مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دوینې څیښل اوخوړل په اسلام اوساینس کي (۱)

بسم الله الرحمن الرحیم
 ولی داسلامي لیکنوسره ساینسي لیکنې یوځای خپریږی؟ (نوریه هالنډ)
موږچې کله داسلام اوساینس کومه لړۍ روانه کړیده، داددې لپاره نه ده چې موږغواړوپه ساینس باندی خپل ددین حقانیت ثابت کړو بلکې اسلام دمځکې پرمخ یواځنی الهي دین دی چې دژوندهرڅه پکښې دي اووهرشی ته ځای ورکول شوی دی، اسلام دټولومشکلاتواوکړاوونو لپاره یولارښوددي، اسلام دژوندیوه ثابته اوبشپړتګلاره ده، اسلام یواځنی هغه دین دی چې وهرچاته یی مساوي حقوق ورکړیدی، اسلام دمیږي څخه ترزمري پوری دهرژوندي شی اوغیرژوندي مخلوق لپاره قوانین اوضوابط ټاکلی دي، اسلام هغه دین دی چې انسان یی دجاهلیت څخه وسوکالۍ، امن،خوښۍ اوښه ژوندته رهبري کړهمدانن سباچې په زرهاووخلک هره میاشت داسلام په مبارک دین باندی دعیسایت، یهودیت، کنفیوشیزم، بودایت، هندویزم، شنټويیزم، ساټنیزم اونورمذهبونوڅخه په اسلام مشرفه کیږی یوه وجه یی داده چې ودې خلکوته داسلام حقانیت په سترګو، عقل ، دماغ اوزړه باندی ثابت شی بیانودوی اسلام قبلوي؛ په اوسنی وخت کي ډیرساینس پوهان په اسلام مشرفه شویدي، نوداسلام دین الهي دین دی اوحق دي هرهغه څه چې په اسلام کی حرام ګرځول شویدی هغه به ضرورداخروي تاوانونوسره سره دنیوي تاوانونه هم لري ، وبل لورته هرهغه څه چې په اسلام کی جایزاوروادی هغه به داخروي ګټوسربیره دُنیوي ګټې هم لري.
داچې اوس موږداسلامي لیکنوسره ساینسي لیکنې خپرووددې مطلب دادی چې ساینس داسلام لپاره دخادم په صفت نه دمخدوم په صفت، یعنی هغه پټ رازونه چی ساینس راسربیره کړی دي هغه که تاوانونه دي اوکه هغه ګټې دي موږیی داسلامي لیکنوسره لیکوترڅو:
۱: هغه خلک چې مسلمانان دي دهغوبه پرالهي احکاموباندی لایقین اوباورزیات شي.
۲: هغه خلک چې دالله جل جلاله دذات څخه منکره دي هغه به ودې ته وهڅول شی چې پرالله جل جلاله باندی ایمان راوړی اواسلام قبول کړی.
۳:هغه خلک چې پرالله جل جلاله باندی ایمان لري خواسلام ته دشک په سترګه ګوري اویاهم له اسلامه سره کرکه لري اویاهم داسی ګمان کوي چې ایااسلام به الهی دین وی؟ اویابه اسلام حق دین وي؟ وهغوته قناعت کوونکی اوهدایت کوونکی دي.
دالله جل جلاله دکلام هرحکم رښتنی دی، خوپه ساینس کی بدلون حتمي دي، نوموږهغه ساینسي لیکنې چې دالهي احکاموسره مطابقې وي له نړیوالومعتبرو اوموثقو سرچینوڅخه رااخلواوبیایی داسلامي احکاموسره یوځای خپروو، ترڅودالیکنه ډیره اغیزمنه اوهرچاته یئ ګټه ورسیږی، وبل لورته کله چې موږنیټ ګور، پښتوویب پاڼې اوبلاګونه ګورونوداسلام اوساینس ترسرلیک لاندی پکښې هیڅ نشته داپخپله دټولنې لپاره ښه خدمت اودیوې خلاء ډکول دي.
نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه ستاسورورر

عبدالغفارجُبیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery