مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان وروستي انتخابات او لومړني اخطارونه

عبدالباري جهاني


                

په افغانستان کي د جمهوری ریاست انتخابات، چي له ډیری مودې راهیسي یې خلکو په بې صبرۍ انتظار کاوه، او ډیرو خو لا ویل چي انتخابات به بیخي ونه سي، بالاخره پای ته ورسیدل. دا چي رایه ګیري به، په عمومي صورت، څرنګه سوې وي هغه بیله خبره ده خو، د عمومي پیش بینیو په خلاف، تقریبا له وینو توییدلو پرته بشپړ سول او داسي ښکاري چي د افغانستان د خلکو  ډیر غټ اکثریت برخه هم پکښي واخیستله. انتخاباتي ټیمونه، لکه ما چي په خپل یوه تیر مضمون کي لیکلي وه، د پرنسیپونو پر اساس نه بلکي د رایو د ګټلو په منظور ترتیب سوي وه. ټیمونه چي هر ډول وه هغسي وه او خلکو د خپلي خوښي کاندیدانو ته رایی ورکړې. لا تر اوسه پوري د رایو نتایج، په بشپړه توګه معلوم نه دي، چي د ډاکټر عبدالله ټیم  د اخطارونو په صادرولو بنا وکړه. د ډاکټر عبدالله د ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا د طلوع نیوز سره په خبرو کي وویل« د ډاکټر صاحب اشرف غني انتخاباتي ټیم یو نامتجانسه، غیر ډیمکراټ او غیر ملي ټیم ده. وحدت عمل او وحدت نظر سره نه لري؛ او ډیر ژر ممکن سره وپاشل سي. او که دا ټیم خدای ناخواسته خدای ناخواسته قدرت ته رسیږي د افغانستان په ټولنه کي به د وینو ویالې وبهیږي. او زه باور لرم چي دغه راز یو ټیم باید د ارګ څنګ ته پرې نه ښودل سي» کله چي د طلوع نیوز خبریال له ښاغلي اوریا څخه پوښتنه کوي چي په یوه ډیمکراټیکه پروسه کي څرنګه د وینو د ویالو خبري کوي نو دی په جواب کی وایی چي دا ټیم اصلا قدرت ته رسیدلای نه سي.
د ډاکټر صاحب اشرف غني انتخاباتي ټیم قدرت ته رسیږي یا نه رسیږي هغه بیخي بیله خبره ده خو د اوریا وروستی اخطار موږ ته د کابل د ښار د وینو د ویالو هغه زړه لړزونکي خاطرې را په زړه کوي چي ډاکټر عبدالله پخپله برخه پکښي درلوده. که دا د ډاکټر عبدالله خبري وي او دا اخطارونه هغه صادر کړي وي نو د ملت دي خدای مل سي او که دا د هغه د نطاق اوریا خپلي بې مسولیته خبري وي نو باید چي همدا نن له خپلي وظیفې څخه ګوښه سي او زه خو لا وایم چي،  په دې حساسو شیبو کي په ملت کي د دهشت اچوني د تبلیغاتو په ګناه،باید لویی څارنوالی ته معرفي سي. که څه هم چي دا د یوه عادي او پر سد سړي خبري نه بلکی د یوه نشه او لیونې خبري دي خو څرنګه چي د عبدالله د ټیم د یوه مسول مقام له خولې راوزي نو په توجه ارزي او باید چي یو څه جدي وګڼلي سي.
اوریا وایی چي د ډاکټرصاحب اشرف غني انتخاباتي ټیم غیر متجانس،او غیر ډیموکراټیک او غیر ملي ټیم دی چي وحدت نظر او وحدت عمل نه سره لري. ډیموکراټیک او ملي خو به هاخواته پریږدو خود وحدت عمل او وحدت نظر برخه یې یو څه په زړه پوري ده . د ډاکټر عبدالله د ټیم په سرکي جمعیت اسلامي او حزب اسلامي ولاړ دي. د دې دوو ګوندونو تاریخ د ګلبدین حکمتیار او احمدشاه مسعود او د هغوی د قوماندانانو ترمنځ د جنګونو او یوه بل د وژلو ویرژلی داستان دی. البته دې دوو ګوندونو یوازي د کابل د ښار په ورانولو، د بیګناه خلکو په وژلو او د پردیو په خدمت او نوکري کولو کي هم د نظر وحدت او هم د عمل وحدت درلود. که د نظر او عمل وحدت دغه وي، چي دوه ګوندونه یوازي د خپلو ښارونو په ورانولو او د خپلو خلکو په وژلو کي لاسونه سره یو کولای سي نو سړی همدغه نن ورځ د هغوی ترمنځ د قدرت او اولجو پر سر د خونړیو جنګونو د بیرته پیل کیدلو پیش بیني کولای سي او هغه خدای ناخواسته چي اوریا یې د ډاکټر اشرف غني د ټیم د بریالي کیدلو په صورت کي استعمالوي باید چي د ډاکټر عبدالله د ټیم لپاره ځکه استعمال سي چي هغوی لږترلږه څو ځله په عمل کي ثابته کړې ده چي پر خپلو اولسونو باندي هیڅ رحم نه لري او سړی ویلای سي چي که خدای ناخواسته هغوی قدرت ته ورسیږي څه به پیښیږی.
زه یقین لرم چي دا د اوریا په څیر یوه نشه او لیوني سړي خبري دي او د ډیرو زیاتو تبصرو ارزښت نه لري خو که چیري د هغه د ټیم نظر وي نو هم ویلای سم چي د افغانستان هغه اولسونه چي د خپلي ازادی او ارادې څخه د دفاع لپاره یې د پاکستان او داخلي دښمنانو د تهدیدونو پروا ونه ساتله او په بشپړه مړانه د رایو صندوقونو ته ولاړل، دومره کم عقل او بې ارادې نه دي چي د اوریا په قومانده به خپل کلي او ښارونه وسوځوي او د ده په اصطلاح د وینو ویالې به رواني کړي.
    په افغانستان کي دوه ځله نور هم د جمهوري ریاست انتخابات سوي دي او د  دواړو په نتیجه کي جمهوریس حامد کرزی قدرت ته رسیدلی او ډاکټر عبدالله میدان بایللی دی. که څه هم چي، د ملګرو ملتونو د احصاییو او ابلاغیو په اساس، په نړۍ کي دوهم یا لومړۍ درجه فاسد نظام منځته راغلی دی خو د وینو ویالې نه دي بهیدلي. دا ځل به هم ژر یا وروسته د انتخاباتو نتایج اعلان سي. یا په لومړي او یا په دوهم پړاو کي به د انتخاباتو ګټونکی ټیم معلوم سي. د نوي ټیم قدرت ته د رسیدلو پ وخت کي به حتما یو څه ستونزي رامنځته سي خو د اوریا او د هغه د ټیم د ارمان په خلاف به د وینو ویالې ونه بهیږي. موږ له راتلونکي رژیم څخه، د هر چا په رهبري چي قدرت ته رسیږي، د بشپړي ډیموکراسی او عدالت د ټینګولو هیله نه سو کولای خو دا وروستي انتخابات او په نتیجه کی یې د قدرت سوله ایز یا نسبتا سوله ایز انتقال د ډیموکراسی او عدالت د ټینګیدلو په لاره کي د سلو ګامونو څخه یو قاطع، مخ په وړاندي، ګام بللای سو. اوسني انتخاباتي ټیمونه ټول د وخت د ضرورت او لازمو رایو د ترلاسه کولو لپاره جوړ سوی دي. دلته د تجانس، حتی پرنسیپ، خبره بیخي مطرح نه ده. تر څو چي څوک لازمي رایی ترلاسه نه کړي قدرت ته رسیدلای نه سي او چي قدرت ته ونه رسیږي نو خپل پروګرام عملي کولای نه سي. د پرنسیپونو او ځانګړیو لارو او پروګرامونو په اساس د انتخاباتي ټیمونو جوړیدلو ته لا ډیر وخت پاته دی او ایله څلور دورې، یعني شل کاله، وروسته موږ د ګوندي انتخاباتو پر لور لومړني ګامونه پورته کړو. د افغانستان خلکو ته باید د انتخاباتو د کولو مبارکي وویله سي. راسی په ګډه د پاک خدای له دربار څخه د هغو کسانو د مخونو د توریدلو او شرمیدلو غوښتنه وکړو چي غواړي یو ځل بیا د هیواد تباهي او د وینو ویالې وویني.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery