مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تور رنګ

یوسف هېواددوست

د بخت ګلې د ژوند کیسه به هر چا کوله خو، له پېښې هېڅوک هم سم نه پوهېدل .هر چا به هر څه ویل  چې ولې یې یوازې پرېښوده ؟په هغه ورځ چې له ټولټاکنو بېرته  کلي ته راغلی وم ، نو پام مې شو چې بخت ګله  له حاجرې ترور سره لګیا وه او دا خبره یې کوله چې : لومړی وار مې دی چې رایه ورکوم ، همالته ورنه خبره شوم. چا کیسه کوله چې لاړل تباه شول.خدای ووهل  .زما آزار ووهه .که له ما سره یې ژوند نه کاوه نو ولې یې راته درواغ ویل .هر وخت به چې د درمند وخت شو نو یې راته ویل ته مې د سترګو تور یې ،پلار ته دې ووایه چې زموږ برخه غنم رابېل کړي ، آخر ته یې نازدانه لور یې .سپېره سړی و په درواغجنې مینې یې وغولوولمه ، خو آخر یې  زه له تور سر ،سره  پرېښودم او لاړه په ښار کې د ټوپک له برکته غټ سړی شو او هلته یې د کوم نوي شتمن شوي سړي لور  سره واده وکړ .خدای ولیدې چې په ما څه سختې تېرې شوې . ښه وشو ، زما آزار ووهه .هغوی هم خدای ووهل او دی هم . په چم کې یې وبا راغله او د ټولو بخت یې داسې تور کړ لکه زما تور سر ، لکه تکه توره شپه  ، کټ مټ لکه تور رنګ .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery