مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

عبدالستارسیرت ته پرانیستې لیک!


لیکوال: سعیدي
د سیرت صیب بیګانۍ وینا چې ویلي دي که افغانستان له شته ناورین څخه ونه ژغورل شي شونی ده چې افغانستان تجزیه شي زه سیرت صیب ته وایم چې داخوبونه دی اوس په امریکا کې ګوره دا هیواد نورهیڅ کله هم څوک تجزیه کولای نه شي په دې ۱۲ کلونو کې چیرته وی چې خلکو وینې خوړی او تا د امریکې په ښکلو ښارونو کي چکری وهلې چي په امریکې کې زاړه او سپین ږیري شی بچیان او ښځې مو له کوره وباسي نو بیا افغانستان ته مخه کړی او بچیان هم ورته وايي  که نور څه نه وي راتلونکی حکومت خو به کوم وزارت او یا ریاست درکړي. زه په ډاګه دا وایم چې نه له سیرت صیب سره او نه يي راغلو ملګرو سره ددې هیواد درد او غم شته دوې د واک او قدرت وږي دي نه په هیواد کې د سولې د راوستو وړتیا لري او نه هم د پرمختګ په امریکې کې نور زاړه شوه هلته يي ګوزاره نه کیږي له کوره يي ویستلي دي او دوې هم بل خوا تللی نه شي منډه يي په افغانستان وي او بیا وايي چې مونږ به هڅه وکړو څو د قومونو ترمنځ د نفاق مخه ونیسو سیرت صیب بې غمه اوسه اوس ټول افغانان په دې پوه شوي دي چې دلته پراته ټول قومونه او ملیتونه سره ورورنه دي نه اوس په دې هیواد کې د هزاره او پښتون خبره شته او نه هم د ازبک او تاجک که ستاسې او ستاسو د ملګرو په دې هیواد زړه دردیده ولې مو پريښوده او امریکې ته وتښتیدۍ اوس چې هیواد د جوړیدو په درشل کې دی بیا د واک د ترلاسه کولو لپاره منډې راوهۍ پریږدې دلته اوس ډیر تکړه ځوان سیاستوال شته چې کولای شي خپل هیواد له شته ناورینه راوباسي تاسې ته نور مونږ هیڅ اړتیا نه لرو هغه متل دی چې (مټې دی لالا وهي او مړۍ دې عبدالله ) د مټو په وخت کې چیرې وې چې اوس راغلې او وايي چې سوله راولم د خلکو ترمنځ نفاق له منځه وړم او که ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي زه به په دې برخه کې ډیره مرسته وکړم هیڅ هم نه شي کولای ورک شه بیرته دې له دارو دستې سره امریکې ته زه تاسې ټول د بهرنیو هیوادونو جاسوسان يي نور تاسې ته په دې هیواد کې نه ځای شته او نه هم اړتیا. مونږ خپل هیواد به خپله جوړولې شو تاسو جاسوسانو ته نوره اړتیا نه لرو، نور په دې هیواد کې نفاق او بیلوالي ته لمن مه وهۍ نه ټاکنې دویم پړاو ته ځي او نه هم د افغان شته قومونو ترمنځ نفاق شته مونږ ټول ورورنه ملیتونه او قومونه یو مونږ ټولې نړۍ ته وښوده چې د ګواښونو سره سره مو پراخې ټاکنې ترسره کړی او د خپلې خوښې نوماند ته مو رایه ورکړه او په دې ټاکنو کې ټولو افغانانو وښوده چې نور د افغانانو ترمنځ نفاق او بیلوالی نشته داقومونه ټول یو وجود دی دا تاسې سیاستوال وې چې د خپلو ګټو لپاره مو د قوم او ژبې خبرې رامنځ ته کولې مونږ یو لاس او یو موټي یو او یو ځل بیا په زغرده وایم چې ستاسې په شان بهرنیو جاسوسانو ته هیڅ اړتیا نه لرو ځې او په مخه مو ښه شه مونږ اوس ددې توان لرو چې خپل هیواد په خپله جوړ کړو ټاکنې مو وکړی اوس به مو ګټونکی ولسمشر معلوم شي او وروسته به دخیره ټول افغانان سره لاسونه ورکړو او دخپل هیواد د سمسورتیا او پرمختګ لپاره به ډیرې هڅې وکړو د حکومت له مخالفینو سره به هم کینو هغوې به هم وهڅوو څو د سولې له پروسې سره یوځای شي او زه ډاډه یم که هغوې په ریښتیا افغانان وي او په دې هیواد يي زړه زوریږي داخبره به مني او که نه نو زمونږ ملي اردو او ملي پولیس ددې توان لري چې هغوې ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي خو ښاغلی سیرت صیب تاسې او ستاسې راغلو ملګرو ته دومره وایم چې دابه تاسې لپاره ډیره ښه وي چې لاړشی او دخپلو بچو سره مو د ژوند پاتې شپې تیرې کړی او که بیا مو په دې هیواد او په دې ولس زړه دردیږې نو بچیان میرمنې او کورنۍ مو هم افغانستان ته راولې او زمونږ سره یوځای په دې کنډواله هیواد کې ژوند وکړی چې بیا يي یوځای سره سمسور او آباد کړو او  که ددې لپاره راغلي یې چې خپل خالي بکسونه له ډالرو ډک کړی او بیرته ولاړشي نور نو تاسې ته  دا وخت افغانان نه درکوي بې غمه اوسې په خدای چې دا زوریدلی ولس به مو پوستکی وباسي او له بوسو به يي ډک کړي.
په درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery