مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له هلمندیانو سره دکام ایرهوايي شرکت دوه مخی چلند

شریف الله دوست

 

کام ایرهوايي شرکت چي دهیواد له پېژندلو هوایې شرکتونو څخه دی ، په اونۍ کي دوې ورځي له پلازمېني کابله - هلمند مرکز لښکرګاه ته هم الوتني لري ، دلومړۍ ورځي څخه چي یادشرکت هلمند ته الوتني پیل کړي دي دهلمندي مسافر ور سره یو شمېر دپا وړ ستونزي لري چي دشرکت مسؤلین يې په اوري کي پاته راغلي دي ، تل ورسره کابل او هلمند هوايي ډګرو کي دمسافرینو ږغ پورته او شخړه وي.
په ټوله کي دخلکو شکایتونه درې برخو کي وي : لومړی دا چي د نوموړي شرکت کرایه او ټکټ بیه دنورو ولایتونو په پرتله ، حتی ځینو بهرنیو هیوادو په پرتله هم ډیر لوړه ده ، دبېلکي په توګه له کابله تر هراته دیوتن یوې خوا ټکټ بیه (۱۰۷ ډالره) ، له کابله تر دوبۍ پوري دیوتن یوې لوري ټکټ بیه (۱۱۰ امریکايي ډالره) خو له کابله ترهلمند پوري یې بیه (۱۲۷ ډالره) دی ، چي اڅرګنده بې انصافي بلل کیږي.
د دې تر څنګ ډیری وختونه یاد شرکت الوتني پر خپل ټاکلي وخت او ورځ نه کوي، کنسل(ځنډوي) يې ، چي ښه بېلکه یې نن داپریل(۶) څخه تر اپریل(۱۰) پوري بېله کوم ښکاره دلیله دالوتني ځڼډول دي ، دا په داسي حال کي ده چي دې مسافرینو کي ناروغان ، دولتي کارکونکي ، دځینو مسافینو کورني مراسم چي باید پر ټاکلي وخت تر سره سي په تعلیق کي لویږي.
دریم له شاوخوا درو کلونو راهیسي چي کام ایر خپل الوتني هلمند ته پیل کړي ،نورو سیالوهوایي شرکتنو داچي لیوالیتا ښودلې او حتی تصمیم یې هم نیولی ترڅو هلمند ته الوتني وکړي خو داسي ښکاري چي دپردې تر شا د ځینو انحصاري - مافیایي لاسونو شتون دوی ته دا وخت او اجازه نه ورکوي ترڅو هلمند ته الوتني ولري او په دې برخه کي ازاد بازار باندي راګډ سي ، ځکه نو هلمندیان دې کار ته دیوه مافیایي چلند په سترګه ګوري ؛ کام ایر شرکت چي څنکه يې زړه وي هغه ډول کرایه او ټکټ بیه لوړه ټاکي او بیله دې چي دمسافرینو ستونزي په پام کي و نیسي چي زړه يې وي وخت ته تغیر ورکوي او الوتني ځنډوي ، کله چي مسافر ورڅخه د ځنډ لامل پوښتي د شرکت یو مسؤل یې هم دځواب لپاره نه حاضریږي .
 په پای له لوړ پوړو چارواکو څخه هیله کیږي چي دهلمندیانو ستونزو ته جدي پام وکړي او له یاد شرکت څخه د پورتنویو ستونزو د اوارۍ ژمنه واخلي کنه د ستونزو ډېرښت به اخر کي په یوه لوی ناورین واوړي.
درنښت
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery