مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اماتورعبدالله ټول کړه وړه د خلکو په وړاندې خيانت دی

ع. شريف زاد


قوم پرستي نه، ګېلې او افسانې نه، پوچ سياست نه، بلکې پوهه او ملي درايت د ولس لپاره

 ګورې چې د ټاکنې ورځې نورې پاى ته ورسېدې او ټول ملت په دې انتظار کې دى چې راتلونکئ ولس مشر به څوک وي؟ زه بې له هرډول شخصي ګټو، سياست او چل نه د ماشوم عبدالله عبدالله اماتور ټول کړه وړه نه يوازې د خلکو په وړاندې خيانت ګڼم بلکې د يوه معقول زعامت د اصالت او رسالت په وړاندې مصيبت بولم ايا دا ملت ړوند دى چې بيا ازمايل شوى ازماېې! مسله په دې برخه کې روښانه ده که چيرې د کاسې او شاکاسې ګټې په سيمه ايزه او شخصي توګه مطرح نه وي نو هر څوک پوهيږي چې دا خوسکئ د کومې غوجلې دى. له بلې خوا ښاغلئ زلمي رسول دى زه افسوس په يوه داسې داکتر کوم چې هغه اصلا د خپلو زده کړو په معيار هم خپل شخصيت ، مقام او موقعيت نه شي پيژندلاى او پوهه ېې دومره کمزورې ده چې د يوې معمولې خبرې حاکميت ېې هم په سر کې نه شته او د يوه ما شومانه هوس په لوبه کې د يوه ټپى، غم ځپلي، لانجو او تباهيو خوړلي هېواد لپاره په پلمو او وړانديزونو کته او پورته منډې وهي د خپلو پخوانيو کارونو په کړو هم نه شرميږي. لومړۍ پوښتنه داده چې دى د کوم ځاى او کوم وزارت وزير وه او ده په همدې له فساده دکه اداره کې ده د افغانستان ولس لپاره کومه خورد او مثقال قرباني ورکړي ده؟. دريم کس چې روښانه معيارونه لري او کيداى شې د يوې مناسبې فورمولې په اساس د افغانستان ولس په لنډه او اوږده موده د پرمختګ لورې ته رهبري کړي. په فاسد ککړ نه ده . په ملي مناسکواو د خلکو په ژبه پوهيږي، د خلکو د مکتب تجربه او عزت لري يو لړ نورې ښګيڼې هم ورسره ملګري دي چې دا فغانستان د ولس لپاره ېې د زعامت ملا راتړلې ده دا ښاغلئ داکتر اشرف غني احمد زى دي. احمد زى د پوهې په لحاظ ، د دولت او ولس د ضرورت او غوښتنې پر اساس، د نړيوالې ټولنې پېژند ګلوي په هکله او په ډيرو نورو کورنيو او بهرنيو برخو کې د يوه متعادل ټا کوونکي په صفت دا فغانستان په اوسنيو شرايطو کې د نورو ټولو سيال نوماندانو په وړاندي يو پل دى . د چا حبه او دينار دالر ېې له چا نه دى غنيمت ګڼلي. سره ددې چې هغه هم په ځينو برخو کې ، شرايطو کې، د کلتور او اسلامي فرهنګ په تامينولو کې او دا چې بيايي هم بايد څه کړي واى تر يوه حده پورې مسول دى خو اوس ددې وخت نه دى چې مونږ دغه برخې له هغه څخه د يوه ناپوهه خبر نګار په ډول د خيله ګي پوښتنه وکړو! په هر حال.ځينې خلک ېې د ګلم جم لپاره پړه پرې اچوي، ځينې ېې د کرزي په دار او دسته کې شريک بولي او ځينې بيا وايي چې ولې يي د بن له ډلې ټپلې او معاهدې سره سازش وکړ، ځينې يي د خليل زاد او جلالي لپاره ملامت بولي او ځينې د امريکا لپاره. خو کله بيا ځينې منفي برخې هم له يو انسان سره ملګرې وي مهمه داداه چې احمدزي به ددې پوښتنو د ماحول په برخه کې يو څه حتما لري او ځان کوڼ ور باندې نه ا چوي. ځکه دغه ډول نزاکت ، دسپلين، او برخورد د هغه له واکه پوره دى دا ډول تګلارې په يوه داسې ټولنه کې ډيرې زياتې مطرحې دى.زه فکر کوم چې د پښتنو په هکله دوه ځله بايد سوچ وکړي. بايد د ننه او د باندې په پښتنو باندې د احمدزيو د پريکړو، جرګو، خواخوږيو پر بنياد ګرځيدلاى واى او له همدې خلکو سره له نژدې ليدنې او کتنې کړې واى. نوموړى د ولس لپاره ولسي ګرويږنې لري او په دې لاره کې ډيرد پراخ تګلارى خاوند دى فکر کوم چې د پښتنو انحطاطي دورې ته کوم چې د کرزي کمزوري ادارې لخوا ورسره مخامخ شول په کلکه ځير شي او په دې ځان پوه کړي چې نور په مرموز ، پټ، او له دسيسو خخه ډک سياست په دې سيمه کې هېڅ ډول پرمختګ نه راځي. زمونږ ځوان نسل له خوبه پاڅيد لئ او انشا الله نور به د چا په چلونو، پلمو او پوچ سياست نه تير وځي. که چيرې ا حمدزي زعامت ونه ګاټه خو بيا هم کولاى شي چې زمونږ د ولس لپاره او په ځانګړې توګه د ولس دراتلونکې د بقا لپاره مبارزه وکړي او دغه غم ځپلي ولس سره راټول او د سولې او ورورولۍ په دستر خان ېې کښينوي. تر څو پورې چې مونږ يو اوبل ته غوږ ونه نيسو او يودبل نيوکې د ملت د ګټو لپاره ونه منو په دې خاوره کې بدلون نه راځي.او دغه ولس خپله لاره نشي موندلاى.په پاى کې احمد زى د عبدالله عبدالله او زلمي رسول په وړاندى د افغانستان د لانجې، زعامت، بيرته رغونې، په پښو درولو، سولې روغې جوړې لپاره او يو ه متعادل اقتصادي ثبات لپاره ډير زيات توپير لري چې په هېڅ توګه دزلمي او عبدالله سره د مقايسې وړ نه دى. زمونږ ولس بايد له هرڅه نه مخکې د هېواد خپلواکي، ملي حاکميت، ثبات او هر اړخيزه دريځ ته ډير درناوى وکړي مخکې له دې چې د ډاکتر اشرف غني ملاتړ وکړي.
په در ناوۍ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery