اود مازیګر په شپږو بجو پای ته ورسیذه جوړه شویوه.
غونډه د افغانستان د ځوان اوتاند ژورنالست شیرشاه جان شریفي لخوا پرمخ تلله
 د غونډې په پیل کې د محترم سید اختر شاه سعیدي لخوا
 قرانکریم څو ایاتون ولوستل شول
 ور پسې د هیواد دقدرمن شاعر اولیکوال ښاغلي ډاکټر غلام سخی خیر خوا محترمو حاضرینو ته ښه راغلاست وویل شواوبیا دکابل پوهنتون د پخوانی استاد ادیب او شاعر محترم محمد شریف هیواد دوست لخوا د ښاغلي حفیظ ملیار په شعری ټولګې هر اړخیز نقد وشواو له پاک دربار څخه یی حفیظ ملیارته دلاموفقیتونو هیله وکړه او قدرمنو حاضرینو ته یی یو ښکلی شعرهم ډالۍ کړ او بیا په په خپل وار سره هریو شاعر او لیکوال وصیل جان فیضي ، محترم انعام
 اهضي شینواری
 ، محترم ولیدجان احمدي
 محترم حفیظ ملیار
 خبل شعرونه ولوستل چې دمحترمو حاضرینو لخوا د لاسونو په پړکهار سره بدرقه کیدل اوپه اخرکې
 دهیواد غښتلي شاعر اولیکوال ښاغلي حفیظ خالد هم دحفیظ ملیار په شعري ټولګې خپل لیکلی تبصره محترمو ګډون والوته ولوسته د ښاغلي ملیار او د هغه داشعارو یی ستاینه وکړه اونومړی ته يي د لا موفقیتونو او بریاوو هیله وکړه په اخر کې یی خپل یو ډیر ښکلی شعر هم ولوست چی د قدرمنو ګډونوالو لخود لاسونو په پړکاوو سره بدرقه شو او بلاخره دا پرتمینه ادبې ناسته دښاغلې حفیظ ملیار په مننې سره پای ته ورسیده
 د یادولو وړ یی بولم چې دهمدی پرتمینې غونډې د کمرې مسولیت زمونږ ځوان تاند ژورنالست شیرشاه جان ساحل په غاړه درلوده او دهمدې پروګرام ژوندۍ بڼه به انشاالله په رسنیو کې هم نشر ته ورسیږې
 په درنښت
 د غونډې د مشرتابه لخوا 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery