مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د سردور ګل واده

اټک يوسفزی


 پر لاره روان وم چې د ټليفون دغږ شرنګار شو ژر مې سلام عليکم صيب وويل ، له هغې لورې د سردور ګل د وعليکم سلام ځواب راغلو، ترڅو چې ما خوله جوړ پخير ته جوړوله ، سردور ګل غږ کړ\" ياره يو خدمت به راته کوې. ما ورته کړه پر سترګو سردور صيب امر کوئ ، په دې کې د ټوخي غږ شو فکر کوم د سردور ګل مرۍ وچه شوه داوبو غړپ مې واورېد چې د سردور صيب له ستوني وخوت ، سردور وويل وبخښه . ما وويل\" خير دې وي امروکړئ صيب!
سردور ګل وويل \" ياره ته خو هزاره وروڼو سره شناخت لرې کې ما ته ښځ وګوره کې زې غوالم کې ٠٠٠٠په دې کې د ټليفون اړيکه پرې شوه ، ما موټر څنګ ته کړ ښکته شوم ډېره هڅه مې وکړه خو د سردور صيب سره روخ نه شوم٠
 د پښو په سر کښېناستم او د سردور ګل نيمګړې خبرې ته په فکرکې شوم ، ټليفون ته مې په ځير ځير کتل په انتظار وم ما ويل ګوندې بيا زنګ راشي او سردور صيب مې د خپل واده په کيفيت پو کړي ، سردور ګل صيب يو وخت زموږ د وزارت مشر و ، په څو سفرونو کې ورسره مل وم ، له يوه او بل مې اورېدلي ول چې سردور ګل لا هلک دی ، څو وارې مې غوښتل چې ترې وپوښتم بيا مې فکر وکړ چې زما يې پرې څه ، که واده لري او که نه زما يې څه ٠
 خو نن حيران شوم چې سردور ګل صيب اول نه کوله او اوس هزاره ګۍ مېرمن غواړي ؟!
زړه مې ډېر درد وکړ خو بيا مې ځان سره وويل ځه خير ، د خير کار دی چا ته به ووايم چې د سردور صيب په غاښ يوه برابره هزارګۍ مېرمن پيدا کړي همدا د سردور صيب د واده په فکر کې وم چې بيا د ټليفون شرنګ شو ، سردور صيب و , ما ورته ژر وويل \" سمه ده صيب زه درته واده ګورم ، ويل يې وبخښه چې ټليفون قطعه شو بيا يې کړل \" کې نه نه زې ځان باندې واده نې کووم ، زې ځان خلک او وطن ته قرباني کووم کې ته پوهيږي چې زې ځان کانديدوم رياست جمهوري ته . زوما د وحدت ملي په خاطر يو هزاره ګي ښځ په کار دی چې اخپول معاون کووم که کوم ښه چا راپيدا کې٠
 ما ژر شکر وويست او زړه کې مې وويل دا ښه دې چې ژر يې پو کړم ګنې نن به مې ورته په دایکونډې کې خواښې او خسر راپيدا کړي وای٠
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery