مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دوینې څیښل اوخوړل په اسلام اوساینس کي (۲)



داهم مسلمه خبره ده چې یوڅوک خپل ټول عمردالهي احکامو درازونوپه پیداکولوکي مصرف کړی لاهم دیوه څاڅکي په شان به څه ونکړی،لکه په قران کریم کی چې راځي:
ولوانمافی الارض من شجرة اقلام والبحریمده من بعده سبعة ابحرمانفدت کلمات الله ان الله عزیزحکیم سورت لقمان (۲۷)

ژباړه: اوکه چیری هغه څه چې په ځمکه کښې دي له ونوڅخه (هغه ټول) قلمونه شی او(سیاهی شی محیط) بحرمرسته وکړی له ده سره پس له (تمامیدلوداوبو) دده اواوه نوربحرونه نوخلاص به نشی کلمات دالله بې شکه چې الله دی ښه غالب قوی ښه حکمت والا.
یعنی که ددنیاله ټولوونوڅخه قلمونه جوړکړل شي اودغه اووه بحرونه یی سیاهی شی اوهمدارنګه ددغوسمندرونودکومک لپاره اووه نورسمندرونه پیداکړل شی اوکومک ورسره وکړی اوټول عالم انسانان دخپل قدرت اوقوت سره سم په لیکلولاس پوری کی بیابه هم داټول عاجزه اوناتوانه شی دانسانانوعمرونه به ختم شی، قلمونه به ختم شی اوسیاهی به تمامه شی خودالله کلمات به خلاص نشی.
په بل ځای کی راځي:
قل لوکان البحرمدادالکلمت ربی لنفدالبحرقبل ان تنفدکلمت ربی ولوجئنابمثله مددا سورت الکهف (۱۰۹)
ژباړه:ووایه (ای محمده! دوی ته) که شي (اوبه د) بحرسیاهی دپاره (دلیکلو) دکلماتودرب ځما نوخامخابه تمام شی بحرپخواله هغه نه چې تمام شی کلمات درب ځما (ځکه چې معلومات اومقدرات دالله غیرمتناهی دی) اګرکه راوړوپه مثل ددغه بحر(نوربحرونه هم ) مددګار.
اوداهم دیوه انسان اوبشرکارنه دی، په یوه وخت کی یوڅوک کارکوي اوپه بل وخت کی بل څوک ورباندی څېړنې کوي.
الله جل جلاله وټولوهغوعلماءوته اجرونه ورکړی چې خپل ټول عمریی دالله جل جلاله وکلام ته صرف کړیدی.
نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه ستاسورورر

عبدالغفار جبیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery