مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ټاکنو په پایلو کې د زورواکو مداخلې

جاوید ستومان


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له جوړیدو وروسته د ډیری افغانانو ویره دا وه چې حکومت به د ټآکنو په کمیسیون کې له خپل نفوذ څخه په استفادې سره چې ددغه کمیسیون پر غړو یې لري، مداخلې وکړي او ټاکنې به له خپلې طرحې سره پرمخ بوځي او پایلې به یې هم پخپله ګټه وڅرخوي. حکومت تر خپله حده خپله هڅه  وکړه.
خو له هغه وروسته چې د حکومت تر ملاتړ لاندې کاندید ناکامي حتمي شوه او آن د دوو مخکښو نوماندانو په ډله کې هم شامل نه شو د لوبې لوری هم بدل شو. ویل کیږي حکومت هڅه کوي د جوړجاړي له مخې په واک کې د پاتې کیدو هیله پوره کړي، خو بل پلو زور واکي او د زرو خاوندان هڅه کوي د زور او زرو په کارولو سره د ټاکنو پایلې پخپله ګټه وڅرخوي.
د زور او زرو دغه خاوندان یا په اصلاحات او همګرایي ټیم کې راټول شوي دي یا هم د وزیرانو او ځواکمنو والیانو په سطحه د هغوی کلک ملاتړي دي چې په ټاکنو کې یې ټول دولتي امکانات او آن د سولې د عالي شورا امکانات په کار واچول.
د عبدالله عبدالله ټیم د ټآکنو په خپلواک کمیسیون ځانګړي کسان لري او د ټاکنو کمیسیون د پخواني ریس ښاغلي فضل احمد معنوي د ټاکنو کمیسیون د دوو تنو کمیشنرانو سریراحمد برمک او لیلا احراري په وسیله هڅه کوي په بلخ او نورو ولایتونو کې د سلګونو زرو تقلبي رایو د باطلیدو مخه ونیسي. آن دوی هڅه کوي په کمیسیون پر خپلو پلویانو سربیره نور کسان هم په پیسو واخلي چې دوی ته کار وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو او کارکوونکو ته د زور او زرو د خاوندانو د رشوت ورکولو موضوع په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ انعکاس موندلی دی. له هغې جملې څخه Electleaks پاڼې لیکلې:(( لیلا احراری یکی از اعضای کمیسیون مستقل انتخابات در حدود 250000 دالر امریکایی از استاد عطا به دست آورده است تا نگذارد رأی های که گمان میشود به نفع داکتر عبدالله عبدالله تقلب شده است, باطل شود.)) د ټآکنو د خپلواک کمیسیون د نورو ځینو غړو او کارکوونکو په اړه هم دا ډول خبرې موجودې دي. چې په د خلکو ترمنځ یې پراخې اندیښنې راولاړې کړې دي.
د خلکو هیله داده چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړي او کارکوونکي له خپلې لوړې سره سم چې کړې یې باید په ټاکنو کې بې طرفه پاته شي او هیڅ ډول زور او زرو او فشارونو ته تسلیم نه شي. دغه راز د افغان دولت مسوول ارګانونه هم باید د ټاکنو په بهیر کې روڼتیا ته ځیر وي او د ټاکنو کمیسیون په کارکوونکو د مغرزو کړیو د اغیز مخه ونیسي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery