مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دوینې څیښل اوخوړل په اسلام اوساینس کي (۳)


دوینې خوراک په قران کریم کی حرام دی
 په قرانکریم کی څلورځایه دوینې دڅيښلواوخوړلوبیان راغلی دی چې په لاندی ډول سره دي:
انماحرم علیکم المیتة والدم ولحم الخنزیرومآ اهل به لغیرالله سورت بقره ۱۷۳
 ژباړه: بې شکه همداخبره ده چې حرام کړی دی (الله) په تاسی باندی (خوراک) دمردارې،او(حرام کړی دی الله خوراک د) وینې (بهیدونکې) او(حرام کړی دی الله خوراک د) غوښې دخنزیر او(حرام کړیدی الله خوراک د) هرهغه حلال کړی شوی چې اواز کړل شوی وی په هغه باندی (په وخت کی دحلالیدو) بې له پاک الله
 حرمت علیکم المیتة والدم ولحم الخنزیرومآ أهل لغیرالله سورت المآئده ۳
 ژباړه: حرام کړل شوی دی پرتاسی (خوراک د) مردار(حیوان) اود(بیهیدونکی ) وینې اودغوښې دخنزیراودهرهغه (حلال کړل شوی حیوان) چې اوازکړل شوی وی بې له (نامه) دالله (دبل شی) په هغه باندی (دحلالیدوپه وخت کی).
انماحرم علیکم المیتة والدم ولحم الخنزیر ومااهل لغیرالله به سورت نحل ۱۱۵ 
ژباړه: بې شکه همداخبره ده چې حرام کړی دی (الله) په تاسی باندی (خوراک) دمردارې،او(حرام کړی دی الله خوراک د) وینې (بهیدونکې) او(حرام کړی دی الله خوراک د) غوښې دخنزیر او(حرام کړیدی الله خوراک د) هرهغه حلال کړی شوی چې اواز کړل شوی وی په هغه باندی (په وخت کی دحلالیدو) بې له پاک الله
 قل لآأجدفی مآأوحی الی محرماعلی طاعم یطعمه الآ ان یکون میتة أودما مسفوحا اولحم خنزیرفانه رجس أوفسقاأهل لغیرالله به سورت الانعام ۱۴۵
 ژباړه: ووایه (ای محمده! دوی ته) چې نه مومم زه په هغه شی کښې چې وحی کړل شوی دی ماته (تراوسه پوری) (یوشی) حرام کړل شوی پرکوم خوړونکی چې خوري هغه مګرکه وي داشی مرداره یاوینه بهیدونکې یاغوښه دخنزیر نوبې شکه دغه خنزیرپلیت دی یاناجایزه ذبیحه وي چې ږغ کړی شوی وی بې دنامه دالله په (وخت کی دذبح د) هغې.
تفسیر:بل شی چې په دې ایات کی ذکرشوی دی هغه وینه ده،د((دم)) توری معنایی وینه ده، په ایت کی که څه هم مطلق وینه ده لیکن دسورت انعام په ایت کی ورسره مسفوحه یعنی بهیدونکې وینه شرط لګول شوی دی په دې وجه کلکه وینه لکه ینه، توری اونورپاک اوحلال دي.
مسئله: هرکله چې حرامه وینه صرف هغه وینه ده چې بهیږی نوهغه وینه چې دحلالیدونه وروسته دغوښې سره لګیدلې وي هغه پاکه ده، دفقهاؤ، صحابه کرامواوتابعینوپه دې خبره باندی اتفاق (اجماع) ده هم دغه شان دغوماشې، مچ اودکټملووینه پلیته نه ده البته دومره خبره ده چې که زیاته شی نوپریمنځل یی پکاردی. (احکام القران ټوک ۱: ۱۴۳)
مسئله: څرنګه چې دوینې خوړل اوڅیښل حرام دی هم دغه شان دخوړلواوڅیښلونه علاوه دخارجی استعمال لپاره هم روانه دی هم دغه رنګه لکه څرنګه چې دنوروپلیتوشیانو څخه ګټه اخیستل اوخرڅول اورانیول روانه دی هم دغه ډول وینه هم داسی ده.
تفسیرمعارف القران ټوک۱ پاره دوهمه پاڼه ۸۱
 لیکوال: مفتی اعظم مولانامحمدشفیع رحمة الله علیه.
نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه ستاسورورر

جُبیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery