مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2014-05-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

احمدشاه بابا

محمد شفیق ژمن

احمدشاه بابا
احمدشاه بابا په (۱۷۲۲ ز) کال په هرات یا ملتان کي زیږېدلی. (غبار په خپل اثر (افغانستان در مسیر تاریخ) کي لیکي چي د احمدشاه بابا زیږیدنه په هرات کي سوې،(غبار، ۱۳۸۸، ۳۶۷).
پلار یې زمان خان نومیده، چي په هرات کي د افغاني قبیلو مشر و، د زمان خان د مړیني وروسته ذوالفقار د مشرۍ چاري په غاړه واخیستې. د احمدخان پالنه او روزنه د هغه نومیالۍ مور (زرغونه انا) او ورور (ذوالفقار) کړې، احمدخان په کوچنیوالی کي د مروجو علومو په زده کړه پیل وکړ.
ذوالفقار د مشرۍ پر مهال داخلی قبیلوی اختلافات او د بلی خوا د صفوي حکومت د افشار نادر د بریدونو او یرغلونو له امله د ډېرو ستونزو سره مخامخ و، څو واره یې پر هرات باندي بهرنی بریدونه پر شا وتمبول او هم د داخلي جګړو د ختمولو په لټه کي و، خو بالاخره اړ سو چي، په (۱۷۳۰ ز) کال کي د هرات څخه فراه او بیا د هغه ځایه کندهار ته ولاړ سي. (دا وخت هلته د میرویس نیکه زوی شاه حسین واکمن و). ذوالفقار او احمدخان د هغه دربار ته ورغلل، هغه (شاه حسین) د قبیلوي اختلافاتو او ځینو احتمالي خطرونو له امله، ذوالفقار خان او د هغه کشر ورور احمدخان (چي دا وخت به یې عمر لس کاله و) بندیان کړل او تر (۱۷۳۷ ز) کاله پوری ښپږ کاله بندیا وه، تر څو چي په دغه کال افشار نادر کندهار ونیو،  دواړه وړونه یې د نورو بندیانو سره یو ځای له بنده آزاد کړل.(هاشمي، ۱۳۸۶، ۲۴۸)                                                           ذوالفقار خان یې مازندران ته واستاوه او د څه وخت وروسته یې د زهرو په واسطه وواژه.(غبار، ۱۳۸۸، ۳۶۷)    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تاریخ لیکونکی وایي: په همدغه زندان کي احمدشاه بابا ډېر دیني او ادبي علوم زده کړه.

 

 

 

 

 


نادرشاه افشار
    نادرشاه افشار د امام قلي افشار زوی په کال (۱۷۳۵ ز) له ایرانه راغی، د هوتکو پاچاهي او هرات کی یې د ابدالیانو حکمرانی ړنګه کړه، په تیره بیا د کندهار په نیولو یې د هوتکو پاچاهي بیخی پای ته ورسوله، نادرافشار د کندهار د زاړه ښار د کلابندی پر وخت د کندهار د اوسنی ښار لویدیځ خوا ته پر نمناکو ځمکو د (نادرآباد) په نامه یو ښار ودان کړ، او هغه کی یې په (۱۷۳۷ ز) کال کي په خپله نامه سکه ووهله. زوړ ښار یی تر نیولو وروسته ونړاوه چی تر اوسه هماغسی ویجاړ پاته دی. (حبیبي، ۱۳۸۲، ۲۷۸)                                     نادرشاه بې له ځنډه د کابل خوا ته ولاړ، د غلجیو کلات یې ونیو، او خپل لښکر یې غزني او کابل ته واستاوه، دا مهال د کابل حکمران د ډهلي د دربار له خوا ناصر خان یو غښتلی، زړور او د خلکو خوښ سړی و، دا چې ‌ډهلي دربار یې ملاتړ نه کاوه او تنخا یې هم نه ورکوله ځکه یې ځان ټینګ هم نه کړای سو، خو سره له هغه ناصر خان، شرزه خان او نورو افغاني ټبرونو په مرسته کابل ساته. رحیمداد خان کوټوال په ښار کی کلا بند و. چې په پای کې نادر د کابل ښار کلاوې ورانې او ویې نیولې.                                                   نادرافشار په هم هغه کال د افغانستان شمالی ولایتونه له بدخشانه تر بلخ، میمنی او امو سینده د خپل زوی رضا قلی په مرسته ونیول، د افغانی خاوری تر نیولو وروسته یی د سلطان محمود او بابر سیاست وچلاوه، له افغانی مشرانو سره یې نرمه لار غوره کړه. عبدالغنی خان الکوزی یی د هرات د ابدالیانو د قبیلو مشر په توګه وپیژاند او پیر محمد خان هروی ته یی د بلوڅو او خاران حکومت ورکړ.   حاجی اسماعیل الکوزی یی د هرات د اسفزار حاکم وټاکه او اشرف خان غلجي ته یی د کلات حکومت وسپاره.                                                        ده زیات کم څلویښت زره افغان زړور سپاهیان د نور محمد خان غلجی - علیزی په مشرۍ چی لقب یی میرافغان و، په خپل لښکر کی واخیستل، او د سیاسی ځیرکۍ له امله یی پر خپلو افغاني عسکرو بشپړ باور وکړ، افشار نادر، د زمان خان آبدالي زامن (احمد خان او ذولفقار خان) چی په کندهار کې د شاه حسین هوتک په امر بندیان وه، ونازول او په مازندران کې یی جاګیر او تنخا ورته وټاکله ( ۱۷۳۸ ز). (حبیبي، ۱۳۸۲، ۲۸۸)                                           ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شجره نسب بامی بن حبیب بن پوپل بن زیرک څخه څرګندیږی چي، زمان خان سدوزی دوه زامن درلودل چي، لومړی یا مشر زوی یې ذوالفقار خان او دوهم یا کشر زوی یې احمد خان (احمدشاه بابا ) دی. (د پښتنو قبیلو شجرې او مېنې، میاخیل، ۲۲۰ مخ)


  
د نادر زوی د بامیان، ضحاک او د هندوکش د لمنو د نورو کلاو نیولو ته مخه وکړه، د کابل او پیښور د لارې خانان، عباس خان او سعدالله خان هم نادر ونیول، ناصر خان د کابل او پیښور تر منځ افغاني قبایل د نادر پر وړاندې جګړې ته چمتو کړل، او د نادر د زوی (شاهزی نصرالله) له لښکر سره ونښت، ناصر خان په یوه جګړه کی ټپی او ونیول سو، نادر هغه بیا د کابل او پیښور په حکمرانۍ وګماره، او په خپله ده، د پارس او افغان په تازه دمه لښکر په کال (۱۷۳۹ ز) پیښور ونیو، لاهور او ډهلي پوری په مخ ولاړ. نادر د ډهلی تر ټولوژنې، چور او چپاو وروسته د انګرېز، اووه اتیانیم ملیونو پونډو په اندازه شتمني او جواهرات له شاه جهاني تخت طاوس سره پیښور ته راوړل. تر اټک راپورې ووت له یوسفزیو سره ونښت او په ډېره بیړه د خیبر تر درې راتېر سو، چی تر کابل پورې سیمې یې خپلې کړې تر هغه وروسته د کابل له سویلي لارې د کورم، بنګښ، ډیره جاتو او سند خوا ته ولاړ، د سند د سیند ټولي لویدیځی ځمکې یې ونیولې او د بولان د درې له لارې کندهار او هرات ته ولاړ، په ( ۱۱۵۳ هـ) کال یې د خپلو فتوحاتو جشن چې له ماوراءالنهر او خوارزم څخه نیولې د سند تر سیند، دجله، فرات او سیحون پورې رسیدل، په مشهد کې جوړ کړ.                                         د ( ۱۷۴۱ ز) کال په شاوخوا کې یې احمد خان ابدالي له مازندران څخه راوغوښت او د ابدالي لښکر په مشر یې خپل همرکاب وټاکه.                       احمد خان شپږ کاله له نادر سره په سفر کې د جهاندارۍ په چارو کې تجربه وکړه، داغستان او ایران ته یې د نادر په جنګي رشادتونه وښودل، تر دې حده یې د نادر ځانکړۍ پاملرنه ځان ته واړوله چې نادر به تر ځان وروسته پر ده باندي د پاچاهۍ مقام د نیولو زیری کاوه. نادر تر ډیرو فتوحاتو وروسته د مزاج اوښتلو له امله له خپل طبیعي حالت وووت.(حبیبي، ۱۳۸۲، ۲۷۹)                             د عمر په اخیرو وختونو کي پر هر چا بدګمانه و، تر دې چي خپل د زوی (رضا قلی) سترګي یې وایستلې. او هم د پارس پر پوځ یې شک و چي دغه پوځ به مي وژني.(کاکاخیل، ۲۰۰۶، ۶۷۴)                                                         د پوځ د نیولو لپاره افغانی مشران یې وه خپل کمپ ته وغوښتل او ورته یې وویل (زه په خپل ګارډ باندی باور نه لرم، ستاسو صداقت او وفاداری ماته معلومه سوې ده. تاسو ته امر کوم چي سهار به ټول افسران ونیسئ، او هغه کسان چي غاړه نه ایښودله، زړه مه پر سوزی، دا زما د ژوند مسئله ده، او زه یوازی پر تاسو باور لرم).                                                                          احمدخان سملاسي د نادر غوښتنه ومنله او ورسره ژمنه یې وکړه، ده خپل ټول افراد سره راغونډ کړل او د سهار کېدو په تمه و، چي سهار به د نادر امر پر ځای کوئ، خو په هغه شپه یو جاسوس د نادر ټولي خبری محمد قلی خان ته ورسولې، ده هم بېله ځنډه صالح خان ته خبر ورکړ، او دوی پرېکړه وکړه چي پر نادر به همدا اوس ګزار کوو او وژنو به یې. د شپي په مهال محمد قلی خان، صالح محمد خان، محمد خان قاجار، موسی بیګ افشار او قوجابیګ ګندوزلو په لارښوونه اویا تنه مشران د نادر د خیمي په لور روان سول، یوازی صالح محمد او محمد خان قاجار زړه وکړ چي د نادر خیمي ته ننوزی، صالح محمد خان په خپله توره نادر وواهه او یو لاس یې د تنه ور جلا کړ، تر دې دمخه چي نادر خپل دفاع وکړی یا هم ځان وژغوری، محمد خان قاجار داسي یو دروند د توری ګوزار پرې وکړ چي د نادر سر یې د تنه بیل کړ.(ګندا سنګ، ۱۳۸۸، ۶۳)
نادر افشار یو زړور، هوښیار او خونکار سړی و. دده سیاست په افغانستان کې له قهر او ناز سره ګډ و. ده د هرات د ابدالیانو ملي مشرتوب له بیخه ویوست او بیا یې په کندهار کې د هوتکو پاچاهي هم له منځه یووړه. د دغو دواړو ټبرو مشران چې په افغانستان کې یې د خپلواکۍ بیرغ جګ ساته. دده له لاسه ژوبل، مړه او برباد سول. خو له دغه قهر او ناز سره سره یې په ټول افغانستان کې د نوموړیو قبیلو له پاتې مشرانو سره جوړ سو. ویې نازول او ډېر افغاني زړور زلمیان یې په خپل لښکر کې د افغاني سالارانو په قیادت واخیستل او ویې پالل. (حبیبي، ۱۳۸۲، ۲۸۰)
که له یوې خوا نادرشاه افشار د افغاني ملي حکومت په هرات او کندهار کې ړنګ کړ، خو له بلی خوا د احمد خان ابدالي غوندې میړه پالنه، چی تر ده وروسته یې په کندهار کې بیا د افغاني لویې پاچاهۍ خښته کښیښودله هم دده له ښو یادګارو څخه وګنل سي.
د نادرشاه افشار تر وژلو وروسته احمد خان ابدالي او نور محمد خان (میرافغان) د افغان او ازبکو سپایانو په مرسته د نادرشاه افشار حرم د یاغي لښکرو له چور او چپاو څخه وژغوره، چې د دغه خدمت په بدل کې د نادر د حرم له خوا د (کوه نور) مشهور الماس چې په هند کې له افغاني لودیانو څخه بابر او د هغه کورنۍ پاتې سوی او د ډهلي تر نیولو وروسته د نادرشاه افشار لاس ته ورغلي و، ورکړل سو، او ټولو افغاني قواو هرات ته مخه کړه.
د ( ۱۷۴۷ ز) کال د درجب په میاشت کندهار ته ورسیدل، افغاني مشرانو ژر تر ژره د نادرآباد نوې کلا ته نږدې د شیرسرخ پر هدیره ملي جرګه جوړه کړه، چې په هغې کې د افغاني پیژندیو ټبرونو مشرانو لکه نور محمد خان میرافغان د غلجیو مشر، محبت خان د پوپلزیو مشر، موسی خان د ساکزیو مشر، نصرالله خان د نورزیو مشر، او حاجي جمال خان د بارکزیو مشر ګډون کړی و. (حبیبي، ۱۳۸۲، ۲۸۰)
دې ملي جرګې له شوره ډکې اته غونډې وکړې، خو د قبیلو مشرانو ونه سو کړای چې یو د بل حکمراني پر ځان ومنی، حاجي جمال خان بارکزي ، دومره پوخ، متین او د نفوذ څښتن و، چې نور مشران دده له راتلونکي استبداد، قدرت او استیلا څخه ډاریدل، ونه ټاکل سو. دوهم سړې نور محمد خان میر افغان د مشرتابه، تجربې او نفوذ له پلوه د دغه کار وړ ښکاریده. خو څنګه چې د تند مزاج خاوند و، ونه ټاکل سو ، ټولو د پاچاهۍ لپاره داسې سړی لټاوه، چې د افغاني آزاد مزاج، ملي دیموکراسۍ او قوي جرګې له اصولو سره یې د سمون له لاری په راتلونکي کې پر دوی په استبداد او زور حکومت نسي کړای، او په عین وخت کې د غښتلې او قوي ټبر څښتن هم نه وای.
د دې لویې تاریخي جرګې په نهمه غونډه کې د ټولو خلکو سترګې احمد خان ابدالي ته واوښتلې چی ۲۵ کلن نوښتګر، زغمونکي، پوه او ازمیلی زلمی و، چي هم یې قبیله کوچنۍ وه ؛سدوزي ډیر لږ وه؛ او پښتنو مشرانو دا باور درلود، چي دا کشر زلمی پر دوی په استبداد او شدت حکومت نسي کولای، ځکه یې نو دی په پاچاهۍ ومانه. او د دې ښه ټاکنې له امله يې د افغانانو له لاسه وتلی لرغونی برم و پریتم بیا را ژوندی کړ. (حبیبي، ۱۳۸۲، ۲۸۱)
په دې وخت کې صابرشاه نومي یو ملنګ د استاد لایخوار کابلي زوی چې د شیرسرخ په هدیره کې اوسیده. له خپلې کوډلې راوووت، او هدیرې ته نژدې له کروندې یې څو غنم وږی پرې او د دغه نوي ټاکل سوي زلمي پاچا په پګړی کې یې د (خول) په توګه وټومبل، دا د ( ۱۷۴۷ ز) کال د جولای په میاشت پیښه سوه.(حبیبي، ۱۳۸۲، ۲۸۱) دا هغه کال دی، چي افغانستان د لومړي ځل لپاره پاچا وټاکه او د هیواد د چارو چلولو لپاره یې لومړنی ټولنیز دولت جوړ کړ.(عبدالرحمان، ۱۳۷۹، ۴۰۲)
احمدشاه ابدالي د هرات د حکمران زمان خان (چې له مخه یې یادونه وسوه) زوی، په خټه ابدالي سدوزي په ( ۱۷۲۲ ز) کال د زرغونې نومې میرمنې له نسه چی په خټه الکوزي وه، په ملتان یا هرات کې وزیږید. سره له دې خدمت چې د سن له مخې کشر و. خو د خپل سلطنت په وختو کې یې افغانستان ته لوی خدمت وکړ، چې له همدې امله د افغانستان خلکو ورته د (بابا) لقب ورکړ. (حبیبي، ۱۳۸۲، ۲۸۱)
د احمد شاه بابا جګړیز یونونه (سفرونه):
۱ – په ( ۱۷۴۷ ز) کال کي سپهاسالار جهان خان پوپلزی یې غزنی، کابل، جلال آباد او پیښور ته واستاوه او احمدشاه ورو ورو له ده نه وروسته وخوځید او د کابل په لور یې مخه کړه، هغه مهال ناصرخان د بابري دولت لخوا د کابل او پیښور والي و، چي افشارنادر ته تسلیم سوی و، ده (ناصرخان) وغوښتل چي د هزارو او ایماقو په مرسته د احمدشاه سره جګړه وکړي، خو د کابل خلکو دده ملاتړ ونکړ، ځکه چي احمدشاه یو افغان و او دوی دا جګړه خپل د شان سره سم ونه بلله، ناصرخان جلال آباد ته ولاړ، هلته اړ سو او پیښور ته وتښتيد، جهان خان د کندهاره تر پیښوره سیمي بیله جګړې ونیولې، په پیښور کي یې ناصرخان محاصره کړ، مګر ناصرخان د راولپنډي له لاری لاهور ته وتښتید او جهان خان په اټک کي د احمدشاه راتلو ته ودرید.(غبار، ۱۳۸۸، ۳۷۴)
احمدشاه ته د کندهاره تر پیښوره ښه راغلاست وویل سو، هغه د ډېرو خلکو سره وکتل او د هغو څخه یې نوی پوځ چمتو کړ. په همدغه یون (سفر) کي احمدشاه د یوسفزو قوم ته د درانو نوم ورکړ. که څه هم د خیبر د تنګي څخه بهرني پوځونه بیله جګړې او ویني تویولو څخه تیر سوي نه وه، خو دوي (خیبریان) په ډېر عزت سره احمدشاه ته لاره ورکړه او د هغه په ملاتړ ودریدل. په هغه وخت (۱۷۴۷ ز) کي د هند شهنشاه (شاه جهان) و، ده په بیړه سل زره پوځونه د هند صدراعظم (احمدشاه) په مشرۍ چمتو کړل، په نوموړي پوځ کي ډېرو جنرالانو برخه واخیستله، ټول پوځونه یې د سرهند په کلا کي ځای پر ځای کړل او خپله (صدراعظم احمدشاه) د سټلج په ساحل کي د افغاني پوځونو په لاره کتو سو، احمدشاه بیله ځنډه د دیرشو زرو پوځونو سره بله لاره واخیستله او لومړي یې د سرهند پر کلا برید وکړ او کلاه یې ونیوله، صدراعظم احمدشاه ددې خبر په اوریدو مالوپور ته ولاړ.(غبار، ۱۳۸۸، ۳۷۴)
۲ – په ( ۱۷۴۸ ز) کال د کابل او پیښور له لارې اټک او جیلم غاړو ته ورسید، وروسته یې لاهور او بیا ډهلی ونیو، د ډهلی څخه تیر د ربیع الاول پر ۱۳ مه ۱۱۶۱ ه د سرهند ښار ته ننوت.(حبیبي، ۱۳۸۲، ۲۸۲)
۳ – په (۱۱۶۲ ه) د کابل او پیښور له لارې لاهور ته ولاړ چې د سیالکوټ، ګجرات، پنجاب د اورنګ آباد او امرتسر مالیات به هر کال احمد شاهي اعلی دیوان ته رسوي
۴ – په (۱۱۶۳ ه – ۱۷۴۹ ز) کال هرات او بیا مشهد ونیو تر هغه وروسته نیشاپور ته یې مخه کړه، خو د ژمی یخ موسم له کبله کندهار ته ستون سو.( ریان، ۱۳۸۹، ۳۱). د یادولو وړ ده کله چي احمدشاه بابا غوښتل هرات او مشهد باندی برید وکړی د لومړي ځل لپاره نور محمدخان (میرافغان) او دده په مشوره نورو سردارانو د احمدشاه د دې کار مخالفت وښود او د دوی (د احمدشاه او میرافغان) تر منځ دوښمنۍ رامنځته سوه، میرافغان او نورو سردارانو د احمدشاه بابا د قتلولو پلان جوړ کړ، مخکی تردې چي دوی کوم عملی ګام اوچت کړی د احمدشاه بابا په امر ونیول سول، میر افغان د عبدالله خان توپچي قزلباش، نصروالله خان نورزی او نورو سردارانو سره د کندهار اوسنی ښاروالی تر مخ میدان کي وزړول سول.(زمینداور او علیزی، عبدالغفور، ۱۳۸۳، ۴۷)
غبار په خپل اثر (افغانستان در مسیر تاریخ) کي لیکلي: کله چي احمدشاه ابدالي په کال (۱۷۴۹ ز) کي د هرات او مشهد په نیولو باندی لګیا و، میرافغان، عثمان خان توپچی باشی، کدو خان او محبت خان پوپلزي د احمدشاه د قتلولو توطئه جوړه کړه، خو ددوی ددې عمل کولو څخه مخکي احمدشاه خبر سو، سمدستي دوی یې ونیول او وېزړول. (غبار، ۱۳۸۸، ۳۷۰)
د احمدشاه لخوا دا لومړي پښتانه وه چي ووژل سول. د علیزو قوم د میرافغان وژنه داسي بیانوی، (د احمدشاه مور خپله لور د میرافغان پلار حاجی اسماعیل خان علیزی ته په نکاح ورکړه، چي د میرافغان میره یا دوهمه مور ګڼل کېدله، د اسماعیل خان تر وفات وروسته میرافغان د سپاه سالار په توګه وټاکل سو، څه وخت چي به میرافغان کور ته راتلی یا دندي ته به تلی نو د احمدشاه خور دده ډېر عزت کاوه، خو کله چي احمدشاه پاچا سو د هغه خور د پخوا په شان د هغه (میرافغان) عزت نه کاوه، یوه ورځ میرافغان د خپلی میری څخه وپوښته چي ته اوس ولی زما دومره عزت او احترام نه کوی لکه مخکي چي دي کاوه، میره یې په ځواب کي ورته وایي چي سر پښو ته نه ولاړیږی او ته زما په وړاندی پښې یې، ددې خبری په اوریدو سره میرافغان په قهر کیړی او خپله میره پر دواړو غبرګو پښو په توره وهی، د ډېری خون ریزی په وجه دا میرمنه خپل ژوند د لاسه ورکوی، ددې پیښي نه کله چي احمدشاه خبریږی نو میرافغان په دار کوی) پورتني کیسه د خدایداد خان چي د میرافغان زوی و، د خولی روایت دی چي تر موږ پوری دا خبره رسېدلې ده. خو په هغه وخت کي احمدشاه کوم اقدام ونکړ او کېدلای سي چي د عقدې په شکل دا حادثه د ځان سره ساتلی وی. (زمینداور او علیزی، عدالغفور، ۱۳۸۳، ۴۹)
۵ – په (۱۱۶۴ ه – ۱۷۵۰ ز) کال د هرات له لارې نیشاپور یې ونیو، احمد شاه هرات ته ستون سو او وزیر شاه ولي خان یې مرو، میمنه، اندخوی، بلخ، بامیان او بدخشان ته واستاوه، نوموړي وزیر د افغانستان ټول شمالي ولایتونه هیواد په مرکز پورې وتړل.
۶ – په (۱۱۶۵ ه – ۱۷۵۱ ز) کال د پنجاب د نیولو لپاره لاهور ته ولاړ او پنجاپ یې ونیو د پنجاب نه بیا یې کشمیر ونیو، په دغه وخت کې پنجاب، سند او کشمیر د احمد شاهي هیواد یوه برخه سوه.
۷ – د ۱۱۶۷ ‌ه کال په سر کې سند ته یو سفر وکړ او د همدغه کال په منځ کې له کندهاره هرات ته ولاړ او د خراسان تر نیولو وروسته یې مشهد ونیو او بیا یې جام، خرز، تربت او تر شیرازه یې په هرات پورې وتړل.
۸ ـ د پاني پت غزا:
په ۱۱۷۰ ه کال کې په پنجاب کې نوي فیتنې پیدا سوې، سیکان هم په پنجاب کي قوت وموند او د لویدیځ له خوا هم د مرهټه لویو قوتو د ډهلي پاچا ګواښله او پنجاب یې هم ونیو، دا مهال د هند اسلامي او د ډهلي امیرانو احمد شاه راوباله چې د هند د اسلامي پاچاهي د ساتلو او ژغورلو لپاره هند ته راسي، امام الهند شاه ولی الله دهلوي هم د احمد شاه بابا حضور ته لیکونه واستول او دی یې هند ته وباله، ځکه نو احمد شاه بابا له کندهاره په ۱۱۷۱ ه کال د بلوڅو کلات ته د دیرشو زرو عسکرو سره ولاړ او هلته لس زره بلوڅ عسکر هم ورسره سول.
د کندهار، پیښور، بلوڅو او د هند افغان غازیان را غونډ سول او د پوځ ټول شمېر شپیتو زرو پلیو او سپرو ته رسیده چې توپخانه هم ورسره وه.
د پاني پت جګړه د لسو لکو مرهټیانو او هندوانو سره وه، او پدی جګړه کې د دښمن دوه لکه کسان تر تیغ تیر کړل.
د ( ۱۷۶۰ ز) کال د څلورمې (جمادی الاخری) په شپږمه نیټه یې لویه سوبه (فتح) په برخه سوه، چې ددې ستري غزا جنګي ولجې او غنایم ۵۰ زره آسونه، دوه لکه غوایې، پنځه سوه پیلان، څو زره اوښان او ۲۲ زره بندیان لاس ته ورغلل خو وروسته یې ټول وبخښل.(حبیبي، ۱۳۸۲، ۲۸۴)
۹ – د سیکانو ترټل:
هغه وخت چې احمد شاه بابا د پاني پت تر سوبې وروسته کندهار ته راوګرځید، په پنجاب کې جیساسنګ د بغاوت بیرغ پورته کړ، احمد شاه بابا ددې شخړې د مخنیوی لپاره د ( ۱۷۶۵ ز) کال په لومړي نیمایي کې لاهور ته ولاړ، په ۴۸ ساعته جګړه کې یې د امرتسر خواته ۱۳۵ میله واټن وواهه او په (روهي) کي د سیکانو له دوه سوه زریز لښکر سره مخامخ سو، پدې جګړه کې یې د شلو زرو سیکانو په شاوخوا کې ووژل او مات یې کړل. د پټیالي او سرهند حکومت یې ونیو، احمد شاه بابا تر ۱۱۷۷ ه کال پورې د پنجاب د چارو په سمون اخته و، او د ملتان ډیره اسمعیل خان له لارې ګومل او غزني ته راغی، خو په دغه سفر کې سختي تودې هوا ناروغ کړ.(حبیبي،۱۳۸۲، ۲۸۷)
۱۰ – بخارا ته تګ:
په کال (۱۷۸۲ ز) کي احمدشاه بابا افغان وزیر شاه ولی خان د ښپږو زرو سپرو پوځ سره د بلخ او بخارا لور ته واستاوه، ځکه چي په دغه وخت کي د بلخ او بخارا وګړو څه ستونزی پیدا کړي وې او په دغو ځایونو کي د جوتی سرحدي کرښي د نشتوالي له کبله کله کله د بخارا له خلکو سره ټکر کېده، د افغانی وزیر د وړاندی راتلو څخه د خبرېدو له لامله د بخارا واکمن مراد بای د بلخ د یاغي خلکو د مرستي لپاره د پوځ سره هغه لور ته ورغی، شاه ولی خان سمدستي احمدشاه بابا ته د مراد بای په حرکت باندی خبر کړ، افغانی پاچا سملاستي له کتهر څخه د یوه ستر پوځ په مشرۍ ووت او د شمال لویدیځ په لور هرات ته روان سو او د هغه ځای څځه شمال ختیځ ته وګرځېد، د مرغاب له رود (رود مرو هم بلل کیږی) څخه واوښت او په میمنه، شبرغان، اندخوی او بلخ کي یې خپل قدرت بیا ټینګ کړ، شاه ولی خان یې بدخشان ته واستاوه او پخپله د بخارا په لور روان سو او د بخارا د پاچا سره د سولی خبری پیل سوې، د دواړو هیوادو تر منځ د امو سیند د یوې سرحدی پولي په توګه وټاکل سو، او د دوی (د احمد شاه بابا او مراد بای) تر منځ داسي پرېکړه وسوه چي، خرقه مبارکه به (چي څه وخت د حضرت اویس قرني په ملکیت کي وه او دا وخت په بخارا کي ساتل کېده) مراد بای وه احمدشاه بابا ته ورکړي، احمدشاه بابا د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دغه مقدس یادګار یو لوی ملکیت وګاڼه او په ډېر درنښت یې کندهار ته راوړه، چي اوس هم خرقه مبارکه په کندهار کي ده.(ګندا سنګ، ۱۳۸۸، ۴۴۶)
د احمدشاه مړینه:
احمد شاه د خپل ژوند په پای کې د پرله پسې جګره ییزو یونونو د کړاوو له امله کمزوری سو، او دی یې د کندهار له ښار د کوږک توبې غره ته چې لوړ او ښه هوا یې درلوده بوت، تر څو میاشتو وروسته د (۱۱۸۶ ه) کال د رجب پر شلمه د جمعې په شپه همهلته د خوراړه (آکله) یا د (پزي سرطان) په ناروغۍ وفات سو. وزیر شاه ولي خان او یاقوت خان خواجه سرا دده مړی کندهار ته راوړ او په همغه ځای کې یې ښخ کړ، چې ده له مخه ټاکلی و. د مړینې پر وخت ۵۱ کلن و او ۲۶ کاله یې پاچاهي وکړه. (حبیبي، ۱۳۸۲، ۲۸۷)

spozmai radio mainport ipower
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery